• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي،‌ اګسټ میاشت کې نږدې ۲نیم زره بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۳۸ GMT+۱

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې ویلي، چې په روانې اګسټ میاشت کې ۲زره او ۳۳۷ بهرنیو وګړو له بېلابېلو لارو، بندرونو او د کابل هوایي ډګر څخه افغانستان ته تګ راتګ کړی دی. د خبرپاڼې له مخې؛ یاده موده کې ۱۳۰۵ وګړي افغانستان ته تللي، چې ۶۷ښځې هم په‌کې شاملې دي.

د طالبانو یادې ادارې همدا راز زیاته کړې، ۱۰۳۲بهرني وګړي بیا له افغانستانه په اګسټ میاشت کې وتلي چې له دې ډلې ۳۰ یې ښځینه وې. د دغه سفرونو موخې د تاریخي سیمو لیدنه، زده‌کړې او کار بلل شوی دی. د شمېرو له مخې؛ تر ټول ډېر بهرني وګړي د هرات اسلام کلا بندر او نیمروز له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا او کاناډا په ګډون یو شمېر لوېدیځو هېوادونو هم خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د امنیتي ننګوونو له کبله دې افغانستان ته سفرونه نه‌کوي.

د طالبانو په واکمنېدو سره افغانستان ته د بهرنیو یوټیوب چلوونکو څپې ورماتې شوې او دغه ډله هڅه کوي، چې پر دغو سېلانیانو د افغانستان وضعیت ارام او ښه وښايي. خو یو شمېر یوټیوب چلوونکو بیا له افغانستانه تر وتلو وروسته روښانه کړې، چې په دغه هېواد کې د ښځو وضعیت په جدي توګه د اندېښنې وړ دی او ان د بیان ازادي هم په کې سخته سانسور شوې ده. همدا راز نیوکې کېږي، چې طالبان له بهرنیو ښځو سره ناستې ولاړې کوي؛ خو په کور دننه یې افغان نجونې له زده‌کړو او کار څخه محرومې کړې دي.

همدا راز طالبان په کور دننه هم له یوټیوب چلوونکو او رسنیزو فعالانو څخه ځان ته د تبلیغاتي وسیلو په توګه کار اخلي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان د زړو قران کریمونو او دیني کتابونو د ښخولو لپاره په غرونو کې ځانګړي ځایونه جوړوي

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت وايي، په ټول هېواد کې د زړو قران کریمونو، سیپارو او دیني کتابونو د راټولولو او ورته د مناسبو ځایونو د جوړلو چارې پیل شوې دی. دا کار د طالبانو د مشر د ځانګړي هدایت له مخې کیږي.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت نن دوشنبه د «وږي ۳مه » وویل، چې د یاد وزارت وزیر نور محمد ثاقب تر مشـرۍ لاندې یوه طرحه جوړه شو چې د لسګونو کلونو لپاره د مقدسو اوراقو د ساتلو ټول اړین اړخونه په غرنیزو سیمو کې د مسلکي او ماهرو انجینرانو له خوا د ولایاتو په تناسب ټاکل شوي دي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې ددې ډلې د ارشاد، حج او اوقافو وزیر په کندهار او هلمند ولایتونو کې ددغو ځایونو د جوړولو له چارو لیدنه کړې ده او ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دوی همد راز لیکلي، چې په پام کې ده چې د خطیبانو، امامانو او رسنیو له لارې خلکو ته د قران کریمونو، سیپارو، دیني کتابونو او نورو مقدسو پاڼود ساتنې او حفاظت لپاره عامه پوهاوي ترسره شي.

یاد وزارت وايي چې دغه اقدامات دیني مقدساتو او ارزښتونو ته د درناوي په موخه ترسره کوي، چې له عملي کېدو سره به یې د ټول هېواد په کچه په لومړي ځل د زړو قران کریمونو،دیني کتابونو او مقدسو اوراقو د ساتنې واحد او منظم ځایونه جوړ شي.

نورستان کې د ځمکې په سر د شخړې له امله دوه کسان وژل شوي دي

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۴۵ GMT+۱

ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې تېره ورځ د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ په کمو درې سیمه کې د ځمکې په سر د دوو کورنیو ترمنځ د وسله‌والې نښتې له کبله دوه کسان وژل شوي دي.

