• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عمران خان د افغان کډوالو د اېستلو په تړاو د پاکستان پر پرېکړې نیوکه وکړه

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۳۶ GMT+۱تازه شوی: ۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۴۱ GMT+۱

د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو د څرنګوالي په تړاو د پاکستان پر وروستۍ پرېکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي: «زه پر دغې پرېکړې او له افغان کډوالو سره له کېدونکي چلنده شرمېږم.»

پاکستان د «پي او ار» کارټ لرونکو افغانانو ته چې شمېر یې له یو میلیون څخه زیات دی، د روانې اګسټ میاشتې تر پایه (۵ ورځې) وخت ورکړی چې له دغه هېواده ووځي، ګنې بیا به دوی په خپله لاس په کار شي.

د عمران خان خور چې د سې شنبې په ورځ (د وږي ۴مه) زندان ته د خپل ورور لیدو ته ورغلې وه، له یادې لیدنې وروسته یې د خپل ورور له قوله وویل: «عمران خان له پاکستانه د افغان کډوالو چې دلته له څو لسیزو راهیسې اوسېږي او کار و بار لري، په بېړه اېستنه د بشري حقونو او اسلامي اصولو پر خلاف ده.»

تر دې مخکې د زمري په ۲۶مه د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان هم په اسلام اباد کې په یوې خبري غونډه کې ویلي وو، چې له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو اېستنه به د اسلام اباد او کابل تر منځ اړیکې زیانمنې کړي او همداراز یې د هغو افغانانو لپاره چې د پاکستان په ګټه دي او هغو افغانانو لپاره چې په پنډغالو کې دي، د جلا جلا پالیسو د جوړولو غوښتنه وکړه او په وینا یې هغه افغانان چې دلته یې پانګونې او لوړې زده کړې کړي او یا هم پر زده کړو بوخت دي باید ونه اېستل شي، ځکه دوی د پاکستان په ګټه دي او یوازې هغه افغانان چې په پنډغالو کې اوسېږي، هغوی باید له جبر پرته په عزت سره خپل هېواد ته ولېږدول شي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

امریکا د کابل هوايي ډګر د خونړي برید د څېړنو نوی پړاو پیل کړ

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۲۱ GMT+۱

د امریکا د دفاع وزارت ویلي، چې یوه ځانګړي پلاوي د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۲۶مه د کابل نړۍوال هوايي ډګر د «ابي دروازې» د شوي ځانمرګي برید د بشپړ څېړنې بهیر پیل کړی دی.

دغه برید چې د افغانستان د جمهوري نظام د پرځېدو او د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال شوی و، د پراخ انساني زیان له امله د امریکا په تاریخ کې د یادونې وړ ګڼل کېږي.

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسټ د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویل، د دغه ځانګړي پلاوي موخه دا ده، چې ټول جزیات او هغه پرېکړې وڅېړي چې د امریکايي ځواکونو د بېړني وتلو پر مهال وشوې.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د څېړنو پایلې به د ۲۰۲۶کال تر نیمایي وړاندې شي.

هېګسټ زیاته کړه: «دا څېړنه د امریکا د خلکو په استازیتوب ترسره کېږي، ترڅو شفافیت او حساب ورکونه یقیني شي. هېڅ اړخ او هېڅ اقدام به له پامه ونه غورځول شي. زموږ لومړیتوب د قربانیانو د کورنیو لپاره عدالت تامینول دي.»

دغه پلاوي د ۲۰۲۳کال له سپټمبر راهیسې یوه تکمیلي ارزونه پیل کړې وه، چې څو میاشتې یې دوام وکړ.

د لومړنیو موندنو پر اساس، برید د جګړې په صحنه کې په «تاکتیکي کچه» د مخنیوي وړ نه و. خو اوسني څېړونکي ژمنه کوي، چې د هغه وخت د پوځي رهبرۍ ټول تصمیمونه، د استخباراتي معلوماتو کارونه او د ځواکونو د ځای پر ځای کولو څرنګوالی به له نږدې وارزوي.

