• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایرانی چارواکی: هېواد مو باید له افغانستان سره د سوداګرۍ فرصتونه له لاسه ور نه‌کړي

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۴۲ GMT+۱تازه شوی: ۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۴۵ GMT+۱

په ایران کې د بیرجند سوداګرۍ خونې مشر علي‌رضا خامه‌زر د سوېلي خراسان د اقتصادي فعالانو په غونډه کې ویلي چې هېواد یې باید له افغانستان سره د سوداګرۍ پر وړاندې ټول خنډونه له‌منځه یوسي او له شته فرصتونو دې ګټه واخلي.

هغه همداراز غوښتنه کړې چې د پانګونې په برخه کې هم شته محدودیتونه او سیاستونه باید اصلاح شي. په یاده ناسته کې د ایران د صادراتو پراختیا په تړاو هم بحثونه شوي او ټینګار شوی چې له افغانستان سره دې د سوداګرۍ لا پراختیا لپاره پر لارو چارو فکر وشي. د بیرجیند ولایت د دغه ناستې پر مهال د صادراتو، پانګونې او زیربنایي پروژو موضوعات د غونډې اساسي محور و.

علي‌رضا خامه‌زر په خپلو څرګندونو کې زیاته کړې چې د ایران او افغانستان سوداګریز توازن تل مثبت پاتې شوی او هېڅکله هم د دوی واردات له دې ګاونډي هېواد څخه له ۱۰۰ مېلیونه ډالرو پورته نه دي تللي. د ده په وینا، اړینه ده له افغانستان سره اقتصادي فرصتونه وساتل شي، تر څو د دغه ولایت او د ایران سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې شي.

هغه د سوېلي خراسان زیربنایي پروژو ته په اشارې سره زیاته کړه: «د سړک د ۱۵ کلنې پروژې ډېره برخه بشپړه شوې او لږه پاتې ده. هر کله چې دا سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو نو سترې اقتصادي ګټې به د ولایت او ټول هېواد لپاره ولري».

د یاد ولایت د سوداګرۍ خونې مشر د سوداګرۍ پر وړاندې د بانکي محدودیتونو او ستونزو یادونه هم وکړه. هغه وویل: «د افغانستان د سیاسي بدلونونو وروسته د افغان پانګوالو ډېری پانګې ایران ته نه شي داخلیدای او لامل یې د بهرنیو پانګونو د محدودولو قوانین او د بانک مرکزي سیاستونه دي».

د بیرجند د سوداګرۍ خونې مشر ویلی چې د اوسنیو پیسو سیاستونه او د بانک مرکزي د اسعارو ژمنې زموږ د ایراني توکو نړۍواله سیالۍ کمه کړې ده. هغه وایي: «تېر کال د ایران صادرات ۶۴ میلیارده ډالر وو، په داسې حال کې چې د سیمې سیال هېوادونه لکه ترکیه ۲۸۴ مېلیارده او امارات ۸۰۰میلیارده ډالر صادرات لرل. دې محدودیتونو زموږ خصوصي سکټور د نړۍوالو بازارونو په سیالۍ کې وروسته پاتې کړی دی».

ایراني سوداګر باور لري چې د اسعارو د سیاستونو اصلاح، د بهرنۍ پانګې د ور ننوتلو اسانول او د زیربنایي پروژو پیاوړتیا د دوی د هېواد د اقتصادي ودې تر ټولو مهمې لارې دي. ایران او پاکستان د افغانستان لپاره د سوداګرۍ تر ټولو مهم شریکان دي، خو هر وخت سیاسي لانجو کونجو دا سوداګري سخته زیانمنه کړې هم ده.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

د وږي ۹مه؛ د پښتنو او بلوڅو قومونو د پیوستون او یووالي ورځ

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۳۰ GMT+۱

نن د وږي (سنبلې) ۹مه د پښتنو او بلوڅو د پیوستون او یووالي ورځ ده چې هرکال د لر او بر پښتنو او بلوڅو له لوري نمانځل کېږي. افغانستان کې د جمهوريت پرمهال دا ورځ په حکومتي کچه نمانځل کېده، خو د طالبانو بیاځل واکمنېدو وروسته، په هاغه ډول چې پخوا ورته مراسم نیول‌کېدل، نه نمانځل کېږي.

