طالبانــو پر یو شمېر وارداتي توکو ۳۰ سلنه ګمرکي تعرفې زیاتې کړې

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې پر شپږو وارداتي توکو یې ۳۰ سلنه ګمرکي تعرفې زیاتې کړې او پلان لري چې په یو شمېر نورو توکو هم ګمرکي تعرفې لوړې کړي.

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې پر شپږو وارداتي توکو یې ۳۰ سلنه ګمرکي تعرفې زیاتې کړې او پلان لري چې په یو شمېر نورو توکو هم ګمرکي تعرفې لوړې کړي.
د طالبانو د مالیې وزارت د شنبې په ورځ (د وږي لومړۍ) ویلي، چې د مالې وزیر ملا محمد ناصر په مشرۍ د تعرفې کمېټې په څلورمې ناسته کې د کورني صنعت د ملاتړ، کرني او سوداګرۍ د ودي اصل ته په کتو په کاغذي دستمال (ټیشو)، تشناب کاغذ، د پخلنځي رول(ټيشو)، پروفیل او پلاسټیکي تار ۳۰ سلنه او اوسپنیزي دروازې ۱۰ سلنه ګمرکي تعرفه لوړه کړې.
طالبانو ویلي، چې د ریکشا، د مطبعو لپاره د کارېدونکو کاغذونو او د بسته بندۍ شوي میوې اوبو د وارداتو په تعرفوي کودونو کې یې هم اړین اصلاحات رامنځته کړې دي.
د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې تردې وړاندې د تعرفې کمېټې ناستي د وزارتونو د معینانو په کچه ترسره کېدي، خو اوس د هبت الله اخوندزاده د لارښوونې له مخې، د دې کمېټې ناستې د وزیرانو او مستقل ریسانو په کچه ترسره کیږي.


د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د یاد وزارت او د کابل د امنیه قوماندانۍ د کارکوونکو معاشونه له تېرو دوو میاشتو راهیسې یو ځل بیا ځنډېدلي دي او د مالیې وزارت او د کورنیو چارو وزارت مالي ریاست د معاشونو د ورکړې پر پروسې اختلاف لري.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت باخبره سرچینو د شنبې په ورځ (د وږې لومړۍ) افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل چې د کورنیو چارو وزارت، کابل امنیه قوماندانۍ او د کابل مرکزي پرسونل ته د جنګاښ او زمري میاشتو معاشونه نه دي ورکړل شوي.
سرچینې وایي د طالبانو د مالیې وزارت او د کورنیو چارو وزارت مالي ریاست ترمنځ د معاشونو د ورکړې پر پروسې جنجال روان دی.
جنجال هغه وخت پیل شو، چې د طالبانو مالیې وزارت یوه ځانګړې پروسه پیل کړه او د دې پروسې له مخې د کورنیو چارو وزارت او کابل امنیه قوماندانۍ منسوبینو ته یې الکترونیکي حاضرۍ سیسټم لګولی او ددې پروسې له لارې معاشونه حواله کېږي.
د سرچینو په خبره د کورنیو چارو وزارت د مالي ریاست بیا ټینکار کوي، چې معاشونه د یاد ریاست د راپور پر بنسټ دې حواله شي خو د طالبانو د مالیې وزارت بیا پر خپل سیسټم ټینکار کوي نو د همدې بینالوزارتي جنجال له امله د تېرو دوه میاشتو معاشونه ځنډېدلي دي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته زیاته کړه، چې ددې جنجال د حل لپاره د کورنیو چارو وزارت د مالیې ریاست یو مکتوب د طالبانو ریاست الوزرا ملا حسن اخوند ته لېږلی ترڅو په دې موضوع کې مداخله وکړي او د کورنیو چارو وزارت د معاشونو د ورکړې پر پروسې روان جنجال پای ته ورسوي.
د رارسېدلو معلوماتو له مخې د طالبانو د مالیه وزارت، د کورنیو چارو وزارت د مالي ریاست د پرسونل د شمېر او د دوی د حضور په اړه شک لري او ددې بې باروۍ له امله د الکترونیکي حاضری له مخې پرسونل ته د معاشونه پر ورکړې ټینکار کوي.
یوې بلې باخبره سرچینې ویلي:« تراوسه په دې اړه ریاست الوزرا کومه پرېکړه نه ده کړې نو ځکه دا اختلاف پرځای دی چې د کومې پروسې له مخې د کورنیو چارو وزارت پرسونل ته معاوشونه ورکړل شي.»
د سرچینو په خبره دا اختلاف یوازې په کابل کې دی او په ولایتونو کې د کورنیو چارو وزارت ټول پرسونل ته معاشونه د مستوفیتونو له خوا د تېر په څېر اجرا شوي دي.
تروسه پورې ددې موضوع په اړه د طالبانو د مالیې او کورنیو چارو وزارتونو په رسمي ډول کوم غبرګون نه دی ښودلی.
دا لومړی ځل نه دی چې دولتي کارکوونکي د طالبانو له لوري د معاشونو نه ورکولو له امله شکایت کوي. د طالبانو د واکمنېدو راهیسې نه یوازې د دولتي ادارو کارکوونکي، بلکې د دې ډلې سرتېري او ښوونکي هم نیوکې کوي چې معاشونه ورته په خپل وخت نه ورکول کېږي.

