• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو کارپوهان: د میلیونونو افغان کډوالو شړل به بشري ناورین لا پسې ژور کړي

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۲۲:۱۶ GMT+۱تازه شوی: ۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۲۳:۱۶ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، په پاکستان کې هغه افغانان چې د شړلو له ګواښ سره مخ دي، ډېری یې هېڅ کور نه لري او په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو محدودیتونه به د دوی راتلونکی لا تریخ کړي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د جمعه په ورځ (د وږي ۷مه) په یوه خبرپاڼه کې له پاکستان څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ دې ودروي.

پاکستان د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه د کډوالۍ کارت لرونکو په ګډون د ټولو افغان کډوالو د ایستلو پلان جوړ کړی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د همدې کډوالو له جملې څخه ډېرو یې له کلنو راهیسي په پاکستان کې ژوند کړی، په همدې هېواد کې زېږېدلي او یو شمېر یې ان افغانستان ته تللي‌ هم نه دي.

کارپوهانو په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: «میلیونه افغانان اوس مهال په پاکستان له دې ګواښ سره مخ دی، چې افغانستان ته استول کېږي، هلته بشري ناورین زیات دی. د بې ځایه کېدو دوام، اقتصادي بې ثباتي او د طالبانو له خوا پر ښځو او نجونو لګېدلې محدودیتونو دا وضعیت نور هم خرابوي.»

د دوی په خبره، چې په افغانستان کې به ماشومان، نجوني او مېرمنې له زده کړو بې برخي شي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې افغان کډوالو د طالبانو له ویرې هېواد پرې اېښي، چې د پخواني افغان حکومت کارکوونکي، امنیتي ځواکونو غړي او یو شمېر نور کسان دي، چې هېواد ته په ستنېد د خطر سره مخ دي.

پاکستان تر اوسه د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

پاکستان تر دې وړاندي د افغان کډوالو ایستل د خپل کورني امنیتي سیاست یوه برخه ګڼلې وه.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټینګار کړی، چې پاکستان د نړیوالو بشري حقونو او کډوالو د قوانینو له مخي مکلف دی، چې هیڅوک داسي ځای ته ونه لیږي، چې د هغوی ژوند او ازادي له ګواښ سره مخ وي.

دوی زياته کړې: «ډېری هغه افغانان چې شړل کېږي په افغانستان کې هېڅ کور نه لري. موږ په ځانګړې توګه د هغو ښځو په اړه اندېښمن یو چې د کور سرپرستي یې پر غاړه ده، یا نارینه سرپرست نه لري.»

ملګرو ملتونو دا هم ویلي، چې په وروستیو اوونیو کې په پاکستان کې د افغانانو د بې‌ دلیله نیولو، بندي کولو او شړلو راپورونه زیات شوي دي.

هغوی ځینې هېوادونه هم وغندل، چې د افغان کډوالو لپاره یې د دریمو هېوادونو د بیا میشتېدو پروګرامونه کم کړي، چې دا کار د نړیوالو مسولیتونو شریکول له خطر سره مخ کوي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

په کابل کې د ترکیې سفیر د طالبانو د ازموینو ملي ادارې له مشر سره لیدلي دي

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۳۲ GMT+۱

په کابل کې د ترکیې هېواد سفیر «جنک اونال»ویلي، چې د طالبانو د ازموینو ملی ادارې له مشر«مولوي عبدالباقي حقاني»سره یې لیدنه کړې، او د دې ادارې اړوند موضوعاتو په اړه یې خبرې اترې کړې دي.

ښاغلي سفیر پر ایکس خواله رسنۍ په یوه لنډ پیغام کې ویلي،چې دواړو لورو د زده‌کړو، ازموینو او د ظرفیت لوړونې د پروسو په اړه د نظرونو تبادله کړې ده.

که څه هم طالبان دا ډول لیدنې د نړیوالو د همکارۍ نښه بولي، خو ډېری شنونکي پر طالبانو نیوکه کوي چې د زده‌کړو او ازموینو په برخه کې د نړیوالو معیارونو د پلي کولو توان نه لري.

