اروپايي ټولنې د یکشنبې په ورځ، د وږي پر دویمه، اعلان وکړ، چې له۲۰۱۸ کال راهیسې یې له افغانستان سره ددغه نوښت له لارې ۳۸ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
ددې مرستو له لارې به په راتلونکو دریو کلونو کې پر پوله بېسرپرسته افغان ماشومانو ته عاجلې مرستې برابرې شي او په ۱۲ ولایتونو کې به د زدهکړې، روغتیا، تغذیې، مسلکي روزنې او د عایداتي فرصتونو له لارې د اوږدمهاله بېرته یوځای کېدو د بهیر ملاتړ وشي.
دغه راز له دې مرستو به له ۱۸۰ زرو زیاتو ماشومانو او کورنیو ته د کورنۍ موندلو، ادغام، لنډمهاله پاملرنې، رواني ملاتړ او د مقاومت د لوړولو خدمتونه برابر شي.
اروپايي ټولنه وايي، له پاکستان او ایران څخه د ستنېدونکو افغانانو څپې د ماشومانو د خوندیتوب پر خدماتو بېساری فشار راوړی دی.
د اروپايي ټولنې د استازولۍ د همکارۍ مشر اریك بوم وايي، « د یونیسف له لارې موږ د افغان ماشومانو حمایه پیاوړې کوو. دا مرسته د کډوالۍ او اجباري بېځایه کېدو په برخه کې د اروپايي ټولنې د پراخې ژمنتیا برخه ده، څو بېځایه شویو خلکو، په ځانګړي ډول ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته، د فرصتونو او اساسي خدماتو لاسرسی یقیني شي».
د یونیسف د افغانستان استازي ډاکتر تاجالدین اویوال ویلي، چې « د اروپايي ټولنې دا نوی ملاتړ په داسې مهم وخت کې دی، چې سږکال له ګاونډیو هېوادونو څخه تر دوو میلیونو زیات افغانان ستانه شوي، چې نیم میلیون پکې ماشومان دي. هر ماشوم د خوندیتوب، پاملرنې او د ودې د فرصت حق لري».
له ۲۰۱۸ کال راهیسې، دغه نوښت زرګونو ماشومانو ته اړین خدمات برابر کړي دي.
یوازې په ۲۰۲۴ کال کې نږدې ۱۴ زره بېسرپرسته ماشومانو، چې له ایران او پاکستان نه ستانه شوي وو، مرسته ترلاسه کړه، چې له هغې ډلې ۹ زره په مستقیم ډول د اروپايي ټولنې او یونیسف د ملګرتیا له لارې حمایه شوي وو.