• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سره رود پېښې د معلوماتو پټېدو هڅه؛ طالبانو خبري کنفرانس لغوه او خبریالان له مرکو منع کړل

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۳۲ GMT+۱

ننګرهار کې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی چې د طالبانو امنیتي مسوولان په دغه ولایت کې د یوه پخواني سرتېري د کورنیو د غړو د وژنې په تړاو له خبریالانو سره د معلوماتو له شریکولو ډډه کوي. د سرچینو په وینا، یادې ډلې نن په دې تړاو تنظیم‌شوی خبري کنفرانس هم لغوه کړ.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، خبریالانو ته دا اجازه هم نه ده ورکړل شوې چې د جمهوري نظام د پخواني سرتیري د کورنۍ له پاتې غړو سره مرکې وکړي.

سرچینې وايي، طالبانو څو ورځې کېږي خبریالان په تمه کړي و چې په یوه خبري کنفراس کې به یې ټولې پوښتنې ځواب کړي خو تازه یې دغه کنفراس هم لغوه کړی دی.

څو ورځې وړاندې د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په کوز سلطان‌پور کلي کې د اسفنديار په نوم د يو پخواني نظامي د کورنۍ له شپږو غړو سرونه پرې شوي وو. یاد نظامي د طالبانو له بیا ځلې واک ته رسېدو وروسته اروپا ته کډوال شوی و او کورنۍ یې په په سره رود ولسوالۍ کې اوسېده.

که څه هم طالبانو ویلي چې دغه پېښه د شخصي دښمنۍ له کبله رامنځته شوې، خو په‌خپله د اسفندیار کورنۍ بیا افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې دوی له هیچا سره دښمني نه‌لري.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

په اسلام‌اباد کې طالب سفیر: پاکستان له افغان کډوالو سره ظلم کوي

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۲۹ GMT+۱

په اسلام‌اباد کې د طالبانو سفیر وايي چې افغان کډوال په پاکستان کې لویې شتمنۍ، پانګونې او ملکیتونه لري او له دغه هېواده یې غوښتي چې باید هغوی ته د راټولولو یا هم د پلورلو لپاره ورته وخت ورکړل شي. هغه اندېښنه ښوولې چې پاکستان د افغانانو اېستلو په تړاو یو اړخیزه پرېکړه کړې.

نوموړي د افغانستان له یو خصوصي ټلوېزیون سره په مرکه کې زیاته کړې چې پاکستان ډېری افغانانو ته اجازه نه ورکوي، څو خپل مالونه له ځانه سره یوسي او په لنډه موده کې یې پلور هم اسانه دی. د شکیب په خبره: «د مثال په توګه یو مېلیون پسونه دلته افغانانو سره دي، نه د وړلو اجازه ورکوي او نه خرڅېږي. دا خو ظلم دی».

د طالبانو سفیر په وینا، پاکستان کې یې د افغان کډوالو د توکو، ملکیتونو او کاروبارونو د خوندیتوب لپاره د‌ پاکستان حکومت څخه غوښتنې کړې دي. د نوموړي په خبره، باید د پاکستان حکومت،‌ د ملګرو ملتونو کډوالو سازمان او طالبان یو درې اړخیزه کمېټه د افغانانو د منظم لېږد لپاره رامنځته شي.

سردار احمد شکیب ملګرو ملتونو سره د ثبت د «پي او ار» کارټ لرونکو د اېستل کېدو په تړاو د پاکستان پرېکړه یو اړخیزه بللې ده. هغه وویل: «دا په نړۍواله کچه منل شوي مهاجر دي. باید په دې اړه په درې اړخیزه شکل دا فیصله وشي،‌ خو اوس پاکستان په یوازې ځان دا پرېکړه کړې ده». د طالبانو سفیر اندېښنه لري چې د اګسټ میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې دغو کډوالو ته ټاکل شوې نېټه کمه موده ده او افغانان په کې له ګڼو ستونزو سره مخ کېدلای شي او باید دا موده وغځېږي.

هغه همدا راز غوښتنه کړې چې اسلام‌اباد باید ډیورنډ کرښې په اوږدو کې بېلابېلې لارې د کډوالو لپاره پرانېزي،‌ څو د ستنېدو دا بهیر منظم او اسانه توګه ترسره شي. هم مهاله د روان کال له پیله له پاکستان او ایران څخه نږدې ۲مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه کړای شوي دي. ویل کېږي دغه کډوال په افغانستان کې له لوږې، بې‌وزلۍ، بې‌روګازۍ او بشري ناورین سره مخامخ دي.

یو شمېر نړۍوال سازمانونه اندېښنه لري چې طالبانو وار دمخه افغانستان له سختو بندیزونو، محدودیتونو، ناورین او اقتصادي کړاوونو سره مخ کړی چې د نورو کډوالو په ورتګ سره به دا وضعیت لا پسې خراب شي.