100%

یاد برید د داعش خراسان ډلې له لوري ترسره شوی وو، چې په کې یوه ځانمرګي بریدګر په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه، چې۱۳ امریکايي سرتېري او شاوخوا ۱۷۰ افغان ملکي وګړي یې ووژل. دغه پېښه په هغه مهال رامنځته شوه چې زرګونه افغانان د کابل هوايي ډګر ته ورټول شوي وو، څو د بهرنیو ځواکونو په الوتکو کې له هېواده ووځي.

له پېښې وروسته د امریکا دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپورته شول. د قربانیانو کورنیو له حکومته غوښتنه کړې، چې د حقایقو بشپړ وضاحت ورکړي او مسوولین یې حساب ورکوونکي وګرځول شي.

100%

شنونکي وایي، دا څېړنه د امریکا لپاره یوازې د یوې خونړۍ پېښې د حقایقو موندل نه دي، بلکې د دې بهیر د باور بیا رغولو لپاره یوه ازموینه ده.

د امریکا د سیاسي صحنې په دننه کې هم د ۲۰۲۱کال له افغانستان څخه د امریکا د ګډوډ او بېړني وتلو پر سر سختې نیوکې شوې وې او د بایډن د حکومت د کړنلارې د ناکامۍ په توګه یادېږي.

د دفاع وزارت ویلي، چې د څېړنو وروستی راپور به د ۲۰۲۶کال تر نیمایي وړاندې او عام شي. همداراز تمه ده، چې د دې پر اساس د امریکا پوځ د راتلونکو عملیاتو لپاره د تګلارو په اصلاح کې ګامونه واخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د بایډن پر حکومت نیوکه کړې، چې د کابل هوايي ډګر پېښې د قربانیانو لپاره د عدالت په تامین کې یې اقدام نه دی کړی. روبیو وايي، د ټرمپ ادارې چټک اقدام وکړ، چې د چاودنې مسوول ونیسي. د امریکا دفاع وزیر هم ویلي، چې د وژل شویو سرتېرو قرباني به هېره نه شي.

د یادونې ده، چې څلور کاله وروسته لا هم د دې پېښې په اړه ډېرې مهمې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.

د طالبانو یو جګپوړی غړی: طالبان له برېتانیا د اېستل کېدونکو افغان کډوالو منلو ته چمتو دي

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۴۶ GMT+۱

د طالبانو یوه جګپوړي پلاوي برېتانوي ټېلګراف ورځپاڼې ته ویلي چې دغه ډله له برېتانیا څخه د ایستل کېدونکو افغان کډوالو په اړه له ځايي اصلاحاتو له ګوند سره د همکاریو لپاره چمتو ده.

د کډوالو ضد د اصلاحاتو ګوند مشر نایجل فراج د سې شنبې په ورځ (د وږي ۴مه) وویل، که د دغه هېواد په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې بریالی شي، نو په پنځو کلونو کې به له برېتانیا ۶۰۰ زره ناقانونه کډوال وباسي.

له دې سره سم، د اصلاحاتو ګوند یو غړی ضیاء یوسف بیا وايي، په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې د بریا په صورت کې ان دې ته هم حاضر دي، چې د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو لپاره طالبانو ته پیسې ورکړي. هغه زیاته کړه، په همدې موخه د ۲میلیارده پوڼد بودیجه طالبانو او همداراز اریتره ته په پام کې نیول شوې ده.

برېتانیا د طالبانو واکمني په رسمیت نه پېژني او ورسره اړیکې هم نه لري، خو جرمني او سویس بیا د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سره کونسلي اړیکې جوړې کړې دي.

د طالبانو یوه جګپوړي پلاوي له برېتانیا د افغان کډوالو د اېستنې له طرحې هرکلی کړی او ټېلګراف ورځپاڼې ته چې راپور یې د سې شنبې په ورځ (د وږي ۴مه) خپور شوی، ویلي: «موږ هر هغه کس چېفراج راولېږي منو. افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هڅې کوو داسې شرایط برابر شي چې هغوی په عزت سره ژوند وکړي.»

