• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رسمیت پېژندنې پسې ستړي؛‌ طالبانو له جاپانه هم غوښتي، چې دوی د حکومت په توګه وپېژني

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۲۸ GMT+۱

د طالبانو د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د جاپان په ګډون پر یو شمېر هېوادونو غږ کړی، چې باید دغه ډله د اقتصادي، سیاسي او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا په موخه په رسمیت وپېژني. نوموړي دغه غوښتنه د اېن اېچ کې په نوم له یوې جاپانۍ رسنۍ سره په مرکه کې کړې.

هغه زیاته کړې: «رسمیت پېژندنه اقتصادي او سیاسي ګټې لري.» د طالبانو د کابینې د دغه غړي په وینا؛ اوس‌مهال په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی او جاپاني شرکتونو ته د پانګونې ښه فرصتونه برابر دي.

سره له دې چې طالبانو پر ښځو ګڼ بندیزونه او محدودیتونه لګولي؛ قاري دین محمد باور لري چې په افغانستان کې د ښځو حقونو پر وړاندې هېڅ ډول ستونزې نه‌شته.

روسیه لومړنی هېواد و، چې طالبان یې په رسمیت وپېژندل؛ خو کارپوهان باور لري چې مسکو د خپلو امنیتي ملاحظاتو له امله مجبور شوی چې دا کار وکړي. خو بل خوا د پاکستان او ایران په ګډون د طالبانو یو شمېر نورو متحدو هېوادونو بیا د دغه ډلې له رسمیت پېژندو څخه اوس مهال انکار کړی او په اوسنیو شرایطو کې یې د دغه ډول پرېکړې د شونتیا امکان کم بللی دی.

د هغه په خبره: «زه دا باور لرم، چې افغانستان کې د ښځو لپاره هېڅ ډول ګواښ نه‌شته او زموږ دیني ارزښتونو ته باید درناوی وشي.» هم‌مهاله بیا د بشري حقونو سازمونونو له افغان ښځو سره کېدونکی طالباني چلند د اندېښنې وړ بللی او ویل شوي، چې ورځ تر بلې په یاد هېواد کې د‌ ښځو ژوند مخ په خرابېدو دی.

د ښځو حقونو نړۍوالو ادارو په وار، وار اندېښنه ښوولې، چې د ملاهبت الله د بندیزونو له کبله افغانستان د ښځو لپاره پر یو «زندان او جهنم» بدل شوی دی. د طالبانو مشر د خپلې واکمنۍ په تېرو څلورو کلونو کې د ښځو اړوند تر ۱۰۰ډېر فرمانونه صادر کړي، چې له امله یې د ټولنې د دغه قشر ژوند له سختو محدودیتونو او بندیزونو سره مخ شوی دی.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

په کلفورنيا کې سلګونه افغانانو د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۶مه کلیزه ونمانځله

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۴۶ GMT+۱
په کلفورنيا کې سلګونه افغانانو د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۶مه کلیزه ونمانځله
100%

د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت دغه غونډه د کلفورنیا ایالت په سټاکټن ښار کې جوړه شوې وه، چې په‌کې شاعرانو، مدني او ټولنیزو فعالانو، ځینو مشهورو سندرغاړو، مېرمنو او سلګونه نورو افغانانو برخه اخیستې وه.

غونډه د افغانستان د ملي سرود په غږولو سره پیل شوه او بیا ګڼو ویناوالو د افغانستان د خپلواکۍ او د غازي امان الله خان په سرښندونو خبرې وکړې. ټولنیز فعال حسیب ځواک د خپلو خبرو په یوې برخه کې وویل، افغانان که د نړۍ په هر ګوټ کې وي؛ ملي ارزښتونه ورته مهم دي او په ټول توان یې پالي.

په ورته وخت کې په یاده غونډه کې سندرغاړو لکه هارون باچا او ګودر ځايي د وطني او ملي سندرو په ویلو سره د ګډونوالو وطني جذبې او ولولې راوپارولې. د غونډې تالار د افغانستان په درې رنګه ملي بېرغ رنګین شوی و.

په ورته وخت کې یو شمېر افغانانو په اسټرالیا کې هم د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۶مه کلیزه نمانځلې ده. په یاده غونډه کې هم سلګونه افغانانو ګډون کړی و او د خپلواکۍ په ارزښت یې خبرې کړې دي.