په کال ۱۳۲۸ کې په کابل کې د یوې سترې غونډې پرمهال چې د لر او بر قومي مشرانو او د سیاسي گوندونو استازو په کې گډون کړی وو، د وږې ۹مه د لر او بر پښتنو او بلوڅو د پیوستون او یووالي د ورځې په نامه ونومول شوه.

مدني فعاله شریفه سوله وايي پښتانه او بلوڅان د تاریخ په اوږدو کې له یو بل سره نږدې پاتې شوي دي، گډ دیني، فرهنگي او تاریخي مشترکات لري او باید له دغې ورځې د دواړو قومونو د لا نږدې‌والي لپاره کار واخیستل شي.

د نوموړې په خبره، دواړه پښتانه او بلوڅان په لوی لاس د ځینو لاملونو له کبله جګړې ته اړ ایستل شوي چې له امله یې دا مهال له لویو ننګونو سره مخامخ دي. هغه وايي: «د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته پراته دغه دواړه ویاړلي قومونه په خپلو کې ښې اړیکې لري خو له بده مرغه دواړه ګډ دښمن لري چې دوی یې د افراطیت په لومه کې راایسار کړي دي.»

100%

مدني فعالان وايي چې پښتانه او بلوڅان باید یو بل ته په لاس ورکولو دوی ته متوجې ګډې ستونزې حل کړي او سوله‌ییز ژوند ته رسېدو لپاره هلې ځلي وکړي.

د بلوڅو او پښتنو د یوالي او پیستون ورځ د ټولنیزو رسنیو د کارونکو له لوري هم نمانځل کیږي. د ټولنیزو رسنیو کارونکي وايي چې د دواړو پښتنو او بلوڅانو پیستون او یوالي اوس دې پړاو ته رسیدلی لکه یو روح او دوه جسمونه.

دوی وايي دواړو قومونه په سخت وخت کې د یو بل ترڅنګ درېدلي، خو اوس د دې وخت رارسېدلي چې دواړه په ګډه د ګواښونو او ننګونو د مخنیوي لپاره خپل یووالی او پیستون لا پسې ټینګ کړي.

د وروستي امریکایي پوځي وتل؛ طالبان وایي په «ایماني قوت» یې د امریکا ټکنالوژي ماتې کړه

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۶:۲۵ GMT+۱

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۳۱مه نېټه وروستی امریکایي سرتېری له افغانستانه ووت چې طالبان دا شېبه خپله تاریخي بریا بولي. دغه ډله وايي چې د «خپل ایمان په قوت» یې د امریکایي ټکنالوژي ماتې کړې ده.

جنرال کریسټوفو ډوناهو هغه وروستی امریکایي نظامي افسر و چې د کابل په هوایي ډګر کې الوتکې ته وخت له دې سره په افغانستان کې د امریکا په ګډون د ناټو ځواکونو ۲۰ کلن جنجالي حضور پای ته ورسېد.

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت له یادې ورځې څلور کاله وروسته په همدې نېټه خپل وېډیوي پېغام کې ویلي چې افغانان هېڅ چا ته تسلیمېدونکي نه دي او دوی د «خپل ایمان په قوت» سره یې بهرني ځواکونه وویستل.

هغه زیاته کړې: «دا د افغانستان په تاریخ کې مهمه ورځ ده، دا د شل کلن جهاد ثمره ده او په همدې ورځ وروستي امریکایي سرتېري افغانستان څخه پښې سپکې کړې».

د نوموړي په وینا، دغه ورځ راتلونکي نسلونو ته پېغام ورکوي چې پر افغانانو هر یرغل کوونکی له دغه ډول ماتو سره مخ کېږي. نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې پر کابل واکمنه ډله هره ورځ د لوېدیځ په ګډون له امریکا څخه د رسمیت پېژندنې غوښتنې کوي او یا ترې غواړي چې باید تعامل ورسره رامنځته کړي.

له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو پراخ نړۍوال غبرګونونه راوپارول او افغانستان یې یو ځل بیا په خالي ډاګ ناورین کې پرېښود. خپله د امریکا دننه د ډونالډ ټرمپ حکومت په دې باور دی چې پخواني ولسمشر جو بایډن په «نامسوولانه» توګه له کابل نه د پوځیانو د وتلو پرېکړه وکړه او دغه د ایستل کېدو دغه بهیر د افغانستان د جمهوري نظام د ړنګېدو لامل شو.

