د تعرفو لانجمنه کشاله؛ د کاناډا لومړي وزیر له ټرمپ سره رغوونکې خبرې کړې

د کاناډا د لومړي وزیر دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې مارک کارني د پنج‌شنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د سوداګرۍ او شته ننګوونو په تړاو «ګټورې او هر اړخیزې» خبرې کړې دي. دغه خبرې وروسته تر هغې کېږي، چې ټرمپ پر کاناډا ګمرکي تعرفه تر ۳۰سلنې هم لوړه کړه.