خالد حنفي ښوونکو ته: د ټولنې اصلاح لپاره باید تقوا غوره کړو او یو موټی شو

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۰۵ GMT+۱
خالد حنفي ښوونکو ته: د ټولنې اصلاح لپاره باید تقوا غوره کړو او یو موټی شو
100%

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزیر له ښوونکو سره په یوې ګډې ناسته کې ویلي، د ټولنې اصلاح لپاره مهمه ده چې تقوا غوره شي او همدا راز یووالی رامنځته شي. هغه زیاتوي، د ټولنې اصلاح لپاره باید له کرکجنو خبرو ډډه وشي.

د خالد حنفي په وینا: «ستا سخت ترین دوشمن چې تا پسې منفي تبلیغات کوي،‌ ملحظات وایي؛ نو دا سبب د اصلاح او اخلاقو دی.»

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې خپله خالد حنفي د رسنیو او سیاست‌والو له لوري د دوی پر ډلې کېدونکې نیوکې په سختو ټکو غندي. همدا راز دغې ډلې په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ،‌ انتقادي څرګندونو، لیکنو او راپورونو سخت بندیزونه لګولي دي.

همدا راز د طالبانو دغه چارواکی د خپلو دې تازه څرګندونو برعکس د پخوانیو سیاست‌والو، د افغان ښځو، ځوانانو او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو پر ضد خپلو ویناوو کې له کرکې او بدبینۍ ډک الفاظ کاروي. نوموړي ډېر کله د مخکني جمهوري نظام چارواکي، سیاست‌وال او ان د لوستو ځوانانو فکرونه غندلي‌ او ان «غیر اسلامي» یې بللي دي.

د طالبانو بېلابېل چارواکي د خپلو مخالفو سیاست‌والو، مدني فعالانو او بشري حقونو فعالانو پر ضد له خورا نامناسبو کلیمو او توندو ټکو کار اخلي. پر کابل واکمنه ډله پر ځان د نیوکو زغم نه‌لري او نه هم پرته له خپلې ډلې په هېواد کې له نورو افغانانو یا هم سیاسي اړخونو سره تعامل ته ژمن دي.

بلال کریمي: شل کلنه مبارزه مو د هغو پر ضد وه، چې افغانستان یې «اشغال» کړی و

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۰۶ GMT+۱
بلال کریمي: شل کلنه مبارزه مو د هغو پر ضد وه، چې افغانستان یې «اشغال» کړی و
100%

په چین کې د طالبانو سفیر بلال کریمي د خپلې ډلې د بیا واکمنۍ څلورمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې د دوی شل کلنه مبارزه د کوم ځانګړي هېواد، تمدن او یا قوم پر وړاندې نه وه؛ بلکې د هغو پر ضد وه چې افغانستان یې «اشغال» کړی و.

نوموړي ویلي، چې اوس د جګړې فصل پای ته رسېدلی او باید د اړیکو نوې پاڼه پرانیستل شي.

د هغه په خبره: «د خپل وطن د ازادۍ او د خپلو ارزښتونو او ویاړونو سره سم د ژوند کولو مبارزه د هر ملت فطري، بشري او اسلامي حق دی.» هغه زیاته کړې، اوس باید د تحمیل او جبر پرځای هڅه وشي چې د دوی له حکومت سره د تعامل او پر متقابل درناوي ولاړې اړیکې وپالل شي.

په ورته وخت کې د چین په سفارت کې د نمانځغونډې پرمهال د امریکا د حضور او د دوی د وتلو په اړه جوړ شوی مستند فلم هم نندارې ته وړاندې شوی.

په چین کې د طالبانو د سفارت د معلوماتو له مخې؛ په یادې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو، ډېپلوماټانو، د کوربه هېواد چارواکو، ځینو اکاډیمیکو شخصیتونو، افغان سوداګرو او زده‌کړیالانو ګډون کړی و.

طالبانو د ۲۴۳مېلیونه ډالرو په ارزښت له ازبکستان سره د برېښنا د لېږد تړونونه لاسلیک کړل

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۰۰ GMT+۱
طالبانو د ۲۴۳مېلیونه ډالرو په ارزښت له ازبکستان سره د برېښنا د لېږد تړونونه لاسلیک کړل
100%

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، چې د ازبکستان د انرژۍ وزارت اړوند شرکتونو سره یې د ۲۴۳مېلیونه ډالرو په ارزښت د برېښنا د لېږد او سب سټېشنونو د جوړولو څلور بېلابېل تړونونه لاسلیک کړي دي.

د یکشنبې په ورځ د (زمري ۲۶مه)‌ خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه تړونونه د ارغندي سب سټېشن او ننګرهار کې د شیخ مصري سب سټېشن پراختیا او د سرخان الوان دښتې د ۵۰۰کېلو ولټه برېښنا مزو د غځولو په برخه کې شوي دي.

