نورستان کې د ځمکې په سر د شخړې له امله دوه کسان وژل شوي دي

ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې تېره ورځ د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ په کمو درې سیمه کې د ځمکې په سر د دوو کورنیو ترمنځ د وسلهوالې نښتې له کبله دوه کسان وژل شوي دي.

ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته خبر ورکړی، چې تېره ورځ د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ په کمو درې سیمه کې د ځمکې په سر د دوو کورنیو ترمنځ د وسلهوالې نښتې له کبله دوه کسان وژل شوي دي.
د نورستان لپاره د طالبانو امنیې قوماندانۍ هم د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې په دې تړاو یې دوه کسه نیولي دي.
په سیمه کې ځايي سرچینو د وژل شویو کسانو د هویت په اړه څه نهدي ویلي.
په وروستیو کې د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې د ځمکې په سر شخړې زیاتې شوې دي.
د شخړو په ډېرو پېښو کې د مرګ ژوبلې په اړه هم خبرونه ورکول کېږي.


د پاکستان «ده نیوز» ورځپاڼې لیکلي، چې د طالبانو د پرلهپسې فشارونو او ملاحظاتو له امله د اګسټ په ۲۵مه او ۲۶مه اسلاماباد کې د افغان سیاستوالو کېدونکې ناسته ځنډېدلې ده. د دغه ناستې تابیا د سوېلي اسیا د سټراټېژیکو وړتیاوو موسسې له لوري نیول شوې وه.
یادې موسسې ویلي، چې له دې ناستې یې موخه د افغانستان د راتلونکې او په ځانګړې توګه د سولې او ټیکاو ارزونه وه. تر دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې په یاده ناسته کې د طالبانو یو شمېر مخالفې څېرو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه؛ خو په ناببره توګه لغوه او تر راتلونکې میاشتې وځنډول شوه.
سرچینې وایي، د طالبانو واکمن رژیم د هغو افغان مخالفینو د احتمالي ګډون له امله ناخوښه و چې د دغه بنسټ لهخوا وربلل شوي وو. په دغه غونډه کې هېڅ یو طالب مشر نه و بلل شوی. ویل کېږي (د اګسټ په ۲۰مه) کابل کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي خپلې جدي اندېښنې هم شریکې کړې دي.
اسلاماباد ته په وربلونکي نوملړ کې د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار د زوی حبیب الرحمن حکمتیار تر څنګ د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي، د اقتصاد پخوانی وزیر مصطفی مستور او یو شمېر نورې مشهورې څېرې هم شاملې وې. همدا راز د مقاومت جبهې د ځینو غړو نومونه هم دغه نوملړ کې شامل وو.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي او یو شمېر افغان سیاستوالو پر دغه ناستې نیوکه کړې وه او دا یې د پاکستان څارګرې شبکې پلان بللی و؛ خو د پاکستان حکومت په یاده ناسته کې خپله هر راز ښکېلتیا رد کړې وه او دا یې د یوې موسسې هڅه بللې وه.
راپور کې د یاد بنسټ د یوې سرچینې له قوله راغلي، چې ښايي یاده ناسته د سپټمبر میاشتې په وروستۍ اونۍ کې جوړه شي او د جوړېدو په تړاو یې د اسلاماباد له لوري د طالبانو قانع کېدل هم روان دي. له سیاستوالو سربېره د ښځو حقونو فعالان، مدني فعالان، خبریالان او د ټولنې بېلابېل قشرونه یادې ناستې ته بلل شوي وو.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر خیرالله خیرخواه اعلان کړی، چې د دغې ډلې «جهادي ارشیف» جوړوي. نوموړي په جوزجان ولایت کې د طالبانو له والي سره د لیدنې پر مهال ویلي، د جهادي موزیمونو ترڅنګ یو جهادي ارشیف هم جوړوي، چې د جهادي مبارزو تاریخي اسناد پهکې ساتل کېږي.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د دوشنبې په ورځ (د وږي په ۳مه نېټه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې خیرالله خیرخواه د طالبانو له والي ګل حیدر شفق سره په جوزجان کې د «جهادي موزیم او ارشیف» په اړه خبرې کړې دي.
ښاغلي خیرخواه وړاندې ویلي و، په پام کې لري چې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې یو «جهادي موزیم» جوړ کړي؛ څو د «افغان- انګلیس، افغان- شوروي او افغان- امریکا» له جګړو پاتې وسلې او پوځي اثار ثبت او خوندي شي.
طالبانو تر خپلې دویمې واکمنۍ وروسته په ځینو ولایتونو کې جهادي موزیمونه جوړ کړي دي. په دغه موزیمونو کې د طالبانو ځینې لاسي پوځي وسلې هم نندارې ته وړاندې شوې دي؛ لکه بوشکهيي بمونه.

