په اسلاماباد کې طالب سفیر: پاکستان له افغان کډوالو سره ظلم کوي

په اسلاماباد کې د طالبانو سفیر وايي چې افغان کډوال په پاکستان کې لویې شتمنۍ، پانګونې او ملکیتونه لري او له دغه هېواده یې غوښتي چې باید هغوی ته د راټولولو یا هم د پلورلو لپاره ورته وخت ورکړل شي. هغه اندېښنه ښوولې چې پاکستان د افغانانو اېستلو په تړاو یو اړخیزه پرېکړه کړې.