په تورخم کې د انتقالاتو طالب مسول وايي، چې وروستیو ورځو کې پاکستان یوځل بیا د افغان کډوالو د راستنولو بهیر چټک کړی او هره ورځ د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه سلګونه کورنۍ په زور بېرته افغانستان ته ستنول کیږي.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د تورخم بندر د انتقالاتو مسوول بخت جمال ګوهر له قوله راپور ورکړی، چې پاکستان په ورستیو ورځو کې یوځل بیا د افغان کډوالو د اېستلو بهېر چټک کړی دی.
که څه هم نوموړي د پاکستان له خوا د اېستل شویو افغان کډوالو د کره شمېر په اړه څه نه دې ویلي، خو وايي هره ورځ سلګونه کورنۍ په زور بېرته افغانستان ته ستنول کیږي.
پر همدغه مهال په تورخم کې د عمري پنډغالي مسول محمد هاشم میوندوال ویلي، چې د پاکستان له خوا ستنېدونکو کډوالو لپاره یې بشپړ چمتوالی نیولی دی.
نوموړي پر مرستندویه ادارو غږ کړی، چې راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو په برخه کې خپله پاملرنه زیاته کړي.
تر دې مخکې پاکستان کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکیب ویلي چې پاکستان له افغان کډوالو سره ظلم کوي. نوموړی وایي چې افغان کډوال په پاکستان کې لویې شتمنۍ، پانګونې او ملکیتونه لري او له دغه هېواده یې غوښتي چې باید هغوی ته د راټولولو یا هم د پلورلو لپاره ورته وخت ورکړل شي. هغه اندېښنه ښوولې چې پاکستان د افغانانو اېستلو په تړاو یو اړخیزه پرېکړه کړې.
پر همدغه مهال د پاکستان حکومت له دغه هېواد څخه د افغان کډوالو د اېستلو لپاره د سپټمبر لومړۍ د وروستۍ نېټې په توګه اعلان کړې ده.
د پاکستان حکومت د یادې پرېکړې له مخې، به ټول (پي او ار) کارت لرونکي افغان کډوال له دغه هېواد څخه بېرته افغانستان ته ستانه شي.

