• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د یوه طالب مشر بدلېدونکې څېره؛ حقاني او سیاسي انعطاف

عبدالله همیم
عبدالله همیم

خبریال

۲ وږی ۱۴۰۴ - ۲۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۵۰ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۲:۵۷ GMT+۰

په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې د مطلق واک دعوه کوي، ددې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د طالبانو دننه یو جوت او له تضاداتو ډک شخصیت ګڼل کېږي.

هغه نه یوازې د طالبانو د نظام د تحکیم او پراخولو ادعا لري، بلکې کله ناکله پر همدغه نظام نیوکې هم کوي، چې د طالبانو له سیاسي او مذهبي فرهنګ سره چندان سمون نه لري.

د ده ویناوې، دریځونه او سیاسي چلند، د یوه متضاد خو پر خپل طرز تفکر متکي کس انځور وړاندې کوي؛ چې هم د ترهګرۍ په پېښو تورن دی او هم د بدلون او تفاهم غږ پورته کوي.

سراج الدین حقاني د جلال الدین حقاني زوی د پکتیا ولایت ګردې څیړۍ ولسوالۍ د ځدراڼو سوري خيلو قبیلې د سرانې اوسیدونکی، چې په افغانستان او پاکستان کې د طالبانو د حقاني شبکې مشر پاتې شوی او اوس د دغې ډلې د کورنیو چارو وزیر دی.هغه د جلال الدین حقاني د عربې میرمنې چې د متحده عربي اماراتو اصلي اوسیدونکې ده، زوی دی.

د سراج الدین حقاني ماشومتوب د قبایلي سیمو د شمالي وزيرستان په ميرانشاه کې تېر شوی او د پښتونخوا ايالت په اکوړه خټک کې يې د ديوبندي اسلامي مدرسې دارالعلوم حقانيه کې زده‌کړې وکړې. د سراج الدین حقاني تخلص له پلاره ورپاتې دی، دغه تخلص د حقاني شبکې ټولو هغو غړو ځان ته ایښی چې د اکوړي په مدرسه دارالعلوم حقانیه کې یې دینې زده‌کړې کړې دي.

بشري سرغړونې

د حقاني شبکې پر مشر سراج الدین حقاني د ګڼو ملکي بې ګناه وګړو د وژلو، د کم عمره ماشومانو د استخدام او هغوی ته د ترهګریزې مفکورېد انتقال، جنګې جنایتونو او د ملکي وګړو د صحرايي محاکمېپه څېر ګڼ تورونه دي.

د تېر نظام د ځانکړو ځواکونو مشر جنرال سمیع سادات وايي:«سراج الدین حقاني خپله اقرار کوي، چې له زر څخه ډير ځانمرګي بریدونه یې کړې دي، نو په دې کې یې۹۵ سلنه ملکي وګړي وژلي دي. نو موږ کولای شو ووایو چې په ننني تاریخ کې د افغانستان او خصوصا د اسیا په سطح تر ټولو غټ ناقض د حقوق بشر سراج الدین حقاني دی. سراج الدین حقاني یوازې یو ترهګر نه بلکي د یوې مجرمې کورنۍ مشر هم دی».

یو شمېر باخبره سرچیني ادعا کوي، چې سراج الدین حقاني د دغې شبکې تر کنټرول لاندې مدرسو کې کم عمره ماشومانو ته د ځانمرګو بریدونو زده کړې هم ورکولي.

څه موده وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع اود حقاني شبکې ځینو پلویانو پر ټولنیزو رسنیو یوه داسې ویډیو خپره کړه چې پکې لیدل کېږي، چې سراج الدین حقاني او ورور یې حافظ بدرالدین د جمال الدین په نوم یوه تنکي ځوان ځانمرګي سره، چې لا یې ږیره او بریتونه نه دې راغلي ، تر برید وړاندې مخه ښه کوي.

دغه ویډیو دا ادعاوې ثابتوي، چې سراج الدین حقاني او کورنۍ یې په ځانمرګو بریدونو کې له کم عمره ځوانانو څخه استفاده کوله.

