
د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په کوپنهاګن کې یې د امریکا سفیر احضار کړی دی. ډنمارک دا اقدام له هغو استخباراتي راپورونو وروسته کړی، چې وايي، یو شمېر امریکایي وګړي په ګرینلنډ کې په پټو نفوذي هڅو کې ښکیل دي او موخه یې د ډنمارک د واک پر خلاف د خلکو مخالفت پارول دي.
د ډنمارک ملي ټلویزیون د بې نومه سرچینو په حواله ویلي چې لږ تر لږه درې امریکایان، چې د ټرمپ له ادارې سره تړاو لري، په دغو هڅو کې مشکوک ګڼل شوي. دغه هڅې د دې لپاره هم وې چې ګرینلنډ له ډنمارک څخه جلا او د امریکا برخه وګرځي.
نه د بهرنیو چارو وزیر او نه هم ملي ټلویزیون د هغو امریکایانو نومونه افشا کړي چې په استخباراتي راپورونو کې یاد شوي دي. د امریکا سفارت په کوپنهاګن کې هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ګرینلنډ، چې نیمه خپلواکه ډنمارکي سیمه ده، د قیمتي منرالونو بډایه سرچینې او په قطبي سیمه کې ستراتیژیک موقعیت لري.

د امریکا د عدلیې وزارت یوه چارواکي ویلي، چې د چارشنبې په ورځ د مینیاپولیس ښار په سویلي برخه کې په یوه کاتولیک ښوونځي کې ډزې شوې، چې درې کسان پکې وژل شوي او ۲۰نور ټپیان دي. چارواکي ویلي چې بریدګر هم د وژل شویو کسانو په ډله کې دی.
د اننسیېشن کاتولیک ښوونځی یوازې دوه ورځې مخکې پرانېستل شوی و. دغه ښوونځی له کاتولیک کلیسا سره تړلی دی او شاوخوا ۳۹۵ زدهکوونکي لري.
د رېچفیلډ ښار پولیسو ویلي، د تورو جامو څښتن یو وسله وال له کلاشنکوف ډوله وسلې سره په سیمه کې لیدل شوی و.
د ځایي رسنیو په وینا، ماشومان د سهار په عبادت بوخت وو، چې ډزې پیل شوې.
تلویزیوني انځورونه ښيي چې میندې او پلرونه د پولیسو تر ژېړو پټیو لاندې تېرېدل او ماشومان یې له ښوونځي ایستل.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ایف بي ای د پېښې په ځای کې حضور لري.
د امریکا د کورني امنیت وزارت وزیرې کرسټي نوم ویلي، دوی له سیمهییزو چارواکو سره په اړیکه کې دي او د پېښې څارنه کوي.
پولیس زیاتوي چې له سې شنبې تر اوسه په همدغه ښار کې درې نورې وسلهوالې پېښې هم شوې چې په نتیجه کې یې درې تنه وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.
د جرمني کابینې د چهارشنبې په ورځ د رضاکارانه پوځي خدمت لایحه تصویب کړه.دا ګام په داسې حال کې اخیستل کېږي چې برلین د روسیې له اړخه د امنیتي اندېښنو له امله د خپلې ملي دفاع د پیاوړتیا هڅې زیاتوي.
په دې لایحه کې د اجباري پوځي خدمت برخه هم موجوده ده.د جرمني د دفاع وزارت هیله لري چې د شپږو میاشتو دا رضاکارانه پروګرام به د روزل شویو احتیاطي سرتېرو شمېر له اوسني ۱۰۰ زرو څخه دوه برابره ډېر کړي او ځینې رضاکاران به فعال خدمت ته جذب شي.
جرمني په ۲۰۱۱ کې د اجباري پوځي خدمت پخوانی پروګرام پای ته ورساوه او له هماغه وخت راهیسې د سرتېرو د ټاکل شویو هدفونو په پوره کولو کې له ستونزو سره مخامخ دی.
دفاع وزیر بوریس پیستوریوس غواړي چې د پوځ د سرتېرو شمېر له ۱۸۰ زرو څخه د ۲۰۳۰مو کلونو تر لومړیو پورې ۲۶۰ زرو ته لوړ کړي څو د ناټو نوي ځواکمن هدفونه پوره کړي او د جرمني دفاع لا پیاوړې شي. دا د پوځي لګښتونو د زیاتېدو له پراخ پلان سره تړلې برخه ده.
پیستوریوس د چهارشنبې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل: «بوندسویر باید زیات شي. د نړیوال امنیت وضعیت، په ځانګړې توګه د روسیې تهاجمي دریځ، دا اړتیا ډېره کړې ده. موږ یوازې یو مجهز پوځ ته اړتیا نه لرو بلکې یو داسې پوځ ته اړتیا لرو چې پرسونل یې هم قوي وي. یوازې په دې توګه به د روسیې پر وړاندې مخنیوی ریښتینی اعتبار ولري.»
د پاکستان د پلان وزیر احسن اقبال ویلي، چې هند د اوبو تړون له اصولو سرغړونه کړې او پر وخت له خبر ورکولو پرته د اوبو خوشې کولو له امله د سیلابونو شدت ډېر شوی، چې له امله یې سلګونه زره کسان له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي او زرګونه نور له خطر سره مخ دي.
