طالبان: د پولیسو په تخصصي روغتون کې د غوږ نادر جراحي عملیات ترسره شول

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د دغې ډلې د پولیسو په تخصصي روغتون کې د غوږ داسې جراحي عملیات شوي چې په تېرو څلورو لسیزو کې نه وو شوي. د یادې ډلې په وینا، روغتیاپالانو په خلاقانه توګه یوه ناروغ ته د غوږ داسې پرده نښلولې چې ورسره تر ډېره د ناروغ د اورېدو توان ډېر شوی.