سره له دې چې د کندهاري طالبانو په پرتله د سراج حقاني نرمښت غالب ښکاري، خو هغه کسان چې د حقاني شبکې په ځانمرګو بریدونو کې یې د کورنۍ غړي وژل شوي وايي، د حقاني شبکې له لوري شوي بریدونه د بښلو نه دي.

د موبي ګروپ یو کارکوونکي چې ۱۳۹۴ کال د مرغومې په دېرشمه نېټه د دغه رسنیز ګروپ پر کارمندانو په موټر بم برید کې ټپي شوی وايي، د حقاني شکبې «جنایتونه» د بښلو وړ نه دي.

نوموړی وايي، تر ټولو سخت حالت هغه و، چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته د حقانې شبکې اړوند کسانو په ډیر ویاړ د نوموړي پر همکارانو د کړي برید یادونه کوله.

د موبي ګروپ دغه پخوانی کارکوونکی چې اوس په یو اروپايي هېواد کې ژوند کوي، د نوم نه ښودلو په شرط وايي:« د جواد څارګر په نوم یو کس چې د حقانې شبکې غړی و او د استخباراتو په عمومي دفتر کې یې کار کاوه، ډیر وختونه به یې طلوع نیوز ته تګ راتګ کاوه او موږ ته به یې د هغه موټر بم په اړه کیسه کوله چې زه په کې سخت ټپي شوم او ۷ تنه نور همکاران مې ووژل شول. زما لپاره سخته وه، ما هغه ته ان دا نه شوای ویلای چې ولې مو داسې ظالمانه کړنه وکړه».

د موبي ګروپ پر کارکوونکو تر موټر بم برید وروسته کابو یوه میاشت وړاندې د تېر جمهوري نظام څارګرې ادارې اعلان وکړ، چې د یاد برید په تړاو یې ۸ کسان چې د حقاني شبکې غړي دي، د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې نیولي دي.

حقاني په ۲۰۰۸ کال کې د کابل سرینا هوټل د برید د پلان جوړولو مسوولیت په غاړه واخیست چېد یوه امریکايي وګړي ټور ډیویډ هاسلاپه ګډون شپږ کسان پکې ووژل شول. حقاني ډلې ادعا کړې وه چې د ۲۰۰۸ کال په اپریل کې یې د حامد کرزي د وژلو هڅه هم کړې وه. په دې اړه دوی « منډه زنده باد» یو ویډیويي مستند هم جوړ کړی و.

د ۲۰۰۸ کال په نومبر کې، د نیویارک ټایمز خبریال ډیویډ ایس روډ په افغانستان کې وتښتول شو. داسې انګیرل کیږي، چې هغه لومړنيو تښتونکو یوازې د پیسو لپاره تښتولی و، خو وروسته څرګنده شوه چې بیا د حقاني شبکې لاس ته لوېدلی و.

د یو شمېر سرچینو د معلوماتو له مخې سراج الدین حقاني د ۲۰۱۰ کال د فبروري په دویمه د متحده ایالاتو له‌خوا د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې په نښه شو، خو نوموړی په ​​هغه وخت کې له په نښه شوې سیمې وتلی و.

حقاني د ۲۰۱۰ کال په مارچ کې د طالبانو د کوېټې شورا د رهبرۍ حلقې غړی وټاکل شو. د هغه مرستیال سنګین ځدراڼ، د ۲۰۱۳ کال د سپتمبر په پنځمه په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د هغه پلار، جلال الدین حقاني، ښايي له۲۰۰۸تر ۲۰۱۶ کلونو تر منځ د ناروغۍ له امله د حقاني شبکې واک خپل زوی سراج الدین حقاني ته سپارلی وي. هغه د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده د مرستیال په توګه دنده ترسره کړه، او په عمومي ډول په پوځي چارو کې ښکیل شو. د ۲۰۲۰ کال د می په میاشت کې سراج الدين حقاني د یو څه مودې لپاره د طالبانو د رهبري حلقې له غونډو او مجلسونو لږ په څنګ شوی و، چې بیا یې لامل د کرونا ناروغي ښودل شوی و.

وروسته له هغه چې طالبانو د افغانستان واک بیرته ترلاسه کړ، هغه د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر په اوومه افغانستان کې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر وټاکل شو.

