• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په غزني کې د مسلمانانو لومړنی جومات له بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲ وږی ۱۴۰۴ - ۲۴ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۲۱ GMT+۱تازه شوی: ۲ وږی ۱۴۰۴ - ۲۴ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۲۷ GMT+۱

د غزني په زوړ ښار کې د مسلمانانو لومړنی تاریخي جومات چې د «باباجي» جومات په نوم یادېږي، له بیارغونې وروسته د یکشنبې په ورځ (د وږي په ۲مه) د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور د مرستیال عتیق الله عزیزي له خوا پرانېستل شو.

عتیق الله عزیزي د دغه جومات د پرانېستې په مراسمو کې وویل، د «باباجي» تاریخي جومات د اسلام د درېیم خلیفه حضرت عثمان «رضي الله عنه» د خلافت پر مهال د غزني په زاړه ښار کې په دوو پوړونو کې جوړ شوی و.

د عزیزي په وینا، د باباجي تاریخي جومات د ړنګېدو له جدي ګواښ سره مخ و، خو د وزارت د رهبرۍ په هڅو او د اغا خان کلتوري بنسټ په همکارۍ د تاریخي سبک او هنري جوړښت په ساتلو سره بېرته ورغول شو.

100%

د اغا خان کلتوري بنسټ مسوول فضل کریم احمدي هم په دې مراسمو کې وویل، دغه جومات د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت په ۱۴ میاشتو کې بیا رغول شوی دی.

له دې سره سم، د غزني ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رييس حمیدالله نثار بیا ادعا وکړه، چې د غزني ۳۲ تاریخي آبدې په ۲۰۱۳ کال کې د جمهوري نظام پر مهال په غېر مسلکي ډول بیارغول شوي او په دې برخه کې یې د وزارت د لا ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

۵

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

•
•
•

نور کیسې

په کندهار کې وسله وال برید؛ ناپېژندو کسانو په سپین بولدک کې یو ولسي وګړی وژلی دی

۲ وږی ۱۴۰۴ - ۲۴ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۰۲ GMT+۱

د طالبانو په سیاسي مرکز یعنې کندهار ولایت کې د وسله والو په یوه برید کې یو ولسي وګړی وژل شوی دی. سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، دغه کس چې حاجي نعمت الله نومېده د یکشنبې په ورځ (د وږي۲مه) د سپین بولدک ولسوالۍ په شهید بازار کې د ناپېژندو وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی.

د سرچینې په وینا، دغه کس چې په ملک مشهور و او د ارزګان اصلي اوسېدونکی و، په یادې ولسوالۍ کې یې پر هټۍوالو د غوا شیدې خرڅولې.

ویل کېږي چې ځايي امنیتي کسانو د دغې پېښې په تړاو یو کس نیولی، خو لا تر اوسه د کندهار ولایت لپاره د طالبانو امنیتي مسوولینو په رسمي توګه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دوی یوه لویه ادعا دا وه، چې په افغانستان کې سراسري امنیت دی، خو په افغانستان کې پر رسنیو د فشارونو او سانسور له امله امنیت ضد پېښې نه خپرېږي او په دې سره دا ښيي چې امنیت ضد پېښې نشته.

دا چې په کندهار کې چې نړۍوال یې د طالبانو سیاسي مرکز ګڼي، دغه ډول پېښې رامنځته کېږي نو دا د دې ښکارندويي کوي، چې د طالبانو دغه ادعا هم تر ډېره ناسمه ده.

طالبان وايي، په کابل کې یې د سِحري وسایلو یو لوی پټنځای کشف کړی دی

۲ وږی ۱۴۰۴ - ۲۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۱۳ GMT+۱

د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت وايي، په کابل کې یې د سِحري وسایلو د پېر او پلور یو لوی پټنځای کشف او په تړاو یې دوه کسان هم نیولي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه پټنځای یې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند په میرویس میدان سیمه کې د ځايي اوسېدونکو په همکارۍ موندلی دی.

د خبرپاڼې پر بنسټ، په دغه پټنځای کې د سِحري کتابونو او په کوډو کې د کارېدونکو وسایلو پېر او پلور کېده او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي او عدلي او قضايي بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.