د افغانستان برېښنا شرکت لپاره د طالبانو رییس ډاکټر عبدالباري عمر په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې وویل: «۵۰۰کېلو ولټه مزی به پر مزار شریف راتېرېږي، بیا پلخمري،‌ کابل او بیا ننګرهار ته غځېږي. په دې لاره کې د درېیو سب سټېشنونو د ظرفیت لوړوالی او جوړول هم شامل دي.» نوموړی زیاتوي، چې په دې پروژه کې به له ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰مېګاواټه پورې برېښنا له ازبکستان هېواد څخه ترلاسه شي.

د هغه په وینا: «په پایله کې به یې صنعتي پارکونه ډېر پرمختګ وکړي او په ځانګړې توګه هغه پارکونه چې په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې دي.» هم‌مهاله طالبانو خبر ورکړی، چې د عزیزي ګروپ له لوري د ۱۰زره مېګاواټه تولیدي برېښنا د ژمنې په لړ کې د دغه پروژې لومړنۍ چارې په هرات ولایت کې عملا مخ په پیلېدو دي.

افغانستان په کور دننه په پراخه کچه تولیدي برېښنا نه‌لري او ډېره تکیه یې د ازبکستان تر څنګ له ترکمنستان څخه پر وارداتي برېښنا ده. طالبانو د خپلې بیا ځل واکمنۍ له لومړۍ ورځو څخه همدا ژمنې کړې دي، چې د تولیدي برېښنا په برخه کې جدي اقدامات کوي؛ خو دا خبرې یې یوازې شعار پاتې شوې او هره ورځ د وارداتي برېښنا په برخه کې پر فعالیتونو او پراختیا هڅې کوي.

باورونه دا دي، چې له ازبکستان او ترکمنستان څخه افغانستان ته واردېدونکې برېښنا په لوړه بیه تمامېږي او که په کور دننه د تولیدي برېښنا په برخه کې اقدامات وشي؛ نو دا ستونزه به ورسره تر ډېرې کچې هواره شي او هېواد به هم پر ځان بسیا شي.

د سره صلیب کمېټه وایي، په افغانستان کې یې د روان کال له پېله د ۶۰۰زرو ناروغانو درملنه کړې

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۰۵ GMT+۱
د سره صلیب کمېټه وایي، په افغانستان کې یې د روان کال له پېله د ۶۰۰زرو ناروغانو درملنه کړې
100%

د سره صیب نړۍوالې کمېټې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یې د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمایي کې شاوخوا ۶۰۸زره ناروغانو ته چې ۶۴سلنه یې ښځې دي؛ روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي دي.

راپور زیاتوي، همداراز له ۱۶۴زره ډېر د واکسینو ډوزه هم تطبیق شوي، شاوخوا ۴۱۸۲ ماشومان د خوارځواکۍ له امله تر درملنې لاندې دي او له ۴۰۰زرو زیاتو وګړو په ښارونو کې د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی موندلی دی.

دغه کمېټه وړاندې لیکي، چې فعالیتونه یې یوازې تر روغتیایي چارو محدود نه دي؛ بلکې د معیوبینو د بیا توانمندۍ، د بندیانو د وضعیت ښه کولو، د کورنیو د اقتصادي ملاتړ او د بېلو شویو کورنیو د یوځای کولو برخې هم رانغاړي.

یاد سازمان وایي،‌ د دوی په ۷روغتیايي مرکزونو کې تر ۱۰۴زرو ډېرو ناروغانو مستقیمه درملنه شوې، نږدې ۱۵ زره مصنوعي غړي جوړ شوي او فزیتوتراپۍ اړوند شاوخوا ۷۳زره غونډې ترسره شوې دي. همداراز، په ۱۲ زندانونو کې له ۱۶زرو ډېرو بندیانو ته روغتیايي توکي وېشل شوي دي.

د راپور له مخې؛ نږدې ۸۵۰ کورنۍ په روزګان، پکتیکا، کونړ او کندوز ولایتونو کې د «کابل په بدل کې پیسې» له پروژو څخه ګټه اخیستې او بېرته یې د عاید سرچینې موندلې دي.

د سره صلیب چارواکو ټینګار کړی، که څه هم نړۍوالې مرستې کمې شوې دي او په افغانستان کې بشري کړکېچ روان دی؛ خو دوی بیا هم خپلو بشردوستانه فعالیتونو ته ژمن پاتې دي. د دوی په وینا؛ له قومي مشرانو، دیني عالمانو او سیمه‌ییزو چارواکو سره اړیکې نیول لا هم د دې ادارې د ستراتیژۍ مهمه برخه ده؛ څو مرسته تر ټولو زیانمنو خلکو ته ورسېږي.