• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په لوګر کې ۱۴سوه جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۵۱ GMT+۱

د طالبانو عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د لوګر مرکز اړوند د پاچا صاحب کارېز «۱۴۰۶ جریبه» ځمکه یې تر څېړنو وروسته دولتي ثابته کړې ده. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې یاد وزارت د وروستۍ پرېکړې په موخه دغه دوسیه خپل مرکزي کمېسیون ته استولې.

همدا راز ویل شوي، چې د یوې ناستې په ترڅ کې د لوګر ولایت اړوند د غصب شویو ځمکو دوسیې څېړل شوې او د لازمو اقداماتو په تړاو هم پرېکړې شوې دي. طالبانو تر دې مخکې د کابل په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ان د یو شمېر ودانو شویو ښارګوټو ځمکې هم دولتي اعلان کړې دي.

په ځینو ولایتونو کې خلک شکایت کوي، چې د طالبانو سیمه‌ییز قوماندان د خپلو کلیوالي رقابتونو له مخې هم د خلکو شرعي او قباله لرونکې ځمکې دولتي حسابوي. د ځمکو د غصب مساله د تېر جمهوري نظام راهیسې په افغانستان کې یو له جدي ننګوونو څخه ده او ان ویل کېږي کرنیزې ځمکې هم په جعلي اسنادو په استوګنیزو ځمکو بدلې شوې دي.

همدا راز یو شمېر دولتي دښتې او ځمکې هم په بېلابېلو وختونو کې د زورواکو له لوري غصب شوې او بیا پرې ښارګوټي اباد شوي دي. هم‌مهاله نیوکې دا دي، چې د‌ طالبانو لوړ پوړي غړي هم د ځمکو په غصب کې ښکېل دي او په بېلابېلو ولایتونو کې دغه لړۍ روانه ده؛ خو پر کابل واکمنه ډله بیا د خپلو غړو پر وړاندې اقدامات نه‌کوي.

همدا راز د طالبانو په واکمنۍ کې د هېواد په یو شمېر شمالي ولایتونو کې د ځمکو پر سر شخړې تر بل هر وخته ډېرې شوې دي او وخت ناوخت له همدې کبله قبیلوي او قومي نښتې هم رامنځته شوې دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د بېلاروس په زندانونو کې شاوخوا ۶۰ افغانان بندیان دي

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۰۸ GMT+۱

په مسکو کې د طالبانو د سفارت مستشار عبدالله یاسر وايي، د بېلاروس په زندانونو کې شاوخوا ۶۰ افغانان بندیان دي. نوموړي تازه له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي، چې د دغه افغانانو د خلاصون لپاره یې هڅې روانې دي او تمه ده چې ژر تر ژره یوې پایلې ته ورسېږي.

له بل بلوه په روسیه کې د طالبانو سفارت ویلي و، چې د بېلاروس په زندانونو کې یې د افغان بندیانو د وضعیت ارزونې په موخه یو پلاوی یاد هېواد ته استولی دی.

په روسیه کې د طالبانو سفارت د دغه سفارت مستشار عبدالله یاسر په مشرۍ یو پلاوی له هغو زندانونو څخه د لیدنې په موخه د بېلاروس جمهوریت ته استولی، چې په‌کې افغانان بندیان دي.

په دې وروستیو کې بېلاروس اروپايي هېوادونو ته د تلونکو افغانانو د نیونې بهیر پراخ کړی او د ځينو اروپايي هېوادونو په څېر بېلاروس هم پرېکړه کړې، چې بندي افغانان بېرته خپل هېواد ته واستوي.

افغانستان- مسکو، مسکو- بېلاروس، بېلاروس- پولنډ او ورپسې نورو اروپایي هېوادونو ته د تګ لپاره د افغانانو قاچاقي لارې ګڼل کېږي. ګڼ کډوال پر دغې لار د سفر پرمهال مړه شوي او یا هم د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي؛ خو په افغانستان کې د طالبانو د سختو تګلارو، اقتصادي او سیاسي ستونزو له امله ډېری ځوانان لا هم پر دغې ګواښونکې لار د یو ښه ژوند جوړولو په هيله سفر ته زړه ښه کوي.