د ځانمرګو خلیفه په معتدل سیاستوال بدلیږي

د ۲۰۲۳ کال په وروستیو او د ۲۰۲۴ کال په جریان کې د افغانستان بیلابیلو ولایتونو په ځانګړي ډول د افغانستان شمال ته د سراج الدین حقاني سفرونو دا وښوده، چې نوموړی د یوه ځانګړي پروګرام له مخې د افغانستان په ولسونو کې خپل د اعتدال ریښې غځوي او خپل تېر بګراونډ ورو ورو بدلوي.

د ۲۰۲۴ کال د اکتوبر ۲۴مه نیویارک ټایمز له سراج الدین حقاني سره مرکه خپره کړه. دغه مرکه په کابل کې د نیویارک ټایمز خبریالې کریسټینا ګولډبام کړې وه. کریسټینا وايي، چې په تېرو درېیو کلونو کې یې څو ځلې له حقاني سره د مرکې هڅه کړې، خو د طالبانو دغې مرموزې څېرې ترې ځان یوې بلې خوا ایسته. چې اخریې ومنله او د نیویارک ټایمز خبریاله خپل دې هدف ته ورسېده.

په ټولیز ډول که ورته ځير شو نو دې پایلې ته رسیږو، چې دغه ډول مرکې د طالبانو د سپینولو په موخه کیږي او د «ښو طالبانو او بدو طالبانو» د روایت په دوام دا هم پکې ویل شوي، چې طالبان د ۹۰یمې لسیزې پرتله بدل شوي دي. دغه موضوع د دوحې د مذاکراتو پر مهال هم ډېره توده وه او له کابله ورغلي د تیر جمهوري حکومت د رسمي پلاوي د ټولو غړو د ژبو پر سر هم دا خبره کېده.

د دا ډول مرکو خپرېدل په لوېدیزو رسنیو کې نوې خبره نه ده. که د کوم هېواد ملي ګټې پکې خوندي کیږي نو دوی خپلې تګلارې ورته بدلوي او ان له ترټولو خونړیو څېرو هم نرم او مهربانه شخصیتونه جوړوي.د شنونکو او منتقداتو په باور، دغه هڅې د دې لپاره وې،چې د سراج الدین حقاني غوندې توندلاري کس څخه یو منځلاری سیاسي کرکټر جوړ کړي.

100%

ایا حقاني په طالبانو کې د تغییر غږ دی؟

سراج‌الدین حقاني پر طالبانو په ځانګړي ډول د کندهار د مشرتابه پر کړنلارو وخت ناوخت نیوکې کړې، کندهار یې په غیر مستقیم دول « تنګ‌نظر» بللی او وایي چې نظام باید یوازې د مدرسې د خلکو انحصار نه وي.

نوموړي د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر مجاهد د لسم تلین غونډه کې وویل: «نظام باید دومره کوچنی نه شي چې د یوې مدرسې خلک پکې ځان وګوري، نظام کې باید ټول شریک وي، نظام ددې لپاره نه دی جوړ شوی چې ځان خوندي کړو، بلکې هېواد خوندي کړو، همدا وجه ده چې له نړۍوالو سره زموږ ښکر په ښکر کېدو لوی لامل دادی چې موږ خپله پالیسي سمه نه تعقیبوو، که مو پالیسي سمه تعقیبوله نو ستونزې به کمې شي.»

سراج الدین حقاني د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په ۱۲مه نېټه په خوست ولایت کې یوې غونډې ته په وینا کې، چې اشاره یې د طالبانو مشر ملا هبت الله ته وه، نوموړی د نظام په بدنامولو او منحصر کولو تورن کړ او ویې ویل چې دا حالت نور د زغملو وړ نه دی، خو دې وینا د کندهار او کابل تر منځ اړیکې ترینګلې کړې او د حقانیانو د ګڼو واکونو په محدودولو منتج شوې.

نوموړي وویل: «موږ ځانونه دومره حقداره بولو چې خپله رایه، خپل فکر دومره راباندې حاکم شوی چې د ټول نظام چیلنج کول، هدف کول، بدنام کول، منحصر کول، دا مو په مزاج کې یو ابتکار او یو احساس جوړ شوی دی، دا حالات د برداشت وړ نه دي».

