حقانیان؛ سیمه ییزې او نړیوالې اړیکې

سراج الدین حقاني د خپلې ظاهري څېرې تر شا د پټو او ځنځیري اړیکو ګڼ مخونه لري.
سراج الدین حقاني د خپلې ظاهري څېرې تر شا د پټو او ځنځیري اړیکو ګڼ مخونه لري.
د طالبانو بیا ځل واکمنۍ کې هغه د بحث وړ، تر ټولو ډېر پام اړوونکی او د جنجالي موضوعاتو په نوملړ کې تر ټولو لوړ ځای لري. د ملا هبت الله د مفکورې پر وړاندې دې غلي مخالف ترهګرو ډلو، د سیمې هېوادونو او قدرتونو تر څنګ خپلې نړۍ والې اړیکې هم پراخې کړي دي.
د شبکې له بنسټ اېښودونکي جلال الدین حقاني څخه نیولې تر ننه د دغې ډلې پټو استخباراتي اړیکو دوام موندلی او د پخواني جمهوري نظام د ملي امنیت ځنې لوړ پوړي چارواکي په دې باوردي، چې سراج الدین حقاني او د هغه ورونو له پلاره ورپاتې اړیکې نه یوازې پاللي، بلکې لا یې پراخې کړې هم دي.
د سراج الدین او پاکستان ستراتېژیکه ملګرتیا
د حقاني شبکې له نامه سره د پاکستان د نوم تړاو حتمي یادیدونکی دی. یاد هېواد هغې ته د د دښمن نه بلکې د یوه سټراټېژیک او ژور ملګري په توګه کتل. له پاکستان سره د سراج الدین اړیکې د هغه له پلاره په میراث ورپاتې دي.
پر افغانستان د روسي د یرغل پر مهال جلال الدین حقاني د مولوي محمد یونس خالص په مشرۍ د اسلامي حزب په چوکاټ کې له پاکستان نه خپل فعالیتونه تنظیمول.
جلال الدین چې د افغانستان په سویل ختیځ (خوست، پکتیکا، پکتیا او لوګر) ولایتونو کې یې جنګیالي لرل د امریکا مالي مرستې یې د روسانو خلاف د پاکستان له څارګرې شبکې څخه ترلاسه کولې. د حقانیانو د کورنۍ اړیکې د پاکستان له پوځ او چارواکو سره له اتیایمې لسیزې پیل شوې او تر ننه یې دوام موندلی دی. سراج الدین حقاني په ۲۰۰۲ کال کې وروسته له هغه په عملي توګه د جګړې میدان ته کښېوت چې د امریکا په مشرۍ بهرنیو ځواکونو د طالبانو پخوانی حکومت د پوځي بریدونو له کبله نسکور کړ.
د امریکا د ترهګرۍ ضد ملي مرکز د معلوماتو له مخې، هغه خپل فعالیتونه له وزیرستان او مېرانشاه څخه پیل کړل چې د جګړې پر مهال یې د خپل ژوند ډېره برخه هم هملته تېره کړې ده. دغه سیمې د سراج الدین پلرني ټاټوبي ته څېرمه پر ډیورنډ کرښې پرتې دي او په دغه چاره کې ورسره د پاکستان د استخباراتي ادارو کلک ملاتړ موجود و. هغه وکولای شول چې د پاکستان په مرسته یادو سیمو کې خپلو جنګیالیو ته خوندي روزنځایونه او دیني مدرسې برابرې کړي چې ان ځانمرګي بریدګر یې هم پکې روزل.
د مخکیني جمهوريت د ملي امنیت یوه لوړ پوړي دوه ستوریز جنرال افغانستان انټرنشنل ته وايي،د سراج الدین د کورنۍ غړي هم په پاکستان کې اوسیدل او هلته ورته د استوګنې لپاره ځانګړي کورونه هم ورکړل شوي وو. سرچینې زیاته کړې، که څه هم د دوی د کورنۍ غړي د ګرځیدو له کبله تر سخت امنیتي څار لاندې وو، خو د پاکستان امنیتي ادارو ورته د تګ راتګ په موخه ځانګړي کارتونه او امکانات ورکړي وو.
په ۲۰۱۱ کال کې د امریکا د پوځ لوی درستیز مایک مولن د پاکستان استخباراتي شبکېاو حقانیانو د اړیکو په اړه ویلي و، چې سراج الدین د دغه هېواد یوه قوي مټه ده او د افغانستان دننه یې لوی لوی ترهګریز بریدونه ترسره کړي دي.