د نوموړي په وینا، طالبان به د اېستل کېدونکو افغانانو د منلو په بدل کې پيسې ونه مني، خو له راستنېدونکو د ملاتړ لپاره بشري مرستې مني.

د برېتانیا د لومړي وزیر دفتر هم د فراج له دغو څرګندونو وروسته ویلي، لومړی وزیر هم د افغانستان او اریتره په څېر هېوادونو ته د پناه غوښتونکو د استونې هوکړې د لاسلیکولو احتمال نه ردوي.

د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت هم ویلي، سره له دې چې مبدا هېوادونو د خپلو وګړو د منلو بهیر سخت کړی، خو لا هم له برېتانیا د هغو کسانو اېستنه چې د اقامت لپاره قانوني اسناد نه لري، د حکومت په لومړیتوبونو کې ده.

په برېتانیا کې د اصلاحات ګوند طرحه د جرمني وروستي اقدام ته ورته ده. جرمني له یوه کال راهیسې څه باندې ۱۰۰ افغان کډوال چې په باور یې مجرمین دي له طالبانو سره د تعامل له لارې بېرته کابل ته استولي دي.

د رسمي معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې برېتانیا یوازې ۹ افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي دي.

په برېتانیا کې د اصلاحاتو ګوند د دوو نورو مخکښو کارګر او محافظه کاره ګوندونو پر تله کم نفوذ لري او داسې ښکاري، چې په نږدې وختونو کې به د دې جوګه نشي چې پارلماني ټاکنې وګټي او حکومت خپل کړي. خو د اصلاحاتو ګوند مشر فراج په فرانسې او هالنډ کې د کډوالو ضد ګوندونو بریاوو ته په پام سره هیله مند دی، چې د کډوالو په تړاو د برېتانیا له پالیسیو ناراضي برېتانوي رای ورکوونکي به د ده ګوند ته رایه ورکړي.

دغه ګوند د کډوالو ضد پالیسیو له امله تر اوسه دومره کړي چې غړي یې د دغه هېواد غړیتوب ته رسولي دي.

د پاکستان د طبیعي پېښو ادارې په پنجاب او کشمېر کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدو خبرداری ورکړی

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۲۵ GMT+۱

د پاکستان د طبيعي پېښو ادارې خلکو ته خبرداری ورکړی، چې په پنجاب او کشمېر کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدو وېره شته. دغه ادارې له خلکو غوښتې، چې احتیاطي تدابیر ونیسي.

د پاکستان له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې د سې شنبه په ورخ (د وږي ۴مه) په پنجاب او ازاد جمو کشمیر کې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د زیاتو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړی.

د دغه ادارې د بېړنيو عملیاتو مرکز په خپاره شوي خبرداري کې ویلي، چې په دغو سیمو کې د سېلابونو او ځکمې ښویېدو خطر هم موجود دی.

د پاکستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخې، د ګجرات، ګوجرانواله، سیالکوټ، ناروال، لاهور او قصور ولسواليو کې د بارانونو اټکل شوی.

د دوی په خبره، په جلیم، چوال، منډي بهاوالدین، حافظ اباد، ننکانه صاحب، جنیوټ او پاکپټن کې هم په راتلوونکو ۲۴ ساعتونو کې د سختو بارانونو اټکل شوی دی.

دغه اداره وايي، چې په غرونو کې د قوي اوبو بهېدل به د سړکونو د بندېدو او د ترافيکي ګډوډيو لامل شي.

پاکستاني چارواکو له خلکو غوښتي، چې احتیاطي تدابیر ونیسي، له سیندونو، د غرونو له لمنو او ټیټو سیمو څخه نورو خوندي ځایونو ته ولاړ شي.