سراج الدین حقاني همدا راز د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر میاشت کې په پلازمینه کابل کې د یوې مدرسې په فراعت غونډه کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم پر خبرو غبرګون وښود او نوموړی یې په تنګ نظرۍ او ضعف تورن کړ.

ندا محمد ندیم په دې غونډه کې ویلي و:« د طالبانو مخالفان د خدای او اسلامي نظام دښمنان، د کفارو غلامان، مرتدین او کافران دي» او« همدا ملایان او علمای کرام دي، چې کولای شي له دې کسانو سره مبارزه وکړي».

د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني په دې غونډه کې د ندیم خبرې په غیر مستقیم ډول رد کړې او و یې ویل: « موږ ته نه ښايي، چې د خلکو په هکله توندې خبرې وکړو، فاسد یې وبولو او رد یې کړو، بلکې برعکس، د یوه اسلامي نظام په حیث مسوولیت لرو چې مفسد کسان هم د اصلاح لارې ته راوبولو. خو که خدای مه کړه، خلک فساد او کفر ته نږدې کېږي، لامل به یې زموږ تنګ نظري او ضعف وي».

نوموړي وویل: « دا ناسم تصور باید و نه لرو، چې که واکمن یو نو خلک باید زموږ هره خبره ومني، که نه ځمکه او اسمان به یو شي. د دین په استازولۍ باید انحصاري چلند و نه کړو او باید یوازې ځان د دین استازي و نه بولو. افغانانو څو لسیزې د دین ساتنې لپاره قربانۍ ورکړې دي».

پر حقاني او ددې شبکې پر ډېرو نورو غړو تر طالباني او اخوندي رنګ ډېر ددوی « جهادي» رنګ غالب دی او کله کله ددې دواړو یو ترکیب وړاندې کوي.

د تېر جمهوري نظام د پارلمان پخوانی غړی کمال ناصر اوصولي په دې باور دی چې د ملا هبت الله په پرتله سراج الدین حقاني یو «روښانفکره» ملا دی.

نوموړي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل: «سراج د ملایانو په منځ کې هم ملا دی او هم د پښتنو په قومي جرګو باور لري. تر اوسه داسې بریښي چې ملا هبت الله ډیر توره تیاره ملا او سراج یې نسبتآ روښانه ملا دی، هر هغه اشخاص چې غواړي د ولس درد دوا کړي او د دغه درد دوا د افغانانو تر منځ پخلاینه، په افغانستان کې د قانونمند دولت جوړښت او د ملا انحصار ته د پای ټکي کیښودل دي».

د حقاني په اړه ازاد خبریال سمیع یوسفزی وایي چې نوموړی نسبت هبت الله ته په حالاتو برلاسی دی، حالات څاري، برعکس ملا هبت الله په خپله شاوخوا کې بند پاتې دی.

نوموړي په هرات ولایت کې د ۲۰۲۳ کال د جولای په ۲۵ مه نېټه یوې غونډې ته په وینا کې د نجونو د زده کړو په اړه وویل: « د دغې موضوع د حل لپاره په یوې معقولې حل لارې کار کېږي. یوه ستره ستونزه دا ده کله چې یوه مسئله اختلافي شي، نو د دې لپاره چې دغه اختلاف لوی نه شي، یو څه وخت ته اړتیا شته ».

د طالبانو د حکومت دغه جګپوړي چارواکي دا هم ویلي، چې دا مساله باید دې حد ته ونه رسول شي، چې افغانستان یو ځل بیا له بحراني حالت سره مخ شي.

حقاني د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په ۵مه هم به یوه وینا کې وايي: « د نجونو زده کړې زموږ د ټولنې اړتیا ده او له شرایطو سره سم به دا موضوع حل شي».

خو ازاد خبریال سمیع یوسفزی په دې باور دی چې د نجونو له زده‌کړو د سراج الدین حقانيملاتړ د هغه هوښیاره کړنه ده او غواړي په دې توګه په کور دننه ملاتړ ترلاسه کړي.

نوموړی وايي، «د ښځو د زده‌کړې په هکله د هغه تمرکز هوښیارانه دی. دا هغه ته په کور دننه او بهر شهرت ورکوي، پرته له دې چې د طالبانو اصلي مشروعیت په مستقیم ډول وننګوي.هغه اوږده لوبه کوي، پر هبت‌الله فشار ساتي، خو د یو اصلاح غوښتونکي په توګه را څرګندېږي.»

