د طالبانو د واکمنۍ څلور کاله

ننګرهار کې د طالبانو جشن؛ د والي مرستیال یې افغانستان د امپراتوریو هدیره ګڼي

د طالبانو د واکمنۍ څلورو کلونو په بشپړېدو سره دې ډلې (د اګسټ ۱۵مه) د خپلې بریا په توګه ننګرهار کې هم نمانځلې او د لوېدیځو هېوادونو تر څنګ په کې د امریکا پر ضد څرګندونې شوې دي. یاد ولایت کې د دغه ډلې مرستیال والي په خپله وینا کې ویلي، چې افغانستان د امپراتوریو هدیره ده.