• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د طبیعي پېښو ادارې په پنجاب او کشمېر کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدو خبرداری ورکړی

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۲۵ GMT+۱

د پاکستان د طبيعي پېښو ادارې خلکو ته خبرداری ورکړی، چې په پنجاب او کشمېر کې د سېلابونو او ځمکې ښویېدو وېره شته. دغه ادارې له خلکو غوښتې، چې احتیاطي تدابیر ونیسي.

د پاکستان له طبيعي پېښو سره د مبارزې ادارې د سې شنبه په ورخ (د وږي ۴مه) په پنجاب او ازاد جمو کشمیر کې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د زیاتو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړی.

د دغه ادارې د بېړنيو عملیاتو مرکز په خپاره شوي خبرداري کې ویلي، چې په دغو سیمو کې د سېلابونو او ځکمې ښویېدو خطر هم موجود دی.

د پاکستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې د معلوماتو له مخې، د ګجرات، ګوجرانواله، سیالکوټ، ناروال، لاهور او قصور ولسواليو کې د بارانونو اټکل شوی.

د دوی په خبره، په جلیم، چوال، منډي بهاوالدین، حافظ اباد، ننکانه صاحب، جنیوټ او پاکپټن کې هم په راتلوونکو ۲۴ ساعتونو کې د سختو بارانونو اټکل شوی دی.

دغه اداره وايي، چې په غرونو کې د قوي اوبو بهېدل به د سړکونو د بندېدو او د ترافيکي ګډوډيو لامل شي.

پاکستاني چارواکو له خلکو غوښتي، چې احتیاطي تدابیر ونیسي، له سیندونو، د غرونو له لمنو او ټیټو سیمو څخه نورو خوندي ځایونو ته ولاړ شي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

۵

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

•
•
•

نور کیسې

پاکستانۍ رسنۍ: د ټي‌ټي‌پي اړوند د ۴۷ وسله ‌والو مړي ۱۵ ورځې افغانستان لوري ته پراته وو

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۲۹ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، څو ورځې وړاندې د وژل شویو «ټي‌ټي‌پي» اړوند ۴۷ وسله والو جسدونه د ۱۵ ورځو لپاره د افغانستان لوري ته پراته پاتې شوي وو، څو وروسته د دواړو غاړو «طالبان او پاکستان» په همغږۍ ولېږدول شول.

د پاکستانۍ رسنۍ «سما نیوز» د راپور له مخې، دا پېښه د اګسټ له ۷مې تر ۹مې پورې د بلوچستان په «سمبازه» سیمه کې رامنځته شوې وه.

سرچینې وایي، د پاکستاني طالبانو تحریک « ټي ټي پي » اړوند وسله‌والو هڅه کوله چې له افغانستان څخه د ډیورند کرښې له لارې پاکستان ته ننوځي، خو د پاکستان د امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال یې مخه ونیول شوه.

د راپورونو له مخې، په دغه عملیاتو کې ۴۷وسله‌وال وژل شوي دي. د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي، چې هغوی د هر ډول برید او فعالیت د پیل مخکې له منځه یووړل شول. د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، د وژل شویو کسانو جسدونه د افغانستان لوري ته پاتې شول او د شاوخوا دوو اوونیو لپاره نه طالبانو او نه هم د وژل شویو د کورنیو له لوري د هغوی د لېږد هڅه وشوه.

د پاکستان د امنیتي سرچینو په خبره، دا د حیرانتیا وړ وه چې د وسله‌والو جسدونه دومره اوږده موده د پولې هغې غاړې ته پراته پاتې شول. خو بالاخره، د اګسټ پر ۲۵مه د طالبانو د استازو او د پاکستاني چارواکو تر منځ د یوې غونډې وروسته پرېکړه وشوه چې جسدونه د کچرو په وسیله افغانستان ته ولېږدول شي.

