• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني چارواکي: د باجوړ سیمې له ترهګرو پاکې شوې او خلک بېرته خپلو کورونو ته ستنېدای شي

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۵۶ GMT+۱

پاکستاني چارواکو د خېبرپښتونخوا د باجور د ناامنه سیمو اوسېدونکو ته د بېرته ورتګ اجازه ورکړې ده. هغوی ادعا کوي چې یاده سیمه نور له ترهګرو څخه پاکه شوې ده.

د باجوړ ولسوالۍ اداري مرستیال پر خپله رسمي فېسبوک‌پاڼه لیکلي: «د امنیتي ځواکونو له‌خوا د لوی ماموند تحصیل ترخو سیمه له ترهګرو پاکه شوې، وضعیت عادي شوی او په سیمه کې د دولت واکمني بیرته ټینګه شوې ده.»

په خبرپاڼه کې راغلي، د ترخو اوسېدونکي چې د ترهګرو د موجودیت له امله بېځایه شوي وو، اوس کولای شي خپلو کورونو ته ستانه شي.

په اعلامیه کې راغلي چې د سیمې نور بې‌ځایه شوي خلک به هم تر تصفیې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شي.

ډاکټر صادق علي ویلي، چې د ترخو ۷ زره او ۹۸۴ بې‌ځایه شویو اوسېدونکو له هرې کورنۍ سره ۷۵ زره روپیو مالي مرسته شوې ده. ویل شوي چې د دې نغدي مرستې ترڅنګ به له هغوی سره د خوراکي توکو مرسته هم وشي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

سوریه نوي بانک نوټونه چاپوي او د ارزښت لوړولو لپاره دوه صفرونه ځنې لېرې کوي

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۱۱ GMT+۱

نړۍوالې رسنۍ وايي چې سوریه به نوي بانک نوټونه چاپ او د ارزښت لوړولو لپاره به دوه صفرونه ځنې لېرې کړي. د سوریې چارواکي هیله‌من دي چې دا بدلون به د سوریې د پولي واحد ارزښت لوړ او راکړه ورکړه اسانه کړي.

د سوریې د مرکزي بانک مشر عبدالقادر حصریه رویټرز خبري اژانس ته ویلي: «دا اقدام د مالي اصلاحاتو یوه برخه ده، خود دې پلان عملي کېدو نېټه تر اوسه نه ده ټاکل شوې.»

سوریې د روسيې له دولتي شرکت «ګوزناک» سره د نویو بانک نوټونو د چاپ تړون کړی دی. د اکتوبر په میاشت کېبه د پخوانیو بانک نوټونو ترڅنګ نوي بانک نوټونه هم خپاره شي چې دا کار به یو کال وخت ونیسي.

د سوریې پخوانیو بانک نوټونو له ۲۰۱۱کال راهیسې ۹۹ سلنه ارزښت بایللی دی.

امریکایی چارواکی: طالبان د ترهګرۍ ضد جګړه کې تر یوه حده زموږ ښه ملګري دي

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۲۵ GMT+۱

په ترهګرۍ ضد چارو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سلاکار سباسټین ګورکا وايي: «کېدای شي دا خبره عجیبه ښکاره شي، خو طالبان تر یوه حده د ترهګرۍ ضد جګړه کې زموږ ښه ملګري پاته شوي دي.» هغه ویلي، په افغانستان کې ځینې افراطي ډلې شته چې طالبانو ته هم ګواښ دی.

نوموړي وویل: «د افغانستان په اړه ډېرې د باور وړ ژمنې شته، خو اوس د دې ژمنو په اړه نور جزیات نه شم ورکولای.»

دې چارواکي د ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتيژۍ په اړه د خبرو په ترڅ کې وویل: «که څه هم د متحده ایالتونو او طالبانو تر منځ د افراطي ډلو پر ضد جګړه کې بشپړه همغږي نه شته، خو په دې اړه کار روان دی، ځکه له دې ډلو څخه ځينې یې خپله طالبانو ته هم ګواښ دی.»

هغه زیاته کړه: «د ټرمپ حکومت د خلکو خوندیتوب ته پام اړولی دی.» هغه د تراهګرۍ ضد جګړه کې جو بایډن ته ګوته ونیوله او ویې ویل، چې د بایډن د ولسمشرۍ په څلور کلنه دوره کې یوازې ۱۸ امریکايي برمته‌شوي کسان خوشې شوي دي، په داسې حال کې چې ډونالډ ټرمپ یوازې په اووه میاشتو کې ۷۲ امریکایان له زندان څخه راخلاص کړي دي.

مُحسن داوړ: د ترهګرۍ د ځپلو په نامه عملیاتو کې ترهګرۍ ډېره شوې

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۲۲ GMT+۱

د پاکستان د ملي ډېموکراتیک خوځښت مشر مُحسن داوړ وايي چې په پښتونخوا کې د ترهګرۍ د ځپلو تش په نامه عملیاتو کې ترهګرې ډېره شوې ده.

نوموړي تازه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي :« په بنو او جان‌خېلو کې د خلکو په کورونو بمباري شوې چې له کبله د شېرالله په نامه یو ځوان شهید شوی او ګڼ نور ټپیان دي. د ترهګرۍ پر وړاندې په دې پیل شویو تش په نامه عملیاتو کې یوازې ترهګري ډېره شوې ده.»

یاد پښتون سیاست‌وال داسې مهال په پښتونخوا کې د پیل شویو پوځي عملیاتو په اړه څرګندونې کوي چې په وروستیو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو د پښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ په ځینو سیمو پراخ چانړیز عملیات پیل کړي دي.

