• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکایی چارواکی: طالبان د ترهګرۍ ضد جګړه کې تر یوه حده زموږ ښه ملګري دي

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۲۵ GMT+۱
placeholder

په ترهګرۍ ضد چارو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سلاکار سباسټین ګورکا وايي: «کېدای شي دا خبره عجیبه ښکاره شي، خو طالبان تر یوه حده د ترهګرۍ ضد جګړه کې زموږ ښه ملګري پاته شوي دي.» هغه ویلي، په افغانستان کې ځینې افراطي ډلې شته چې طالبانو ته هم ګواښ دی.

نوموړي وویل: «د افغانستان په اړه ډېرې د باور وړ ژمنې شته، خو اوس د دې ژمنو په اړه نور جزیات نه شم ورکولای.»

دې چارواکي د ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتيژۍ په اړه د خبرو په ترڅ کې وویل: «که څه هم د متحده ایالتونو او طالبانو تر منځ د افراطي ډلو پر ضد جګړه کې بشپړه همغږي نه شته، خو په دې اړه کار روان دی، ځکه له دې ډلو څخه ځينې یې خپله طالبانو ته هم ګواښ دی.»

هغه زیاته کړه: «د ټرمپ حکومت د خلکو خوندیتوب ته پام اړولی دی.» هغه د تراهګرۍ ضد جګړه کې جو بایډن ته ګوته ونیوله او ویې ویل، چې د بایډن د ولسمشرۍ په څلور کلنه دوره کې یوازې ۱۸ امریکايي برمته‌شوي کسان خوشې شوي دي، په داسې حال کې چې ډونالډ ټرمپ یوازې په اووه میاشتو کې ۷۲ امریکایان له زندان څخه راخلاص کړي دي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

د چین او پاکستان اندېښنه؛ که د دواړو غوښتنې ونه منل شي، د طالبانو سیاسي ملاتړ ناشونی دی

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۰۱ GMT+۱

د اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې په یوې خپره شوې مقاله کې راغلي، نړۍوالې اړیکې د متقابلې معاملې پر اصولو ولاړې دي او که طالبان د چین په ګډون د پاکستان غوښتنې له پامه غورځوي، نو د سیاسي او اقتصادي ملاتړ تمه دې هم بیا نه‌لري.

د دې مقالې لیکوال خبرداری ورکړی چې د چین او پاکستان د امنیتي اندېښنو پر وړاندې د طالبانو بې پروایي کولای شي د دغو دواړو زړو شریکانو باور سخت زیانمن کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له لوري نوي ډيلي، کابل او اسلام‌اباد وروستي سفرونه د امنیتي او سیمه‌ییزو موضوعاتو پر محور ترسره شول. په کابل کې نوموړي د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست سراج‌الدین حقاني سره ولیدل او پر دې یې ټینګار وکړ چط په واخان کې د ګډې پولې اوږدو کې ګډې پوځي ګزمې بېرته پیل شي.

دا سیمه افغانستان د چین له حساسې سیمې سین‌کیانګ سره نښلوي. چین اندېښنه لري چې د اېغور جنګیالي، په ځانګړې توګه د «ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM) غړي د واخان لاره د چین پر وړاندې د سټراټېژیک نفوذ لپاره کاروي.

وانګ يي په دې لیدنه کې ویلي و: «چین د ګډو ګزمو د سملاسي پیل ملاتړ کوي، څو د سرحدي سیمې سوله او ثبات ډاډمن شي». هغه افغانستان د «اړین شریک» په توګه یاد کړ او له طالبانو یې وغوښتل چې هېڅ ډلې ته اجازه ورنه کړي، څو له افغان خاورې د چین امنیت وګواښي. د ده په وینا، د کابل او بېجینګ امنیتي همکاري کولای شي د اقتصادي اړیکو د پراختیا لاره هم هواره کړي.