د نورستان لپاره د طالبانو امنیې قوماندانۍ هم د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې په دې تړاو یې دوه کسه نیولي دي.

په سیمه کې ځايي سرچینو د وژل شویو کسانو د هویت په اړه څه نه‌دي ویلي.

په وروستیو کې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د ځمکې په سر شخړې زیاتې شوې دي.

د شخړو په ډېرو پېښو کې د مرګ ژوبلې په اړه هم خبرونه ورکول کېږي.

د طالبانو ملاحظاتو او فشارونو اسلام‌اباد کې د افغان سیاست‌والو غونډه وځنډوله

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۳۳ GMT+۱

د پاکستان «ده نیوز» ورځپاڼې لیکلي، چې د طالبانو د پرله‌پسې فشارونو او ملاحظاتو له امله د اګسټ په ۲۵مه او ۲۶مه اسلام‌اباد کې د افغان سیاست‌والو کېدونکې ناسته ځنډېدلې ده. د دغه ناستې تابیا د سوېلي اسیا د سټراټېژیکو وړتیاوو موسسې له لوري نیول شوې وه.

یادې موسسې ویلي، چې له دې ناستې یې موخه د افغانستان د راتلونکې او په ځانګړې توګه د سولې او ټیکاو ارزونه وه. تر دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې په یاده ناسته کې د طالبانو یو شمېر مخالفې څېرو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه؛ خو په ناببره توګه لغوه او تر راتلونکې میاشتې وځنډول شوه.

سرچینې وایي، د طالبانو واکمن رژیم د هغو افغان مخالفینو د احتمالي ګډون له امله ناخوښه و چې د دغه بنسټ له‌خوا وربلل شوي وو. په دغه غونډه کې هېڅ یو طالب مشر نه و بلل شوی. ویل کېږي (د اګسټ په ۲۰مه) کابل کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي خپلې جدي اندېښنې هم شریکې کړې دي.

اسلام‌اباد ته په وربلونکي نوملړ کې د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار د زوی حبیب الرحمن حکمتیار تر څنګ د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي، د اقتصاد پخوانی وزیر مصطفی مستور او یو شمېر نورې مشهورې څېرې هم شاملې وې. همدا راز د مقاومت جبهې د ځینو غړو نومونه هم دغه نوملړ کې شامل وو.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي او یو شمېر افغان سیاست‌والو پر دغه ناستې نیوکه کړې وه او دا یې د پاکستان څارګرې شبکې پلان بللی و؛ خو د‌ پاکستان حکومت په یاده ناسته کې خپله هر راز ښکېلتیا رد کړې وه او دا یې د یوې موسسې هڅه بللې وه.

راپور کې د یاد بنسټ د یوې سرچینې له قوله راغلي، چې ښايي یاده ناسته د سپټمبر میاشتې په وروستۍ اونۍ کې جوړه شي او د جوړېدو په تړاو یې د اسلام‌اباد له لوري د طالبانو قانع کېدل هم روان دي. له سیاست‌والو سربېره د ښځو حقونو فعالان، مدني فعالان، خبریالان او د ټولنې بېلابېل قشرونه یادې ناستې ته بلل شوي وو.

طالبان «جهادي ارشیف» جوړوي

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۰۸ GMT+۱

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر خیرالله خیرخواه اعلان کړی، چې د دغې ډلې «جهادي ارشیف» جوړوي. نوموړي په جوزجان ولایت کې د طالبانو له والي سره د لیدنې پر مهال ویلي، د جهادي موزیمونو ترڅنګ یو جهادي ارشیف هم جوړوي، چې د جهادي مبارزو تاریخي اسناد په‌کې ساتل کېږي.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دوشنبې په ورځ (د وږي په ۳مه نېټه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې خیرالله خیرخواه د طالبانو له والي ګل حیدر شفق سره په جوزجان کې د «جهادي موزیم او ارشیف» په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي خیرخواه وړاندې ویلي و، په پام کې لري چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې یو «جهادي موزیم» جوړ کړي؛ څو د «افغان- انګلیس، افغان- شوروي او افغان- امریکا» له جګړو پاتې وسلې او پوځي اثار ثبت او خوندي شي.

