ندامحمد ندیم: افغانستان کې د ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونه لرو، بهر ته د تګ اړتیا نهشته

د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندا محمد ندیم ویلي، چې اوسمهال د افغانستان په ډېری مرکزي پوهنتونونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا لپاره فرصتونه برابر شوي او له همدې امله ډېره اړتیا نهشته چې بهرنیو هېوادونو ته سفرونه وشي.





