• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په غزني کې طالبانو دوه کسان د «اخلاقي فساد» په تور د زنداني کېدو ترڅنګ په دُرو ووهل

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۱۳ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی چې یادې ډلې په غزني ولایت کې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د «اخلاقي فساد» په تور د دُرو وهلو او بند سزا ورکړې ده.

نوموړې محکمې (شنبه، وږي لومړۍ نېټه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، د غزني ولايت جغتو ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې، د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د اخلاقي فساد تعزیري سزا ورکړل شوه.

د یادې ډلې محکمې دا کسان هر یو په ۳ میاشتو بند او هر یو ۳۰ دُرې ووهل. د خبرپاڼې له‌مخې، دا پرېکړه د یادې ډلې د سترې محکمې تر تایید وروسته عملي شوې ده.

طالبان نږدې هره ورځ د بېلابېلو تورنو له کبله عام خلک په عام محضر کې په دُرو وهي، چې دغه کړنې د بشري حقونو د سازمانونو له خوا سخت غندل شوي.

د بشري حقونو سازمانونو او نړۍوالو بنسټونو په وار-وار له طالبانو غوښتي، چې بدنې سزاګانې ودروي؛ خو طالبان وايي، د شریعت په پلي کولو د هېچا پروا نه کوي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

پاکستاني چارواکي: د باجوړ سیمې له ترهګرو پاکې شوې او خلک بېرته خپلو کورونو ته ستنېدای شي

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۵۶ GMT+۱

پاکستاني چارواکو د خېبرپښتونخوا د باجور د ناامنه سیمو اوسېدونکو ته د بېرته ورتګ اجازه ورکړې ده. هغوی ادعا کوي چې یاده سیمه نور له ترهګرو څخه پاکه شوې ده.

د باجوړ ولسوالۍ اداري مرستیال پر خپله رسمي فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «د امنیتي ځواکونو له‌خوا د لوی ماموند تحصیل ترخو سیمه له ترهګرو پاکه شوې، وضعیت عادي شوی او په سیمه کې د دولت واکمني بیرته ټینګه شوې ده.»

په خبرپاڼه کې راغلي، د ترخو اوسېدونکي چې د ترهګرو د موجودیت له امله بېځایه شوي وو، اوس کولای شي خپلو کورونو ته ستانه شي.

په اعلامیه کې راغلي چې د سیمې نور بې‌ځایه شوي خلک به هم تر تصفیې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شي.

ډاکټر صادق علي ویلي، چې د ترخو ۷ زره او ۹۸۴ بې‌ځایه شویو اوسېدونکو له هرې کورنۍ سره ۷۵ زره روپیو مالي مرسته شوې ده. ویل شوي چې د دې نغدي مرستې ترڅنګ به له هغوی سره د خوراکي توکو مرسته هم وشي.

د افغان ښځو ناوړه ژوند؛ د طالبانو ادعا: ننګرهار کې مو یوه مېرمن له ځان‌وژنې وژغورله

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۳۸ GMT+۱

د ننګرهار لپاره د طالبانو د امربالمعروف ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت په شېرازدو ولسوالۍ کې یوې مېرمن چې غوښتل یې د کورني تاوتریخوالي له کبله ځان‌وژنه وکړي، ژغورلې ده.

د طالبانو د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدنې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې نوموړې مېرمن د خاوند د بد چلند له کبله له تېرو شپږو کالو د پلار په کور کې اوسېدله او څو ځلې یې د ځان‌وژنې هڅې کړې دي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، د امربالمعروف محتسبانو د مېرمنې او خاوند جوړه او دوی ترمنځ رامنځته شوې ستونزه یې حل کړې ده.

په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې د امربالمعروف وزارت یوازې د روان کال په زمري میاشت کې د ښځو د حقونو ۱۲۲ قضیې حل وفصل کړي دي.

طالبان په داسې حال کې د ښځو د حقونو د قضیو د حل خبره کوي چې پر دوی لویه نیوکه دا ده چې په افغانستان کې یې له بیا واکمنۍ سره سم یې پر افغان مېرمنو پراخ محدیتونه ولګول.

ښځینه مدني فعالانو په کراتو له افغانستان انټرنشل-پښتو سره په خبرو کې ویلي چې طالبان په داسې حال کې د افغان مېرمنو د حقونو د خوندیتوب ادعاوې کوي چې په‌خپله دوی د افغان مطرمنو او نجونو ګڼ «اسلامي او انساني حقونه» نقض کړي او په دې تړاو د هیچا خبرو ته غوږ نه ږدي.

سوریه نوي بانک نوټونه چاپوي او د ارزښت لوړولو لپاره دوه صفرونه ځنې لېرې کوي

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۱۱ GMT+۱

نړۍوالې رسنۍ وايي چې سوریه به نوي بانک نوټونه چاپ او د ارزښت لوړولو لپاره به دوه صفرونه ځنې لېرې کړي. د سوریې چارواکي هیله‌من دي چې دا بدلون به د سوریې د پولي واحد ارزښت لوړ او راکړه ورکړه اسانه کړي.

د سوریې د مرکزي بانک مشر عبدالقادر حصریه رویټرز خبري اژانس ته ویلي: «دا اقدام د مالي اصلاحاتو یوه برخه ده، خود دې پلان عملي کېدو نېټه تر اوسه نه ده ټاکل شوې.»