د دوی په وینا، د طالبانو د محدودو پالیسیو له امله د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګول شوی او د ازموینو پروسه له بې‌باورۍ او سیاسي مداخلې سره مخ ده.

منتقدین وايي، د طالبانو تر واک لاندې د زده‌کړو او ازموینو اداره نه یوازې د روڼتیا له جدي کمښت سره مخ ده، بلکې د نړیوال اعتبار له لاسه ورکولو له امله د زرګونو ځوانانو راتلونکی هم اغېزمن شوی دی.

سره له دې چې ترکیه په تېرو کلونو کې د افغان محصلینو لپاره د بورسونو او علمي مرستو مهمه ونډه لرلې، خو څارونکي ټینګار کوي چې تر هغه چې طالبان د زده‌کړو په برخه کې د نجونو پر وړاندې بندیزونه لیرې نه کړي او د ازموینو بهیر شفاف نه شي، دغه همکارۍ د افغان زده‌کوونکو ستونزې نه شي هوارولی.

د عصري علومو «زده کړه» کې د طالب چارواکو ضد او نقیص څرګندونې

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم، چې د نجونو د زده کړو مخالف ګڼل کېږي، د دیني زده کړو ترڅنګ عصري زده کړې د دنیا او اخرت د سرلوړۍ لامل ګڼي، په داسې حال کې چې د دغه ډلې د امربالمعروف وزیر، څه موده وړاندې یوازې پر دیني زده کړو ټينګار درلود او عصري زده کړې یې مباح ګڼلې وې.

د عصري زده کړو د مباح ګڼلو په تړاو د «محمد خالد حنفي» څرګندونو ګڼ غبرګونونه راپارولي وو، او اوس د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم له دیني زده کړو سربېره د عصري علومو زده کړه د دنیا او اخرت د سرلوړۍ لامل بللی دی.

ندا محمد ندیم د جمعې په ورځ (د وږي ۷مه) په کندهار کې د سویل لویدیځ زون د دولتي او خصوصي پوهنتونونو دیني- علمي سمینار په پای مراسمو کې زده کړیالانو ته په خطاب کې وویل، «که غواړئ په دنیا او اخرت کې سرلوړي ترلاسه کړئ؛ نو په دواړو علومو دیني او عصري ځانونه ښه سمبال کړئ.»

د یادونې وړ ده چې، دغه ۷ ورځنی سمینار په کندهار پوهنتون کې د سویل لویدیځ زون د لسو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ۵۵۰ زد کړیالانو ته جوړ شوی وو.

ملګري ملتونه: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۴۶ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورونکي «ريچارډ بېنېټ» له پاکستان څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو جبري ایستل دې ودروي. نوموړي له دغه هېواده په دوامداره توګه د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه ښودلې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورونکي ريچارډ بېنېټ د جمعه په ورځ (د وږي ۷مه) پر ایکس خواله رسنۍ، له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر دوامدره او جبري ایستلو اندېښنه ښودلې.

نوموړي لیکلي: «د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه د هغه افغانانو په ګډون چې د کډوالۍ د ثبت کارتونه لري له پاکستان څخه په دوامداره ایستلو اندېښمن یم»

د نوموړي په خبره، چې افغانستان د ډېرو لپاره خوندی نه دی.

بېنېټ، له پاکستان څخه غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي او نړیوالو قانوني مکلفیتونو ته درناوی وکړي.

نوموړي ټينګار کړی، چې د افغانانو ملاتړي هیوادونه دي د بیا مېشتېدنې لپاره بېلابېلې لارې پرانیزي.

بېنېټ لیکلي: «هغه هېوادونه چې د افغانانو ملاتړ کوي باید د بیا مېشتېدنې لپاره دي نورې لارې پرانیزي او د پاکستان او نورو ګاونډيو هېوادونو لپاره چې د افغان کډوالو کوربه توب کوي ملاتړ زيات کړي.»

په وروستیو میاشتو کې د سیمې یو شمېر هېوادونو په ځانګړي ډول بیا «پاکستان او ایران» زرګونه افغان کډوال له خپلو کورونو او مېشت‌ځایونو اېستلي دي.

