په تهران کې د اتریش سفارت خپل قونسلي خدمتونه وځنډول

په تهران کې د اتریش سفارت اعلان وکړ، چې د «نه حل کېدونکو خنډونو» له امله یې تر بلې خبرتیا پورې ټول قونسلي خدمتونه ځنډولي دي. د دغه پرېکړې پر بنسټ؛ هېڅ نوي غوښتنلیکونه نه منل کېږي او نه به هم د پخوانیو قضیو کتنه وکړي.