سوریې د روسيې له دولتي شرکت «ګوزناک» سره د نویو بانک نوټونو د چاپ تړون کړی دی. د اکتوبر په میاشت کېبه د پخوانیو بانک نوټونو ترڅنګ نوي بانک نوټونه هم خپاره شي چې دا کار به یو کال وخت ونیسي.

د سوریې پخوانیو بانک نوټونو له ۲۰۱۱کال راهیسې ۹۹ سلنه ارزښت بایللی دی.

د سره رود پېښې د معلوماتو پټېدو هڅه؛ طالبانو خبري کنفرانس لغوه او خبریالان له مرکو منع کړل

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۳۲ GMT+۱

ننګرهار کې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی چې د طالبانو امنیتي مسوولان په دغه ولایت کې د یوه پخواني سرتېري د کورنیو د غړو د وژنې په تړاو له خبریالانو سره د معلوماتو له شریکولو ډډه کوي. د سرچینو په وینا، یادې ډلې نن په دې تړاو تنظیم‌شوی خبري کنفرانس هم لغوه کړ.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، خبریالانو ته دا اجازه هم نه ده ورکړل شوې چې د جمهوري نظام د پخواني سرتیري د کورنۍ له پاتې غړو سره مرکې وکړي.

سرچینې وايي، طالبانو څو ورځې کېږي خبریالان په تمه کړي و چې په یوه خبري کنفراس کې به یې ټولې پوښتنې ځواب کړي خو تازه یې دغه کنفراس هم لغوه کړی دی.

څو ورځې وړاندې د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په کوز سلطان‌پور کلي کې د اسفنديار په نوم د يو پخواني نظامي د کورنۍ له شپږو غړو سرونه پرې شوي وو. یاد نظامي د طالبانو له بیا ځلې واک ته رسېدو وروسته اروپا ته کډوال شوی و او کورنۍ یې په په سره رود ولسوالۍ کې اوسېده.

که څه هم طالبانو ویلي چې دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له کبله رامنځته شوې، خو په‌خپله د اسفندیار کورنۍ بیا افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې دوی له هیچا سره دښمني نه‌لري.

په اسلام‌اباد کې طالب سفیر: پاکستان له افغان کډوالو سره ظلم کوي

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۲۹ GMT+۱

په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفیر وايي چې افغان کډوال په پاکستان کې لویې شتمنۍ، پانګونې او ملکیتونه لري او له دغه هېواده یې غوښتي چې باید هغوی ته د راټولولو یا هم د پلورلو لپاره ورته وخت ورکړل شي. هغه اندېښنه ښوولې چې پاکستان د افغانانو اېستلو په تړاو یو اړخیزه پرېکړه کړې.

نوموړي د افغانستان له یو خصوصي ټلوېزیون سره په مرکه کې زیاته کړې چې پاکستان ډېری افغانانو ته اجازه نه ورکوي، څو خپل مالونه له ځانه سره یوسي او په لنډه موده کې یې پلور هم اسانه دی. د شکیب په خبره: «د مثال په توګه یو مېلیون پسونه دلته افغانانو سره دي، نه د وړلو اجازه ورکوي او نه خرڅېږي. دا خو ظلم دی».

د طالبانو سفیر په وینا، پاکستان کې یې د افغان کډوالو د توکو، ملکیتونو او کاروبارونو د خوندیتوب لپاره د‌ پاکستان حکومت څخه غوښتنې کړې دي. د نوموړي په خبره، باید د پاکستان حکومت،‌ د ملګرو ملتونو کډوالو سازمان او طالبان یو درې اړخیزه کمېټه د افغانانو د منظم لېږد لپاره رامنځته شي.

سردار احمد شکیب ملګرو ملتونو سره د ثبت د «پي او ار» کارټ لرونکو د اېستل کېدو په تړاو د پاکستان پرېکړه یو اړخیزه بللې ده. هغه وویل: «دا په نړۍواله کچه منل شوي مهاجر دي. باید په دې اړه په درې اړخیزه شکل دا فیصله وشي،‌ خو اوس پاکستان په یوازې ځان دا پرېکړه کړې ده». د طالبانو سفیر اندېښنه لري چې د اګسټ میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې دغو کډوالو ته ټاکل شوې نېټه کمه موده ده او افغانان په کې له ګڼو ستونزو سره مخ کېدلای شي او باید دا موده وغځېږي.

هغه همدا راز غوښتنه کړې چې اسلام‌اباد باید ډیورنډ کرښې په اوږدو کې بېلابېلې لارې د کډوالو لپاره پرانېزي،‌ څو د ستنېدو دا بهیر منظم او اسانه توګه ترسره شي. هم مهاله د روان کال له پیله له پاکستان او ایران څخه نږدې ۲مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه کړای شوي دي. ویل کېږي دغه کډوال په افغانستان کې له لوږې، بې‌وزلۍ، بې‌روګازۍ او بشري ناورین سره مخامخ دي.

یو شمېر نړۍوال سازمانونه اندېښنه لري چې طالبانو وار دمخه افغانستان له سختو بندیزونو، محدودیتونو، ناورین او اقتصادي کړاوونو سره مخ کړی چې د نورو کډوالو په ورتګ سره به دا وضعیت لا پسې خراب شي.