په ابوظبي کې د طالبانو او روسیې سفیرانو د همکاریو پر پراختيا خبرې وکړې

په ابوظبي کې د طالبانو سفير ملا بدرالدين حقاني د روسيې له سفير تيمور زابيروف سره په لیدنه کې د سياسي، اقتصادي او سيمه‌ييزو اړیکو پر پياوړتيا، د افغانستان پر ټیکاو او د دواړو خواوو ترمنځ د همکاریو پر پراختيا غږېدلي دي.