• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کرملین ماڼۍ: د پوتین او ټرمپ ټلیفوني اړیکه او د بندیانو د خوشې کېدو تمه

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۵۷ GMT+۱

کرملین مانۍ اعلان کړی، چې د روسیې او د امریکا د ولسمشرانو ترمنځ ټلیفوني خبرې شوې دي. د کرملین د یوه سلاکار په وینا، پوتین او ټرمپ په دې اړیکه کې د روسیې او اوکراین د استازو د لوړې کچې خبرو اترو د احتمال په اړه خبرې کړې دي.

ټرمپ بیا د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي او د اروپایي هېوادونو مشرانو سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې پوتین د ګام اخیستلو نیت لري.

د هغه په وینا، تمه ده چې روسیه به ډېر ژر او ښایي سمدستي له ۱۰۰۰ زیات اوکرایني بندیان خوشې کړي.

ټرمپ زیاته کړې: «زما په نظر دا یو ستر پرمختګ او عالي پېښه ده.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې اروپایي هېوادونه او امریکا هڅه کوي څو د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې د مذاکراتو لپاره د عملي ګامونو د اخیستلو زمینه برابره کړي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په ۸ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۴ کسان مړه شوي

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۰۴ GMT+۱

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي اداره وايي، په تېرو دوو ورځو کې د هېواد په اتو ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو له امله ۴ کسان مړه شوي او یو بل ټپي دی.

د دغې ادارې د مسوولینو په وینا، په کابل، کاپیسا، پروان، پکتیکا، لوګر، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې د دغو بارانونو او سېلابونو له امله ۱۱ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ، ۴۶ کورونه په نسبي توګه زیانمن او ۲هټۍ په نسبي توګه تخریب شوي دي.

مسوولین زیاتوي، په دغو پېښو کې په یادو ولایتونو کې ۱۳۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۳۵ جریبه باغونه، ۱۶ کیلومتره سړک، ۲ پلونه او پلچکونه، ۱۰۰ تختي سولر، ۱۷۰۰ ونې، ۲۱ د اوبو کانالونه هم زیانمن شوي او په ټوله کې ۳۵۳ کورنۍ زیانمنې شوې دي.

د دغې ادارې په وینا، لا هم د زیانمنو سیمو سروې روانه ده.

کې‌ير سټارمر: د سپینې ماڼۍ ناسته کېدای شي تاریخي ګام وي

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۳۴ GMT+۱

د برېتانیا لومړی وزیر کې‌ير سټارمر وایي، د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د سپینې ماڼۍ ناسته کېدای شي د اوکراین او اروپا د امنیت لپاره یو «تاریخي ګام» وي.

سټارمر په دې ناسته کې ټینګار کړی، چې د ټرمپ له لوري د امنیتي ضمانتونو یادونه د هغو هڅو سره سمون لري، چې د اوکراین اروپايي متحدینو په تېرو میاشتو کې ترسره کړې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د «چمتو هېوادونو اېتلاف» حاضر دی چې د اوکراین د امنیت د خوندیتوب لپاره لا ډېر مسوولیت پر غاړه واخلي.

ټرمپ تر دې وړاندې د کییف له پرله‌پسې غوښتنو چې امنیتي ضمانتونه ورکړل شي، څو روسیه د اوربند د ماتولو یا په راتلونکو کلونو کې د برید د تکرار هڅه ونه کړي، په بېړه کې ډډه کړې وه.

ټرمپ: پوتین غواړي زما لپاره د جګړې د ختمولو تړون وکړي

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۴۳ GMT+۱

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څو اړخیزې ناستې مخکې، د مایک د ناڅاپي روښانه پاتې کېدو له امله داسې خبرې اورېدل شوي، چې وایي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین غواړي د اوکراین جګړه د ده لپاره پای ته ورسوي.

ټرمپ د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ته په ټیټ غږ وویل: «زما په اند هغه غواړي یو تړون وکړي او زه فکر کوم هغه غواړي زما لپاره تړون وکړي، پوهېږې؟ که څه هم دا نامعقوله ښکاري،خو همداسې ده.»

په ثبت شویو خبرو کې ټرمپ همداراز د یوې درې اړخیزې ناستې یادونه هم کوي، چې پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي به په کې ګډون وکړي. ټرمپ مخکې هم په ډاګه کړې وه چې باور لري دغه درې اړخیزه لیدنه به ترسره شي.

سره له دې، د سیاسي شنونکو په باور د ټرمپ دا ډول خبرې ښيي، چې هغه هڅه کوي خپل رول د جګړې په احتمالي حل کې مرکزي وښيي، خو لا هم شکونه شته چې ایا پوتین رښتیا هم د ده لپاره د سولې تړون ته تیار دی او که نه.

د جرمني لومړی وزیر: د روسیې او اوکراین د شخړې په اړه د جدي مذاکراتو لار پرانیستل شوې

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۴۵ GMT+۱

د جرمني لومړي وزیر فرېدرېښ میرڅ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي سره په ناسته کې وویل، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د شخړې د هوارولو لپاره د جدي خبرو اترو لار پرانیستل شوې ده.

میرڅ څرګنده کړه، چې دا لاره وروسته له هغه پرانیستل شوه چې ټرمپ د جمعې په ورځ د الاسکا په ایالت کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدنه وکړه. هغه وویل: «اوس د پېچلو خبرو اترو لپاره زمینه برابره شوې ده.»

د جرمني لومړي وزیر ټینګار وکړ، چې اروپایي مشران د اوربند غوښتونکي دي او د هغه په باور د راتلونکو خبرو اترو ترسره کېدل باید د اوربند تر اعلان پورې وځنډېږي.

هغه زیاته کړه: «زه فکر نه شم کولی چې بله غونډه دې له اوربند پرته ترسره شي. نو باید پر همدې کار وکړو.»

د اوکراین په خبرو کې د لومړۍ مېرمنې اغېز: زېلېنسکي د خپلې مېرمنې لیک ټرمپ ته وسپاره

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۳۲ GMT+۱

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي نننۍ لیدنه د ملګرتیا په فضا کې پیل شوه او زېلېنسکي د خپلې مېرمنې لیک ټرمپ ته ورکړ، ترڅو یې خپلې مېرمنې میلانیا ټرمپ ته ورسوي.

دا که څه هم په ښکاره یو سمبولیک عمل و، خو شنونکي یې د لومړۍ مېرمنې د پټ نفوذ مهمه نښه بولي.

ټرمپ د دې حرکت وروسته پر اوکراین د امریکا د ملاتړ په اړه خپلې تر ټولو جدي ژمنې تکرار کړې او ویې ویل: «هېڅکله دا د لارې پای نه دی.»

که څه هم ټرمپ څرګنده کړه، چې د سولې د تضمینولو په برخه کې اروپا باید مخکښ رول ولوبوي، خو ده ټینګار وکړ چې امریکا به له دې بهیر څخه لاس وانخلي.

ټرمپ وویل: «اروپا د لومړۍ کرښې دفاع ده، ځکه هغوی هلته دي، خو موږ به هم ورسره مرسته وکړو او پکې به ښکېل پاتې کېږو.»