طالبانو تر خپلې دویمې واکمنۍ وروسته په ځینو ولایتونو کې جهادي موزیمونه جوړ کړي دي. په دغه موزیمونو کې د طالبانو ځینې لاسي پوځي وسلې هم نندارې ته وړاندې شوې دي؛ لکه بوشکه‌يي بمونه.

افغان کډوال: د پاکستان حکومت په وروستیو کې د ګڼو افغانانو ویزې رد کړې دي

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۵۹ GMT+۱

په اسلام‌اباد کې مېشت یو شمېر افغانان چې تازه یې د پاکستان ویزې رد شوې دي وايي، له کوم لامل پرته له اوږد انتظار وروسته یې ویزې رد شوې دي. د دغه افغانانو په خبره؛ ډېری رد شوې ویزې روغتیایي او سیاحتي وې.

عبیدالله «مستعارنوم» چې له درېیو کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېږي وايي، درې میاشتې وړاندې یې ویزه ختمه شوې وه؛ خو هغه د ویزو د تمدیدۍ لپاره غوښتنلیک استولی و.

نوموړي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې دوه ورځې وړاندې یې د خپلې ویزې د رد ایمېل ترلاسه کړ او په ایمېل کې د ویزې د ردېدو لامل په اړه ورته هېڅ نه و ویل شوي.

هغه وایي:« د روان ۲۰۲۵کال له پیل راهیسې چې ویزې یو میاشتنۍ شوې، ما هره میاشت له دې وړاندې چې د ویزو موده مې پای ته ورسېږي د بلې ویزې لپاره اپلای کوله؛ خو درې میاشتې په پروسس کې وه او دوه ورځې وړاندې یې د رد ځواب راغی.»

په ورته وخت کې په پاکستان کې مېشته بله افغان کډواله تبسم احمدي هم د ورته ستونزې په شریکولو سره وايي، چې د دې هم روغتیایي ویزه له کوم لامل پرته رد شوې ده.

هغه وایي:« ورځ تر بلې په پاکستان کې زموږ پر وړاندې ستونزې زیاتېږي. مخکې مو تمه وه، چې ویزې به مو راشي؛ خو اوس نپوهېږو چې څه وکړو؟ د ځینو لاملونو له کبله بېرته افغانستان ته هم نه شو ستنېدای.»

په ورته وخت کې په اسلام‌اباد کې د افغانانو شورا هم مني، چې په وروستیو کې د ډېرو افغانانو ویزې رد شوې دي. د دغه شورا مشر میوند عالمي افغان وايي، چې د معلوماتو له مخې په دې وروستیو کې د افغانانو کابو اتیا سلنه روغتیایي ویزې رد شوې دي.

هغه وایي:« دا خبره بیخي کره ده، زما د معلوماتو پر بنسټ شاوخوا اتیا سلنه روغتیایي او لس سلنو سیاحتي ویزې رد شوې دي.»

د یوه سیاحتي شرکت مسوول چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي وايي، چې په وروستیو کې د پاکستان حکومت ډېرې کمې ویزې منلې دي. هغه وايي، که څه هم د ویزو د تمدید لپاره ټول غوښتل شوي اسناد د ویزه غوښتونکو له لوري چمتو کېږي؛ خو بیا هم له اوږد انتظار وروسته یې ویزې رد کېږي. په پاکستان کې رسمي سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان حکومت شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د ویزو د تمدید لړۍ په بشپړه ډول ودروله.

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د راپورونو پربنسټ څه باندې نیم مېلیون افغانان په ویزو پاکستان ته تللي او په دوامداره توګه د اوسېدو لپاره ویزې تمدیدوي؛ خو د دغه لړۍ بندېدل او اوس د ویزو ردېدو په اړه خبرونو دغه افغان کډوال سخت اندېښمن کړي دي.

د پاکستان حکومت وړاندې اعلان کړی و، چې ټول هغه کډوال به له هېواده وباسي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه‌لري. د پاکستان د حکومت د اعلان له مخې؛ ټاکل شوې چې د راروانې سپټمبر میاشتې په لومړۍ نېټه د ۱.۴ مېلیونه پي او ار کارت لرونکو افغانانو د اېستلو لړۍ هم پیل شي.