په تاشکند کې د منځنۍ اسیا هېوادونو ځانګړو استازو د افغانستان په تړاو ناسته کړې ده

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۱۴ GMT+۱

د منځنۍ اسیا د هېوادونو ځانګړي استازي د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې سره راټول شوي وو او د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه یې خبرې اترې کړي دي. د دغه ناستې کډونوالو د افغانستان په اړه د یوې ځانګړې «تماس ډلې» د جوړېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ځانګړو استازو په وینا، دا ډله کولای شي د یوه خپلواک سیمه ‌ییز چوکاټ په توګه د منځنۍ اسیا هېوادونو او افغانستان تر منځ د منظمې همغږۍ او خبرو اترو زمینه برابره کړي.

خبرپاڼه زیاتوي، ګډونوالو د افغانستان په اړه د خپلواک او سیمه ‌ییز لیدلوري پر لرلو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د افغانستان جغرافیایي موقعیت او تاریخي ـ کلتوري اړیکې د دواړو لوریو تر منځ ګډ کار او همکاریو ته اړتیا لري.

هغوی وویل، د ثبات، امنیت او پایدارې ودې لپاره له افغانستان سره ګډه سیمه ‌ییزه همکاري اړینه ده.

په غونډه کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا، د ټرانزیټي او ټرانسپورټي همکاریو د پیاوړتیا او د کلتوري اړیکو د پراخېدو پر موضوعاتو هم خبرې شوې دي.

100%

یادو استازو د طالبانو له چارواکو سره د تعامل د څرنګوالي په اړه هم نظرونه تبادله کړل او پر سیمه‌ ییز امنیت کې د لا زیاتې همغږۍ غوښتنه وشوه. هغوی د ترهګرۍ، توندلارۍ، منظمو جرمونو او د نشه‌ يي توکو د قاچاق پر وړاندې پر ګډو هڅو ټینګار وکړ.

استازو د افغانستان رول د سیمې د پایدارې ودې په موخو کې مهم وباله او پرېکړه یې وکړه، چې ورته غونډې په منظم ډول ترسره کړي.

د هغوی په وینا، د تماس د ډلې راتلونکي فعالیتونه به د منځنۍ اسیا د هېوادونو دریځ پیاوړی کړي او د سیمې په پرمختګ کې به مرسته وکړي.

د یادولو وړ ده، چې په دغه غونډه کې د ازبکستان، قزاقستان، قرغیزستان او تاجکستان استازو ګډون کړی و.

طالبانو په پروان او پکتیا کې د دوو ښځو په ګډون ۱۳ کسان په دُرو وهلي او زنداني کړي دي

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۰۰ GMT+۱

د طالبانو ستره محکمه وايي، په پروان او پکتیا ولایتونو کې د دوو ښځو په ګډون ۱۳ کسان «د نامشروع اړیکو، غلا او د نشه يي توکو د استعمال او خرڅلاو» په تړاو په عام محضر کې له ۳۰ تر ۳۹ دُرو وهل شوي دي.

د دغې محکمې د خبرپاڼې له مخې، له دې ډلې د دوو ښځو په ګډون ۱۲ کسان په پروان کې د نامشروع اړیکو، د نشه يي توکو د کارونې او خرڅلاو له امله په عام محضر کې له ۳۰ تر ۳۹ دُرو وهل شوي دي.

په ورته وخت کې د پکتيا ولایت د څمکنيو ولسوالۍ ابتداییه محکمې د پرېکړې له مخې، یو کس د غلا په تړاو ۳۰ دُرې وهل شوی او پر شپږ میاشتې تنفیذي بند هم محکوم شوی دی.

100%

په پروان ولایت کې د طالبانو د مرافعې محکمې رييس ذبیح الله خالد ویلي، په اسلامي هېواد کې چې الهي حدود او تعزیرات پر مجرمینو تطبیق کېږي، نو ورسره د مسلمانانو ژوند، مال او ناموس خوندي وي او په اسلام کې مجرمینو ته ټاکل شوې جزاوې د خلکو په خیر دي.