په اسلاماباد کې مېشت یو شمېر افغانان چې تازه یې د پاکستان ویزې رد شوې دي وايي، له کوم لامل پرته له اوږد انتظار وروسته یې ویزې رد شوې دي. د دغه افغانانو په خبره؛ ډېری رد شوې ویزې روغتیایي او سیاحتي وې.
عبیدالله «مستعارنوم» چې له درېیو کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېږي وايي، درې میاشتې وړاندې یې ویزه ختمه شوې وه؛ خو هغه د ویزو د تمدیدۍ لپاره غوښتنلیک استولی و.
نوموړي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې دوه ورځې وړاندې یې د خپلې ویزې د رد ایمېل ترلاسه کړ او په ایمېل کې د ویزې د ردېدو لامل په اړه ورته هېڅ نه و ویل شوي.
هغه وایي:« د روان ۲۰۲۵کال له پیل راهیسې چې ویزې یو میاشتنۍ شوې، ما هره میاشت له دې وړاندې چې د ویزو موده مې پای ته ورسېږي د بلې ویزې لپاره اپلای کوله؛ خو درې میاشتې په پروسس کې وه او دوه ورځې وړاندې یې د رد ځواب راغی.»
په ورته وخت کې په پاکستان کې مېشته بله افغان کډواله تبسم احمدي هم د ورته ستونزې په شریکولو سره وايي، چې د دې هم روغتیایي ویزه له کوم لامل پرته رد شوې ده.
هغه وایي:« ورځ تر بلې په پاکستان کې زموږ پر وړاندې ستونزې زیاتېږي. مخکې مو تمه وه، چې ویزې به مو راشي؛ خو اوس نپوهېږو چې څه وکړو؟ د ځینو لاملونو له کبله بېرته افغانستان ته هم نه شو ستنېدای.»
په ورته وخت کې په اسلاماباد کې د افغانانو شورا هم مني، چې په وروستیو کې د ډېرو افغانانو ویزې رد شوې دي. د دغه شورا مشر میوند عالمي افغان وايي، چې د معلوماتو له مخې په دې وروستیو کې د افغانانو کابو اتیا سلنه روغتیایي ویزې رد شوې دي.
هغه وایي:« دا خبره بیخي کره ده، زما د معلوماتو پر بنسټ شاوخوا اتیا سلنه روغتیایي او لس سلنو سیاحتي ویزې رد شوې دي.»
د یوه سیاحتي شرکت مسوول چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي وايي، چې په وروستیو کې د پاکستان حکومت ډېرې کمې ویزې منلې دي. هغه وايي، که څه هم د ویزو د تمدید لپاره ټول غوښتل شوي اسناد د ویزه غوښتونکو له لوري چمتو کېږي؛ خو بیا هم له اوږد انتظار وروسته یې ویزې رد کېږي. په پاکستان کې رسمي سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د پاکستان حکومت شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په پاکستان کې د مېشتو افغانانو د ویزو د تمدید لړۍ په بشپړه ډول ودروله.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د راپورونو پربنسټ څه باندې نیم مېلیون افغانان په ویزو پاکستان ته تللي او په دوامداره توګه د اوسېدو لپاره ویزې تمدیدوي؛ خو د دغه لړۍ بندېدل او اوس د ویزو ردېدو په اړه خبرونو دغه افغان کډوال سخت اندېښمن کړي دي.
د پاکستان حکومت وړاندې اعلان کړی و، چې ټول هغه کډوال به له هېواده وباسي چې د اوسېدو قانوني اسناد نهلري. د پاکستان د حکومت د اعلان له مخې؛ ټاکل شوې چې د راروانې سپټمبر میاشتې په لومړۍ نېټه د ۱.۴ مېلیونه پي او ار کارت لرونکو افغانانو د اېستلو لړۍ هم پیل شي.