په پیل شویو عملیاتو کې د زرګونو کورنیو د بې ځایه کېدو سربیره یو شمېر کسانو ته د مرګ ژوبلې د اوښتو په اړه هم خبرونه ورکړل شوي دي.

په باجوړ کې ځینو ځايي امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته دا ویلي و چې په عملیاتو کې د تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي وسله‌والو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې په پښتونخوا کې پښتانه سیاست‌وال دلته د پوځي عملیاتو د ترسره کولو په تړاو جدي اعتراض کوي، بلکې تر دې وړاندې هم ګڼو سیاسي مشرانو ورته څرګندونې کړي، خو امنیتي مسوولانو بیا په کراتو ویلي چې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره چاڼړیز عملیات مهم دي.

د چین او پاکستان اندېښنه؛ که د دواړو غوښتنې ونه منل شي، د طالبانو سیاسي ملاتړ ناشونی دی

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۰۱ GMT+۱

د اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې په یوې خپره شوې مقاله کې راغلي، نړۍوالې اړیکې د متقابلې معاملې پر اصولو ولاړې دي او که طالبان د چین په ګډون د پاکستان غوښتنې له پامه غورځوي، نو د سیاسي او اقتصادي ملاتړ تمه دې هم بیا نه‌لري.

د دې مقالې لیکوال خبرداری ورکړی چې د چین او پاکستان د امنیتي اندېښنو پر وړاندې د طالبانو بې پروایي کولای شي د دغو دواړو زړو شریکانو باور سخت زیانمن کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له لوري نوي ډيلي، کابل او اسلام‌اباد وروستي سفرونه د امنیتي او سیمه‌ییزو موضوعاتو پر محور ترسره شول. په کابل کې نوموړي د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست سراج‌الدین حقاني سره ولیدل او پر دې یې ټینګار وکړ چط په واخان کې د ګډې پولې اوږدو کې ګډې پوځي ګزمې بېرته پیل شي.

دا سیمه افغانستان د چین له حساسې سیمې سین‌کیانګ سره نښلوي. چین اندېښنه لري چې د اېغور جنګیالي، په ځانګړې توګه د «ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM) غړي د واخان لاره د چین پر وړاندې د سټراټېژیک نفوذ لپاره کاروي.

وانګ يي په دې لیدنه کې ویلي و: «چین د ګډو ګزمو د سملاسي پیل ملاتړ کوي، څو د سرحدي سیمې سوله او ثبات ډاډمن شي». هغه افغانستان د «اړین شریک» په توګه یاد کړ او له طالبانو یې وغوښتل چې هېڅ ډلې ته اجازه ورنه کړي، څو له افغان خاورې د چین امنیت وګواښي. د ده په وینا، د کابل او بېجینګ امنیتي همکاري کولای شي د اقتصادي اړیکو د پراختیا لاره هم هواره کړي.

مقاله وړاندې لیکي، د چین د بهرنیو چارو وزارت او د طالبانو له لوري د ګډې اعلامیې نه خپرېدل په ډاګه کوي چې بیجېنګ له طالبانو خوشاله نه دی. په مقاله کې زیاته شوې چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د پاکستان طالبانو تحریک جلا جلا سرخوږي او اندېښنې دي.

په مقاله کې د یو افغان سیاسي کارپوه له قوله ټینګار شوی چې پر کابل واکمن باید د پاکستان او چین مشروع غوښتنو ته ځواب ووایي او امنیتي اندېښنو ته یې د حل لارې ولټول شي.

لیکوال باور لري هغه نسبي ثبات چې طالبانو په افغانستان کې رامنځته کړی، یوازې هغه مهال تلپاتې کېدای شي چې له خپلو ګاونډیانو سره له «دوه مخي او پټ کاري» سیاست څخه ډډه وکړي. دا هم ویل شوي چې که طالبان د خپلو سیمه‌ییزو دوستانو امنیتي اندېښنو ته څرګند ځواب ور ‌نه کړي، نو اړیکې به یوازې د شعار تر کچې پاتې شي او هېڅ کله به عملي بڼه خپله نه کړي.

اسراییلي پوځ د لبنان په جنوب کې د حزب‌الله د وسلو پر زېرمتون هوایي برید کړی

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۵۲ GMT+۱

د اسراییل پوځ ویلي،چې د هوايي برید په ترڅ کې یې د لبنان په جنوبي سیمه «دیرکیفا»کې د حزب‌الله د وسلو یو زېرمتون په نښه کړی دی. پوځ زیاته کړې،چې دغه موخه نظامي وه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند سرغړونه بلل کېږي.

تر دې برید څو ساعته وړاندېد اسراییل پوځ د یوې بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې د حزب‌الله یو غړی په «عیتا الشعب»سیمه کې وواژه.

دغه پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د امریکا متحدو ایالتونو له اسراییلو غوښتي، د خپلو هوايي بریدونو شدت، په ځانګړي ډول «غیر ضروري بریدونه»، کم کړي څو د لبنان حکومت وکولای شي د حزب‌الله د بې‌وسلې کولو د طرحې پلي کولو ته زمینه برابره کړي.

د لبنان حکومت د اسد په ۱۶مه د امریکا د وړاندیز شوې طرحې عمومي چوکاټ تصویب کړی،چې له مخې یې باید تر ۲۰۲۵کال پای پورې د حزب‌الله وسلې بې‌اغېزې شي.

خو حزب‌الله له دې پلان سره مخالفت ښودلی او د دې ډلې مرستیال مشر «نعیم قاسم»خبرداری ورکړی چې دغه هڅې کېدای شي لبنان د کورنۍ جګړې پر لور یوسي.