هم‌مهاله یو شمېر سیاست‌والو، سازمانونو، مدني بنسټونو او پخواني پوځیانو غوښتنه کړې چې د کابل د پرځېدو په پېښه او د «نامسوولانه» وتلو په قضیه کې ښکېل ټول پوځي او ملکي اړخونو څخه باید پراخې څېړنې وشي. همداراز غوښتنه شوې چې د کابل په ړنګېدو کې پر ناغېړۍ او بې‌غورۍ تورن چارواکو ته باید سزا ورکړل شي.

طالبان وايي افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او باید په پرمختګ کې یې ونډه واخلي

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۴۱ GMT+۱

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمېسیون وايي چې د دغه کمېسیون مشر په چارو کې د فعالې ونډې اخیستو په موخه کې د جمهوري نظام له راستانه شویو ځینو چارواکو سره لیدلي دي.

د طالبانو له لوري په خپور شوي پیغام کې د دغه کمېسیون د مشر شهاب الدین دلاور له قوله راغلي چې «افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او باید په پرمختګ او جوړونه کې فعاله ونډه واخېستل شي.»

په پیغام کې همداراز ویل شوي چې د کمېسیون مشر د هېواد په کچه د ځینو نورو مهمو موضوعاتو په تړاو هم د جمهوري نظام له راستانه شویو چارواکو سره سلا مشورې کړي، خو په اړه جزییات نه دي ورکړي.

له افغان شخصیتونو سره د طالبانو حکومت د تماس کمېسیون ویلي چې د تیر نظام ستانه شویو کسانو د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

طالبان په داسې کې پر افغانانو غږ کوي څو د افغانستان په پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي چې تر ډېره له دې کبله دوی ته د ملامتۍ ګوته نیول کېږي چې په خپل رژیم کې ټولو ته ونډه نه ده ورکړې.

کریم خُرم وايي د نجونو د زده‌کړو په اړه د ملګرو ملتونو سروې د پاکستان لپاره ښه ځواب دی

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۳۴ GMT+۱

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخوانی وزیر عبدالکریم خُرم وايي چې د زده‌کړو په اړه د ملګرو ملتونو سروې د پاکستان لپاره ښه ځواب دی. د هغه په وینا، پاکستان غواړي افغانان لوېدیځو هېوادونو ته توندلاري، ترهګر او د زده‌کړو مخالف معرفي کړي.

خُرم ویلي، پاکستان تل له دې فورمول څخه کار اخیستی چې وايي، «مړ یې کړه، پړ یې کړه.» د نوموړي په وینا، پاکستان هڅه کوي، چې افغانستان ګوښه، بېوزله، کمزوری او تر خپلو بریدونو لاندې وساتي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په تازه راپور کې ویل شوي، که څه هم د طالبانو له لوري د نجونو د منځني تعلیم پر وړاندې بندیز اوس هم شته، خو د افغانستان د خلکو ډېری برخه د نجونو د زده‌کړو ملاتړ کوي.

په دې سروې کې چې د هېواد په کچه تر دوو زرو ډېر افغانان پوښتل شوي، ۹۲ سلنه یې ویلي چې د نجونو دوامداره زده‌کړې مهمې دي.

د دې سروې له مخې، په کلیوالي سیمو کې ۸۷ سلنه نارینه او ۹۵ سلنه ښځې د نجونوزده کړې غواړي؛ په داسې حال کې چې په ښاري سیمو کې دا شمېر د دواړو جنسونو لپاره ۹۵ سلنه ښودل شوی دی.

د سقوط ورځې؛ دوو امریکایي قوماندانانو کابل ته د طالبانو د ننوتلو په تړاو بې‌پروایي کړې

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۲۵ GMT+۱

«جسټ ده نیوز» په نوم یوې امریکایي رسنۍ ویلي، د ۲۰۲۱ کال په اګسټ میاشتې کې د کابل د سقوط پرمهال دوو امریکایي لوړپوړو قوماندانانو له هغې طرحې سره مخالفت کړی و چې کابل ته یې د طآلبانو د ننوتلو مخه نیوله.

د راپور له‌مخې، د سنټکام یا د امریکایي د مرکزي قوماندانۍ پخوانی قوماندان جنرال مک کنزي او په کابل کې د امریکایي ځواکونو د هغه مهال مشر دریابان پیټر ویزلي هغه وړاندیزونه رد کړي وو چې کابل ته د طالبانو د ننوتو په تړاو اقدامات په کې شامل وو.