د پاکستان امنیتي چارواکي زیاتوي، چې دغه پېښه یو ځل بیا ښيي، چې د «ټي ټي پي» د فعالیتونو د مخنیوي لپاره اقدامات پر وخت ترسره کېږي، خو د جسدونو د پاتې کېدو موضوع د طالبانو او د سیمې د اوسېدونکو تر منځ پوښتنې راولاړې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تر دې وړاندې ویلي و، چې طالبانو د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د پاکستاني طالبانو تحریک اړوند د ۵۰ افغان جنګیالیو مړي د پکتیکا مرکزي روغتون ته انتقال کړي دي. دغه جنګيالي ډیورنډ کرښې ته نږدې د بلوچستان د «سمبازه» په سیمه کې د پاکستان له پوځ سره په نښتو کې وژل شوي‌ وو.

مخکې امنیتي‌ سرچینو ویلي و، چې دا مړي به د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي‌ ویلي.

د پاکستان پوځ د زمري په ۲۱مه اعلان وکړ، چې ډیورنډ کرښې ته یې نږدې د بلوچستان په سمبازه سیمه کې د پاکستاني طالبانو تحریک ۵۰ غړي وژلي دي.

سرچینو ویلي، چې د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې شاوخوا ۹۰ سلنه وژل شوي کسان افغانان وو، چې د حافظ ګل بهادر ډلې پورې یې تړاو درلود او د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر وړاندې عملیاتو لپاره پاکستان ته داخل شوي وو.

د حافظ ګل بهادر تر مشرۍ لاندې ډله د پاکستان پر وړاندې د مهمو ډلو له جملې څخه ګڼل کېږي، چې پخوا د پاکستاني طالبانو تحریک یوه پوځي څانګه بلل کېده.

دغې ډلې تر اوسه د پاکستان پر امنیتي ځواکونو څو خونړي بریدونه ترسره کړي دي.

پاکستان څو ځله پر طالبانو تور لګولی، چې د ترهګرو ډلو په ځانګړي ډول د تحریک طالبان پاکستان ته یې پناه ورکړې او له طالبانو یې غوښتي، چې په دې اړه عملي ګامونه واخلي؛ خو طالبان بیا دا تورونه رد کړي دي.

تر دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي ویلي و، چې په افغانستان کې مېشتې ترهګرې ډلې په ځانګړې توګه تحریک طالبان پاکستان چې شاوخوا شپږ زره جنګیالي لري، د پاکستان د ملي امنیت او د سیمې د ثبات لپاره «تر ټولو لوی او بېړنۍ ګواښ» دي.

عاصم افتخار احمد چې دا څرګندونې یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ناسته کې کړي، ټینګار کړی چې د ترهګرۍ ګواښ د پاکستان لپاره یو جدي او بېړنی حالت لري.

عمران خان: د دې پر ځای چې عاصم منیر له ما د بښنې غوښتنه وکړي، باید خپله له ما بښنه وغواړي

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۳۱ GMT+۱

د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د واک تږی دی او د همدې لپاره یې تر ټولو بدترین امریت ټينګ کړی دی. نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «د دې پر ځای چې منیر له ما د بښنې غوښتنه وکړي، باید خپله راڅخه بښنه وغواړي.»

هغه وایي، په پاکستان کې قانونمنده نظام نشته، بلکې د عاصم منیر مطلقه ډیکتاتوري حاکمه ده او د «مې نهمې» پېښه هم جنرال منیر تنظیم کړې وه او ثبت شوې ویډیوګانې یې پټې کړې دي.

عمران خان زیاته کړې، چې په وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د لومړي وزیر شهباز شریف پر ځای عاصم منیر ته بلنه ورکړې وه، چې دا د پاکستان د اوسني سیاسي وضعیت څرګندونه کوي.

هغه پر پوځ د خپلې کورنۍ د غړو د ځورولو تور هم پورې کړی: «زما غېرسیاسي خپلوان په نښه کېږي، زما دوه ورېرونه، شارېزخان او شېرشاه تښتول شوي دي. شارېز یو ورزشکار دی، خو هغه هم د دې ظلم ښکار شو. زه په بشپړه توګه د انفرادي بند له حالت سره مخ یم، درېیو میاشتو کې یوازې درې واره لیدنې راکړل شوي، زما وکیلان او کورنۍ له میاشتو میاشتو نه پرېښودل کېږي چې له ما سره وویني.»

