زده‌کوونکو نن په اندونیزیا کې د لاریونونو خبرداری ورکړی

د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې زده‌کوونکو خبرداری ورکړی، چې نن د جمعې په ورځ به د پولیسو مرکزي دفتر مخې ته پراخ لاریونونه وکړي. دغه لاریونونه د پنچ‌شنبې ورځې راهیسې وروسته له هغې پیل شول، چې یو موټرسایکل سپور ملکي وګړی پولیسو په موټر وواهه او ځای پر ځای یې مړ کړ.