• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له ایرانه غوښتي، چې د برېتانیا افغان همکارانو نوملړ په بدل کې دوی په رسمیت وپېژني

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۵۳ GMT+۱

تازه برېتانوۍ ورځپاڼې «ډیلي میل» راپور ورکړی، چې تېره اوونۍ د ایران د سپاه پاسداران څلورو چارواکو کابل ته سفر کړی؛ څو د برېتانیا د دغه افغان همکارانو په اړه معلومات ترلاسه کړي. ورځپاڼه کاږي؛ دغه ایراني چارواکو په کابل کې له طالبانو غوښتي، چې د دغه کسانو نوملړ له دوی سره شریک کړي.

د ورځپاڼې د معلوماتو له مخې؛ طالبانو هم په دې شرط چې دوی به د ایران له لوري په رسمیت پېژندل کېږي په دې برخه کې د همکارۍ ټټر وهلی دی.

ورځپاڼې ته یوه ایراني چارواکي ویلي، چې ایران هڅه کوي د دغه برېتانوي «جاسوسانو» په نیولو سره له لویدیځ سره د اټومي پروګرام پر سر خبرو کې له دې مسلې د فشار په توګه کار واخلي.

یادې ورځپانې همدا راز ویلي، چې د سپاه پاسداران او ایران ترمنځ د همکاریو تازه ژمنې برېتانوي سیاسیت‌وال سخت اندېښمن کړي دي. طالبانو او په ایران کې رسمي سرچینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

وړاندې یوې بلې برېتایوۍ ورځپاڼې ټېلګراف راپور ورکړی و، چې د ایران سپاه پاسداران له طالبانو غوښتي چې د شاوخوا ۲۵ زرو افغانانو نومونه چې د برېتانوي ځواکونو سره یې په افغانستان کې همکاري کړې ایران ته وسپاري.

دغه ورځپاڼه وایي، د تهران موخه داده چې ښایي د برېتانیا استخباراتي ادارې (MI6) همکاران وپېژني او دغه معلومات د اټومي خبرو اترو کې د لوېدیځ پر وړاندې د فشار وسیله وګرځوي.

تېلګراف دا هم ویلي، چې په دغه نوملړ کې د برېتانیا د ځانګړو ځواکونو او استخباراتي مامورینو له ۱۰۰څخه ډېر نومونه هم شامل دي. په برېتانیا کې د دغه سرتېرو د محرم اسنادو افشا کېدو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي.

په افشا شویو معلوماتو کې د افغان همکارانو نومونه او د دوی د همکارۍ توضیحات هم شامل وو، چې په ۲۰۲۲ کال کې په تېروتنه افشا شول او یوه برخه یې یو کال وروسته په خواله رسنیو کې خپره شوه.

د برېتانیا حکومت د یوې ځانګړې محکمې د حکم له مخې دغه موضوع پټه وساتله او بیا یې د همدې کسانو د لېږد لپاره یو پټ پلان پيل کړ. د برېتانیا سترې محکمې حکومت اړ کړ، چې په ۲۰۲۵کال کې دغه موضوع په عامه توګه افشا کړي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له کډوالۍ تر اتلولۍ؛ د شاپور ځدراڼ د کرېکټ الهام‌بښونکې کیسه

•
•
•

نور کیسې

د طالبي تبلیغاتو برعکس؛ افغانستان ته چنګاښ میاشت کې تر یو مېلیارد ډالرو ډېر توکي وارد شوي

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۲۵ GMT+۱
د طالبي تبلیغاتو برعکس؛ افغانستان ته چنګاښ میاشت کې تر یو مېلیارد ډالرو ډېر توکي وارد شوي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د ملي احصایې او معلوماتو اداره وايي، چې د ۱۴۰۴لمریز کال د چنګاښ میاشتې په اوږدو کې د هېواد د وارداتو ټول ارزښت «یو مېلیارد او ۱۹۱ مېلیونه ډالرو» ته رسېدلی دی. دغه شمېرې ښيي، چې افغانستان لا هم په ډېره کچه پر وارداتو متکي دی.

د رسمي شمېرو له مخې؛ د همدې میاشتې د صادراتو ارزښت ۱۰۴ مېلیونه ډالره و، چې د روان کال د غبرګولي پرتله ۴۰.۹ مېلیونه ډالره زیاتوالی ښيي. په غبرګولي میاشت کې د صادراتو ارزښت یوازې ۶۳.۱ مېلیونه ډالر راپور شوی و.

له بلې خوا د افغانستان د غبرګولي میاشتې واردات ۹۳۷.۲ مېلیونه ډالره و؛ خو په چنګاښ میاشتې کې بیا د ۲۵۳.۹ مېلیونه ډالرو په زیاتوالي سره له ۱.۱۹ مېلیاردو ډالرو پورته شول.