طالبان وایي په سیمه او نړۍ کې سیاست د دوی پر خپلو ګټو ولاړ دی

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۳۱ GMT+۱

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي مرستیال عبدالحی قانت وایي، د دغې ډلې بهرنی سیاست اوس‌مهال د عکس‌العمل پر ځای په سیمه او نړۍ کې د دوی د ګټو پر بنسټ ولاړ دی. هغه زیاتوي چې د سیاست اصول یې «افغانیت او اسلامیت» دی.

نوموړي په کابل کې د چین، پاکستان او د طالبانو ترمنځ ګډې ناستې ته په اشارې سره زیاته کړې چې په بهرني سیاست کې د دوی کوربه‌توب او فعالې ډېپلوماټیکې هڅې د همدې سټراټېژیک بهیر یوه برخه ده.

قانت لیکي: «ښايي تېرو څو لسیزو کې دا لومړی ځل وي چې افغان حکومت [طالبان] داسې مستقل سیاست تجربه کوي». هفه ټینګار کوي چې د یو داسې وضعیت جدي‌اړتیا وه، څو خپل سیاست په خپلو ارزښتونو او لومړیتوبونو باندې وڅرخوي.

نوموړی داسې مهال دا ادعا کوي چې همدې کابل کې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران په افغانستان کې د ترهګرو له پناه ځایونو طالبانو ته شکایتونه وکړل. اسلام‌اباد د ټي‌ټي‌پي مسالې په تړاو له طالبانو اقدامات غوښتي او بیجېنګ بیا د ختیځ ترکستان د اسلامي غورځنګ په تړاو خپلې اندېښنې شریکې کړي دي.

د چارو کارپوهان باور لري چې د دغو دواړو ګاونډیانو په ګډون د منځنۍ اسیا هېوادونو له لوري هم د طالبانو سره روان تعامل د امنیتي اندېښنو یا مجبوریتونو د حل یو برخه ده. د ملګرو ملتونو په ګډون یو شمېر هېوادونه ښکاره اندېښنې لري چې پر کابل واکمنې ډلې د القاعده په ګډون یو شمېر نورو ترهګرو ډلو ته پناه ځایونه ورکړي دي.

طالبانو ته خپل ګاونډيان او منځنۍ اسیا ورپاتې ده او هغوی هم ورسره ګنې لانجې کونجې لري. دا ډله په نړۍواله کچې له سختې سیاسي، اقتصادي او هویتي انزوا سره مخ ده او پر مشرانو یې ګڼ بندیزونه هم لګول شوي دي. همدا راز د بشري حقونو سازمانونو هم اندېښنه ښوولې چې دې ډلې په افغانستان کې د خلکو ژوند تریخ کړی او د بشري حقونو وضعیت یې هم تر بل هر وخته ډېر خراب کړی دی.

امریکایی چارواکی: طالبان د ترهګرۍ ضد جګړه کې تر یوه حده زموږ ښه ملګري دي

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۲۵ GMT+۱

په ترهګرۍ ضد چارو کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سلاکار سباسټین ګورکا وايي: «کېدای شي دا خبره عجیبه ښکاره شي، خو طالبان تر یوه حده د ترهګرۍ ضد جګړه کې زموږ ښه ملګري پاته شوي دي.» هغه ویلي، په افغانستان کې ځینې افراطي ډلې شته چې طالبانو ته هم ګواښ دی.

نوموړي وویل: «د افغانستان په اړه ډېرې د باور وړ ژمنې شته، خو اوس د دې ژمنو په اړه نور جزیات نه شم ورکولای.»

دې چارواکي د ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتيژۍ په اړه د خبرو په ترڅ کې وویل: «که څه هم د متحده ایالتونو او طالبانو تر منځ د افراطي ډلو پر ضد جګړه کې بشپړه همغږي نه شته، خو په دې اړه کار روان دی، ځکه له دې ډلو څخه ځينې یې خپله طالبانو ته هم ګواښ دی.»

هغه زیاته کړه: «د ټرمپ حکومت د خلکو خوندیتوب ته پام اړولی دی.» هغه د تراهګرۍ ضد جګړه کې جو بایډن ته ګوته ونیوله او ویې ویل، چې د بایډن د ولسمشرۍ په څلور کلنه دوره کې یوازې ۱۸ امریکايي برمته‌شوي کسان خوشې شوي دي، په داسې حال کې چې ډونالډ ټرمپ یوازې په اووه میاشتو کې ۷۲ امریکایان له زندان څخه راخلاص کړي دي.

د چین او پاکستان اندېښنه؛ که د دواړو غوښتنې ونه منل شي، د طالبانو سیاسي ملاتړ ناشونی دی

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۰۱ GMT+۱

د اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې په یوې خپره شوې مقاله کې راغلي، نړۍوالې اړیکې د متقابلې معاملې پر اصولو ولاړې دي او که طالبان د چین په ګډون د پاکستان غوښتنې له پامه غورځوي، نو د سیاسي او اقتصادي ملاتړ تمه دې هم بیا نه‌لري.