هغه ویلي، چې د خپلې مېرمنې بشری بي بي په اړه یې هم له غېرانساني چلند شکایتونه دي: «هغه اته میاشتې کېږي چې په انفرادي بند کې ساتل شوې ده. داسې چلند د ښځو سره د پاکستان په تاریخ کې نه دی شوی. حتی یحیی خان هم داسې نه و کړی. هغې ته برېښنايي شاک ورکړل شوی او زخمونه یې اخیستي دي او همدارنګه ناپاکې او ککړې اوبه ورکول کېږي.»

100%

د عمران خان په وینا، د پوځ مشر د ده د کورنۍ د غړو د نیولو او شکنجې له لارې پرې فشار راوړل غواړي، خو دی به «نه تسلیمېږي او نه به د ظلم منلو ته چمتو شي.» هغه ټینګار کړی: «زه به د خپلې حقیقي ازادۍ مبارزه دوامدار وساتم.»

د تحریک انصاف ګوند مشر د پاکستان پر عدلي سیسټم او رسنیو هم سختې نیوکې کړي او وایي، چې «عدليه د ۲۶مې اساسي قانون ترمیم وروسته په بشپړ ډول غلامه شوې ده، رسنۍ چوپې دي او پولیس د تحریک انصاف ګوند د غړو پر ضد کارول کېږي، چې له امله یې په ټول هېواد کې د جرمونو کچه لوړه شوې ده. د بېوزلۍ کچه تر ټولو لوړه شوې ده او اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي.»

100%

هغه همداراز پر قاضیانو د بشري حقونو د نقض پر مسایلو د سترګو پټولو تور پورې کړ او ویې ویل: «که قاضیانو له خپل وجدانه کار اخیستی، د خلکو د حقونو ساتنه یې کولی او له اخرت څخه وېرېدلي وای، دا ډول ظلمونه به هېڅکله نه کېدل.»

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان دا مهال په زندان کې دی او د هغه د خوشې‌کېدو مسله په دغه هېواد او نړۍواله کچه د سیاسي بحثونو یوه ګرمه موضوع ګرځېدلې ده.
تر دې مخکې هم داسې راپورونه خپاره شوي، چې د پاکستان حکومت عمران خان ته له خپلې کورنۍ سره د لیدو او خبرو اجازه نه ورکوي.

پاکستان د سېلابونو د خطر له امله ۱۵۰ زره کسان خوندي سیمو ته لېږدولي

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۰۵ GMT+۱

پاکستان د پنجاب ایالت په درې سیندونو، راوي، ستلج او چناب کې د سېلابونو د ګواښ له امله شاوخوا ۱۵۰ زره کسان خوندي سیمو ته انتقال کړي دي. دا اقدام د سیلابونو راوتلو په تړاو د هند له خبرداري وروسته شوی.

د پاکستان چارواکي وایي، سلګونه کلي د سیندونو د غاړو له اوسېدونکو تخلیه شوي او هند به په راتلونکو ورځو کې ټاکلې اوبه خوشې کړي.

د پنجاب ایالت په دې سیمه کې حاصل خیزې ځمکې او د هېواد د غنمو د کر لویه برخه ده او هر ډول سېلاب اقتصادي او خوراکي بحران ته لار هواروي.

جرمني ټولنو په پاکستان کې له زنداني افغان کډوالو سره د مرستې غوښتنه وکړه

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۲۷ GMT+۱

د دوشنبې په ورځ لسګونه ادارو د جرمني له حکومته وغوښتل، چې له پاکستانه دې د زرګونه افغانانو د اېستلو مخه ونیسي. دا هغه کډوال دي چې جرمني د پناه ورکولو ژمنه ورسره کړې وه.