شکریه بارکزۍ چې په تېر جمهوري حکومت کې د پارلمان غړې او په ناروې هېواد کې د افغانستان سفیره وه، د سراج الدین حقاني په اړه وایي، چې نوموړی نسبت هبت الله اخوندزاده څخه زیات په ملي پخلاینه ټينګار کوي.

بارکزۍ له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل: «دا ډېره سخته ده چې زه ووایم، سراج الدین حقاني یا ملا هبت الله په ملي پخلاینه څه نظر لري، مګر یوه خبره ښکاره ده چې د هبت الله په پرتله حقاني ډېر په خپلو خبرو کې ویلي چې ټول افغانان بیرته خپل وطن ته راشي او په یو ټغر کیني او که څوک انتقاد لري رادې شي او ماته دې ووایي، خو ستونزه داده چې لاسرسی هبت الله ته ناممکن دی، حقاني څو مثبتې خبرې د پخلاینې په حق کې لري، یو خو دا ډيره ستره استخباراتي شبکه ده، ډېرې پراخې اړیکې لري، حتا د حامد کرزي، ډاکټر عبدالله عبدالله او د مقاومت غوندې شبکو سره اړیکې لري او دا مثبت پواینټ دی چې دوی ته لاسرسی اسان دی نسبت هبت الله ته».

خو د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي د سراج الدین حقاني په اړه چې ګني په ملي پخلاینه دې باور لري او د نوموړي له ادرسه دې ملي پخلاینه رامنځته شي، بې باوره دی. نوموړی وایي چې حقاني جز دی او جز د کل تابع دی.

علي احمد جلالي افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل: «که پخلاینه راځي نو دا باید د طالبانو د حکومت له خوا راشي، نه د یوې ډلې له خوا. باید دا خبره وکړو چې طالبانو کې ډلې شته، قومي، فکري او منطقوي اختلافونه شته، مګر دا ټول اجزا دي، اجزاء کُل جوړوي او که اجزا له منځه ووځي نو کُل له منځه ځي او دوی په کُل کې طالبان دي نه په اجزا کې او اجزا که دوی جلا کوي نو طالبان خپله له منځه ځي، په دې اساس دوی پوهیږي چې د دوی د مختلفو ډلو یووالی او اتحاد یواځينۍ لار ده چې دوی بقا ولري او که چېرته د دوی ترمنځ دغه رخنې راشي نو طالبان پخپله له منځه ځي.»

په ټوله کې سراج‌الدین حقاني د طالبانو په دننه کې یوه پام وړ، خو متضاده څېره ده، چې د طالبانو په څېر تړلي سیاسي او مذهبي محیط کې د یوه توندلاري قوماندان او د سختدریځۍ له بنسټونو راټوکېدلي رول څخه د وتلو هڅه کوي. د ده وروستۍ څرګندونې، انتقادي دریځونه، د نجونو د زده‌کړو او له مخالفینو سره د تفاهم غږ دا ښيي چې دی د طالبانو په منځ کې د سیاسي تحول یوه ممکنه نښه ګڼل کېدای شي.

خو دا چې حقاني رښتیا هم د بدلون استازی دی او که د طالبانو دننه د بقا ستراتیژۍ هوښیارانه تمثیل کوي، لا هم د هغه د رول کم اغیزتیا ته په پام، روښانه نه دی. د هغه خبرې که څه هم د اعتدال بوی لري، خو تر څو چې د طالبانو پر مشرتابه اغېز و نه لري او عملي سیاسي بڼه غوره نه کړي، یوازې خبرې د بدلون تضمین نه شي کېدای.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

په پنجشېر کې د زمرد، بېروج او سرپو شاوخوا ۱۷۰ نوې سیمې تثبیت شوې

۲ وږی ۱۴۰۴ - ۲۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۳۵ GMT+۱
په پنجشېر کې د زمرد، بېروج او سرپو شاوخوا ۱۷۰ نوې سیمې تثبیت شوې
100%

د طالبانو د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست وایي، په دغه ولایت کې د زمردو، بېروج ډبرو او سرپو شاوخوا ۱۷۰ نوې سیمې تثبیت شوې دي. طالب چارواکي وايي، دغه کانونونه د یاد ولایت په مرکز بازارک ښار، عنابه، رخه، ابشار، پریان او پشغور ولسوالیو کې دي.