مقاله وړاندې لیکي، د چین د بهرنیو چارو وزارت او د طالبانو له لوري د ګډې اعلامیې نه خپرېدل په ډاګه کوي چې بیجېنګ له طالبانو خوشاله نه دی. په مقاله کې زیاته شوې چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د پاکستان طالبانو تحریک جلا جلا سرخوږي او اندېښنې دي.

په مقاله کې د یو افغان سیاسي کارپوه له قوله ټینګار شوی چې پر کابل واکمن باید د پاکستان او چین مشروع غوښتنو ته ځواب ووایي او امنیتي اندېښنو ته یې د حل لارې ولټول شي.

لیکوال باور لري هغه نسبي ثبات چې طالبانو په افغانستان کې رامنځته کړی، یوازې هغه مهال تلپاتې کېدای شي چې له خپلو ګاونډیانو سره له «دوه مخي او پټ کاري» سیاست څخه ډډه وکړي. دا هم ویل شوي چې که طالبان د خپلو سیمه‌ییزو دوستانو امنیتي اندېښنو ته څرګند ځواب ور ‌نه کړي، نو اړیکې به یوازې د شعار تر کچې پاتې شي او هېڅ کله به عملي بڼه خپله نه کړي.

ریچارد بېنېټ: د افغانستان په اړه د جرمونو نړۍوالې محکمې څېړنې د عدالت لپاره ډېرې مهمې دي

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۲:۰۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د امریکا له لوري د جرمونو نړیوالې محکمې پر دوو قاضیانو او دوو څارنوالانو لګول شوي بندیزونه د خواشینۍ وړ او د افغانستان په اړه یې د یادې محکمې څېړنې ډېرې مهمې بللي دي.

ریچارډ بېنېټ د جمعې په ورځ پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، «د امریکا له لوري د جرمونو د نړۍوالې محکمې پر چارواکو چې ځينو یې د افغانستان په اړه هم کار کړی نوي بندیزونه د خواشینۍ وړ دي.»

هغه د امریکا دغه بندیزونه د جرمونو د نړۍوالې محکمې پر خپلواکۍ برید او په ټوله نړۍ کې د قربانیانو لپاره یو سخت ګوزار بللی دی.

نوموړي له امریکا غوښتي چې خپله دغه کړې پرېکړه بېرته واخلي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو کارپوهانو د ټرمپ ادارې له خوا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر دوو قاضیانو او دوو څارنوالانو د لګول شویو بندیزونو په غبرګون کې ویلي، دغه بندیزونه د محکمې پر خپلواکۍ مخامخ برید دی او قربانیانو لپاره د عدالت بهیر زیانمنوي.

ملګري ملتونه: د جرمونو نړیوالې محکمې پر قاضیانو بندیزونه د محکمې خپلواکي او عدالت زیانمنوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د تېرې چهار شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د جرمونو نړۍواله محکمه د امریکا د ملي امنیت لپاره ګواښ بللی وو او زیاته کړې یې وه، چې دغه محکمه د امریکا او اسراییل پر وړاندې د قانوني جګړې وسیله ګرځېدلې ده.

د یادونې وړ ده چې، د جرمونو نړۍوالې محکمې د روان کال د چنګاښ په ۱۷مه د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم هم صادر کړی دی.

یادې محکمې طالبان په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې پر ناوړه چلند او "د بشریت پر وړاندې جرمونو" تورن کړي دي.

د ۲۰۲۵ کال له پیله تر دا مهاله له ایران او پاکستان څخه ۲.۳ میلیونه افغانان ایستل شوي‌ دي

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۵۵ GMT+۱

د پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو ایستلو د تازه شمېرو له مخي، دواړو هېوادونو د ۲۰۲۵ کال له پیله تر اوسه ۲.۳ میلیونه افغان کډوالو ایستلي‌ دي. ملګري ملتونه د کډوالو جبري شړل د بشري بحران د زیاتېدو په مانا ګڼي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د پاکستان څخه د اسناد لرونکو او بې اسنادو کډوالو د ژر ایستلو د مخنیوي لپاره غږ لوړ کړی.