د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ په کابل کې د سترګو ناروغانو د درملنې وړیا پروګرام پیل شو

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۴۵ GMT+۱

د افغاني سرې میاشتې ټولنې لپاره د طالبانو مشر شهاب الدین دلاور وايي، چې د دغه ټولنې په مرکزي روغتون کې د البصر نړۍوال خیریه بنسټ په همکارۍ د ۴۰۰ سترګو ناروغانو د درملنې وړیا پروګرام پیل شو.

نوموړي په کابل کې یوې خبرې غونډې ته ویلي، چې د دغه ناروغانو د سترګو عملیات به د مجربو ډاکټرانو له‌خوا په وړیا توګه ترسره شي. په یاده غونډه کې د افغاني سره میاشتې ټولنې د مرکزي روغتون مشر ډاکټر عبدالولي اتمانزي بیا ویلي، چې د سترګو دغه عملیاتو کې به له پرمختللو وسایلو هم ګټه واخیستل شي.

ورته مهال د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولینو په نږدې راتلونکې کې په کابل کې د زړه ناروغۍ درملنې لپاره د یوه مجهزه روغتون له جوړولو هم خبر ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده، چې ډېری افغانان وخت ناوخت په افغانستان کې د درمنلې په برخه کې له شته ستونزو شکایت کوي.

تر دې وړاندې هم افغانانو د ښې درملنې لپاره خپل ناروغان پاکستان ته وړل؛ خو له څه مودې راهیسې د پاکستان حکومت افغان ناروغانو ته د ټوکنونو د ورکړې لړۍ درولې ده او روغتیايي ویزې هم د سرطان ناروغانو پرته نورو ناروغانو ته په اسانۍ نه ورکول کېږي. ډېری افغانان اړ کېږي، چې خپلو ناروغانو ته په تور بازار کې په لوړو لګښتونو روغتیایي ویزې واخلي.

لانجمن مثلث؛ چینایي کارپوهان د طالبانو، پاکستان او چین ترمنځ وروستۍ ناستې مثبتې ګڼي

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۴۲ GMT+۱

یو شمېر چینایي څېړونکي د چین، پاکستان او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو وروستۍ ناسته «یو مثبت پرمختګ» بللی او ویلي یې دي، چې دغه خبرې اترې په ډېپلوماسي، سیاسي پرمختګونو او د امنیتي همکاریو په برخه کې نوې لارې پرانېزي.

د چارهر انسټیټیوت لوړ پوړی څېړونکی پروفیسور چنګ شینهونګ وایي، په کابل کې د وروستۍ درې اړخیزې غونډې پر مهال وړاندې شوې تګلاره د «ټکر پر ځای پرمختګ او امنیتي‌ همکاریو» پراخېدو تر څنګ د بیا رغونې په برخه کې هم غوره نقشه ده. هغه زیاتوي، چې دغه هڅه د نړۍوالو چارو لپاره هم یوه نوې اراده او بڼه وړاندې کولای شي.

د معلوماتو له مخې؛ طالبانو، چین او‌ پاکستان په دې ناسته کې د ډېپلوماټیکو اړیکو د لوړېدو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی. کارپوهان وايي، دا ګام کولای شي د سوېلي اسیا تاوتریخوالی راکم کړي او د پولو د شخړو د حل لپاره یو بنسټیز چوکاټ برابر کړي.

بیجېنګ د یادې ناستې پر مهال څرګنده کړې، چې د سیمې په چارو کې د «بهرنۍ لاسوهنې» مخالفت کوي او ټینګار یې وکړ چې هېڅ هېواد باید اجازه ور نه کړي چې د ګاونډیانو خاورې د بل هېواد د حاکمیت د کمزوري کولو لپاره وکارول شي.

پروفیسور چنګ زیاته کړې، چین ژمنه کړې چې په څو اړخیزو ناستو کې به د طالبانو ملاتړ کوي او د دغه هېواد د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو لپاره به هم هڅې وکړي.

درې واړه لوریو پر دې هوکړه کړې، چې د چین–پاکستان اقتصادي دهلېز (CPEC) به د افغانستان شمال ته وغځول شي او په انرژۍ، ټرانزیټ او کرنیزو برخو به تمرکز وشي. د دغه طرحې له مخې به د ګوادر بندر د یوه اصلي هب په توګه کار کوي او یو داسې دهلېز به منځ ته راشي چې چین، پاکستان، افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه سره ونښلوي. شنونکي وايي، دا کار د افغانستان سوداګریز لګښتونه تر ۳۰ سلنې پورې راکمولای شي.

