• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عمران خان: د دې پر ځای چې عاصم منیر له ما د بښنې غوښتنه وکړي، باید خپله له ما بښنه وغواړي

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۳۱ GMT+۱

د تحریک انصاف ګوند بنسټګر او د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي، چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د واک تږی دی او د همدې لپاره یې تر ټولو بدترین امریت ټينګ کړی دی. نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «د دې پر ځای چې منیر له ما د بښنې غوښتنه وکړي، باید خپله راڅخه بښنه وغواړي.»

هغه وایي، په پاکستان کې قانونمنده نظام نشته، بلکې د عاصم منیر مطلقه ډیکتاتوري حاکمه ده او د «مې نهمې» پېښه هم جنرال منیر تنظیم کړې وه او ثبت شوې ویډیوګانې یې پټې کړې دي.

عمران خان زیاته کړې، چې په وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د لومړي وزیر شهباز شریف پر ځای عاصم منیر ته بلنه ورکړې وه، چې دا د پاکستان د اوسني سیاسي وضعیت څرګندونه کوي.

هغه پر پوځ د خپلې کورنۍ د غړو د ځورولو تور هم پورې کړی: «زما غېرسیاسي خپلوان په نښه کېږي، زما دوه ورېرونه، شارېزخان او شېرشاه تښتول شوي دي. شارېز یو ورزشکار دی، خو هغه هم د دې ظلم ښکار شو. زه په بشپړه توګه د انفرادي بند له حالت سره مخ یم، درېیو میاشتو کې یوازې درې واره لیدنې راکړل شوي، زما وکیلان او کورنۍ له میاشتو میاشتو نه پرېښودل کېږي چې له ما سره وویني.»

هغه ویلي، چې د خپلې مېرمنې بشری بي بي په اړه یې هم له غېرانساني چلند شکایتونه دي: «هغه اته میاشتې کېږي چې په انفرادي بند کې ساتل شوې ده. داسې چلند د ښځو سره د پاکستان په تاریخ کې نه دی شوی. حتی یحیی خان هم داسې نه و کړی. هغې ته برېښنايي شاک ورکړل شوی او زخمونه یې اخیستي دي او همدارنګه ناپاکې او ککړې اوبه ورکول کېږي.»

100%

د عمران خان په وینا، د پوځ مشر د ده د کورنۍ د غړو د نیولو او شکنجې له لارې پرې فشار راوړل غواړي، خو دی به «نه تسلیمېږي او نه به د ظلم منلو ته چمتو شي.» هغه ټینګار کړی: «زه به د خپلې حقیقي ازادۍ مبارزه دوامدار وساتم.»

د تحریک انصاف ګوند مشر د پاکستان پر عدلي سیسټم او رسنیو هم سختې نیوکې کړي او وایي، چې «عدليه د ۲۶مې اساسي قانون ترمیم وروسته په بشپړ ډول غلامه شوې ده، رسنۍ چوپې دي او پولیس د تحریک انصاف ګوند د غړو پر ضد کارول کېږي، چې له امله یې په ټول هېواد کې د جرمونو کچه لوړه شوې ده. د بېوزلۍ کچه تر ټولو لوړه شوې ده او اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي.»

100%

هغه همداراز پر قاضیانو د بشري حقونو د نقض پر مسایلو د سترګو پټولو تور پورې کړ او ویې ویل: «که قاضیانو له خپل وجدانه کار اخیستی، د خلکو د حقونو ساتنه یې کولی او له اخرت څخه وېرېدلي وای، دا ډول ظلمونه به هېڅکله نه کېدل.»

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان دا مهال په زندان کې دی او د هغه د خوشې‌کېدو مسله په دغه هېواد او نړۍواله کچه د سیاسي بحثونو یوه ګرمه موضوع ګرځېدلې ده.
تر دې مخکې هم داسې راپورونه خپاره شوي، چې د پاکستان حکومت عمران خان ته له خپلې کورنۍ سره د لیدو او خبرو اجازه نه ورکوي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

۵

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

•
•
•

نور کیسې

پاکستان د سېلابونو د خطر له امله ۱۵۰ زره کسان خوندي سیمو ته لېږدولي

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۰۵ GMT+۱

پاکستان د پنجاب ایالت په درې سیندونو، راوي، ستلج او چناب کې د سېلابونو د ګواښ له امله شاوخوا ۱۵۰ زره کسان خوندي سیمو ته انتقال کړي دي. دا اقدام د سیلابونو راوتلو په تړاو د هند له خبرداري وروسته شوی.

د پاکستان چارواکي وایي، سلګونه کلي د سیندونو د غاړو له اوسېدونکو تخلیه شوي او هند به په راتلونکو ورځو کې ټاکلې اوبه خوشې کړي.

د پنجاب ایالت په دې سیمه کې حاصل خیزې ځمکې او د هېواد د غنمو د کر لویه برخه ده او هر ډول سېلاب اقتصادي او خوراکي بحران ته لار هواروي.