په ۲۰۱۵ کال کې د ملا عمر د مړینې له تایید وروسته هغه د طالبانو د پخواني وژل شوي مشر ملا اختر محمد منصور مرستیال وټاکل شو. د امریکا د جګړه ییزو مطالعاتو انسټیټیوټ (ISW) په یوې څېړنه کې په ډاګه کړې چې د دغې مرستیالۍ طرح هم د ای اېس ای له لوري چمتو شوې وه.
د مخکیني جمهوریت د ملي امنیت د یوه پخواني چارواکي په وینا، حتی په ۲۰۲۱ کال کې پاکستان هڅه وکړه چې سراج الدین حقاني ته د طالبانو په حکومتي چوکاټ کې د لویې او تصمیم نیوونکې څوکۍ ځای پیدا کړي.
امریکا سره له جګړې تر نرمښته
د حقانیانو د کورنۍ مشر جلال الدین حقاني له پخواني شوروي اتحاد (اوسنۍ روسیې) سره د جګړې پر مهال د امریکا له استخباراتي ادارې (سي ای اې) څخه ځانګړېبسپنې ترلاسه کولې. د ۲۰۲۸ کال د سپټمر په څلورمه نېټه د نیوز ویک مجلې په یوه راپور کې ویل شوي چې په دغو بسپنو کې د شوروي اتحاد له ځواکونو سره د مخامخ جګړې لپاره جنګي وسایل، وسلې او نغدي کڅوړې هم شاملې وې. په ډاګه شوې چې دغه مرستې لومړی د پاکستان څارګرې شبکې او بیا د هغوی په مرسته بېلابېلو جهادي ډلو ته هم وېشل کیدې.
د امریکا څارګرې شبکې «سي ای اې» مشر او ځینو غړو ان له جلال الدین سره په پاکستان کې د نويېمې لسیزې پر مهال مخامخ ناستې هم درلود. د طالبانو په بیا ځل واکمنۍ سره دا اړیکې له منځه ولاړې او د یادې ډلې د لومړني حکومت تر نسکوریدو وروسته د حقانیانو او امریکا ترمنځ پر یو بل بریدونه پیل شول.
د پخواني جمهوري نظام د موقتې ادارې په لومړنیو ورځو کې سراج الدین حقاني او د هغه ورونو د خپل پلار تر لارښوونو لاندې د حقاني شبکه پراخه کړه او په عملي توګه یې د امریکا په ګډون د بهرنیو ځواکونو خلاف د جګړې پیل کیدو اعلان وکړ. د پرځېدلي جمهوري نظام د استخباراتي چارو یو مخکښ غړی وایي، حقاني شبکې د امریکایي ځواکونو خلاف ځانمرګي بریدګر وروزل او له سویل ختیزو ولایتونو څخه یې ځینې جنګیالي هم خپلې ډلې ته جذب کړل.
ویل کېږی د دغې ډلې په پراخیدو کې له سراج الدین حقاني او د هغه له کورنۍ سره د پاکستان څارګرې شبکې ځانګړې همکاري وکړه، خو دا ځل یې د امریکا د مرستو پر ځای له هغوی سره د جګړې خلاف وپړسول. بېلابېلو امریکایي چارواکو په وار وار د جورج ډبلیو بوش او بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال پاکستان ته ګوته نیوله چې حقاني شبکې ته یې پټنځایونه او مالي سرچینې برابرې کړې دي.
امریکا سراج الدین حقاني د خپلو دغو فعالیتونو له کبله د نړۍ والو ترهګرو په تور لېسټ کې راوست او ان د هغه په ګډون یې د دې شبکې د نورو لوړ پوړو غړو پر سرونو نږدې لس لس میلیونه ډالره نغدي جایزې وټاکلې. دې چارې څرګنده کړه چې د طالبانو د نورو ډلو په پرتله دې شبکې د امریکا په سختو بندیزونو کې ځای درلود. د حقاني شبکې اوسنی مشر د ځان خوندیتوب په برخه کې دومره جدي و چې هېڅ انځور یې نه و رسنیز شوی او د امریکا له اعلان شوې جایزې سره یې هم یوازې رسامي ډوله انځور خپور شوی و.
