• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مولوي کبیر د کډوالو د یوې نوې احتمالي څپې خبرداری ور کړی

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر ددغه وزارت چارواکو ته سپارښتنه کړې چې د نویو کډوالو د احتمالي راګرځېدو لپاره چمتووالی ولري او خپلې اړتیاوې له وزارت سره شریکې کړي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن سې شنبه وویل، چې د وزارت په اداري ناسته کې د راستنېدونکو ستونزو د حل، د سرپناه برابرولو او له نړیوالو ادارو سره د همغږۍ په اړه بحث شوی دی.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې د وزارت مرستیالانو او مرکزي رییسانو برخه اخیستې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي عبدالکبیر د ناستې ګډوالو ته وویل:«افغانستان بیارغونې ته اړتیا لري او باید له هر فرصت څخه اغېزمنه ګټه پورته شي».

نوموړي زیاته کړې چې د وزارت هڅې پر دې متمرکزې دي چې راستنېدونکو ته دایمي سرپناه برابره شي او د هغوی ستونزې د نړیوالو ادارو په همکارۍ حل شي.

مولوي کبیر په دې ناسته کې د کډوالو د نوې احتمالي څپې خبرداری ور کړی او ویلي یې دي، چې «مسوولین باید د احتمالي نویو کډوالو د راتګ په صورت کې چمتووالی ولري».

یاده دې وي چې د ایران او پاکستان له خوا د زرګونو افغان کډوالو د جبري ایستلو بهیر په تېرو میاشتو کې چټک شوی، چې په پایله کې یې افغانستان ته د ستنېدونکو شمېر لوړ شوی دی.

د ملګرو ملتونو د وروستیو راپورونو له مخې په روان ۲۰۲۵ کال کې تر اوسه له ایران او پاکستان نه شاوخوا ۱،۵ میلیونه افغانان بېرته ستانه شوي دي، چې یوازې له ایران څخه نږدې ۱،۲ میلیونه او له پاکستان نه ۳۴۰زره کسان پکې افغانستان ته جبراً لېږل شوي دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د روان کال تر پایه ممکن د بېرته ستنولو شمېر تر ۳میلیونو پورې لوړ شي.

دغه جبري ستنونې په داسې حال کې دي، چې افغانستان له ژور اقتصادي او بشري کړکېچ سره مخ دی؛ د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (OCHA) د معلوماتو له مخې، تر ۲۳میلیونو زیات افغانان عاجلو مرستو ته اړتیا لري او د غذايي امنیت کچه هم بې‌ساري ټیټه شوې ده.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

د حقاني په مشرۍ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي غونډه شوې

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۱۶ GMT+۱

د طالبانو کورنیو چارو وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست وزیر د امنیتي مسولینو د غونډې مشري کړې او له پولیسو یې د خلکو د خدمت او د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې نن سې شنبه له غرمې وړاندې په دغه وزارت کې دسراج‌الدین حقاني په مشرۍ امنیتي غونډه ترسره شوه.

د وزارت د خبرپاڼې له مخې، په غونډه کې د وزارت معینانو، رییسانو او د بېلابېلو ریاستونو مسوولینو ګډون درلود او د امنیتي موضوعاتو تر څنګ د خلکو د ستونزو د هوارولو په اړه هم بحث او خبرې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني د مسوولینو د فعالیتونو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د فردي او ټولنیز امنیت د ټینګښت لپاره باید لا ډېرې هڅې وشي.

نوموړي زیاته کړې چې پولیس ځواکونه باید د خلکو د ریښتینو خدمتګارانو په توګه شپه او ورځ کار وکړي څو د ولس باور زیات شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي غونډه داسې مهال کیږي، چې په دې وروستیو کې په کابل او ولایتونو کې د ناامنیو، غلا او جرایمو پېښې ډېرې شوې دي.

طالبانو د افغانستان له تحصیلي نصاب نه ۱۸ مضمونونه حذف کړل

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۰۷ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په یوه مکتوب کې چې دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته استول شوی، ویلي چې د افغانستان له تحصیلي نصاب څخه ۱۸ مضمونونه حذف شوي او د ۶۶ نورو مضمونونو تدریس له «اصلاحاتو» او «بیاکتنې» سره مشروط شوی دی.

دغه وزارت د دې اقدام دلیل دا ښودلیو چې «ځینې مضمونونه د شریعت اصولو او د اسلامي امارت له پالیسۍ سره په ټکر کې دي».

