د حقاني په مشرۍ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي غونډه شوې

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر د امنیتي مسولینو د غونډې مشري کړې او له پولیسو یې د خلکو د خدمت او د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې ده.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر د امنیتي مسولینو د غونډې مشري کړې او له پولیسو یې د خلکو د خدمت او د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې نن سې شنبه له غرمې وړاندې په دغه وزارت کې دسراجالدین حقاني په مشرۍ امنیتي غونډه ترسره شوه.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د وزارت معینانو، رییسانو او د بېلابېلو ریاستونو مسوولینو ګډون درلود او د امنیتي موضوعاتو تر څنګ د خلکو د ستونزو د هوارولو په اړه هم بحث او خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني د مسوولینو د فعالیتونو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د فردي او ټولنیز امنیت د ټینګښت لپاره باید لا ډېرې هڅې وشي.
نوموړي زیاته کړې چې پولیس ځواکونه باید د خلکو د ریښتینو خدمتګارانو په توګه شپه او ورځ کار وکړي څو د ولس باور زیات شي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي غونډه داسې مهال کیږي، چې په دې وروستیو کې په کابل او ولایتونو کې د ناامنیو، غلا او جرایمو پېښې ډېرې شوې دي.


د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت په یوه مکتوب کې چې دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته استول شوی، ویلي چې د افغانستان له تحصیلي نصاب څخه ۱۸ مضمونونه حذف شوي او د ۶۶ نورو مضمونونو تدریس له «اصلاحاتو» او «بیاکتنې» سره مشروط شوی دی.
دغه وزارت د دې اقدام دلیل دا ښودلیو چې «ځینې مضمونونه د شریعت اصولو او د اسلامي امارت له پالیسۍ سره په ټکر کې دي».
افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلي سند کې راغلي، چې داسې مضمونونه لکه د افغانستان اساسي حقوق، د ښځو ټولنپوهنه، ښه حکومتولي، د بشر حقوق او ډیموکراسي، د ادیانو تاریخ، د اخلاقو فلسفه، جنسي ځورونه، او په عامه اړیکو کې د ښځو رول په بشپړ ډول له تعلیمي پروګرام څخه حذف شوي دي. طالبان دا مضمونونه د خپل شرعي او سیاسي لید لوریو مخالف ګڼي.
ورسره، د سیاسي علوموبرخې، حقوقو، نړیوالو اړیکو، ټولنپوهنې، روانپیژندنه او رسنیو د برخو ۶۶ نور مضمونونه له بیاکتنې او بدلون وروسته تدریس کیږي.
په دغه فهرست کې اسلامي او عمومي نړیوال حقوق، د بهرني سیاست بنسټونه، د لویدیځ سیاسي فکرونو تاریخ، نړیوال امنیت، غیر دولتي سازمانونه او مدني ټولنه، جمعیتپوهنه، انساني پراختیا، عمومي روانپوهنه، رواني زیان پېژندنه، رسنیز سواد او د نړیوالو اړیکو نظریات، شامل دي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت په مکتوب کې ټینګار شوی، چې پوهنتونونه مکلف دي د حذف شویو مضمونونو د تدریس مخنیوی وکړي او مشروط مضمونونه «په انتقادي او اصلاحاتي ډول» تدریس کړي. د وزارت په وینا، د پوهنتون مسوولین باید له نوې فهرست سره سم عمل وکړي او له پخوانیو درسي موادو څخه کار وانخلي.
دا پرېکړه د طالبانو د لوړو زدهکړو په برخه کې د پراخو بدلونونو یوه برخه ده.
له هغه راهیسې چې طالبان واک ته بیا وګرځېدل، په هېواد کې پر زدهکړو محدودیتونه زیات شوي او ګڼ شمېر پوهنتوني مضمونونه یا په بشپړ ډول حذف شوي او یا تر سختو محدودیتونو لاندې راغلي دي.
د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د ۲۰۲۲ کال د اګسټ په میاشت کې د «نصاب د بیاکتنې ریاست» د جوړولو حکم وکړ څو د پوهنتونونو د تعلیمي محتوا «اسلامي کولو» بهیر پیل شي.
مخکې له دې، د بشر د حقونو د څار سازمان خبرداری ورکړی و چې د محتوا بیا لیکل او د متخصصو استادانو ځای پر ځای کول د هلکانو د زدهکړې کیفیت اغیزمن کړی او د زدهکوونکو هڅه او ګډون یې کم کړی دی.