دغه وزارت هغو کسانو ته چې د یاد وزارت له پالیسۍ سره په ټکر کې فعالیت لري خبرداری ورکړی، چې تر نیول کېدو وروسته به د دوی عدلي او قضايي بنسټونو ته وسپارل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د کوډګرۍ یا تعویذ لیکلو چارې زیاتې شوي او طالبانو تر اوسه په دې تور د لسګونو کسانو د نیولو خبر هم ورکړی دی.

د طالبانو د ننګرهار ولایت د امربالمعروف ریاست همدا نن خبر ورکړ، چې د جلال اباد ښار په دویمه ناحیه کې یې هغه تعویذ لیکونکی نیولی، چې خلکو ته یې بهر ته د تګ په نامه تعویذونه لیکل. یاده اداره وايي، دغه تعویذګر له یوه تن څخه ۱۶۰ زره افغانۍ اخېستې وې، چې زوی یې په تعویذ ترکیې ته لېږي.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیف الاسلام خېبر څه موده مخکې ویلي و، چې دغه وزارت په تېرو څو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې شاوخوا ۵۵۰ کسان د جادوګرۍ په تور نیولي دي. ښاغلي خېبر دا ویلي و: «دغو جادوګرو د پیسو په بدل کې د کورنیو تر منځ جنجال او تفرقه پيدا کول.»

د طالبانو د امربالمعروف وزارت تر دې مخکې اعلان کړی و، چې په ټول افغانستان کې «تعویذ لیکل، جادو او کوډې» منع دي.



طالبان: د پاسپورټ موانع لرونکي د خپلو قضیو له حل وروسته د پاسپورټ مستحق ګڼل کېږي

۲ وږی ۱۴۰۴ - ۲۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۳۶ GMT+۱

د طالبانو د پاسپورټ عمومي ریاست پرون شنبه (د وږي لومړۍ) ویلي و، هغو کسانو ته پاسپورټ نه ورکوي، چې د بیف او بایومټریک سیسټم له لارې د ممنوع‌الخروج په توګه تثبیت شوي دي، خو نن یې د وضاحت په ورکړې سره وویل چې د پاسپورټ موانع لرونکي د خپلو قضیو له حل وروسته د پاسپورټ مستحق ګڼل کېږي.

د طالبانو د پاسپورټ عمومي ریاست پرون ویلي و، د بیف او بایومټریک سیسټم له لارې له ممنوع‌الخروج کسانو سربېره هغو کسانو ته هم پاسپورټ نه ورکوي، چې محکمې په جزايي، مدني او یا سوداګریزو قضیو کې محکوم ګڼلي وي.

خو نن د طالبانو د پاسپورټ عمومي ریاست بیا په دې اړه د وضاحت په ورکړې سره ویلي، هغه اشخاص چې د پاسپورټ د صدور موانع لري کولای شي، خپلې قضیې او چارې د محاکمو او قضایي بنسټونو د پرېکړو پر بنسټ په قانوني ډول حل او پای ته ورسوي او له هغې وروسته د پاسپورټ مستحق ګڼل کېږي.

د طالبانو د پاسپورټ عمومي ریاست د شنبې په ورځ (د وږي لومړۍ) پر اېکس‌پاڼې لیکلي و: «یو شمېر هغو افغان وګړو ته چې د پور (قرض) او یا هم د نورو ژمنو د نه ترسره کولو په سبب د اړوندو ادارو له لوري ممنوع‌الخروج اعلان شوي وي، پاسپورټ نه صادرېږي.»

طالبانو د ځینو وګړو لپاره د پاسپورټونو صادرول بند کړل | افغانستان انټرنشنل پښتو

د دوی په نوي محدودیونو کې هغه ماشومان هم شامل دي، چي والدین او یا قانوني وکیل ونه لري.

له دې وړاندې هم افغانستان انټرنشنل راپور ورکړی و، چې طالبان له محرم پرته ښځو ته د پاسپورټ ریاست ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي.

طالبانو ننګرهار کې هغه تعویذلیکونکی نیولی چې خلکو ته یې د بهر تګ لپاره تعویذونه لیکل

۲ وږی ۱۴۰۴ - ۲۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۴۹ GMT+۱

د طالبانو د ننګرهار ولایت د امربالمعروف ریاست وايي چې د جلال اباد ښار په دویمه ناحیه کې یې هغه تعویذ لیکونکی نیولی، چې خلکو ته یې بهر ته د تګ په نامه تعویذونه لیکل. یاده اداره وايي، دغه تعویذګر له یوه تن څخه ۱۶۰ زره افغانۍ اخېستې وې، چې زوی یې په تعویذ ترکیې ته لېږي.