د دې مقالې لیکوال خبرداری ورکړی چې د چین او پاکستان د امنیتي اندېښنو پر وړاندې د طالبانو بې پروایي کولای شي د دغو دواړو زړو شریکانو باور سخت زیانمن کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي له لوري نوي ډيلي، کابل او اسلام‌اباد وروستي سفرونه د امنیتي او سیمه‌ییزو موضوعاتو پر محور ترسره شول. په کابل کې نوموړي د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست سراج‌الدین حقاني سره ولیدل او پر دې یې ټینګار وکړ چط په واخان کې د ګډې پولې اوږدو کې ګډې پوځي ګزمې بېرته پیل شي.

دا سیمه افغانستان د چین له حساسې سیمې سین‌کیانګ سره نښلوي. چین اندېښنه لري چې د اېغور جنګیالي، په ځانګړې توګه د «ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ (ETIM) غړي د واخان لاره د چین پر وړاندې د سټراټېژیک نفوذ لپاره کاروي.

وانګ يي په دې لیدنه کې ویلي و: «چین د ګډو ګزمو د سملاسي پیل ملاتړ کوي، څو د سرحدي سیمې سوله او ثبات ډاډمن شي». هغه افغانستان د «اړین شریک» په توګه یاد کړ او له طالبانو یې وغوښتل چې هېڅ ډلې ته اجازه ورنه کړي، څو له افغان خاورې د چین امنیت وګواښي. د ده په وینا، د کابل او بېجینګ امنیتي همکاري کولای شي د اقتصادي اړیکو د پراختیا لاره هم هواره کړي.

مقاله وړاندې لیکي، د چین د بهرنیو چارو وزارت او د طالبانو له لوري د ګډې اعلامیې نه خپرېدل په ډاګه کوي چې بیجېنګ له طالبانو خوشاله نه دی. په مقاله کې زیاته شوې چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او د پاکستان طالبانو تحریک جلا جلا سرخوږي او اندېښنې دي.

په مقاله کې د یو افغان سیاسي کارپوه له قوله ټینګار شوی چې پر کابل واکمن باید د پاکستان او چین مشروع غوښتنو ته ځواب ووایي او امنیتي اندېښنو ته یې د حل لارې ولټول شي.

لیکوال باور لري هغه نسبي ثبات چې طالبانو په افغانستان کې رامنځته کړی، یوازې هغه مهال تلپاتې کېدای شي چې له خپلو ګاونډیانو سره له «دوه مخي او پټ کاري» سیاست څخه ډډه وکړي. دا هم ویل شوي چې که طالبان د خپلو سیمه‌ییزو دوستانو امنیتي اندېښنو ته څرګند ځواب ور ‌نه کړي، نو اړیکې به یوازې د شعار تر کچې پاتې شي او هېڅ کله به عملي بڼه خپله نه کړي.

ریچارد بېنېټ: د افغانستان په اړه د جرمونو نړۍوالې محکمې څېړنې د عدالت لپاره ډېرې مهمې دي

۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲۳ اګست ۲۰۲۵، ۰۲:۰۴ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د امریکا له لوري د جرمونو نړیوالې محکمې پر دوو قاضیانو او دوو څارنوالانو لګول شوي بندیزونه د خواشینۍ وړ او د افغانستان په اړه یې د یادې محکمې څېړنې ډېرې مهمې بللي دي.

ریچارډ بېنېټ د جمعې په ورځ پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، «د امریکا له لوري د جرمونو د نړۍوالې محکمې پر چارواکو چې ځينو یې د افغانستان په اړه هم کار کړی نوي بندیزونه د خواشینۍ وړ دي.»

هغه د امریکا دغه بندیزونه د جرمونو د نړۍوالې محکمې پر خپلواکۍ برید او په ټوله نړۍ کې د قربانیانو لپاره یو سخت ګوزار بللی دی.

نوموړي له امریکا غوښتي چې خپله دغه کړې پرېکړه بېرته واخلي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو کارپوهانو د ټرمپ ادارې له خوا د جرمونو نړۍوالې محکمې پر دوو قاضیانو او دوو څارنوالانو د لګول شویو بندیزونو په غبرګون کې ویلي، دغه بندیزونه د محکمې پر خپلواکۍ مخامخ برید دی او قربانیانو لپاره د عدالت بهیر زیانمنوي.

ملګري ملتونه: د جرمونو نړیوالې محکمې پر قاضیانو بندیزونه د محکمې خپلواکي او عدالت زیانمنوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د تېرې چهار شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د جرمونو نړۍواله محکمه د امریکا د ملي امنیت لپاره ګواښ بللی وو او زیاته کړې یې وه، چې دغه محکمه د امریکا او اسراییل پر وړاندې د قانوني جګړې وسیله ګرځېدلې ده.

د یادونې وړ ده چې، د جرمونو نړۍوالې محکمې د روان کال د چنګاښ په ۱۷مه د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د سترې محکمې د مشر عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم هم صادر کړی دی.

یادې محکمې طالبان په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې پر ناوړه چلند او "د بشریت پر وړاندې جرمونو" تورن کړي دي.