تازه یوه لوړپوړي ایراني چارواکي د طالبانو له لوري د ایران د حقابې (د سیند په اوبو کې حق) د نه عملي کولو په اړه اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې ایران به د خپل حق د ترلاسه کولو لپاره پر طالبانو فشارونه ډېر کړي.
د اوبو د مدیریت په چارو کې د ایران مرستیال وزیر محمد جوان بخت د ایران دولتي خبري اژانس تسنیم ته ویلي چې: «سږنی کال له پخوانیو هغو ډېر وچ او د باران د کمښت له کبله بې ساری و.»
نوموړي ویلي چې د ایران د حقابې لهمخې، هرکال باید افغانستان ۸۲۰ میلیونه متر مکعب اوبه ورکړي، خو په ټکو یې چې سږکال چې د دغه کچې ډېره کمه ایراني لوري ته ورغلي چې دا د شوي تړون سره ډېر توپیر لري.
دغه ایراني چارواکي ویلي چې تهران د حقابې حق د ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي او اوسمهال دا موضوع د ایران د بهرني سیاست په لومړیتوب کې ده.
که څه هم ځینې ایراني چارواکي وايي چې طالبان په قصدي توګه ایران ته د اوبو د ورتګ مخه نیسي، خو طالبانو بیا ویلي چې په سیمه کې پراخې وچکالۍ ته په پام دوی بیا هم د کابل او تهران ترمنځ د اوبو شوي تړون ته ژمن دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ایران ته د سفر پرمهال ویلي چې ایراني لوري او دلته د مطشتو ولسونو لپاره د اوبو رسول د دوی انساني او ملي وجیبه ده.

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې یادې ډلې په غزني ولایت کې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د «اخلاقي فساد» په تور د دُرو وهلو او بند سزا ورکړې ده.
نوموړې محکمې (شنبه، وږي لومړۍ نېټه) پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، د غزني ولايت جغتو ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې، د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د اخلاقي فساد تعزیري سزا ورکړل شوه.
د یادې ډلې محکمې دا کسان هر یو په ۳ میاشتو بند او هر یو ۳۰ دُرې ووهل. د خبرپاڼې لهمخې، دا پرېکړه د یادې ډلې د سترې محکمې تر تایید وروسته عملي شوې ده.
طالبان نږدې هره ورځ د بېلابېلو تورنو له کبله عام خلک په عام محضر کې په دُرو وهي، چې دغه کړنې د بشري حقونو د سازمانونو له خوا سخت غندل شوي.
د بشري حقونو سازمانونو او نړۍوالو بنسټونو په وار-وار له طالبانو غوښتي، چې بدنې سزاګانې ودروي؛ خو طالبان وايي، د شریعت په پلي کولو د هېچا پروا نه کوي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د امربالمعروف ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په شېرازدو ولسوالۍ کې یوې مېرمن چې غوښتل یې د کورني تاوتریخوالي له کبله ځانوژنه وکړي، ژغورلې ده.
د طالبانو د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدنې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نوموړې مېرمن د خاوند د بد چلند له کبله له تېرو شپږو کالو د پلار په کور کې اوسېدله او څو ځلې یې د ځانوژنې هڅې کړې دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د امربالمعروف محتسبانو د مېرمنې او خاوند جوړه او دوی ترمنځ رامنځته شوې ستونزه یې حل کړې ده.
په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د امربالمعروف وزارت یوازې د روان کال په زمري میاشت کې د ښځو د حقونو ۱۲۲ قضیې حل وفصل کړي دي.
طالبان په داسې حال کې د ښځو د حقونو د قضیو د حل خبره کوي چې پر دوی لویه نیوکه دا ده چې په افغانستان کې یې له بیا واکمنۍ سره سم یې پر افغان مېرمنو پراخ محدیتونه ولګول.
ښځینه مدني فعالانو په کراتو له افغانستان انټرنشل-پښتو سره په خبرو کې ویلي چې طالبان په داسې حال کې د افغان مېرمنو د حقونو د خوندیتوب ادعاوې کوي چې پهخپله دوی د افغان مطرمنو او نجونو ګڼ «اسلامي او انساني حقونه» نقض کړي او په دې تړاو د هیچا خبرو ته غوږ نه ږدي.