د دې مقالې لیکوال خبرداری ورکړی چې د چین او پاکستان د امنیتي اندېښنو پر وړاندې د طالبانو بې پروایي کولای شي د دغو دواړو زړو شریکانو باور سخت زیانمن کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له لوري نوي ډيلي، کابل او اسلاماباد وروستي سفرونه د امنیتي او سیمهییزو موضوعاتو پر محور ترسره شول. په کابل کې نوموړي د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست سراجالدین حقاني سره ولیدل او پر دې یې ټینګار وکړ چط په واخان کې د ګډې پولې اوږدو کې ګډې پوځي ګزمې بېرته پیل شي.
دا سیمه افغانستان د چین له حساسې سیمې سینکیانګ سره نښلوي. چین اندېښنه لري چې د اېغور جنګیالي، په ځانګړې توګه د «ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM) غړي د واخان لاره د چین پر وړاندې د سټراټېژیک نفوذ لپاره کاروي.
وانګ يي په دې لیدنه کې ویلي و: «چین د ګډو ګزمو د سملاسي پیل ملاتړ کوي، څو د سرحدي سیمې سوله او ثبات ډاډمن شي». هغه افغانستان د «اړین شریک» په توګه یاد کړ او له طالبانو یې وغوښتل چې هېڅ ډلې ته اجازه ورنه کړي، څو له افغان خاورې د چین امنیت وګواښي. د ده په وینا، د کابل او بېجینګ امنیتي همکاري کولای شي د اقتصادي اړیکو د پراختیا لاره هم هواره کړي.
مقاله وړاندې لیکي، د چین د بهرنیو چارو وزارت او د طالبانو له لوري د ګډې اعلامیې نه خپرېدل په ډاګه کوي چې بیجېنګ له طالبانو خوشاله نه دی. په مقاله کې زیاته شوې چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د پاکستان طالبانو تحریک جلا جلا سرخوږي او اندېښنې دي.
په مقاله کې د یو افغان سیاسي کارپوه له قوله ټینګار شوی چې پر کابل واکمن باید د پاکستان او چین مشروع غوښتنو ته ځواب ووایي او امنیتي اندېښنو ته یې د حل لارې ولټول شي.
لیکوال باور لري هغه نسبي ثبات چې طالبانو په افغانستان کې رامنځته کړی، یوازې هغه مهال تلپاتې کېدای شي چې له خپلو ګاونډیانو سره له «دوه مخي او پټ کاري» سیاست څخه ډډه وکړي. دا هم ویل شوي چې که طالبان د خپلو سیمهییزو دوستانو امنیتي اندېښنو ته څرګند ځواب ور نه کړي، نو اړیکې به یوازې د شعار تر کچې پاتې شي او هېڅ کله به عملي بڼه خپله نه کړي.