په ۲۰۲۱ کال کې د امریکايي او ناټو ځواکونو تر وتلو وروسته سراج الدین حقاني د خلکو او رسنیو په مخ کې راښکاره شو. هغه د کورنیو چارو وزارت په ودانۍ کې خپل انځورونه او ویډیوګانې رسنیزې کړې چې ورسره هم مهاله د امریکا له لوري د هغه ځای ځایکي موندلو پر سر د جایزو مسئلې هم غوغا جوړه کړه. د امنیتي چارو کارپوهانو په وینا، په عامه توګه د هغه راڅرګندیدل هم ممکن د امریکا له څارګرو سازمانونو سره د بندیزونو د مشروط ختمیدو پر سر هوکړه وه.
له دې سره هم مهاله سراج الدین حقاني د هېواد د بېلابېلو ولایتونو په ګډون ځینو بهرنیو هېوادنو ته هم په ښکاره سفرونه وکړل او په لویو لویو غونډو کې یې ویناوې وکړې. سره له دې چې هغه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د سفرونو د بندیز په لېسټ کې هم شامل و، خو څو ځله ورته سعودي عربستان ته د عمرې حج ترسره کولو او متحده عربي امارتو ته د سفر کولو معافیت هم ورکړل شوی دی.
د روان لمریز کال د (وري ۴مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانستان انټرنشنل ته ومنله چې د سراج الدین حقاني په ګډون یې عزیز حقاني او یحیی حقاني د عدالت لپاره د جایزو له نوملړ څخه اېستلي دي. خو دا یې هم زیاته کړې وه چې دغه کسان لا هم د نړۍ والو ترهګرو په نوملړ کې په خپل ځای پاتې دي. کارپوهانو د امریکا له لوري پر سراج الدین د دغو جایزو لغوه کیدل له امریکا سره د هغه د اړیکو نرمښت وښود.
سراج الدین د عربانو په دروازه کې
د ۱۴۰۳ کال د سلواغې په میاشت کې سراج الدین حقاني په یوه ناڅاپي سفر چې د طالبانو د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق یې هم ملتیا کوله متحده عربي اماراتو ته ولاړ. هغه په دې لیدنه کې د اماراتو له ولسمشر محمد زاهد بن النهیان سره هم کتلي وو.
دا متحده عربي اماراتو ته د سراج الدین دویم سفر ګڼل کېږي. که څه هم طالبانو په خپلو خبرپاڼو کې د دغو سفرونو موخې د اقتصادي اړیکو، امنیتي همکاریو پراختیا او سوداګریزو برخو کې همکارۍ بللې وې، خو د امنیتي چارو کارپوهانو له دغو مسئلو هاخوا نورو مسایلو ته کتنه کوله.
له چین او روسیې سره د سراج الدین اړیکې
د ۲۰۲۴ په جولای میاشت کې سراج الدین حقاني په کابل کې د طالبانو له سفیر ژایو شینګ سره د امنیتي مسایلو په تړاو ناسته وکړه. د چین سفیر په کورنیو چارو وزارت کې د هغه دفتر ته ورغلی و او غوښتنه یې ترې کړې وه چې د د دوی ضد اېغور مسلمانانو (ETIM) وسله والې ډلې ته دې په افغانستان کې ځای نه ورکوي.
په دې ناسته کې د افغانستان دننه د چینایي پانګه والو او شرکتونو د امنیت خوندیتوب په تړاو هم چین له سراج الدین حقاني څخه د همکاریو غوښتنې کړې وې. د امنیتي چارو کارپوهان وايي، که څه هم چین د حقاني شبکې په پرتله پر کندهاري طالبانو ډېره تکیه کوي، خو د خپل محتاط سیاسي چلند له امله هڅه کوي له حقاني شبکې سره هم خپلې اړیکې د امکان تر کچې وساتي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر له سفیرانو سره د اړیکو په ترڅ کې د روسیې له سفیر سره هم څو څو ځله ناستې کړې او د امنیت تر څنګ یې د نشه یي توکو د قاچاق د مخنیوي په برخو کې ورسره خبرې کړې دي. د ۲۰۲۴ کال د مارچ په میاشت کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف په کابل کې د ناستې پر مهال له سراج الدین حقاني سره د داعش خراسان څانګې پر ځپل کیدو او د نشه یي توکو د قاچاق پر مخنېوي بحثونه وکړل. همدا راز په ۲۰۲۳ کال کې هم حقاني د افغانستان لپاره د روسیې له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره د ترهګرۍ او سیمه ییز امنیت په تړاو ګډه ناسته کړې وه.
د سیاسي چارو کارپوهان په دې اند دي چې سراج الدین غواړي د سیمې له هېوادونو سره هم خپلې اړیکې نرمې وساتي او دوی ته ډاد ورکړي، چې د ده په شتون کې به له هېڅ ګواښ سره مخ نه شي او دی ورسره د ښو اړیکو لپاره ژمن دی.