پاکستان د بې اسناده او کارت لرونکو کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندی کړې او د دغه هېواد له خوا کډوالو ته ورکړل شوې موده هم په نږدې کېدو ده.

ملګري ملتونه غواړي، چې د کډوالو د ملاتړ لپاره د نړیوالو پام ځان ته واړوي او جبري ایستل یو بشري بحران ګڼي.

د معلوماتو له مخې له ایران څخه د افغان کډوالو ایستل کېدل ورو شوي او د تېرې اونۍ په پرتله ۱۱ سلنه کمښت راغلی دی.

له ایران څخه راشړل شوي په همدې اونۍ کې ۳۹ زره ۲۰۰ افغانان ثبت شوي، چې دغه شمېر په تېره اونۍ کې ۴۴ زره ۱۰۰ ته رسېدی

سرچینې وايي، چې د افغانستان سرحدې سیمې د کډوالو د ساتنې او محدودو سرچینو له امله د زیاتېدونکي فشار سره مخ دي

د افغانستان وضعیت د مرستو بودیجه سخته کمه کړې او د ۲۰۲۵ کال لپاره د اړتیا وړ ۴۷۸ میلیون ډالرو څخه یوازي ۲۹ سلنه ترلاسه شوې.

اسراییلي پوځ د لبنان په جنوب کې د حزب‌الله د وسلو پر زېرمتون هوایي برید کړی

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۵۲ GMT+۱

د اسراییل پوځ ویلي،چې د هوايي برید په ترڅ کې یې د لبنان په جنوبي سیمه «دیرکیفا»کې د حزب‌الله د وسلو یو زېرمتون په نښه کړی دی. پوځ زیاته کړې،چې دغه موخه نظامي وه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند سرغړونه بلل کېږي.

تر دې برید څو ساعته وړاندېد اسراییل پوځ د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د حزب‌الله یو غړی په «عیتا الشعب»سیمه کې وواژه.

دغه پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د امریکا متحدو ایالتونو له اسراییلو غوښتي، د خپلو هوايي بریدونو شدت، په ځانګړي ډول «غیر ضروري بریدونه»، کم کړي څو د لبنان حکومت وکولای شي د حزب‌الله د بې‌وسلې کولو د طرحې پلي کولو ته زمینه برابره کړي.

د لبنان حکومت د اسد په ۱۶مه د امریکا د وړاندیز شوې طرحې عمومي چوکاټ تصویب کړی،چې له مخې یې باید تر ۲۰۲۵کال پای پورې د حزب‌الله وسلې بې‌اغېزې شي.

خو حزب‌الله له دې پلان سره مخالفت ښودلی او د دې ډلې مرستیال مشر «نعیم قاسم»خبرداری ورکړی چې دغه هڅې کېدای شي لبنان د کورنۍ جګړې پر لور یوسي.

پنجشېر کې د والیبال«یووالي جام سیالۍ» د «جوانان دره» لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۰۲ GMT+۱

په پنجشېر کې د یووالي جام تر سرلیک لاندې د والیبال سیالۍ چې د ۲۸ لوبډلو تر منځ پیل شوې وې، د جمعې په ورځ د «جوانان دره» لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

د پنجشېر لپاره د طالبانو مسوولین وايي، د دغو سیالیو پایلوبه د جمعې په ورځ د «جوانان دره» او «جوانان بازارک» تر منځ پیل شوه او بالاخره لوبه د «جوانان دره» لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده او ورسره یې د دغو سیالیو د اتلولۍ جام هم خپل کړ.

د سرچینې په وینا، دغه سیالۍ دوه اونۍ مخکې د پنجشېر د والیبال منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د موندنې او همداراز د ځوانانو تر منځ د سپورټ د دود کولو په موخه پیل شوې وې.

د یادونې وړ ده چې د دغه جام ۳ غوره لوبډلې په یو شمېر ډالیو هم ونازول شول.