په بلخ کې د ټرافیکي پېښې له امله ۳ مساپر مړه او ۴ نور ټپيان شوي دي

په بلخ ولایت کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د یوې ټرافيکي پېښې له امله ۳ مساپر مړه او ۴ نور ټپيان شوي دي. د دغه قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې؛ دغه پېښه د مزار شریف - حیرتان پر لاره شوې ده.