ډان ورځپاڼې سې‌شنبه (د وږي ۴مه) لیکلي، د جرمني د وکیلانو ټولنې په نوښت تر ۵۰ ډېرو ټولنو د جرمني له حکومته غوښتي چې له ۲۰۰۰ ډېر افغانان دې له پاکستانه نه شړل کېږي.

دغه مدني ټولنو له حکومته غوښتي، چې د امنیتي څېړنو بهیر چټک کړي او هغه افغانان ژر راوباسي چې دوسیې یې څېړل شوې دي؛ په تېره بیا وکیلان، قاضیان، مدني فعالان، خبریالان او لږکي چې په افغانستان کې له ګواښ سره مخ دي.

په بیان کې ویل شوي: «جرمنی د هغو افغانانو پر وړاندې ځانګړی مسوولیت لري، چې پر موږ یې باور کړی او اوس یې د ډیموکراسۍ او بشري حقونو د ملاتړ له امله ژوند له ګواښ سره مخ دی.»

تېره اونۍ برلین تایید کړه، چې ۴۵۰هغه افغانان چې په اسلام‌اباد کې جرمني ته د تګ په تمه وو؛ پاکستاني پولیسو نیولي او له دې ډلې تر ۲۰۰ ډېر یې بېرته افغانستان ته استولي دي.

له پاکستانه یوه ۱۶کلنه افغانه نجلۍ او کورنۍ یې افغانستان ته اېستل کېږي

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۱۴ GMT+۱

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې سې‌شنبه (د وږي ۴مه) راپور ورکړی، پاکستاني چارواکو پرېکړه کړې چې ۱۶ کلنه افغانه نوشابه او د هغې مور بېرته افغانستان ته واستوي. دا کار تر هغه وروسته کېږي، چې په راولپنډۍ کې د هغې د جبري واده هڅه ناکامه شوه.

پاکستاني پولیسو ویلي، دغه نجلۍ د مل خان په نوم یوه افغان د کوټې له کچلاغ څخه راوستې وه چې خپل ورور ګل خان ته یې واده کړي. نوموړي د دغه کار په بدل کې د نوشابې له کورنۍ سره ژمنه کړې وه، چې کار به ورته پیدا کوي.

د پولیسو په خبره، مل خان پر غرنیو قاچاقي لارو دغه نجلۍ خپل کور ته راوستې وه؛ خو کله چې نوشابې ګل خان ولید د هغه د ډېر عمر له امله یې له هغه سره د واده مخالفت وکړ او کله چې ګاونډيان د هغوی کور ته ورغلل؛ نو ملا وتښتېد.

تر دې وروسته پولیسو د اوسېدو قانوني اسنادو نه‌لرلو له امله د نوشابې د کورنۍ غړي له ځانه سره بوتلل. په پام کې ده، چې دغه کورنۍ په ۴۸ ساعتونو کې د تورخم له لارې افغانستان ته واستول شي.

پولیسو راولپنډۍ ته د دغه کورنۍ په قاچاقي ډول راوستلو او په خپل کور کې د ځای ورکولو له امله د مل خان کورنۍ پر وړاندې هم دوسیه ثبت کړې ده.

له بلې خوا د اسلام‌اباد مرافعې محکمې د ۱۸ افغان کډوالو شړل وځنډول او د هغوی په اړه یې له کورنیو چارو وزارت، احصایې ملي ادارې او فډرالي څېړنو ادارې څخه وضاحت وغوښت.

د دغه ۱۸ افغان کډوالو وکیلانو وویل، چې دغه افغانان د مرحوم فضل الرحمن د کورنۍ غړي دي چې په ۲۰۰۸ کال کې یې د پاکستاني تابعیت غوښتنه کړې وه؛ خو تراوسه د هغوی په اړه پرېکړه نه وه شوې.

محکمې وویل، چې دغه کورنۍ به د سپټمبر په ۱۸مه نېټه محکمې ته حاضرېږي. حقوق پوهان وایي، دغه قضیه ښایي د افغان کډوالو او تابعیت غوښتونکو د حقونو لپاره یوه مهمه پرېکړه وکړي.