د ننګرهار د امربالمعروف ریاست نن شنبه «د وږي ۲مه» د یاد ولایت ځايي رسنیو ته ویلي، چې د دوی محتسبینو یو تعویذګر له هغه وروسته ونیوه، چې یو تن پر نوموړی د خلکو د تېر اېستنې له امله عریضه وکړه.

عارض کس ویلي، چې تعویذ لیکونکي یوه بهرني هېواد ته د تعویذ له لارې دده د زوی د لېږلو په بدل کې ډېرې پیسې ترې اخېستې دي.

رپوټونه وايي، چې د طالبانو د امربالمعروف ریاست محتسبینو له تعویذ لیکونکي نه پیسې بېرته اخیستې او متضرر کس ته یې سپارلې دي.

طالبانو له دې وړاندې هم د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې کوډګر او تعویذ لیکونکي نیولي دي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو له واکمنیدو وروسته دغې ډلې د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر» وزارت په چوکاټ کې خپل سلګونه غړي د «محتسبانو» په توګه ګومارلي دي.

اروپايي ټولنه د افغان ماشومانو د خوندیتوب لپاره ۱۰ میلیونه یورو مرسته کوي

۲ وږی ۱۴۰۴ - ۲۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۵۲ GMT+۱

اروپايي ټولنې له یونیسف سره د افغان ماشومانو د خوندیتوب لپاره د۱۰ میلیونه یورو مرستې اعلان وکړ. دا مرسته د « افغان ماشومان پر لاره» نوښت د درېیم پړاو په توګه هغو ماشومانو ته بیلیږي، چې له ګاونډیو هېوادونو راستنېږي.

اروپايي ټولنې د یکشنبې په ورځ، د وږي پر دویمه، اعلان وکړ، چې له۲۰۱۸ کال راهیسې یې له افغانستان سره ددغه نوښت له لارې ۳۸ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

ددې مرستو له لارې به په راتلونکو دریو کلونو کې پر پوله بې‌سرپرسته افغان ماشومانو ته عاجلې مرستې برابرې شي او په ۱۲ ولایتونو کې به د زده‌کړې، روغتیا، تغذیې، مسلکي روزنې او د عایداتي فرصتونو له لارې د اوږدمهاله بېرته یوځای کېدو د بهیر ملاتړ وشي.

دغه راز له دې مرستو به له ۱۸۰ زرو زیاتو ماشومانو او کورنیو ته د کورنۍ موندلو، ادغام، لنډمهاله پاملرنې، رواني ملاتړ او د مقاومت د لوړولو خدمتونه برابر شي.

اروپايي ټولنه وايي، له پاکستان او ایران څخه د ستنېدونکو افغانانو څپې د ماشومانو د خوندیتوب پر خدماتو بېساری فشار راوړی دی.

د اروپايي ټولنې د استازولۍ د همکارۍ مشر اریك بوم وايي، « د یونیسف له لارې موږ د افغان ماشومانو حمایه پیاوړې کوو. دا مرسته د کډوالۍ او اجباري بې‌ځایه کېدو په برخه کې د اروپايي ټولنې د پراخې ژمنتیا برخه ده، څو بې‌ځایه شویو خلکو، په ځانګړي ډول ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته، د فرصتونو او اساسي خدماتو لاسرسی یقیني شي».

د یونیسف د افغانستان استازي ډاکتر تاج‌الدین اویوال ویلي، چې « د اروپايي ټولنې دا نوی ملاتړ په داسې مهم وخت کې دی، چې سږکال له ګاونډیو هېوادونو څخه تر دوو میلیونو زیات افغانان ستانه شوي، چې نیم میلیون پکې ماشومان دي. هر ماشوم د خوندیتوب، پاملرنې او د ودې د فرصت حق لري».

له ۲۰۱۸ کال راهیسې، دغه نوښت زرګونو ماشومانو ته اړین خدمات برابر کړي دي.

یوازې په ۲۰۲۴ کال کې نږدې ۱۴ زره بې‌سرپرسته ماشومانو، چې له ایران او پاکستان نه ستانه شوي وو، مرسته ترلاسه کړه، چې له هغې ډلې ۹ زره په مستقیم ډول د اروپايي ټولنې او یونیسف د ملګرتیا له لارې حمایه شوي وو.