• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د افغانستان بانک رییس له خصوصي بانکونو وغوښتل چې اسلامي بانکداري بشپړه عملي کړي

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۴:۵۷ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک مشرتابه له عزیزي بنسټ سره په لیدنه کې ټینګار کړی، چې اسلامي بانکونه باید د خلکو باور او د بانکي خدمتونو د ښه والي لپاره عملي تغییرات راولي. طالب چارواکو د اسلامي بانکدارۍ د بشپړې پلي کېدا غوښتنه کړې ده.

د افغانستان بانک له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ددغه بانک رییس نور احمد اغا، او لومړي مرستیال د عزیزي بنسټ له بنسټګر میرویس عزیزي سره په کتنه کې د بانکي سکتور د پرمختګ او د اسلامي بانکدارۍ د بشپړې پلي کېدا په اړه هر اړخیز بحث کړی دی.

خپرپاڼه زیاتوي، په دې لیدنه کې د عزیزي او اسلامي بانکونو د فعالیتونو د پرمختګ او بهبود څرنګوالی وڅېړل شو او د افغانستان بانک د مشرتابه پلاوي اړینې سپارښتنې وړاندې شوې، څو د بانکي خدمتونو د لا ښه والي لپاره ګټور ګامونه پورته شي.

د خپرپاڼې له مخې میرویس عزیزي د افغانستان بانک د مشرتابه هڅې وستایلې او ډاډ یې ورکړ چې په یادو بانکونو کې به اسلامي بانکداري په بشپړ ډول عملي شي، ترڅنګ به یې د خلکو باور پیاوړی شي او د بانکونو په فعالیت کې به مثبت بدلونونه راشي.

ترویج لرونکی

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې
۱

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

۲
ځانګړی راپور

طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي

۳

نورالله نوري: په نړۍ کې تر هبت الله په شریعت بل هیڅ بل کس نه وینم

۴
ځانګړی

د باغران بزګر په ارګو کې؛ د افغانستان د کوکنارو د کر جغرافیا په حرکت کې ده

۵

د امریکا سترې محکمې د پناه غوښتنې په قضیه کې د ټرمپ د حکومت په ګټه پرېکړه کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي ملګروملتونو د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې ډاډ ورکړی

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۴۷ GMT+۱
طالبان وايي ملګروملتونو د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې ډاډ ورکړی
100%

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنباییوا د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې ډاډ ورکړی. طالبان وايي، نوموړې د کابل د کتاب فسټیوال ستاینه کړې او دا یې د عامه پوهاوي، په ځانګړي ډول د ځوانانو لپاره مهم وباله.

د طالبانو اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا نن چهار شنبه د (وږي ۵مه) په ایکس خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې، اوتنباییوا د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر ملا خیرالله خیرخواه سره په لیدنه کې د فرهنګي میراثونو ترڅنګ د کابل د کتاب فسټیوال ستاینه وکړه او دا یې د عامه پوهاوي، په ځانګړي ډول د ځوانانو لپاره مهم وباله.

خبرپاڼه زیاتوي، اوتنباییوا زیاته کړه چې د افغانستان ملي موزیم او ملي ارشیف د افغانستان د تاریخ او فرهنګ سترې پانګې دي او نړیوال بنسټونه، په ځانګړي ډول یونسکو به یې د ساتنې او خوندیتوب په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته دوام ورکړي.

یاده دې وي چې طالبانو په ۲۰۰۱ کال کې د بامیان د بودا تاریخي مجسمې ونړولې او ګڼ شمېر لرغوني اثار یې زیانمن کړل، خو په ۲۰۲۱ کال کې له بیا واکمنېدو وروسته دغې ډلې ژمنه کړې چې د افغانستان فرهنګي میراثونه به خوندي کړي او د غیرقانوني کیندنو مخه به نیسي.

طالب ویاندویان د هبت الله د امر خلاف لا هم خپلو وزیرانو ته سرپرست اصطلاح کاروي

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۲۸ GMT+۱
طالب ویاندویان د هبت الله د امر خلاف لا هم خپلو وزیرانو ته سرپرست اصطلاح کاروي
100%

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاه د اګسټ ۱۵ مې په مناسبت په خپل یو پیغام کې له خپلې ډلې غوښتي و، چې طالب وزیرانو او کابینې ته دې د سرپرست ټکی نه کاروي، خو لا هم د طالبانو ویاندویان په خپلو خبرپاڼو او اعلامیو کې وزیرانو، د مستقلو ادارو رییسانو او سفیرانو ته «سرپرست» کاروي.