جرمني ټولنو په پاکستان کې له زنداني افغان کډوالو سره د مرستې غوښتنه وکړه

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۲۷ GMT+۱

د دوشنبې په ورځ لسګونه ادارو د جرمني له حکومته وغوښتل، چې له پاکستانه دې د زرګونه افغانانو د اېستلو مخه ونیسي. دا هغه کډوال دي چې جرمني د پناه ورکولو ژمنه ورسره کړې وه.

ډان ورځپاڼې سې‌شنبه (د وږي ۴مه) لیکلي، د جرمني د وکیلانو ټولنې په نوښت تر ۵۰ ډېرو ټولنو د جرمني له حکومته غوښتي چې له ۲۰۰۰ ډېر افغانان دې له پاکستانه نه شړل کېږي.

دغه مدني ټولنو له حکومته غوښتي، چې د امنیتي څېړنو بهیر چټک کړي او هغه افغانان ژر راوباسي چې دوسیې یې څېړل شوې دي؛ په تېره بیا وکیلان، قاضیان، مدني فعالان، خبریالان او لږکي چې په افغانستان کې له ګواښ سره مخ دي.

په بیان کې ویل شوي: «جرمنی د هغو افغانانو پر وړاندې ځانګړی مسوولیت لري، چې پر موږ یې باور کړی او اوس یې د ډیموکراسۍ او بشري حقونو د ملاتړ له امله ژوند له ګواښ سره مخ دی.»

تېره اونۍ برلین تایید کړه، چې ۴۵۰هغه افغانان چې په اسلام‌اباد کې جرمني ته د تګ په تمه وو؛ پاکستاني پولیسو نیولي او له دې ډلې تر ۲۰۰ ډېر یې بېرته افغانستان ته استولي دي.

له پاکستانه یوه ۱۶کلنه افغانه نجلۍ او کورنۍ یې افغانستان ته اېستل کېږي

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۱۴ GMT+۱

د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې سې‌شنبه (د وږي ۴مه) راپور ورکړی، پاکستاني چارواکو پرېکړه کړې چې ۱۶ کلنه افغانه نوشابه او د هغې مور بېرته افغانستان ته واستوي. دا کار تر هغه وروسته کېږي، چې په راولپنډۍ کې د هغې د جبري واده هڅه ناکامه شوه.

پاکستاني پولیسو ویلي، دغه نجلۍ د مل خان په نوم یوه افغان د کوټې له کچلاغ څخه راوستې وه چې خپل ورور ګل خان ته یې واده کړي. نوموړي د دغه کار په بدل کې د نوشابې له کورنۍ سره ژمنه کړې وه، چې کار به ورته پیدا کوي.

د پولیسو په خبره، مل خان پر غرنیو قاچاقي لارو دغه نجلۍ خپل کور ته راوستې وه؛ خو کله چې نوشابې ګل خان ولید د هغه د ډېر عمر له امله یې له هغه سره د واده مخالفت وکړ او کله چې ګاونډيان د هغوی کور ته ورغلل؛ نو ملا وتښتېد.

تر دې وروسته پولیسو د اوسېدو قانوني اسنادو نه‌لرلو له امله د نوشابې د کورنۍ غړي له ځانه سره بوتلل. په پام کې ده، چې دغه کورنۍ په ۴۸ ساعتونو کې د تورخم له لارې افغانستان ته واستول شي.

پولیسو راولپنډۍ ته د دغه کورنۍ په قاچاقي ډول راوستلو او په خپل کور کې د ځای ورکولو له امله د مل خان کورنۍ پر وړاندې هم دوسیه ثبت کړې ده.

له بلې خوا د اسلام‌اباد مرافعې محکمې د ۱۸ افغان کډوالو شړل وځنډول او د هغوی په اړه یې له کورنیو چارو وزارت، احصایې ملي ادارې او فډرالي څېړنو ادارې څخه وضاحت وغوښت.

د دغه ۱۸ افغان کډوالو وکیلانو وویل، چې دغه افغانان د مرحوم فضل الرحمن د کورنۍ غړي دي چې په ۲۰۰۸ کال کې یې د پاکستاني تابعیت غوښتنه کړې وه؛ خو تراوسه د هغوی په اړه پرېکړه نه وه شوې.

محکمې وویل، چې دغه کورنۍ به د سپټمبر په ۱۸مه نېټه محکمې ته حاضرېږي. حقوق پوهان وایي، دغه قضیه ښایي د افغان کډوالو او تابعیت غوښتونکو د حقونو لپاره یوه مهمه پرېکړه وکړي.

