• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د روغتیا زیر وايي چې نوې روغتیایي ستراتیژي جوړوي

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۲۷ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وایي، د یوې نوې روغتیایي ستراتیژۍ د جوړولو بهیر روان دی، چې د عامې روغتیا د پیاوړتیا لپاره حیاتي ارزښت لري. جلالي ویلي، چې د لومړنیو روغتیايي خدمتونو (BPHS) او د روغتونونو بنسټیزو خدمتونو (EPHS) د بیاکتنې لړۍ هم پیل شوې ده.

هغه وایي له دې سره به د لومړنیو او ثانوي روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړ شي، د خلکو روغتیا به خوندي پاتې شي او د هغوی اړتیاوې به پوره شي.

نوموړي دا څرګندونې له تمویل کوونکو او د روغتیا سکتور له نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په ناسته کې د چهارشنبې په ورځ کړې دي.

په دې ناسته کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو د عرضې معیین عبدالولي حقاني، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، نړیوال بانک او نورو تمویل کوونکو ادارو استازو ګډون کړی و.

یاد وزارت وایي چې په دې غونډه کې د افغانستان د روغتیايي سکتور اوسنی وضعیت، د مرستو اهمیت او راتلونکي پروګرامونه هم وڅېړل شول.

په ناسته کې جلالي د منابعو اغېزمن مدیریت، د شفافیت اصل ته ژمنتیا او د فساد پر وړاندې مبارزه یوه ګډه دنده وبلله او زیاته یې کړه چې له ۲۰۲۶ کال وروسته به د افغانستان د روغتیايي سکتور لپاره یو روښانه او اوږدمهاله ستراتېژیک پروګرام موجود وي، چې په هغه کې به د وزارت د تمویل کوونکو رول روښانه وي او د خدمتونو ادغام به له هراړخیزې ارزونې وروسته په منطقي ډول عملي شي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

هیله نجیب‌الله: د هېواد اصلي مشرانو په اړه به تاریخ او ولس پرېکړه کوي

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۵۱ GMT+۱

سیاسي فعاله او د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب‌الله لور، هیله نجیب‌الله وايي چې طالبان د خپلې لومړنۍ واکمنۍ په څېر د افغان ولس لپاره «مشروعیت» نه‌لري.

مېرمن نجیب چهارشنبه (د وږي ۵مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې په تېرو وختونو کې نه طالبانو او نه هم مجاهدینو د ولس مشروعیت ترلاسه کولو وس لاره.

هغې زیاته کړې، دا مهمه نه ده چې واکمنه ډله ځان «لنډمهالې» بولي او که پر ځان بل نوم ږدي؛ دا افغان ولس او تاریخ دی چې د خپل هېواد د اصلي مشرانو په اړه پرېکړه کوي.

هیله نجیب‌الله دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کوي، چې د طالبانو رژیم مشروعیت په کور دننه او بهر یوه «جنجالي او بحث پاروونکې» موضوع ګرځېدلې. دغه ډله له مسکو پرته د بل هېڅ هېواد له‌خوا په رسمیت نه‌پېژندل کېږي.

هغې څو ورځې مخکې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت هم ویلي و، «ملا او مذهب» د هېواد د دوښمنانو لپاره ترټولو داسې غوره وسیله ده چې ورسره هېوادوال له غربت سره مخ کړي.

طالبانو له تاتارستان څخه د افغانستان د تېلو او ګازو په کانونو کې د پانګونې غوښتنه کړې

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۳۵ GMT+۱

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د تاتارستان د تېلو، ګاز او کیمیاوي صنعت فورم کې د افغانستان د ګاز او تېلو په زېرمو او کانونو کې د پانګونې غوښتنه کړې ده. شنونکي وايي، روسیې د طالبانو له رسمیت پېژندنې سره سره، خپله همکاري د تاتارستان او طالبانو ترمنځ اړیکو پورې محدوده کړې.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د چهارشنبې په ورځوویل، چې هدایت الله بدري د تاتارستان په پلازمېنه کازان کې د تېلو، ګازو د او کیمیاوي صنعتي فورم کې د وینا پرمهال د افغانستان په کاني زېرمو کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي:« هدایت الله بدري تاتارستان ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد له مشرتابه څخه د یادې غونډي د کوربه توب په مناسبت مننه وکړه او ګډونوالو ته یې د افغانستان د کاني زیرمو، تېلو او ګازو او په دې برخه کې د پانګونې د شته فرصتونو په اړه معلومات ورکړل. د تاتارستان شرکتونو او پانګوالو ته یې د افغانستان د تېلو، ګازو او په ځانګړي ډول د امو دریا، ګټواز او هلمند حوزو کې د پانګونې بلنه ورکړه.»

طالبانو ویلي، د افغان محصلینو لپاره د تحصیلي بورسونو او د مسلکي ظرفیت لوړولو په برخه کې هم د تاتارستان چارواکو ژمنه ورکړې.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې په کازان کې د تات د نفتو دولتي شرکت مسوولینو هم له افغانستان سره د تخنیکي همکاریو، د متخصصینو د لېږلو او د روزنیزو برنامو د برابرولو ډاډ ورکړی.

