• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د کندهار هټيوالو ته امر کړی چې پر «تور حجاب لرونکو» ښځو څه مه پلورئ

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۵:۳۵ GMT+۱

د کندهار ښار د امر بالمعروف محتسبانو هټیوالو او په ځانګړي توګه د سینګار توکو پلورونکو ته امر کړی، چې «له چادري پرته د تور حجاب استفاده کوونکې ښځې به هټیو ته نه پرېږدئ او سودا مه ورکوئ». هټیوالو ته طالبانو امر کړی، چې یوازې به د شنو چادریو والا ښځو ته سودا ورکوي.

له کندهار ښار څخه یو شمېر هټیوالو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې له تېرو دریو ورځو راهیسې د امر بالمعروف محتسبان د کندهار ښار هغه هټۍ څاري، چې د ښځو سینګار توکي پلوري.

دوی ته طالبانو امر کړی، چې یوازې به د شنو چادریو استفاده کوونکو ښځو ته سودا ورکوي.

د کندهار ښار په څلورمه حوزه کې د ښځو د سینګار توکو یو هټیوال چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي:« څو ورځې مخکې زموږ د دکانونو وکیل طالبانو غوښتی و، هغه ته یې ویلي و، چې دکانداران باید پوه کړي، چې له شنې چادري پرته نورې ښځې باید دوکان ته داخل پرینږدي او نه به هم سودا ورکوي».

نوموړی زیاتوي، « اوس خپله امر بالمعروف والا راځي او د دوکانونو مخ ته ګرځي، دوکاندارانو او تور حجاب والا ښځو ته ناسم او سپک الفاظ کاروي.»

هټیوال وايي، د طالبانو له دغو تازه محدودیتونو وروسته یې کاروبار کم رنګه شوی دی.

سرچینو ویلي، چې طالبان د کندهار ښار په بېلابېلو څلورو لارو کې د ښاري ټکسیو څارنه هم کوي او تور حجاب لرونکو ښځو ته د ښار له یوې تر بلې سیمي په ټکسي کې د سفر کولو اجازه نه ورکوي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د امر بالمعروف محتسبان د تور حجاب استفاده کوونکو ښځو د انتقال له امله ټکسي چلوونکو ته ګواښونه هم کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې په کندهار کې د امر بالمعروف محتسبانو دولتي کلینیکونو او روغتیايي مرکزونو ته له شنو چادریو پرته د تور حجاب استفاده کوونکو ښځو پر ورتګ بندیز ولګاوه.

ځايي خلکو ویلي، چې د امر بالمعروف محتسبانو د هر کلینیک په دروازه کې امنیتي کسان ځای پر ځای کړي دي او هغو ښځو ته کلینیک ته د ورتګ اجازه نه ورکوي چې تور حجاب یې اغوستی وي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

۵

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان بانک رییس له خصوصي بانکونو وغوښتل چې اسلامي بانکداري بشپړه عملي کړي

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۵۷ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک مشرتابه له عزیزي بنسټ سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې اسلامي بانکونه باید د خلکو باور او د بانکي خدمتونو د ښه والي لپاره عملي تغییرات راولي. طالب چارواکو د اسلامي بانکدارۍ د بشپړې پلي کېدا غوښتنه کړې ده.

د افغانستان بانک له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددغه بانک رییس نور احمد اغا، او لومړي مرستیال د عزیزي بنسټ له بنسټګر میرویس عزیزي سره په کتنه کې د بانکي سکتور د پرمختګ او د اسلامي بانکدارۍ د بشپړې پلي کېدا په اړه هر اړخیز بحث کړی دی.

خپرپاڼه زیاتوي، په دې لیدنه کې د عزیزي او اسلامي بانکونو د فعالیتونو د پرمختګ او بهبود څرنګوالی وڅېړل شو او د افغانستان بانک د مشرتابه پلاوي اړینې سپارښتنې وړاندې شوې، څو د بانکي خدمتونو د لا ښه والي لپاره ګټور ګامونه پورته شي.