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلي سند کې راغلي، چې داسې مضمونونه لکه د افغانستان اساسي حقوق، د ښځو ټولنپوهنه، ښه حکومتولي، د بشر حقوق او ډیموکراسي، د ادیانو تاریخ، د اخلاقو فلسفه، جنسي ځورونه، او په عامه اړیکو کې د ښځو رول په بشپړ ډول له تعلیمي پروګرام څخه حذف شوي دي. طالبان دا مضمونونه د خپل شرعي او سیاسي لید لوریو مخالف ګڼي.

ورسره، د سیاسي علوموبرخې، حقوقو، نړیوالو اړیکو، ټولنپوهنې، روان‌پیژندنه او رسنیو د برخو ۶۶ نور مضمونونه له بیاکتنې او بدلون وروسته تدریس کیږي.

په دغه فهرست کې اسلامي او عمومي نړیوال حقوق، د بهرني سیاست بنسټونه، د لویدیځ سیاسي فکرونو تاریخ، نړیوال امنیت، غیر دولتي سازمانونه او مدني ټولنه، جمعیت‌پوهنه، انساني پراختیا، عمومي روان‌پوهنه، رواني زیان پېژندنه، رسنیز سواد او د نړیوالو اړیکو نظریات، شامل دي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په مکتوب کې ټینګار شوی، چې پوهنتونونه مکلف دي د حذف شویو مضمونونو د تدریس مخنیوی وکړي او مشروط مضمونونه «په انتقادي او اصلاحاتي ډول» تدریس کړي. د وزارت په وینا، د پوهنتون مسوولین باید له نوې فهرست سره سم عمل وکړي او له پخوانیو درسي موادو څخه کار وانخلي.

دا پرېکړه د طالبانو د لوړو زده‌کړو په برخه کې د پراخو بدلونونو یوه برخه ده.

له هغه راهیسې چې طالبان واک ته بیا وګرځېدل، په هېواد کې پر زده‌کړو محدودیتونه زیات شوي او ګڼ شمېر پوهنتوني مضمونونه یا په بشپړ ډول حذف شوي او یا تر سختو محدودیتونو لاندې راغلي دي.

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د ۲۰۲۲ کال د اګسټ په میاشت کې د «نصاب د بیاکتنې ریاست» د جوړولو حکم وکړ څو د پوهنتونونو د تعلیمي محتوا «اسلامي کولو» بهیر پیل شي.

مخکې له دې، د بشر د حقونو د څار سازمان خبرداری ورکړی و چې د محتوا بیا لیکل او د متخصصو استادانو ځای پر ځای کول د هلکانو د زده‌کړې کیفیت اغیزمن کړی او د زده‌کوونکو هڅه او ګډون یې کم کړی دی.

د ایران ۳۲ لوړپوړو چارواکو د ناقانونه افغان اتباعو د وتلو بهیر ارزولی

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۰۳ GMT+۱

ایراني چارواکي وایي، په تېرو دوو میاشتو کې د هېواد او ولایت ۳۲ لوړپوړو چارواکو د دوغارون نړيوال بندر له لارې د ناقانونه افغان کډوالو د وتلو بهیر له نږدې ارزولی دی. د ایران د تایباد ولسوال په وینا، په تېرو ۶۰ ورځو کې شاوخوا ۸۹۰ زره افغان کډوال د دوغارون له لارې ستانه شوي دي.

نوموړي د سې ‌شنبې په ورځ له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، د دوغارون ستراتیژیک موقعیت چې د افغانستان د ناقانونه کډوالو د وتلو لومړنۍ لار بلل کېږي، د اړوندو ادارو د مسوولینو ځانګړې پاملرنه ځان ته جلب کړې ده.

جمشیدي زیاته کړې چې د وتلو پر مهال د افغان اتباعو عزتمندانه ستنول او د دوی درناوی تل د چارواکو د ټینګار وړ موضوع پاتې شوې ده.

د ده په وینا، د بېلابېلو وزارتونو او ادارو له خوا د بهیر له څارنې سره د ستونزو د معلومولو پروسه هم عملي شوې او اوس مهال د کډوالو ستنیدل د لومړیو ورځو په پرتله په عادي بهیر بدل شوی.

هغه وویل، د افغان ناقانونه کډوالو د ستونزو کمول یا لرې کول د لوړپوړو چارواکو د سفرونو مهمه لاسته راوړنه ده.

د تایباد ولسوال څرګنده کړې، چې د ټولو اړوندو ادارو ګډ کار او همغږي د دې لامل شوې چې افغان اتباع په بشپړ احترام او عزت سره له هېواده ووځي.

د نوموړي په وینا، په تېرو شپېتو ورځو کې شاوخوا ۸۹۰ زره افغان کډوال د دوغارون له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

هغه زیاته کړه چې په دوغارون کې د کډوالو د اسانه او له ستونزو پرته وتلو لپاره ټول امکانات برابر شوي او د خدمتونو لړۍ لا هم روانه ده.