د طالبانو د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست نن یکشنبه «وږي ۲مه» ددغه ولایت د کانونو او پټرولیم د ریاست په حواله لیکلي، چې په یادو ولسوالیو کې ۱۶۰ د زمردو، ۱۰ د بېروجو ډبرو او د سرپو نوې سیمې تثبیت شوې دي.

د طالبانو د پنجشېر د کانونو او پټرولیم وايي چې دا کانونه ددې ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت د انجنیرۍ او تخنیکي ټیمونو له خوا پیژندل شوې دي.

د پنجشیر زمرد چې د کیفیت له پلوه په سیمه کې ځانګړی شهرت لري، په وروستیو کلونو کې د افغانستان له مهمو طبیعي شتمنیو ګڼل کېږي، خو څارونکي د طالبانو کیندنې او د داوطلبۍ پروسې غیر مسلکي او غیر شفافې ګڼي.

تازه احصایې ښيي چې د هیواد په کچه په پنجشېر کې شاوخوا ۱۷۰۰ کانونه دي، چې له دې څخه یوازې په ۲۵۰ کانونو کې قانوني فعالیت پیل شوی او ۶۰۰ جوازونه ورکړل شوي دي.

ملا قیوم ذاکر په هلمند کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه له سرحدي پوستو لېدنه کړې

۲ وږی ۱۴۰۴ - ۲۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۱۷ GMT+۱
ملا قیوم ذاکر په هلمند کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه له سرحدي پوستو لېدنه کړې
100%

د طالبانو د دفاع وزارت ویلي، چې د دې ډلې د دفاع وزارت دویم مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر په مشرۍ پلاوي د هلمند په بهرامچې ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د طالبانو له سرحدي پوستو لېدنه کړې ده.

د طالبانو د دفاع وزارت د یکشنبې په ورځ ویلي، چې له ملا عبدالقیوم ذاکر سره په دغه سفر کې په هلمند کې د طالبانو د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان ملا شراف الدین تقي او د هلمند والي عبدالرحمن مسلم کندوزي هم ملتیا کوله او د هلمند ولایت بهرامچې ولسوالۍ ډیورنډ کرښې ته څیرمه امنیتي پوستې یې له نږدې وکتلې.

طالبانو ویلي، چې ملا قیوم ذاکر او پلاوي د بهرامچې ولسوالۍ د رباط په سیمه کې د طالب جنګیالیو ستونزو ته د رسیده ګي ډاډ ورکړی.

د طالبانو د دفاع وزارت دغه لوړ پوړي چارواکي پر داسې مهال ډیورنډ کرښې ته څیرمه له سرحدي پوستو لېدنه کړې، چې څو ورځې وړاندې په کندهار کې د شپږو سرحدي ولایتونو د والیانو ترمنځ د امنیت او تشکیلاتو په اړه د همغږۍ ناسته وشوه.

د ملګرو ملتونو استازې: په ولایتونو کې د افغان راستنېدونکو لپاره مرستې ډېرېږي

۲ وږی ۱۴۰۴ - ۲۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۱۶ GMT+۱
د ملګرو ملتونو استازې: په ولایتونو کې د افغان راستنېدونکو لپاره مرستې ډېرېږي
100%

طالبانو ویلي، چې د افغانستان لپاره د یوناما مشرې روزا اتونبایېوا د دې ډلې د اقتصاد له وزیر سره په لېدنه کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړی او وايي، چې د بشري اړتیاوو پر پوره کولو سربېره، د راستنېدونکو لپاره د دایمي استوګنې په سیمو کې د مرستو کچه ډېریږي.

د طالبانو اقتصاد وزارت د یکشنبې په ورځ، د وږي پر دویمه وویل، چې د افغانستان لپاره د یوناما مشرې روزا اتونبایېوا او اړوند پلاوي د دې ډلې د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف سره په لېدنه کې د ملګرو ملتونو له خوا د بشري مرستو پر دوام او د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسیده ګي په اړه خبرې کړې دي.