طالبانو ویلي، چې د افغانستان ډېری صادرات د چنګاښ میاشتې په ترڅ کې پاکستان، هندوستان او تاجکستان ته شوي دي. په داسې حال کې چې ډېری واردات له ایران، چین او پاکستان څخه راوړل شوي دي.

پر کابل د واکمنې ډلې د ملي احصایې او معلوماتو اداره زیاتوي، چې د صادراتو شمېرې د صادراتو او بیا صادراتو دواړو ارزښت په ځان کې را نغاړي او د وارداتو شمېرې هم د محصولي او غیرمحصولي توکو واردات ښيي؛ خو د وارداتي برېښنا ارزښت په‌کې نه دی حساب شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان هره ورځ تبلیغات کوي چې ګوندې افغانستان په تېرو څلورو کلونو کې په یو شمېر برخو کې پر ځان بسیا شوی او له بهرنیو هېوادونو یې واردات کم شوي؛ خو د دغه ادارې تازه شمېر یې اوس یادې ادعاوې برعکس ثابتوي.

کارپوهان باور لري، تر هغې پورې چې افغانستان کې د پانګه‌والو لپاره باثباته چاپېریال، امنیت، اسانتیاوې، فرصتونه او کافي برېښنا برابره نه‌شي؛ نو په کور دننه د تولیدي توکو کچه نه‌شي لوړېدای.

قرغزستان په پنځو میاشتو کې افغانستان ته ۵۷ مېلیون لیټره تېل صادر کړي

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۴۰ GMT+۱
قرغزستان په پنځو میاشتو کې افغانستان ته ۵۷ مېلیون لیټره تېل صادر کړي
100%

د قرغزستان د ملي احصایې کمیټې د معلوماتو پربنسټ؛ دوی روان کال له جنورۍ څخه تر مئ میاشتې پورې افغانستان ته شاوخوا ۵۷ مېلیون لیټره پټرول صادر کړي، چې دغه کچه د تېر کال د همدې مودې پرتله ۲۳ برابره زیاتوالی ښيي.

دغې کمیټې ویلي، چې د دغو صادارتو مالي ارزښت ۲۶.۱ مېلیون ډالره اټکل شوی دی.

قرغزستان افغانستان ته د تېلو د واردوونکو هېوادونو له مهمو هغو څخه ګڼل کېږي.

افغانستان د اړتیا وړ تېل او نور سون توکي له ایران او د منځنۍ اسیا له هېوادونو واردوي، چې وخت ناوخت یې د کیفت د خرابوالي په اړه راپورونه ورکړل شوي دي.

رسمیت پېژندنې پسې ستړي؛‌ طالبانو له جاپانه هم غوښتي، چې دوی د حکومت په توګه وپېژني

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۲۸ GMT+۱
رسمیت پېژندنې پسې ستړي؛‌ طالبانو له جاپانه هم غوښتي، چې دوی د حکومت په توګه وپېژني
100%

د طالبانو د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د جاپان په ګډون پر یو شمېر هېوادونو غږ کړی، چې باید دغه ډله د اقتصادي، سیاسي او کلتوري اړیکو د پیاوړتیا په موخه په رسمیت وپېژني. نوموړي دغه غوښتنه د اېن اېچ کې په نوم له یوې جاپانۍ رسنۍ سره په مرکه کې کړې.

هغه زیاته کړې: «رسمیت پېژندنه اقتصادي او سیاسي ګټې لري.» د طالبانو د کابینې د دغه غړي په وینا؛ اوس‌مهال په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی او جاپاني شرکتونو ته د پانګونې ښه فرصتونه برابر دي.

سره له دې چې طالبانو پر ښځو ګڼ بندیزونه او محدودیتونه لګولي؛ قاري دین محمد باور لري چې په افغانستان کې د ښځو حقونو پر وړاندې هېڅ ډول ستونزې نه‌شته.

روسیه لومړنی هېواد و، چې طالبان یې په رسمیت وپېژندل؛ خو کارپوهان باور لري چې مسکو د خپلو امنیتي ملاحظاتو له امله مجبور شوی چې دا کار وکړي. خو بل خوا د پاکستان او ایران په ګډون د طالبانو یو شمېر نورو متحدو هېوادونو بیا د دغه ډلې له رسمیت پېژندو څخه اوس مهال انکار کړی او په اوسنیو شرایطو کې یې د دغه ډول پرېکړې د شونتیا امکان کم بللی دی.