د خپرپاڼې له مخې میرویس عزیزي د افغانستان بانک د مشرتابه هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ چې په یادو بانکونو کې به اسلامي بانکداري په بشپړ ډول عملي شي، ترڅنګ به یې د خلکو باور پیاوړی شي او د بانکونو په فعالیت کې به مثبت بدلونونه راشي.

طالبان وايي ملګروملتونو د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې ډاډ ورکړی

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۴۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنباییوا د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې ډاډ ورکړی. طالبان وايي، نوموړې د کابل د کتاب فسټیوال ستاینه کړې او دا یې د عامه پوهاوي، په ځانګړي ډول د ځوانانو لپاره مهم وباله.

د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا نن چهار شنبه د (وږي ۵مه) په ایکس خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې، اوتنباییوا د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر ملا خیرالله خیرخواه سره په لیدنه کې د فرهنګي میراثونو ترڅنګ د کابل د کتاب فسټیوال ستاینه وکړه او دا یې د عامه پوهاوي، په ځانګړي ډول د ځوانانو لپاره مهم وباله.

خبرپاڼه زیاتوي، اوتنباییوا زیاته کړه چې د افغانستان ملي موزیم او ملي ارشیف د افغانستان د تاریخ او فرهنګ سترې پانګې دي او نړیوال بنسټونه، په ځانګړي ډول یونسکو به یې د ساتنې او خوندیتوب په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

یاده دې وي چې طالبانو په ۲۰۰۱ کال کې د بامیان د بودا تاریخي مجسمې ونړولې او ګڼ شمېر لرغوني اثار یې زیانمن کړل، خو په ۲۰۲۱ کال کې له بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې ژمنه کړې چې د افغانستان فرهنګي میراثونه به خوندي کړي او د غیرقانوني کیندنو مخه به نیسي.

طالب ویاندویان د هبت الله د امر خلاف لا هم خپلو وزیرانو ته سرپرست اصطلاح کاروي

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۲۸ GMT+۱

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاه د اګسټ ۱۵ مې په مناسبت په خپل یو پیغام کې له خپلې ډلې غوښتي و، چې طالب وزیرانو او کابینې ته دې د سرپرست ټکی نه کاروي، خو لا هم د طالبانو ویاندویان په خپلو خبرپاڼو او اعلامیو کې وزیرانو، د مستقلو ادارو رییسانو او سفیرانو ته «سرپرست» کاروي.

په داسې حال کې، چې د طالبانو د مشر مولوي هبت الله له خوا ۱۲ ورځې وړاندې د سرپرست اصطلاح پر نه کارولو امر ټینګار شوی، لا هم د طالبانو د یو شمېر وزارتونو، مستقلو ادارو او سفارتونو په اعلامیو کې طالب چارواکو ته د سرپرست او چارسمبالي اصطلاح کاریږي.

د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې تازه د چار شنبې په ورځ د یادې ادارې د اونیزي اداري غونډي په اړه د یادې ادارې رییس ته د سرپرست اصطلاح کارولې ده او لیکلي یې دي:«له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې اونیزه اداري غونډه د دې ادارې د سرپرست ملا نورالدین ترابي په مشرۍ ترسره شوه.»

شنونکي وايي، دا تضاد یوازې ژبنۍ تېروتنه نه بلکې د طالبانو ترمنځ ژوره نا همغږي ده.

پر همدغه مهال په ترکمنستان کې د طالبانو سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دغه هېواد کې طالب استازي ته د دې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د پیغام برعکس د چارسمبالي اصطلاح کارولې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت لا هم د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته په خپرو شویو خبرپاڼو کې د سرپرست اصطلاح کاروي.

د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ د حقاني په مشرۍ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي غونډي په اړه خپره کړې خپرپاڼه کې حقاني سرپرست وزیر بللی دی.