له جهادي جریانونو او ترهګریزو ډلو سره د سراج الدین د اړیکو جال
القاعده – سټراټېژيکه ملګرتیا او تاریخي اړیکې
د سراج الدین حقاني له مهمو او پخوانیو اړیکو څخه یوه له القاعدې ډلې سره ده. حقاني شبکه او طالبان له کلونو راهیسې له القاعدې سره نږدې اړیکې لري چې ریښې یې د پخواني شوروي ضد جهاد دورې ته رسېږي. سره له دې چې نړۍ وال وضعیت بدل شوی، دا اړیکې اوس هم پیاوړې پاتې دي. سراج الدین حقاني که څه هم په رسمي توګه د دغو اړیکو په تړاو څه نه دي ویلي، خو معلوماتو څرګنده کړې چې هغه لا تر اوسه له یادې ډلې سره خپلې اړیکې پر ځای ساتلې دي.
په ۱۹۹۰ کلونو کې د القاعده ډلې جنګیالي په سویل ختیزو ولایتونو په ځانګړې توګه پکتیا کې د جلال الدین حقاني تر ځانګړې پاملرنې لاندې ساتل کیدل او دې چارې تر ۲۰۰۱ کال وروسته هم دوام وکړ. د ملګرو ملتونو په وروستي راپور کې هم په ډاګه شوې چې القاعده شبکې د طالبانو تر بیا ځل واکمنیدو وروسته په هېواد کې خوندي پناه ځایونه ترلاسه کړي دي.
په یاد راپور کې دا نه وو ویل شوي چې د طالبانو کومې ډلې او کومو سیمو کې القاعده شبکې ته خوندي پټنځایونه ورکړي دي. امریکا د ۲۰۲۲ کال د جولای په ۳۱مه نېټه اعلان وکړ چې په کابل کې یې د یادې شبکې مشر ایمن الظواهري د بې پېلوټه الوتکې په یوه برید کې وژلی دی.
ویل کېږی دغه برید د سراج الدین حقاني د کورنۍ د یو نږدې غړي پر کور شوی و چې د القاعده شبکې مشر هم پکې ساتل کیده. د حقاني شبکې د یوه غړي په کور کې د القاعده شبکې مشر وژل کیدل هم دا جوتوي چې دغه دوه ډلې له یو بل سره خوږې اړیکې لري.
ختیز ترکستان غورځنګ سره راشه درشه
د هغو جهادي ډلو له ډلې چې له سراجالدین حقاني سره اړیکې لري یوه یې د ختیز ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM) دی، چې د چین سین کیانګ ایالت کې فعالیت کوي.
چین له ډېر وخته د طالبانو له لوري د دې ډلې د ملاتړ په اړه اندېښنه لري، خو راپورونه ښيي چې حقاني لا هم له دې ډلې سره غیررسمي اړیکې ساتلې دي. طالبانو که څه هم چین ته ویلي چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي، خو شواهد ښيي چې د ETIM غړي لا ددوی تر کنټرول لاندې سیمو کې دي. د افغانستان انټرنشنل د یوه رپوت له مخې، طالبانو د چین حساسیتونو ته په پام ددې ډلې غړي هرات ولایت ته لیږدولي دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستي راپور کې هم د افغانستان دننه د دغه ډلې د مشرتابه تر څنګ د جنګیالیو د شتون په تړاو اندېښنه څرګنده شوې ده.
تحریکیان د حقانیانو ملګري
په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستاني طالبانو رامنځته شوې ډله اوس په سیمه کې د خطرناکو وسله والو ډلو په نوملړ کې شامله شوې او د پاکستان د پوځ خلاف یې وروسته له هغې بریدونه ډېر کړي چې پر کابل یې متحدین واکمن شول. دغه ډله له افغان طالبانو او په ځانګړې توګه له حقاني شبکې سره ځانګړې اړیکې لري.
پاکستان پوځ څو څو ځله د «ټي ټي پي» پر ضد وسله وال عملیات وکړل او د یادې ډلې جنیګالي اړ شول، چې د ډیورنډ کرښې په شاوخوا بې کنټروله سیمو کې ځای پرځای شي. ویل کېږي د «ټي ټي پي» دغو جنګیالیو ته حقاني شبکې پناه ور کړې ده.
استخباراتي سرچینې وایي، چې دې ډلې د حقاني شبکې له اډو، اسانتیاوو او لوژېستیکي ملاتړ څخه هم ګټه اخیستې ده.