پاکستانۍ رسنۍ ده نېشن خبر ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټرانزیټي سوداګرۍ د پخوا پرتله ډېره وده کړې ده. د افغانستان د ترانزیټ ارزښت په جولای میاشت کې څه باندې سل مېلیونه ډالرو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې په جون کې څه باندې ۶۰مېلیونه ډالر و.
راپور کې راغلي، دغه بدلون د میاشتنۍ کچې له مخې ۷۸ سلنه زیاتوالی ښیي. د سرچینو په وینا؛ دغه بدلون د «مخ پر وړاندې» ټرانزیټ د پام وړ زیاتوالي له امله رامنځته شوی دی. همدا راز ویل شوي، مخ پر وړاندې ټرانزیټ ۸۱ سلنه لوړ شوی؛ خو «شاته تلونکی» ټرانزیټ بیا ۱۳سلنه راکم شوی دی.
دغه چټک زیاتوالی په داسې حال کې رامنځته شوی، چې په تېرو دوو مالي کلونو کې د افغانستان ټرانزیټي سوداګري له سخت کموالي سره مخ وه.
سره له دې چې په ترانزیټي برخه کې وده شوې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه سوداګري لا هم په کمېدو روانه ده. راپورونه څرګندوي، چې د تېرو دوو کلونو پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د میاشتنۍ کچې له مخې سوداګري ۱۲ سلنه او د تېر کال د جولای میاشتې پرتله دوه سلنه راټیټه شوې ده.
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سیاسي کړکېچونو له امله هم وخت ناوخت د لارو بندښت له کبله سوداګري زیانمنېږي. په کابل او اسلام اباد کې څو څو ځله سوداګرو له دواړو لوریو غوښتي، چې سوداګري او اقتصادي راکړې ورکړې دې د سیاسي کشالو تر اغېزې لاندې نه راولي.

د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم ویلي، چې اوسمهال د افغانستان په ډېری مرکزي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره فرصتونه برابر شوي او له همدې امله ډېره اړتیا نهشته چې بهرنیو هېوادونو ته سفرونه وشي.
هغه د پکتیا پوهنتون د لېسانس دورې زدهکړیالانو د فراغت غونډه کې ویلي، چې باید پر دې زدهکړو بسنه ونه کړي او تر ماسټرۍ وروسته دوکتوراوې هم وکړي. نوموړي وویل: «اینده ستاسې پلان به څه وي؟ اوله مشوره ستاسې والدین ته دا کوم چې اولادونو ته مو د ماسټرۍ او دوکتورا پورې د زدهکړو چانس ورکړئ.»
پر کابل د واکمنو د کابینې دغه غړی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې د همدوی نور لوړ پوړي غړي عصري زدهکړې «مباح» بولي او د مدرسې زدهکړې پر پوهنتوني هغو غوره بولي. ندیم همدا راز زیاته کړې، چې ځوانان باید د خپلو مسلکونو اړوند ځانونو ته دندې پیدا کړي او په نورو مسلکونو کې دې د پیسو لپاره دندې نهکوي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر په خبره: «په نورو رشتو کې کار ستاسو عمر او مسلک ضایعه کوي. کوشش وکړه قدرمن محصله چې خپلې رشته کې مخ ته ولاړ شې». د یادې ډلې همدې وزیر په وار، وار د پوهنتونونو او اکاډمیکو مرکزونو دننه سخت محدودیتونه او بندیزونه وضعه کړي دي. د نوموړي په امر له لسیزو راهیسې په کابل او د هېواد نورو دولتي پوهنتونونو کې په دندو بوخت مسلکي او تجربه لرونکي استادان له دندو ګوښه شوي دي.
هغه خپلو افراطي کسانو ته لاره برابره کړې؛ څو پوهنتونونو کې د دغه ګوښه شویو استادانو پر ځای په دندو وګومارل شي او له دې سره په پوهنتوني چاپېریالونو کې د خپلې ډلې اېدیالوژي دود کړي. په وار، وار ویل شوي، چې طالبانو د افغانستان د پوهنتونو مسلکي چاپېریال زیانمن کړی او دغه ډله هڅه کوي چې دا اکاډمیک چاپېریال هم په بشپړه توګه د خپلو مذهبي مدرسو په څېر کړي.
طالبانو په پوهنتونو کې د دریشۍ پر اغوستلو بندیز لګولی او همدا راز یې د نجونو پر مخ هم د ټولو پوهنځیو دروازې تړلې دي. د دغه ډلې په واکمنېدو سره د پوهنتوني زدهکړو پخوانۍ پراخه لېوالتیا هم زیانمنه شوې او د دغه ډلې د چلند له امله ویل کېږي د کابل پوهنتون تر څنګ د هېواد په یو شمېر نورو پوهنتونو کې د زدهکړیالانو شمېر هم د پام وړ کم شوی دی.