د هغه په خبره: «زه دا باور لرم، چې افغانستان کې د ښځو لپاره هېڅ ډول ګواښ نه‌شته او زموږ دیني ارزښتونو ته باید درناوی وشي.» هم‌مهاله بیا د بشري حقونو سازمونونو له افغان ښځو سره کېدونکی طالباني چلند د اندېښنې وړ بللی او ویل شوي، چې ورځ تر بلې په یاد هېواد کې د‌ ښځو ژوند مخ په خرابېدو دی.

د ښځو حقونو نړۍوالو ادارو په وار، وار اندېښنه ښوولې، چې د ملاهبت الله د بندیزونو له کبله افغانستان د ښځو لپاره پر یو «زندان او جهنم» بدل شوی دی. د طالبانو مشر د خپلې واکمنۍ په تېرو څلورو کلونو کې د ښځو اړوند تر ۱۰۰ډېر فرمانونه صادر کړي، چې له امله یې د ټولنې د دغه قشر ژوند له سختو محدودیتونو او بندیزونو سره مخ شوی دی.

په کلفورنيا کې سلګونه افغانانو د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۶مه کلیزه ونمانځله

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۴۶ GMT+۱
په کلفورنيا کې سلګونه افغانانو د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۶مه کلیزه ونمانځله
100%

د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت دغه غونډه د کلفورنیا ایالت په سټاکټن ښار کې جوړه شوې وه، چې په‌کې شاعرانو، مدني او ټولنیزو فعالانو، ځینو مشهورو سندرغاړو، مېرمنو او سلګونه نورو افغانانو برخه اخیستې وه.

غونډه د افغانستان د ملي سرود په غږولو سره پیل شوه او بیا ګڼو ویناوالو د افغانستان د خپلواکۍ او د غازي امان الله خان په سرښندونو خبرې وکړې. ټولنیز فعال حسیب ځواک د خپلو خبرو په یوې برخه کې وویل، افغانان که د نړۍ په هر ګوټ کې وي؛ ملي ارزښتونه ورته مهم دي او په ټول توان یې پالي.

په ورته وخت کې په یاده غونډه کې سندرغاړو لکه هارون باچا او ګودر ځايي د وطني او ملي سندرو په ویلو سره د ګډونوالو وطني جذبې او ولولې راوپارولې. د غونډې تالار د افغانستان په درې رنګه ملي بېرغ رنګین شوی و.

په ورته وخت کې یو شمېر افغانانو په اسټرالیا کې هم د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۱۰۶مه کلیزه نمانځلې ده. په یاده غونډه کې هم سلګونه افغانانو ګډون کړی و او د خپلواکۍ په ارزښت یې خبرې کړې دي.

خالد حنفي ښوونکو ته: د ټولنې اصلاح لپاره باید تقوا غوره کړو او یو موټی شو

۲۷ زمری ۱۴۰۴ - ۱۸ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۰۵ GMT+۱
خالد حنفي ښوونکو ته: د ټولنې اصلاح لپاره باید تقوا غوره کړو او یو موټی شو
100%

د طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزیر له ښوونکو سره په یوې ګډې ناسته کې ویلي، د ټولنې اصلاح لپاره مهمه ده چې تقوا غوره شي او همدا راز یووالی رامنځته شي. هغه زیاتوي، د ټولنې اصلاح لپاره باید له کرکجنو خبرو ډډه وشي.

د خالد حنفي په وینا: «ستا سخت ترین دوشمن چې تا پسې منفي تبلیغات کوي،‌ ملحظات وایي؛ نو دا سبب د اصلاح او اخلاقو دی.»

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې خپله خالد حنفي د رسنیو او سیاست‌والو له لوري د دوی پر ډلې کېدونکې نیوکې په سختو ټکو غندي. همدا راز دغې ډلې په افغانستان کې د بیان پر ازادۍ،‌ انتقادي څرګندونو، لیکنو او راپورونو سخت بندیزونه لګولي دي.

همدا راز د طالبانو دغه چارواکی د خپلو دې تازه څرګندونو برعکس د پخوانیو سیاست‌والو، د افغان ښځو، ځوانانو او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو پر ضد خپلو ویناوو کې له کرکې او بدبینۍ ډک الفاظ کاروي. نوموړي ډېر کله د مخکني جمهوري نظام چارواکي، سیاست‌وال او ان د لوستو ځوانانو فکرونه غندلي‌ او ان «غیر اسلامي» یې بللي دي.

د طالبانو بېلابېل چارواکي د خپلو مخالفو سیاست‌والو، مدني فعالانو او بشري حقونو فعالانو پر ضد له خورا نامناسبو کلیمو او توندو ټکو کار اخلي. پر کابل واکمنه ډله پر ځان د نیوکو زغم نه‌لري او نه هم پرته له خپلې ډلې په هېواد کې له نورو افغانانو یا هم سیاسي اړخونو سره تعامل ته ژمن دي.