ایراني چارواکي وایي، په تېرو دوو میاشتو کې د هېواد او ولایت ۳۲ لوړپوړو چارواکو د دوغارون نړيوال بندر له لارې د ناقانونه افغان کډوالو د وتلو بهیر له نږدې ارزولی دی. د ایران د تایباد ولسوال په وینا، په تېرو ۶۰ ورځو کې شاوخوا ۸۹۰ زره افغان کډوال د دوغارون له لارې ستانه شوي دي.
نوموړي د سې شنبې په ورځ له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، د دوغارون ستراتیژیک موقعیت چې د افغانستان د ناقانونه کډوالو د وتلو لومړنۍ لار بلل کېږي، د اړوندو ادارو د مسوولینو ځانګړې پاملرنه ځان ته جلب کړې ده.
جمشیدي زیاته کړې چې د وتلو پر مهال د افغان اتباعو عزتمندانه ستنول او د دوی درناوی تل د چارواکو د ټینګار وړ موضوع پاتې شوې ده.
د ده په وینا، د بېلابېلو وزارتونو او ادارو له خوا د بهیر له څارنې سره د ستونزو د معلومولو پروسه هم عملي شوې او اوس مهال د کډوالو ستنیدل د لومړیو ورځو په پرتله په عادي بهیر بدل شوی.
هغه وویل، د افغان ناقانونه کډوالو د ستونزو کمول یا لرې کول د لوړپوړو چارواکو د سفرونو مهمه لاسته راوړنه ده.
د تایباد ولسوال څرګنده کړې، چې د ټولو اړوندو ادارو ګډ کار او همغږي د دې لامل شوې چې افغان اتباع په بشپړ احترام او عزت سره له هېواده ووځي.
د نوموړي په وینا، په تېرو شپېتو ورځو کې شاوخوا ۸۹۰ زره افغان کډوال د دوغارون له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
هغه زیاته کړه چې په دوغارون کې د کډوالو د اسانه او له ستونزو پرته وتلو لپاره ټول امکانات برابر شوي او د خدمتونو لړۍ لا هم روانه ده.
د ایران د پالیسي له مخې، ناقانونه بهرني اتباع په ځانګړي ډول افغانان چې په ۱۱ ولایتونو کې پیژندل شوي، د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته د دوغارون له لارې افغانستان ته لېږل کېږي.
ایراني چارواکي داسې مهال د کډوالو لپاره د اسانتیاوو ادعاوې کوي، چې ډېری افغان کډوالو له ایراني چارواکو شکایتونه کوي، چې ددوی د ګروۍ او کورونو د مخکې ورکړل شویو پیسو په بېرته ورکولو کې همکاري نه کوي.

د ایران سرحدي ځواکونه وایي، د خراسان رضوي ولایت د تایباد په پوله یې دوه افغان وګړي نیولي چې د معدې له لارې یې د هیرویینو ۱۸۰ اوبي کڅوړې لېږدولې.د خراسان رضوي د سرحدي ځواکونو قوماندان وايي، د دواړو له معدې ټول دوه کیلو او ۱۷۰ ګرامه هیرویین راایستل شوي دي.
د خراسان رضوي د سرحدي ځواکونو قوماندان مجید شجاع د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، دغه کسان په تایباد کې د پلټنو پر مهال نیول شوي، او د هغوی له معدې ټول دوه کیلو او ۱۷۰ ګرامه هیرویین راایستل شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، تورن کسان له اسنادو سره یو ځای قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.
هغه همداراز وویل، د پولو د کنټرول پر مهال د یوه بل افغان له موټر څخه هم ۶۲۰ ګرامه تاریاک کشف شوي چې اړوند چارواکو ته وسپارل شول.
شجاع ټینګار وکړ:«له افغانستان نه د صنعتي نشهيي موادو قاچاق ورځ تر بلې ډېرېږي، خو زموږ سرحدي ځواکونه یې د مخنیوي لپاره پرلهپسې هڅې کوي.»
خراسان رضوي له افغانستان سره شاوخوا ۳۰۲ کیلومتره ګډه پوله لري او تایباد د دې ولایت سوېل ختیځ ته، د مشهد ښار نه ۲۲۵ کیلومتره لرې پروت دی.

د طالبانو د دولتي شرکتونو لوی رییس احمد جان بلال د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تاتارستان جمهوریت ته سفر کړی دی. ټاکل شوې دغه پلاوی د تاتارستان په پلازمېنه کازان کې د تېلو او ګازو د صنعت په اړه په جوړېدونکې دوه ورځنۍ غونډه کې برخه واخلي.
دغه پلاوي کې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري هم ګډون لري.
د طالبانو د دولتي شرکتونو ریاست د سې شنبې په ورځ پر اېکسپاڼه لیکلي، چې یاد پلاوی به د تېلو، ګازو او کیمیاوي صنعت (Oil, Gas and Chemistry) تر عنوان لاندې نندارتون څخه هم لیدنه وکړي.
سربېره پر دې، افغان پلاوی به د تاتارستان له چارواکو سره د صنعتي همکاریو په اړه خبرې اترې ولري او یو شمېر پراختیایي پروژې به هم وګوري.
یاد پلاوی د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ وزیر اولیګ ولادیمروویچ کوربچینکو په بلنه تاتارستان ته تللی دی.
د زمري په ۱۶مه په کابل کې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان خصوصي سکټور او د تاتارستان جمهوریت ترمنځ د تېلو او ودانیزو توکو په برخه کې د ۱۸۳مېلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزې هوکړې لاسلیک شوې.
په همدې مجلس کې اولیګ ولادیمروویچ کوربچینکو د کابل واکمنو ته بلنه ورکړه، چې (د اګسټ په ۲۶مه) په تاتارستان کې د تېلو یو نندارتون کې برخه واخلي. همداراز یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي مشر سید کریم هاشمي د تاتارستان د سوداګرۍ خونې لیدو ته وباله.
هممهاله روسیه په نړۍ کې لومړنی هېواد دی، چې طالبان په رسمیت پېژني او د تاتارستان په ګډون د یاد فدارسیون غړو هېوادونو پر کابل له واکمنو سره خپلې اړیکې او تعاملات تر بل هر وخته ډېر پراخ کړي دي.