په پاکستان کې د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې د «بې‌اسنادو افغانانو» د شړلو پروسه پیل شوه، چې له امله یې شاوخوا یو نیم میلیون افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شول.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان«ای او اېم» او نورو مرستندویو ادارو څو ځله خبرداری ورکړی، چې دغه ډول شړل به په افغانستان کې د بشري ناورین کچه نوره هم لوړه کړي.

ملګري ملتونه: په تېرو نهو میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه« ۲،۴ »میلیونه کډوال ستانه شوي

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۴۴ GMT+۱

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د جمعې په ورځ (د وږي ۷مه) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، د ۲۰۲۵ کال په ۹ میاشتو کې له ایران او پاکستان څخه ۲،۴ میلیونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري زیاتوي، دمګړۍ افغانستان له سخت بشري ناورین سره مخ دی او له ګاونډیو هېوادونو، ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ستنېدو او یا هم د ستنولو له امله دغه ناورین لاپسې ژورېږي.

د راپور له مخې، پاکستان پرېکړه کړې چې راتلونکې اونۍ به د «پي او ار» کارت لرونکو افغان کډوالو د اېستنې بهیر پیل کړي، خو په وینا یې هڅې روانې دي چې دغه ټاکل شوی ضرب الاجل وغځوي.

دغه ادارې همداراز له تاجکستان څخه د افغان پناه غوښتونکو د اېستنې د بهیر په تړاو اندېښنه څرګنده کړې ده.

راپور کاږي، د افغان کډوالو د لاسنیوي په موخه د ۲۰۲۵ کال لپاره له غوښتل شویو ۴۷۸ میلیونه ډالرو مرستو یوازې ۲۹ سلنه یې ترلاسه کړې ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د ایران او پاکستان په ګډون له ټولو سیمه ییزو هېوادونو غوښتي چې په داوطلبانه او عزتمنده توګه د افغانانو ستنېدنې ته زمینه برابره کړي.

پاکستان هم پرېکړه کړې چې سبا نه بل سبا به د «پي او ار» کارت لرونکو افغانانو چې شمېر یې څه باندې یو میلیون ته رسېږي افغانستان ته د ستنولو بهیر پيل کړي.

په بلغاریا کې پولیسو ۲۴ افغان کډوال نیولي دي

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۹:۴۷ GMT+۱

د بلغاریې سرحدي پولیسو په «لوزینټ» کلي کې د ۲۴ افغان کډوالو د نیولو خبر ورکړی. پولیسو ویلي، چې دغه افغان کډوال یې په یوه قاچاق وړونکي موټر کې نیولي.

د بلغاریې سرحدي پولیسو د جمعه په ورځ (د وږي ۷مه) خبر ورکړی، چې د افغان کډوالو قاچاق وړونکې موټر د تېښتې هڅه کول، چې له امله یې د نورو موټرو سره ټکر وکړ او دوی ونیوه.

پولیسو ویلي، چې یو شمېر کډوال د اوبو د نشتوالي له کبله بې هوښه شوي وو او تر لومړنۍ طبي درملنې وروسته یې د کډوالو مرکز ته انتقال کړي دي.

د پولیسو چارواکو ویلي، چې افغان کډوالو له ترکیې څخه تر اروپا پوري د ناقونه تګ لپاره قاچاقبرانو ته ۴ زره یورو ورکړي وې.

د بلغاریا د پولیس مشر خبردارۍ ورکړی، چې قاچاقي لارې خطرناکه او د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

د نوموړي په خبره، چې هره ورځ پر پولو د کډوالو ډلې نیول کیږي.

د کډوالو په چارو کې کارپوهان د ناقانونه کډوالۍ لاملونه د افغانستان اقتصادي ناورین او ناامني ګڼي.

دوی اندېښنه ښودلې، چې که پر وخت د دې ستونزو د حل لپاره اقدام ونه شي دا ډول پېښې به نوري هم جدي انساني او حقوقي ستونزې را ولاړي کړي.