په داسې حال کې، چې د طالبانو د مشر مولوي هبت الله له خوا ۱۲ ورځې وړاندې د سرپرست اصطلاح پر نه کارولو امر ټینګار شوی، لا هم د طالبانو د یو شمېر وزارتونو، مستقلو ادارو او سفارتونو په اعلامیو کې طالب چارواکو ته د سرپرست او چارسمبالي اصطلاح کاریږي.

د طالبانو تر واک لاندې له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ملي ادارې تازه د چار شنبې په ورځ د یادې ادارې د اونیزي اداري غونډي په اړه د یادې ادارې رییس ته د سرپرست اصطلاح کارولې ده او لیکلي یې دي:«له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ملي ادارې اونیزه اداري غونډه د دې ادارې د سرپرست ملا نورالدین ترابي په مشرۍ ترسره شوه.»

شنونکي وايي، دا تضاد یوازې ژبنۍ تېروتنه نه بلکې د طالبانو ترمنځ ژوره نا همغږي ده.

پر همدغه مهال په ترکمنستان کې د طالبانو سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دغه هېواد کې طالب استازي ته د دې ډلې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د پیغام برعکس د چارسمبالي اصطلاح کارولې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت لا هم د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ته په خپرو شویو خبرپاڼو کې د سرپرست اصطلاح کاروي.

د دې ډلې د کورنیو چارو وزارت تېره ورځ د حقاني په مشرۍ د طالبانو د کورنیو چارو وزارت امنیتي غونډي په اړه خپره کړې خپرپاڼه کې حقاني سرپرست وزیر بللی دی.

دغه وزارت تېره ورځ لیکلي:«سې شنبه له غرمې وړاندې د کورنیو چارو سرپرست وزیر الحاج خلیفه صاحب سراج الدین حثاني په مشرۍ امنیتي غونډه د کورنیو چارو وزارت په مقام کې ترسره شوه.»

د طالب ویاندویانو رسمي اعلامیې او خبرپاڼې ښيي چې د هبت الله له خوا د سرپرست اصطلاح نه کارولو پیغام یوازې په تبلیغاتي او شعاري کچه پاتې دی.

پر همدغه مهال د طالبانو تر واک لاندې کابل کې طالبانو ته نږدې رسنۍ هم طالب وزیرانو ته د سرپرست او وزیر دواړه اصطلاحات کاروي.

د شنونکو په باور، د طالبانو په منځ کې دا تضاد په دې ډله کې د خپلمنځي نه همغږۍ ښکارندويي کوي.

طالبانو د اروپا امنیت او همکارۍ سازمان نه د متقابل تعامل غوښتنه کړې

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۳:۰۲ GMT+۱
طالبانو د اروپا امنیت او همکارۍ سازمان نه د متقابل تعامل غوښتنه کړې
100%

په ترکمنستان کې د طالبانو سفیر حاجي فضل محمد صابر د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان له نوي رییس او سفیر ویلیام لیف سره په کتنه کې د طالبانو «د اسلامی امارت د لید» او له نړیوالې ټولنې سره د تعامل د پیاوړتیا پر موضوع خبرې کړې دي.

په عشق اباد کې د طالبانو سفارت د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۵مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د طالبانو د نظام د لید او تعامل د پیاوړتیا تر څنګ د متقابلو اړیکو پر پراختیا بحث کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان رییس ژمنه وکړه چې د افغانستان د اوسني سیاسي دریځ او پرمختګ په اړه به په خپلو اړوندو ناستو کې ګډونوالو ته لازم معلومات ورکړي.