تورخم کې له تېرو څلورو ورځو راهیسې په تازه مېوو او سبزیو بار شاوخوا ۴۰۰موټرونه بند پاتې دي

۴ وږی ۱۴۰۴ - ۲۶ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۴۸ GMT+۱

یوشمېر افغان سوداګرو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې په تورخم کې له تېرو څلورو ورځو راهیسې په تازه مېوو او سبزیو بار شاوخوا ۴۰۰موټرونه بند پاتې دي. افغان سوداګر زیاتوي:« پاکستاني چارواکي په شعوري ډول موټرونه په ځنډ سکېن کوي، چې له امله یې مېوې او سبزي خوسا کېږي.»

دغه سوداګر وایي، د دغه مېوو او سبزیو ډېره برخه اوس خوسا شوې ده چې له امله یې دوی ته لوی زیان اوښتی دی.

یو سوداګر د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل پښتو برخې ته ویلي:« پاکستاني چارواکو په تورخم کې زموږ په تازه مېوو او سبریو بار شاوخوا ۴۰۰ موټرونه درولي، چې د دې ځنډ له امله راته لوی زیان اوښتی دی.»

دغه سوداګر وايي، پاکستان دا کار په شعوري ډول کوي او د دوی موټر په ځنډ سکېن کوي. د هغه په وینا؛ تر دې وړاندې پاکستان ته ورتلونکی یو موټر له پنځو تر دوولسو دقیقو پورې سکېن کېده او پاکستان ته به اوښته؛ خو اوس د یوه موټر سکېن کول یو ساعت وخت نيسي.

سوداګر زیاتوي، چې په تورخم کې تر دې اوږده ځنډ وروسته دوی اړ دي چې په پاکستان کې خپلې مېوې او سبزي په تاوان وپلوري.

دغه سوداګر د طالبانو حکومت ته هم ګوته نيسي او زیاتوي، چې په دې اړه یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې نه‌دي کړې او دغه ستونزه یې نه‌ده حل کړې.

افغان سوداګر وايي، پاکستاني چارواکي د افغانستان د مېوو او سبزیو رسېدو پر مهال په بېلابېلو پلمو خپلې لارې بندوي او د افغانستان د صادراتو مخه نیسي.

په دې ۴۰۰ موټرو کې انګور، رومیان او پیاز بار دي، چې اوس یې ډېره برخه خوسا شوې ده.

د طالبانو ملاحظاتو او فشارونو اسلام‌اباد کې د افغان سیاست‌والو غونډه وځنډوله

۳ وږی ۱۴۰۴ - ۲۵ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۳۳ GMT+۱

د پاکستان «ده نیوز» ورځپاڼې لیکلي، چې د طالبانو د پرله‌پسې فشارونو او ملاحظاتو له امله د اګسټ په ۲۵مه او ۲۶مه اسلام‌اباد کې د افغان سیاست‌والو کېدونکې ناسته ځنډېدلې ده. د دغه ناستې تابیا د سوېلي اسیا د سټراټېژیکو وړتیاوو موسسې له لوري نیول شوې وه.

یادې موسسې ویلي، چې له دې ناستې یې موخه د افغانستان د راتلونکې او په ځانګړې توګه د سولې او ټیکاو ارزونه وه. تر دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې په یاده ناسته کې د طالبانو یو شمېر مخالفې څېرو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه؛ خو په ناببره توګه لغوه او تر راتلونکې میاشتې وځنډول شوه.

سرچینې وایي، د طالبانو واکمن رژیم د هغو افغان مخالفینو د احتمالي ګډون له امله ناخوښه و چې د دغه بنسټ له‌خوا وربلل شوي وو. په دغه غونډه کې هېڅ یو طالب مشر نه و بلل شوی. ویل کېږي (د اګسټ په ۲۰مه) کابل کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر اسحاق ډار سره د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي خپلې جدي اندېښنې هم شریکې کړې دي.

اسلام‌اباد ته په وربلونکي نوملړ کې د حزب اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار د زوی حبیب الرحمن حکمتیار تر څنګ د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي، د اقتصاد پخوانی وزیر مصطفی مستور او یو شمېر نورې مشهورې څېرې هم شاملې وې. همدا راز د مقاومت جبهې د ځینو غړو نومونه هم دغه نوملړ کې شامل وو.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني استازي او یو شمېر افغان سیاست‌والو پر دغه ناستې نیوکه کړې وه او دا یې د پاکستان څارګرې شبکې پلان بللی و؛ خو د‌ پاکستان حکومت په یاده ناسته کې خپله هر راز ښکېلتیا رد کړې وه او دا یې د یوې موسسې هڅه بللې وه.

راپور کې د یاد بنسټ د یوې سرچینې له قوله راغلي، چې ښايي یاده ناسته د سپټمبر میاشتې په وروستۍ اونۍ کې جوړه شي او د جوړېدو په تړاو یې د اسلام‌اباد له لوري د طالبانو قانع کېدل هم روان دي. له سیاست‌والو سربېره د ښځو حقونو فعالان، مدني فعالان، خبریالان او د ټولنې بېلابېل قشرونه یادې ناستې ته بلل شوي وو.