طالبان وايي، چې د ملګرو ملتونو استازې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د دوام او د بشري اړتیاوو پوره کولو ډاډ ورکړی.

د طالبانو په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې«روزا اتونبایېوا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د دوام ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د بشري اړتیاوو د پوره کولو سربیره تمه کېږي چې په بېلابېلو ولایتونو کې د بېرته راستنېدونکو لپاره د دایمي استوګنې په سیمو کې د مرستې اندازه هم زیاته شي.»

په ورته وخت کې د طالبانو د اقتصاد وزیر د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د دوام غوښتنه کړې ده او وايي، نړیوالې او مرستندویه ادارې دې د کارموندنې فرصتونو پر رامنځته کولو او د کورني اقتصاد ملاتړ لپاره پر پراختیايي مرستو تمرکز وکړي.

نوموړي ویلي، چې له غذايي ناامنۍ سره مبارزه یې له لومړیتوبونو څخه ده او د فقر او بیکارۍ کچې راټیټولو لپاره به خپل ټول امکانات وکاروي.

د هلمند امنیه قومانداني د طالبانو د امر بالمعروف او نظامي محکمې امرونه نه مني

۲ وږی ۱۴۰۴ - ۲۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۵۴ GMT+۱
•
عبدالحق عمري
د هلمند امنیه قومانداني د طالبانو د امر بالمعروف او نظامي محکمې امرونه نه مني
100%

د مخکیني حکومت عامې روغتیا پخواني رییس مولاداد توبه ګار افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د هلمند د ګرشک امنیه قوماندانۍ د طالبانو د هلمند د امنیه قوماندان په امر د نوموړي شخصي زرې موټر وړی. د هغه په وینا، د هلمند امنیه قوماندان د امربالمعروف او نظامي محکمې اوامر نه مني.

د مخکیني حکومت د عامې روغتیا پخواني رییس مولاداد توبه ګار نن یکشنبه «وږي ۲مه» وویل چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت او د هلمند نظامي محکمې ته ورغلي ول او هغوی ورته په عریضو کې لیکلي، چې شخصي زرې موټر بېرته وسپارل شي خو د هلمند امنیه د یادو طالب ادارو امرونه نه مني.

100%

مولاداد توبه ګار وویل:« د طالبانو امربالمعروف مرستیال په لاسلیک امر مو د هلمند امربالمعروف ریاست ته وروړ خو هغوی وویل چې امنیه قوماندان زموږ امر نه مني او موږ دا امر نه شو تطبیقولی.»

نوموړی زیاتوي چې د هلمند نظامي محکمې ته یې عریضه وکړه او یادې محکمې رییس امنیه قوماندان ته ټیلیفون وکړ او ورته یې وویل چې موټر شخصي دی او دې محکمې ته دې وسپارل شي خو نوموړي له دې کاره انکار وکړ.

100%

مولاداد توبه ګار هغه ویډيو هم شریکه کړه، چې د نوموړي په وینا، د طالبانو د هلمند امنیه قوماندان د هغه موټر ګرځوي او شخصي ګټه ورڅخه اخلي.

هغه وویل:« د طالبانو د مسوولینو امرونه څوک نه مني او یوازې مو پر ادارو ګرځوي.»

په هلمند کې ځايي سرچینو د زمري ۲۶مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د غرمې پرمهال د هلمند په مرکز لښکرګاه لومړۍ ناحیه کې د طالبانو د ګرشک ولسوالۍ قوماندان مولوي یاسر له خپلو ۵۰ ساتونکو سره د مولاداد توبه ګار پر کور چاپه ووهله.

د نوموړي نږدې خپلوانو وویل:«د اصولو له مخې د طالبانو د ګرشک ولسوال مولوي یاسر حق نه لري، چې په لښکرګاه کې د خپلو کسانو په ملتیا پر کور چاپه ووهي.»

سرچینو ویلي، د ملاداد توبه ګار له ورور سره د زغره وال موټر سندونه موجود ول خو هغه طالبانو ونه منل او ویې ویل چې د موټر خاوند په مخکیني حکومت کې دولتي دنده درلوده.