خبرپاڼه همدا راز زیاتوي چې، په دې لیدنه کې افغانستان ته د یاد سازمان د غړو هېوادونو د استازو د احتمالي سفرونو په اړه هم خبرې وشوې.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه عاجله غونډه کړې

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۲:۵۱ GMT+۱
د طالبانو کورنیو چارو وزارت د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه عاجله غونډه کړې
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د دغه وزارت د دفتر رییس لوی پاسوال مولوي زین‌الله عابر په مشرۍ نن د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه عاجله غونډه جوړه شوې ده. د غونډې موخه د کابل ـ کندهار پر لویه لار د وروستیو ترافیکي پېښو مخنیوی او ارزونه ښودل شوې.

د سې‌شنبې په شپه د کابل–کندهار پر لویه لار د کابل ولایت اړوند ارغندۍ سیمه کې یو مساپر وړونکی بس له سړکه اوښتی او یوې درې ته لوېدلی چې له کبله یې ۲۵ کسان مړه او ۲۷ نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د وزارت په دې بیړنۍ غونډه کې د کورنیو وزارت د امنیتي چارو د ستر معینیت مرستیال مولوي عطاالله انوري، د کابل امنیه قوماندان ملا ولي جان حمزه، د مقام د دفتر سر یاور مولوي عبدالرحیم ثاقب، د ترافیکو لوی رییس سید رحیم جاهد او د پالیسۍ او ستراتیژۍ معینیت علمي او مسلکي مرستیال مولوي شمس الدین ابومنصور ګډون کړی و.

په ناسته کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي پر عملي لارو چارو بحث شوی او د ترافیک پولیسو او عامه امن پولیسو تر منځ پر دوامدارې همغږۍ ټینګار شوی دی.

په غونډه کې دا پرېکړه هم شوې، چې د امنیتي چارو د ستر معینیت په همغږۍ هغه مسافر وړونکي موټر چې له ترافیکي قوانینو سرغړونه کوي، ودرول شي او د کابل امنیه قوماندانۍ پولیس د سرغړوونکو د نیولو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، په ټول هېواد کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوې. طالبان یې لامل د موټرچلوونکو بې پروایي بولي خو خلک یې د ترافیکو په لیکو او مشرتابه کې د غیر مسلکي کسانو ګومارنې ښيي.

د متقي په ګډون په اندراګاندي روغتون کې دوه نوې څانګې پرانېستل شوې

۵ وږی ۱۴۰۴ - ۲۷ اګست ۲۰۲۵، ۱۱:۵۶ GMT+۱
د متقي په ګډون په اندراګاندي روغتون کې دوه نوې څانګې پرانېستل شوې
100%

د طالبانو عامې روغتیا وزارت ویلي چې په لومړي ځل، نن په اندراګاندي ماشومانو روغتون کې د کوچنيانو د زړه جراحۍ او هيموډیالیز یا وینې تصفیې خدمتونو څانګې پرانېستل شوې. په دې پرانیسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم ګډون درلود.

طالب چارواکي وايي، چې دا د افغانستان د روغتیا سکټور په تاریخ کې لومړی ځل دی چې په دولتي روغتون کې د ماشومانو د زړه عملیات ترسره کېږي.

د کوچنيانو د زړه جراحۍ څانګه په عصري وسایلو سمباله ده او د ۵۰ بسترونو وړتيا لري.

همدا راز په دې څانګه کې د زړه درې عمليات د افغان متخصصانو له لوري په برياليتوب ترسره شوي او په ورځني ډول د زړه څلور عملیات پکې ترسره کېږي.

د اندراګاندي صحت طفل روغتون بنسټ په ۱۳۴۵ل کال کې د ظاهر شاه او د هند پخواني مرستیال ولسمشر ذاکر حسین له خوا اېښودل شوی او وروسته چې په ۱۳۶۴ کال کې د هند لومړۍ وزیره اندراګاندي ووژل شوه، روغتون د هغې په نامه ونومول شو.

د کوچنيانو د زړه جراحۍ او هيموډیالیز یا وینې تصفیې خدمتونو څانګو په پرانېسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم ګډون درلود.

ټاکل شوې وه چې متقي نن هند ته لاړ شي، خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو له کمیټې نه د هغه د معافیت نه ترلاسه کېدو له امله د نوموړي سفر لغو شو.

متقي ته له دې وړاندې د پاکستان د سفر بلنه هم ورکړل شوې وه، چې د سفر معافیت نشتوالي له امله یې تګ وځنډېد.