امنیت د خبرو اترو یوه اصلي موضوع وه. درې واړه هېوادونه د ترهګرۍ پر ضد په نږدې همغږۍ سلا شول. چین دغه ناسته کې روښانه کړې، چې طالبانو ته به پوځي اسانتیاوې برابروي او امنیتي او پوځي روزنې به هم ورکړي. د نشه‌یي توکو پر وړاندې مبارزه، د اقلیمي بدلون اړوند همکارۍ او د اړیکو پراختیا د دغو وروستیو ناستو د بحث نور ټکي وو.

طالبانو ایران ته د غېر قانوني تګ په تور ۲۰ کسان نیولي

۲ وږی ۱۴۰۴ - ۲۴ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۲۰ GMT+۱

په داسې حال کې چې ایران په وروستیو میاشتو کې زرګونه افغانان له دغه هېواده په جبري توګه اېستلي، خو بیا هم یو شمېر افغانان هڅه کوي له بېلابېلو لارو په غېر قانوني ډول دې هېواد ته ولاړ شي. طالبانو تازه ایران ته د غېرقانوني تګ په تور ۲۰ کسان نیولي.

طالبانو د هرات ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د هغو شلو کسانو د نیولو خبر ورکړ، چې غوښتل یې د هېواد له پولې ایران ته په ناقانونه توګه ننوځي.

د طالبانو تر واک لاندې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د وږي ۲مه) په خپل اېکس کې لیکلي، چې یاد شمېر کسان د نهمې سرحدي لوا د اووم کنډک د منسوبینو د کشفي عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

100%


طالبانو په داسې حال کې ایران ته د یادو کسانو د ناقانونه تګ مخه نیولې، چې په وروستیو میاشتو کې له ایران څخه د افغان کډوالو د اېستلو بهیر په بې ساري ډول زیات شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې همدا نن د ایران دولتي خبري اژانس «اېرنا» د دغه هېواد د بابل ښار د امنیې قوماندان له قوله خبر ورکړ، چې یو زرو ۵۰۰ ناقانونه افغان کډوال چې د بابل په بېلابېلو سیمو کې اوسېدل، افغانستان ته وشړل شول.
نوموړي دغه راز ویلي: «د ناقانونه افغان کډوالو د راټولولو طرحه له اعلان شوې لارښوونې سره سم په پرله پسې ډول دوام لري.»
د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د روان کال د اګسټ له لومړۍ نېټې څخه بیا تر ۱۵مې پورې ټول‌ټال ۱۰۶ زره او ۱۰۹ کډوال له پاکستان او ایران نه افغانستان ته ستانه شوي، چې په دې کډوالو کې ۸۳.۷ سلنه یې له ایران او ۱۶.۳ سلنه یې له پاکستان نه ستانه شوي دي.

طالبان: په غزني کې د مسلمانانو لومړنی جومات له بیارغونې وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲ وږی ۱۴۰۴ - ۲۴ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۲۱ GMT+۱

د غزني په زوړ ښار کې د مسلمانانو لومړنی تاریخي جومات چې د «باباجي» جومات په نوم یادېږي، له بیارغونې وروسته د یکشنبې په ورځ (د وږي په ۲مه) د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور د مرستیال عتیق الله عزیزي له خوا پرانېستل شو.

عتیق الله عزیزي د دغه جومات د پرانېستې په مراسمو کې وویل، د «باباجي» تاریخي جومات د اسلام د درېیم خلیفه حضرت عثمان «رضي الله عنه» د خلافت پر مهال د غزني په زاړه ښار کې په دوو پوړونو کې جوړ شوی و.

د عزیزي په وینا، د باباجي تاریخي جومات د ړنګېدو له جدي ګواښ سره مخ و، خو د وزارت د رهبرۍ په هڅو او د اغا خان کلتوري بنسټ په همکارۍ د تاریخي سبک او هنري جوړښت په ساتلو سره بېرته ورغول شو.

100%

د اغا خان کلتوري بنسټ مسوول فضل کریم احمدي هم په دې مراسمو کې وویل، دغه جومات د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت په ۱۴ میاشتو کې بیا رغول شوی دی.

له دې سره سم، د غزني ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رييس حمیدالله نثار بیا ادعا وکړه، چې د غزني ۳۲ تاریخي آبدې په ۲۰۱۳ کال کې د جمهوري نظام پر مهال په غېر مسلکي ډول بیارغول شوي او په دې برخه کې یې د وزارت د لا ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه.