• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له پاکستانه یوه ۱۶کلنه افغانه نجلۍ او کورنۍ یې افغانستان ته اېستل کېږي

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۱۴ GMT+۱

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې سې‌شنبه (د وږي ۴مه) راپور ورکړی، پاکستاني چارواکو پرېکړه کړې چې ۱۶ کلنه افغانه نوشابه او د هغې مور بېرته افغانستان ته واستوي. دا کار تر هغه وروسته کېږي، چې په راولپنډۍ کې د هغې د جبري واده هڅه ناکامه شوه.

پاکستاني پولیسو ویلي، دغه نجلۍ د مل خان په نوم یوه افغان د کوټې له کچلاغ څخه راوستې وه چې خپل ورور ګل خان ته یې واده کړي. نوموړي د دغه کار په بدل کې د نوشابې له کورنۍ سره ژمنه کړې وه، چې کار به ورته پیدا کوي.

د پولیسو په خبره، مل خان پر غرنیو قاچاقي لارو دغه نجلۍ خپل کور ته راوستې وه؛ خو کله چې نوشابې ګل خان ولید د هغه د ډېر عمر له امله یې له هغه سره د واده مخالفت وکړ او کله چې ګاونډيان د هغوی کور ته ورغلل؛ نو ملا وتښتېد.

تر دې وروسته پولیسو د اوسېدو قانوني اسنادو نه‌لرلو له امله د نوشابې د کورنۍ غړي له ځانه سره بوتلل. په پام کې ده، چې دغه کورنۍ په ۴۸ ساعتونو کې د تورخم له لارې افغانستان ته واستول شي.

پولیسو راولپنډۍ ته د دغه کورنۍ په قاچاقي ډول راوستلو او په خپل کور کې د ځای ورکولو له امله د مل خان کورنۍ پر وړاندې هم دوسیه ثبت کړې ده.

له بلې خوا د اسلام‌اباد مرافعې محکمې د ۱۸ افغان کډوالو شړل وځنډول او د هغوی په اړه یې له کورنیو چارو وزارت، احصایې ملي ادارې او فډرالي څېړنو ادارې څخه وضاحت وغوښت.

د دغه ۱۸ افغان کډوالو وکیلانو وویل، چې دغه افغانان د مرحوم فضل الرحمن د کورنۍ غړي دي چې په ۲۰۰۸ کال کې یې د پاکستاني تابعیت غوښتنه کړې وه؛ خو تراوسه د هغوی په اړه پرېکړه نه وه شوې.

محکمې وویل، چې دغه کورنۍ به د سپټمبر په ۱۸مه نېټه محکمې ته حاضرېږي. حقوق پوهان وایي، دغه قضیه ښایي د افغان کډوالو او تابعیت غوښتونکو د حقونو لپاره یوه مهمه پرېکړه وکړي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي، روغتیايي خدمتونه باید له سیاست جلا وي

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان له استازي سره په کتنه کې ټینګار کړی، چې روغتیايي خدمتونه باید له سیاست څخه جلا وي.

دغه طالب چارواکي که څه هم په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي؛ خو ویلي یې دي چې د روغتیايي نظام د پیاوړتیا لپاره هلې ځلې کوي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر همدا راز په افغانستان کې د روغتیايي نظام د پیاوړتیا نړۍوالې مرستې هم مهمې بللې دي.
په کابل کې د اسلامي همکاریو سازمان استازي محمد سعید بیا د عامې روغتیا په برخه کې د افغانانو د لاسنیوي په برخه کې ډاډ ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانانو بیا د افغانستان انټرنشنل په ګډون له بېلابېلو رسنیو سره په خبرو کې په روغتیايي نظام د پراخو ستونزو او ننګونو په اړه شکایتونه کړي دي.