د ایران د پالیسي له مخې، ناقانونه بهرني اتباع په ځانګړي ډول افغانان چې په ۱۱ ولایتونو کې پیژندل شوي، د قانوني مراحلو له بشپړېدو وروسته د دوغارون له لارې افغانستان ته لېږل کېږي.

ایراني چارواکي داسې مهال د کډوالو لپاره د اسانتیاوو ادعاوې کوي، چې ډېری افغان کډوالو له ایراني چارواکو شکایتونه کوي، چې ددوی د ګروۍ او کورونو د مخکې ورکړل شویو پیسو په بېرته ورکولو کې همکاري نه کوي.

ایراني پولیس وايي د دوو افغانانو له معدو یې «۱۸۰ کڅوړې هیرویین» را اېستلي

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۳۱ GMT+۱

د ایران سرحدي ځواکونه وایي، د خراسان رضوي ولایت د تایباد په پوله یې دوه افغان وګړي نیولي چې د معدې له لارې یې د هیرویینو ۱۸۰ اوبي کڅوړې لېږدولې.د خراسان رضوي د سرحدي ځواکونو قوماندان وايي، د دواړو له معدې ټول دوه کیلو او ۱۷۰ ګرامه هیرویین راایستل شوي دي.

د خراسان رضوي د سرحدي ځواکونو قوماندان مجید شجاع د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، دغه کسان په تایباد کې د پلټنو پر مهال نیول شوي، او د هغوی له معدې ټول دوه کیلو او ۱۷۰ ګرامه هیرویین راایستل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، تورن کسان له اسنادو سره یو ځای قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.

هغه همداراز وویل، د پولو د کنټرول پر مهال د یوه بل افغان له موټر څخه هم ۶۲۰ ګرامه تاریاک کشف شوي چې اړوند چارواکو ته وسپارل شول.

شجاع ټینګار وکړ:«له افغانستان نه د صنعتي نشه‌يي موادو قاچاق ورځ تر بلې ډېرېږي، خو زموږ سرحدي ځواکونه یې د مخنیوي لپاره پرله‌پسې هڅې کوي.»

خراسان رضوي له افغانستان سره شاوخوا ۳۰۲ کیلومتره ګډه پوله لري او تایباد د دې ولایت سوېل ختیځ ته، د مشهد ښار نه ۲۲۵ کیلومتره لرې پروت دی.

د طالبانو د دولتي شرکتونو رییس تاتارستان ته سفر کړی

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۱۱ GMT+۱

د طالبانو د دولتي شرکتونو لوی رییس احمد جان بلال د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ تاتارستان جمهوریت ته سفر کړی دی. ټاکل شوې دغه پلاوی د تاتارستان په پلازمېنه کازان کې د تېلو او ګازو د صنعت په اړه په جوړېدونکې دوه ورځنۍ غونډه کې برخه واخلي.

دغه پلاوي کې د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت الله بدري هم ګډون لري.

د طالبانو د دولتي شرکتونو ریاست د سې شنبې په ورځ پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې یاد پلاوی به د تېلو، ګازو او کیمیاوي صنعت (Oil, Gas and Chemistry) تر عنوان لاندې نندارتون څخه هم لیدنه وکړي.

سربېره پر دې، افغان پلاوی به د تاتارستان له چارواکو سره د صنعتي همکاریو په اړه خبرې اترې ولري او یو شمېر پراختیایي پروژې به هم وګوري.

یاد پلاوی د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال او د سوداګرۍ وزیر اولیګ ولادیمروویچ کوربچینکو په بلنه تاتارستان ته تللی دی.

د زمري په ۱۶مه په کابل کې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان خصوصي سکټور او د تاتارستان جمهوریت ترمنځ د تېلو او ودانیزو توکو په برخه کې د ۱۸۳مېلیونه ډالرو په ارزښت سوداګریزې هوکړې لاسلیک شوې.

په همدې مجلس کې اولیګ ولادیمروویچ کوربچینکو د کابل واکمنو ته بلنه ورکړه، چې (د اګسټ په ۲۶مه) په تاتارستان کې د تېلو یو نندارتون کې برخه واخلي. همداراز یې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي مشر سید کریم هاشمي د تاتارستان د سوداګرۍ خونې لیدو ته وباله.

هم‌مهاله روسیه په نړۍ کې لومړنی هېواد دی، چې طالبان په رسمیت پېژني او د تاتارستان په ګډون د یاد فدارسیون غړو هېوادونو پر کابل له واکمنو سره خپلې اړیکې او تعاملات تر بل هر وخته ډېر پراخ کړي دي.