پاکستاني رسنیو د چارشنبې په ورځ د دغه هېواد د پلان وزیر احسن اقبال له قوله راپور ورکړی، چې هند په پټه او پرله پسې ډول اوبه خوشې کړې، چې د سند د اوبو تړون له مخې یې پاکستان ته پر وخت د معلوماتو نه ورکولو له امله د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال شریف احمد چودري ویلي، چې د پاکستان پوځ به د پنجاب په شپږو سیلاب ځپلو ولسوالیو کې د ژغورنې پراخ عملیات کړي.
هغه وویل، چې «د پوځ سرتیري او افسران د ملت تر څنګ ولاړ دي.»
د پاکستان پوځي او ملکي چارواکو ویلي، چې د سېلابونو له امله د ستلج، چناب او راوي درې لوی سیندونه له خطرناکو کچو سره مخ دي.
چارواکو ویلي، چې په کرته پور، قصور، نارووال او سیالکوټ کې د ژغورنې عملیات دوام لري او د سیمې خلک د کښتیو په مرسته خوندي سیمو ته انتقالیږي.
پاکستاني چارواکو ویلي، چې تر دې دمه له ۱۹۰ زرو ډېر کسان خوندي سیمو ته انتقال شوي دي.
په پنجاب ایالت کې د ژغورنې ډلو ویلي، چې د سیمي د خلکو ژغورنې لپاره ۴۳۶ کښتۍ په علمیاتو بوختي دي او ۴۰۰ نورې کښتۍ له مسلکي کسانو سره په تیارسۍ حالت کې دي.
د پنجاب د پولیسو مشر عثمان انور ویلي، چې د دغه ایالت سر وزیرې مریم نوزا په لارښوونه ټولو سیمو ته خبرداری ورکړل شوی او پولیس د بیړني حالت له مخې، د خلکو د مال او ځان ساتنې ته ژمن دي.
د پنجاب ایالت چارواکي تمه لري، چې په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې به د سېلاب اوبه کنټرول شي، خو د خطر کچه لا هم لوړه ده.
دغو سیلابونو او بارانونو د هند پنجاب ایالت هم ځپلی دی.
په ترکمنستان کې د طالبانو سفیر حاجي فضل محمد صابر د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان له نوي رییس او سفیر ویلیام لیف سره په کتنه کې د طالبانو «د اسلامی امارت د لید» او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل د پیاوړتیا پر موضوع خبرې کړې دي.
په عشق اباد کې د طالبانو سفارت د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د طالبانو د نظام د لید او تعامل د پیاوړتیا تر څنګ د متقابلو اړیکو پر پراختیا بحث کړی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان رییس ژمنه وکړه چې د افغانستان د اوسني سیاسي دریځ او پرمختګ په اړه به په خپلو اړوندو ناستو کې ګډونوالو ته لازم معلومات ورکړي.
خبرپاڼه همدا راز زیاتوي چې، په دې لیدنه کې افغانستان ته د یاد سازمان د غړو هېوادونو د استازو د احتمالي سفرونو په اړه هم خبرې وشوې.
د طالبانو په زندان کې د بندي روسي اتنوګراف سویاتوسلاو کاورین مور تاتیانا کاورینا د تاتارستان له مشر رستم منیخانوف څخه د خپل زوی د خوشې کولو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده. د غیر رسمي معلوماتو له مخې، نوموړی اوس په کابل کې له نورو بهرنیانو سره په یوه توقیف خونه کې ساتل کېږي.
کاورینا د تاتارستان مشر ته یو لیک لیږلی او د تاتارستان د مطبوعاتي دفتر په وینا، د کاورینا لیک د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ته سپارل شوی او وزارت پرې کار کوي. نوموړې په دې لیک کې غوښتي چې زوی یې له زندان څخه خلاص شي.
روسی ټبرپوه سویاتو سلاو کاورین، چې د روسیې د علومو اکاډمۍ د ختیځ پېژندنې انسټیټیوټ سره تړاو لري، د چنګاښ پر۲۹ مه د ګاڼو د قاچاق په تور له کندوز نه کابل ته لېږدول شوی و.
دغه روسی کارپوه طالبانو د چنګاښ پر۲۹ مه په کندوز کې نیولی و او وروسته یې کابل ته ولېږداوه.
سویاتوسلاو کاویرین د نیول کېدو په ورځ پر خپل ټیلیګرام چینل لیکلي وو، « زه په کندوز کې د ګاڼو د قاچاق د هڅې په تور ونیول شوم، اوس کابل ته د استخباراتو ریاست ته وړل کېږم. هیله لرم چې هلته به موضوع یوازې د پوښتنو او د ګاڼو د اسنادو په بشپړولو پورې محدوده شي. موبایل کله نا کله راکول کېږي».
کاویرین د روسیې د اتنولوژیکي څېړنو مرکز او د علومو اکاډمۍ د ختیځ پېژندنې انسټیټیوټ کارکوونکی دی.
طالبانو د هغه د وضعیت او د نیول کېدو د لامل په اړه تراوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
روسي ډېپلوماتانو د کاورین لپاره د کونسلي لاسرسي غوښتنه کړې او وايي چې د موضوع څارنه په دوامداره ډول روانه ده.
د کاورین نږدې کسان وایي هغه په قاچاق تورن شوی، خو ثبوتونه یې یوازې عادي سوغاتونه دي. د غیر رسمي معلوماتو له مخې، نوموړی اوس په کابل کې له نورو بهرنیانو سره په یوه توقیف خونه کې ساتل کېږي.