سراج الدین حقاني په ځلونو د پاکستان پوځ او پاکستاني طالبانو ترمنځ د روغې جوړې لپاره د منځګړتوب رول هم لوبولی دی. د روغې جوړې دغه هڅې د پاکستان د څارګرې شبکې «ای اېس ای» په ملاتړ د اوربند لپاره ترسره شوې وې، خو نه یوازې دا چې ناکامې شوې بلکې کړکېچ یې لا نور هم پراخ کړ.
حقاني شبکه د ډیورنډ کرښې یوې غاړې او د پاکستاني طالبانو جنګیالې د کرښې بلې غاړې ته پراته دي چې په قومي لحاظ هم سره تاریخي اړیکې لري او ښايي له همدې کبله د دوی ترمنځ اړیکې هم غښتلې دي. اسلام اباد د طالبانو پر حکومت د فشار له لارې هڅه کوله، چې «ټي ټي پي» خپلو شرطونو منلو ته چمتو کړي، خو حقانیان د ټي ټي پي د شرایطو په تغییرولو نه دي بریالي شوي.
د « طالبانو بېرته راتګ» کتاب لیکوال حسن عباس وایي، که څه هم سراج الدین حقاني له پاکستان سره ښې اړیکې لري، مګر اوس نه غواړي چې یاد هېواد پورې تړل شوې څېره وبلل شي او دا هڅه یې هم د دې لپاره ده څو په راتلونکي کې د طالبانو مشري ترلاسه کړي.
ددې یو لامل دا هم دی، چې پاکستاني طالبانو په تېرو شلو کلونو کې د افغان حکومت او ناټو او امریکايي ځواکونو خلاف جګړو کې د افغان طالبانو ملاتړ کاوه او تر تولو ډېرې سرښندنې هم دوی کولې، له همدې امله دوی په پاکستان کې د ورته یوه نظام په رامنځته کولو کې له افغان طالبانو نه د متقابلې همکارۍ هیله لري.
پر دې سربېره دې شبکې د پاکستان له نورو ترهګرو ډلو لشکر طیبه، جیش محمد او مذهبي ګوندونو سره نږدې اړیکې لرلې او په افغانستان کې یې د جګړې لپاره وخت ناوخته په خپلو لیکو کې جذب کړي دي.
سراج الدین له ترهګرۍ تر سیاسي څېرې
سراجالدین حقاني نن سبا نه یوازې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر دی بلکې د «حقاني شبکې» د مشر په توګه په سیمه ییزو او نړۍ والو امنیتي، استخباراتي او جهادي اړیکو کې مهم رول لري. د هغه اړیکې له نږدې او لرې هېوادونو او له بېلابېلو وسلهوالو ډلو سره دا ښيي چې دی یوازې یو جنګي قوماندان نه، بلکې د سیمې په سیاسي او امنیتي معادلو کې یو اغېزناک کس هم دی.
له یوه پلوه د پاکستان د پوځ له استخباراتي ادارېسره د هغه ژورې اړیکې، حقاني شبکه د اسلام اباد لپاره یوه نیابتي وسیله ګرځولې چې پر هند افغانستان او نورو سیمه ییزو سیالو هېوادونو فشار راوړي. همدا راز، د حقاني ډلې اړیکې له وسلهوالو ډلو لکه د پاکستاني طالبانو تحریک ، لشکر طیبه (LeT) او جیش محمد (JeM) سره، دا ښيي چې دغه شبکه له پولو هاخوا جهادي خوځښتونو سره خپلې ایډیالوژیکې اړیکې پالي.
د سیمې هېوادونه لکه ایران، چین، روسیه، متحده عربي امارات او سعودي عربستان د امنیتي اندېښنو یا اقتصادي ګټو له امله د حقاني له ډلې سره اړیکې ساتي.
د سراج الدین حقاني پېچلي شخصیت او اړیکې لا هم د اندېښنې وړ دي.
ځینې استخباراتي شنونکي د هغه اړیکو ته د شک په سترګه ګوري او باور لري چې ځینې هېوادونه د خپلو امنیتي اندېښنو له کبله مجبور دي، چې اړیکې ورسره وساتي. د هغه د اړیکو پراخ ځنځیر که څه هم له یو لوري له جګړې هاخوا په سیاسي بهیر کې د هغه ښکېلتیا ته اشاره کوي، خو له بل لوري شکونه شته چې له استخباراتي همکاریو یې اړیکې خالي نه دي.