افغانستان انټرنشنل د طالبانو له خوا وړل شوي زرې موټر د خریدارۍ سند هم ترلاسه کړی و. په دې سند کې لیکل شوي، چې دا موټر مولاداد توبه ګار په لښکرګاه ښار کې له یوه ځايي موټر پلورنځي څخه په ۱۳۹۷ کال کې په ۳۴ زره ډالره اخېستی دی.

مولاداد توبه ګار په ۲۰۱۵ کال کې د هلمند د عامې روغتیا رییس و او په ۲۰۱۷ کال کې د هلمند د ګرشک ولسوالۍ ولسوال هم پاتې شوی.

که څه هم د طالبانو د واکمنېدو په درشل کې ملا هبت الله خپلو مخالفانو ته ټولبښنه وکړه، خو بیا هم وخت نا وخت د پخواني نظام چارواکي په تېره نظامیان ځورول کېږي.

ملا هبت الله خپل حکم بېرته واخېست؛ طالبانو متقاعدینو ته د معاشونو ورکول بېرته پیل کړل

۲ وږی ۱۴۰۴ - ۲۴ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۰۶ GMT+۱
ملا هبت الله خپل حکم بېرته واخېست؛ طالبانو متقاعدینو ته د معاشونو ورکول بېرته پیل کړل
100%

د طالبانو مالیې وزارت اعلان کړی، چې د دې ډلې د مشر په حکم یې ملکي او نظامي متقاعدینو ته د تقاعد معاشونو ورکولو پروسه بېرته پیل کړې ده.

د طالبانو اړوند کورنیو رسنیو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړی، چې مالیې وزارت د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د فرمان له مخې ملکي او نظامي متقاعدینو ته د حقونو د ورکړې پروسه بېرته پیلیږي.

د طالبانو د مالې وزارت د یکشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د متقاعدینو د حقو ورکولو لړۍ یې پیل کړه.

دغه وزارت ویلي، چې متقاعدینو ته به د اسانتیا په موخه د منظم مهالوېش له مخې د ملکي او نظامي متقاعدینو حقوق د ځانګړې محکمې او له اړوندو ادارو سره په همغږۍ د تقاعد د حقوقو په عمومي ریاست کې د ګډ کاري مرکز له لارې د طی مراحلو لړۍ له بشپړېدو وروسته اجرا کړي.

د طالبانو د مالیې وزارت ویلي، چې په لومړي پړاو کې د ۹ تثبیت شویو ادارو متقاعدینو ته له نن څخه تر یوې میاشتې په موده کې حقوق ورکول کیږي.

په اعلامیه کې ویل شوې:« د سټنډرډ ملي اداره، د پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي اداره، د بندني روزني او سپورټ عمومي ریاست، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، د اداري اصلاحاتو اوملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون، د چاپېریال ساتني ملي اداره، د ارګ د ساتنې عمومي ریاست، د ملي امنیت شورا دفتر او اقتصاد وزارت متقاعدین به ځانګړي محکمې ته خپلې عریضې وړاندې کوي او له اصولو سره سم به یې په یوه کاري مرکز کې د حقوقو د ورکړې پروسه مخته وړل کیږي.»

طالبانو ویلي، چې د پاتي نورو ادارو مهالوېش به د لومړي پړاو له بشپړېدو وروسته د سنبلې پر ۲۵مه نېټه اعلان کړي.

د ۱۴۰۳کال د مرغومي په لومړۍ نېټه د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د متقاعدینو د حقونو د څېړلو لپاره د ځانګړو محکمو د جوړولو امر وکړ، خو متقاعدینو نیوکه کوله، چې د ټیټې کچې طالبان او مامورین دغه فرمان نه پلی کوي.

یو شمېر متقاعدینو وویل، چې ملا هبت الله اخوندزاده د متقاعدینو د معاشونو د ورکړې اراده نه لري.

د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح د هبت الله پر حکم نیوکه کړې وه او ویلي یې و، چې نوموړی « متقاعدین په تورو نخودو پسې لېږي».

متقاعدینو په تېر یوه کال کې د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو لپاره څو ځله اعتراضونه وکړل.