تورخم کې له تېرو څلورو ورځو راهیسې په تازه مېوو او سبزیو بار شاوخوا ۴۰۰موټرونه بند پاتې دي

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۴۸ GMT+۱

یوشمېر افغان سوداګرو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې په تورخم کې له تېرو څلورو ورځو راهیسې په تازه مېوو او سبزیو بار شاوخوا ۴۰۰موټرونه بند پاتې دي. افغان سوداګر زیاتوي:« پاکستاني چارواکي په شعوري ډول موټرونه په ځنډ سکېن کوي، چې له امله یې مېوې او سبزي خوسا کېږي.»

دغه سوداګر وایي، د دغه مېوو او سبزیو ډېره برخه اوس خوسا شوې ده چې له امله یې دوی ته لوی زیان اوښتی دی.

یو سوداګر د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو برخې ته ویلي:« پاکستاني چارواکو په تورخم کې زموږ په تازه مېوو او سبریو بار شاوخوا ۴۰۰ موټرونه درولي، چې د دې ځنډ له امله راته لوی زیان اوښتی دی.»

دغه سوداګر وايي، پاکستان دا کار په شعوري ډول کوي او د دوی موټر په ځنډ سکېن کوي. د هغه په وینا؛ تر دې وړاندې پاکستان ته ورتلونکی یو موټر له پنځو تر دوولسو دقیقو پورې سکېن کېده او پاکستان ته به اوښته؛ خو اوس د یوه موټر سکېن کول یو ساعت وخت نيسي.

سوداګر زیاتوي، چې په تورخم کې تر دې اوږده ځنډ وروسته دوی اړ دي چې په پاکستان کې خپلې مېوې او سبزي په تاوان وپلوري.

دغه سوداګر د طالبانو حکومت ته هم ګوته نيسي او زیاتوي، چې په دې اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې نه‌دي کړې او دغه ستونزه یې نه‌ده حل کړې.

افغان سوداګر وايي، پاکستاني چارواکي د افغانستان د مېوو او سبزیو رسېدو پر مهال په بېلابېلو پلمو خپلې لارې بندوي او د افغانستان د صادراتو مخه نیسي.

په دې ۴۰۰ موټرو کې انګور، رومیان او پیاز بار دي، چې اوس یې ډېره برخه خوسا شوې ده.

ټرمپ د کابل په هوايي ډګر کې د وژل شویو امریکايي سرتېرو په څلورم تلین کې ګډون وکړ

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۱۱ GMT+۱

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د هغو ۱۳ امریکايي سرتېرو د څلورم تلین په مراسمو کې ګډون وکړ، چې د ۲۰۲۱کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د وتلو پر مهال وژل شوي وو. ټرمپ د وژل شویو سرتېرو د درناوي په اړه یو فرمان هم لاسلیک کړ.

اې پي خبري اژانس سې‌شنبه (د وږي ۴مه) لیکلي، چې ټرمپ د قربانیانو د شاوخوا ۳۵ خپلوانو په مخکې د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن ته ګوته ونیوله او د ۲۰۲۱کال د اګست میاشتې ۲۶مې نېټې پېښه یې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو «احمقانه» ورځ وبلله.

په دې برید کې د کابل هوايي ډګر (ابي ګېټ) مخې ته تر ۱۰۰ډېر افغانان هم وژل شوي وو.

د بایډن ادارې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو هغه مهالوېش عملي کاوه، چې د ټرمپ پخوانۍ ادارې له طالبانو سره ټاکلی و. د ۲۰۲۲کال یو راپور څرګنده کړه، چې د دواړو حکومتونو پرېکړو د افغان پوځ نسکورېدو او طالبانو د واکمنۍ لامل شوې.

دا پېښه اوس هم په امریکا کې د سیاسي لانجو یوه برخه ده. تېر کال په اوارلینګټن ملي هدیره کې د دغه پېښې د یاد مراسم جنجالي شول.