په هلمند کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې ددغه ولایت د طالبانو د عامې روغتیا ریاست په بست روغتون کې د بې پولې ډاکترانو له سازمان چارې محدودې کړې او د جراحي او داخله څانګو د ډاکترانو په ګډون یې ۱۶۰ کسان له دندو لرې کړي دي.
د هلمند په بست روغتون کې سرچینو نن سې شنبه د « وږي ۳مه» وویل چې د روغتون چارې د بې پولې ډاکترانو سازمان له خوا پرمخ وړل کېدلې خو اوس یې یوازې دوه څانګې ورته پرېښې دي.
د سرچینو په وینا، د مور او ماشوم ترڅنک له ۱۲ کلونو لاندې ماشومانو د څانګو واک چارې به د بې پولې ډاکترانو سازمان پرمخ وړي.
سرچینې زیاتوي، چې په ۱۶۰ ځواب شویو کسانو کې ډاکټران، ښځینه او نارینه روغتیاپالان شامل دي.
یو ځايي کارکوونکي وویل، « په اېستل شویو کسانو کې یوازې ډاکتران او نرسان نه دي، بلکې سوپروایزران او صفاکاران هم شامل دي خو داسې ښکاري چې دا اېستلو دا بهیر به روان وي.»
یو تن ځواب شوي ډاکتر افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د هلمند د عامې روغتیا ریاست او د بې پولې ډاکترانو سازمان ترمنځ له اوږدو بحثونو وروسته دا پرېکړه کړې ده.
هغه زیاته کړه:« د طالبانو د عامې روغتیا ریاست په دې هڅه کې دی، چې د بې پولې ډاکترانو سازمان چارې او واک محدود کړي او د دوی پرځای خپل کسان په وارډونو کې ځای پر ځای کړي.»
د ترلاسه شویو شمېرو له مخې، په هلمند کې له بې پولې ډاکترانو سازمان سره په بست روغتون کې د ډاکترانو او نرسانو په ګډون شاوخوا ۱۲۵۰ کسان په کار بوخت ول.
د ځايي کارکوونکو په وینا، تر ۲۰۲۶ کاله پورې بې پولې ډاکټرانو سازمان د روغتون له معاشونو نیولې تر ډوډۍ او درملو مسوولیت پر غاړه لري.
نوموړي زیاته کړه:«اصلي ستونزه دا ده، چې د بې پولې ډاکترانو سازمان چې د بست په روغتون کې موقعیت لري، له پراخو امکاناتو برخمن دی او اوس طالبان په دې هڅه کې دي، چې د پخواني پرسونل پرځای خپل د خوښې کسان وګوماري.»
د روغتون د ځینو فعاله کارکوونکو نیوکه بیا دا ده، چې په تېر جمهوریت کې هم د بې پولې ډاکترانو سازمان په چارو کې د ولایت عامې روغتیا ریاست د مداخلې هڅې کولېؤ خو مخه یې نیول شوې وه.
دوی زیاتوي د یاد سازمان چارې له محدودولو سره به نه یوازې یو شمیر پرسونل بې کاره شي بلکې په خدماتو کې به هم د پام وړ کمښت راشي، چې له امله به یې د څو ولایتونو مراجعین له سختو روغتیايي ستونزو سره مخ شي. ناو ک
تر اوسه پورې د طالبانو د هلمند د عامې روغتیا ریاست او د بې پولې ډاکترانو سازمان ددې موضوع په اړه څه نه دي ویلي.
د روان کال د چنګاښ په ۱۳مه د بې پولې ډاکټرانو سازمان په خپل راپور کې ویلي و، چې افغانستان کې د ناروغو ماشومانو شمېر د زیاتېدو له امله روغتونونه له سخت فشار سره مخ دي. دغه سازمان ویلي و، چې د هلمند ولایت بست روغتون په بېړنۍ څانګه کې د ناروغانو شمېر دوه برابره زیات شوی دی.