تاتارستان ته د طالبانو سفرونه په داسې حال کې دي، چې د شنونکو په باور، روسیې د طالبانو له رسمیت پېژندنې سره سره، خپله همکاري ډېری د تاتارستان او طالبانو ترمنځ اړیکو پورې محدوده کړې ده.

طالبان: ایران کې دې له افغان کډوالو سره د «اسلامي ارزښتونو» له‌مخې چلند وشي

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۰:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د ایران له سفیر علي‌رضا بېکدلي سره په لیدنه کې له نوموړي غوښتي، چې په ایران کې له مېشتو افغان کډوالو سره دې د «اسلامي ارزښتونو او نړۍوالو نورمونو» له‌مخې چلند وشي.

د طالبانو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت چهارشنبه (د وږي ۵مه) پر خپله اېکس‌پاڼه د نوري په حواله زیاته کړې، چې افغان ولس له ۴۰ کلنې جګړې وروسته له ګڼو ستونزو سره مخ دی او په سیمه کې یې د کډوالۍ لړۍ دوام لري.

ښاغلي نوري ټینګار کړی، چې دواړه هېوادونه باید د متقابل باور پر بنسټ خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي.

ورته مهال، د ایران سفیر علي رضا بېکدلي ویلي، چې ایران د خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه افغانستان ته ځانګړی درناوی لري. د هغه په وینا؛ تهران له کابل سره د سیاسي، اقتصادي او دوستانه اړیکو د لا پراختیا په لټه کې دی.

جاپان د افغانستان ملي موزیم د کلتوري همکاریو دوام ته ژمن شو

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۱۶ GMT+۱

د طالبانو د ملي موزیم مشر صبغت‌الله عابد د جاپان سفیر تاکایوشي کورومایا سره د «مخه‌ښې» په لیدنه کې دغه هېواد د افغانستان کلتوري میراثونو د خونديتوب، مرمت او څېړنو په برخو کې یو مهم شریک بللی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران چهارشنبه (د وږي ۵مه) پر خپلې اېکس‌پاڼې لیکلي، چې د یادې ډلې د موزیم مشر د جاپان د مرستو رول د افغانستان د بیارغونې او فرهنګي ارزښتونو د خوندي کولو په برخه کې ارزښتناک یاد کړی دی.

د طالبانو په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د جاپان سفیر په دې لیدنه کې ژمنه کړې چې هېواد به یې د افغانستان له ملي موزیم سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او د کلتوري میراثونو د ساتنې او پراختیا په برخو کې به له افغان اړخونو سره همغږي جاري وساتي.

دغه لیدنه د جاپان سفیر د ماموریت د پای ته رسېدو په مناسبت شوې وه.

افغان اېواک:پاکستان کې د امریکا افغان متحدینو د معلوماتو افشا کېدو، دوی له ګواښ سره مخ کړي

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۵۲ GMT+۱

د افغان اېواک په نوم د افغانانو د بیامېشتېدنې د همغږۍ سازمان د امریکا بهرنیو چارو وزیر ته په یوه لیک کې په پاکستان کې امریکا ته د تلونکو زرګونه افغانانو د معلوماتو د افشا کېدو په اړه جدي اندېښنه ښودلې او د پایلو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

د دغه سازمان له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه معلومات د یوه پاکستاني چارواکي له‌خوا افشا شوي او دا مهال د خواله رسنیو په عامو پاڼو کې لاس په لاس کېږي.

په خبرپاڼه کې د افغان اېواک د مشر شاون وان ډیور له قوله راغلي، چې د دغه معلوماتو افشا کېدو د زرګونه افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی او په ټوله کې د دغې پروسې اعتبار ته یې زیان رسولی دی.

یاد سازمان د امریکا له حکومت غوښتنه کړې، چې له ځنډ پرته دې د افغانانو د خوندیتوب سربېره د دوی د بیا مېشتېدنې ځنډېدلې پروسې بېرته پیل کړي.

په پاکستان کې امریکا ته تلونکي مېشت یو شمېر افغانان هم په دې اړه اندېښنه لري. ثناءالله چې د امریکا کېس لري وايي، دی او کورنۍ یې په دې تړاو د خبرونو له خپرېدو وروسته په وېره کې دي.

هغه وایي:« پاکستان له یوې خوا په موږ د ویزو د تمدید لړۍ بنده کړې له بل پلوه بیا دا په‌کې اوس بله کیسه راووته، چې ډېره خطرناکه ده. موږ هره شېبه د جبري اېستلو له ګواښ سره مخ یو او دا چې محرم معلومات مو عام شوي؛ پایلې به یې موږ ته ډېرې بدې وي.»

د افغان اېواک مشر شاون وان ډیور همدا شان په پاکستان کې امریکا ته د تلونکو افغانانو د موضوع حل یوازې د امریکا اخلاقي مسوولیت نه؛ بلکې د امریکا د ملي امنیت اړتیا بللې ده.

په پاکستان او امریکا کې رسمي سرچینو بیا تراوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.