دغه وزارت تېره ورځ لیکلي:«سې شنبه له غرمې وړاندې د کورنیو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیفه صاحب سراج الدین حثاني په مشرۍ امنیتي غونډه د کورنیو چارو وزارت په مقام کې ترسره شوه.»

د طالب ویاندویانو رسمي اعلامیې او خبرپاڼې ښيي چې د هبت الله له خوا د سرپرست اصطلاح نه کارولو پیغام یوازې په تبلیغاتي او شعاري کچه پاتې دی.

پر همدغه مهال د طالبانو تر واک لاندې کابل کې طالبانو ته نږدې رسنۍ هم طالب وزیرانو ته د سرپرست او وزیر دواړه اصطلاحات کاروي.

د شنونکو په باور، د طالبانو په منځ کې دا تضاد په دې ډله کې د خپلمنځي نه همغږۍ ښکارندويي کوي.

طالبانو د اروپا امنیت او همکارۍ سازمان نه د متقابل تعامل غوښتنه کړې

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۰۲ GMT+۱

په ترکمنستان کې د طالبانو سفیر حاجي فضل محمد صابر د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان له نوي رییس او سفیر ویلیام لیف سره په کتنه کې د طالبانو «د اسلامی امارت د لید» او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل د پیاوړتیا پر موضوع خبرې کړې دي.

په عشق اباد کې د طالبانو سفارت د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د طالبانو د نظام د لید او تعامل د پیاوړتیا تر څنګ د متقابلو اړیکو پر پراختیا بحث کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان رییس ژمنه وکړه چې د افغانستان د اوسني سیاسي دریځ او پرمختګ په اړه به په خپلو اړوندو ناستو کې ګډونوالو ته لازم معلومات ورکړي.

خبرپاڼه همدا راز زیاتوي چې، په دې لیدنه کې افغانستان ته د یاد سازمان د غړو هېوادونو د استازو د احتمالي سفرونو په اړه هم خبرې وشوې.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه عاجله غونډه کړې

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۵۱ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت د دفتر رییس لوی پاسوال مولوي زین‌الله عابر په مشرۍ نن د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه عاجله غونډه جوړه شوې ده. د غونډې موخه د کابل ـ کندهار پر لویه لار د وروستیو ترافیکي پېښو مخنیوی او ارزونه ښودل شوې.

د سې‌شنبې په شپه د کابل–کندهار پر لویه لار د کابل ولایت اړوند ارغندۍ سیمه کې یو مساپر وړونکی بس له سړکه اوښتی او یوې درې ته لوېدلی چې له کبله یې ۲۵ کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د وزارت په دې بیړنۍ غونډه کې د کورنیو وزارت د امنیتي چارو د ستر معینیت مرستیال مولوي عطاالله انوري، د کابل امنیه قوماندان ملا ولي جان حمزه، د مقام د دفتر سر یاور مولوي عبدالرحیم ثاقب، د ترافیکو لوی رییس سید رحیم جاهد او د پالیسۍ او ستراتیژۍ معینیت علمي او مسلکي مرستیال مولوي شمس الدین ابومنصور ګډون کړی و.

په ناسته کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي پر عملي لارو چارو بحث شوی او د ترافیک پولیسو او عامه امن پولیسو تر منځ پر دوامدارې همغږۍ ټینګار شوی دی.

په غونډه کې دا پرېکړه هم شوې، چې د امنیتي چارو د ستر معینیت په همغږۍ هغه مسافر وړونکي موټر چې له ترافیکي قوانینو سرغړونه کوي، ودرول شي او د کابل امنیه قوماندانۍ پولیس د سرغړوونکو د نیولو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، په ټول هېواد کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوې. طالبان یې لامل د موټرچلوونکو بې پروایي بولي خو خلک یې د ترافیکو په لیکو او مشرتابه کې د غیر مسلکي کسانو ګومارنې ښيي.