امریکا د لاریو پر بهرنیو چلوونکو کاري ویزې بندې کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې دغه هېواد په سملاسي توګه د لاریو پر بهرنیو چلوونکو ویزې بندې کړې دي. روبیو زیاته کړې، د بهرنیو موټر چلوونکو د شمېر ډېرېدو له امله د امریکایانو ژوند په ګواښ کې دی او د دغه هېواد د وګړو کورنۍ عایداتي سرچینې هم ورسره زیانمنېږي.