احمد الشرع راتلونکې میاشت د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته وینا کوي

د سوریې یو چارواکي د دوشنبې په ورځ وویل چې تمه کیږي د دغه هېواد ولسمشر احمد الشرع په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې ته وینا وکړي.الشرع د روان کال په مې میاشت کې په سعودي عربستان کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره ولیدل، څو پر سوریې لګول شوي بندیزونه لرې کړي.