په هرات ولایت کې یو کس خپله مور، مېرمن او لور وژلې او تښتېدلی دی

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۳:۴۰ GMT+۱

په هرات ولایت کې ځايي سرچینې وایي، چې وړمه شپه یو کس د دغه ښار د باغ‌نظرګاه په سیمه کې خپله مور، مېرمن او لور په چړې وژلې او وروسته تښتېدلی دی. په قربانیانو کې یوه ۱۱ کلنه ماشومه هم شامله ده.

د وژل شویو کسانو د ګاونډي په وینا؛ تر دې پېښې مخکې د کورنۍ د غړو تر منځ لفظي شخړه شوې وه.

که څه هم پر دې پېښې تر ۲۴ ساعتونو ډېر وخت اوښتی؛ خو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي او نه هم د قاتل په اړه څه ویل شوي دي.

وژل شوي کسان پرون په هرات ښار کې خاورو ته وسپارل شول.

په روان کال (غبرګولي میاشت) کې هم د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې یو کس خپله مېرمن، مور او پلار وژلي وو. طالبانو هغه وخت ویلي وو، چې د پېښې عامل نیول شوی دی.

نایجل فراج: که واک ته ورسېږم، له افغانستان او اریتریا سره د کډوالو د ستنولو تړونونه کوم

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۱:۳۷ GMT+۱

د برېتانیا د ښي اړخي «رفرم یو‌کي» ګوند مشر نایجل فراج وايي، که واک ته ورسېږي غواړي چې له افغانستان او اریتریا سره د کډوالو د بېرته ستنولو تړونونه وکړي او همداراز به د کډوالو د اېستلو لپاره ورځنۍ الوتنې تنظیم کړي.

فراج دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د برېتانیا حکومت د دوشنبې په ورځ د خپرو شویو رسمي معلوماتو له مخې ویلي، چې د روان کال له پیل څخه تر اوسه «۲۸ زره او ۷۶» کډوال د وړو بېړیو له لارې د مانش کانال څخه برېتانیا ته رسېدلي دي.

دا شمېر د ۲۰۲۴کال د همدې مودې په پرتله «۴۶سلنه» زیاتوالی ښيي او د لومړي وزیر کې‌ير سټارمر پر حکومت د کډوالۍ په اړه نوی فشار زیاتوي.

د کډوالو یاد شمېر د یکشنبې په ورځ د ریکارډ کچې ته ورسېد، کله چې «۲۱۲ کسان» په څلورو بېلابېلو بېړیو کې برېتانیا ته ننوتل.

دا په داسې حال کې ده، چې په همدې ورځ بیا په دغه هېواد کې د کډوالۍ پر ضد پراخ لاریونونه هم وشول. دغو لاریونونو تر هغه وروسته زور واخیست، چې یوې محکمې په ایپینګ سیمه کې د یوه هوټل د خالي کولو پرېکړه وکړه چې پناه غوښتونکي پکې مېشت وو.

د کارګر ګوند حکومت ژمنه کړې، چې تر ۲۰۲۹کال پورې د پناه غوښتونکو د ځای پر ځای کولو لپاره د هوټلونو کارول بند کړي او د پناه غوښتنې بهیر ته اساسي بدلون ورکړي.

تېره ورځ حکومت اعلان وکړ، چې د استیناف بهیر به ګړندی کړي او د شاوخوا ۱۰۰زره ځنډول شویو دوسیو د حل لپاره به اقدامات وکړي.

د برېتانیا د کورنیو چارو وزیرې «یویټ کوپر» ویلي، چې دغه اصلاحات به د هغه سیسټم د بیا رغولو هڅه وي، چې اوس په بشپړ ګډوډي کې دی.

خو بلخوا بیا نایجل فراج د «ډله ییز اېستلو» پر پلان ټینګار کوي. د هغه وړاندیزونو کې د برېتانیا د اروپايي بشري حقونو له کنوانسیون څخه وتل، د پناه غوښتنو بندول او د ۲۴زره کسانو د ساتلو لپاره د توقیف مرکزونو جوړول شامل دي.