سویلي کوریا د اقتصادي ودې لپاره پر مصنوعي ځېرکتیا خپله پانګونه ډېروي

د سویلي کوریا ولسمشر لي جي میونګ د خپلې دوه کلنې اقتصادي تګلارې له مخې د مالیې وزارت ته امر کړی، چې د مصنوعي ځېرکتیا په برخه کې پانګونې ته پاملرنه وکړي. هغه داسې مهال دغه اقدام کوي، چې د ټرمپ له‌خوا پر دغه هېواد د درنو تعرفو له کبله یې اقتصاد اغېزمن شوی.