د نويو اسنادو او روايتونو له‌مخې، مک ‌کنزي د ۲۰۲۱ د اګسټ پر ۱۵مه په دوحه کې له ملا برادر سره په لیدنه کې هغه وړاندیز رد کړ چې امریکا ته يې اجازه ورکوله کابل په خپله امنیتي ولکه کې وساتي او طالبان له پلازمېنې بهر پاتې شي. ملا برادر په همدې ناسته کې ویلي وو چې طالبان چمتو دي کابل ته له ننوتلو ډډه وکړي او امریکا چې د تخلیې د مدیریت لپاره هر څومره ځواکونه غواړي ځای پر ځای کړي‌ ستونزه ورسره نه‌‌لري، خو مک ‌کنزي ټینګار کړی و چې د امریکایي ځواکونو مأموریت یوازې «خوندي وتل» دي او دا وړاندیز يې ونه مانه.

په همدې ورځ په کابل کې د مخېکني جمهوري نظام لوی درستیز جنرال هبت‌الله علیزي او د ځانګړو ځواکونو قوماندان سمېع سادات د بېړني نظامي حکومت پلان وړاندې کړی و او له امریکایي ځواکونو یې ملاتړ غوښتی و، خو هغه له منفي ځواب سره مخ شوی و. کابل کې د امریکایي ځواکونو قوماندان ورته ويلي وو چې نور حکومت نشته او افغان جنرالان يې وهڅول چې ځانونه کابل هوايي ډګر ته ورسوي او له جګړې لاس واخلي.

د دې دواړو وړاندیزونو د ردېدو مانا دا وه چې امریکا اړ شوه د کابل هوايي ډګر د امنیت لپاره پر طالبانو تکیه وکړي. دغه پرېکړه د حامد کرزي هوايي ډګر شاوخوا هغه تریخ او خونړی وضعیت وزېږاوه چې زرګونه افغانان د وتلو هڅو کې له چاودنو او خونړیو بریدونو سره مخ شول.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنيو اړیکو کمېټې وروستي راپور د مک ‌کنزي او طالبانو تر منځ دې برخلیک ټاکونکې لیدنې ته هېڅ اشاره نه ده کړې، یوازې یې د افغان جنرالانو له خوا د ناکامې مرستې غوښتنې یادونه شوې ده. په داسې حال کې چې مک‌ کنزي په خپلو یادښتونو کې چې «دویلې کېدوټکی» نومېږي، لیکلي دي چې زلمي خلیلزاد هغه دوحې ته د طالبانو د خبرو لپاره بللی و.

مک‌ کنزي په کتاب کې ټینګار کړی چې دنده يې یوازې د «خوندي وتلو» عملیات وو او د کابل د امنیت تینګښت د امریکایي ځواکونو ډېر شمېر ته اړتیا لرله چې دا د طالبانو له موخو سره په ټکر کې کار و. هغه دا هم اعتراف کړی چې طالبانو ته يې ډاډ ورکړی و،‌ که پر امریکایي ځواکونو برید ونشي؛ نو پر طالبانو به هېڅ ډول بریدونه ونه کړي.

بلخوا سمېع سادات د «وروستي قوماندان» په نوم کتاب کې لیکلي چې د اګسټ پر ۱۵مه له افغانستانه د اشرف غني تر وتلو وروسته یې کابل کې د امریکایي ځواکونو قوماندان ویلي په ډاګه کړې وه چې غواړي نظامي حکومت اعلان کړي او په ځانګړو کومانډویي ځواکونو به کابل وساتي. امریکایي قوماندان ور زیاته کړې وه: «ستاسې حکومت نور نشته، د چا لپاره جنګېږئ؟ زما امر دا دی چې ټول ځواکونه هوايي ډګر ته یوسو».

«جسټ ده نیوز» راپور کې راغلي، که امریکا د طالبانو وړاندیز منلی وای چې د کابل امنیت په غاړه واخلي، ښايي د وتلو بهیر منظم شوی وای، مرګ‌ژوبله به کمه به وه او ان د ښځو د حقونو او د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه د خبرو لپاره فرصتونه به هم برابر شوي وای. خو د دوحې او کابل په دواړو پرېکړو سره، کابل بې له کوم مقاومته د طالبانو لاس ته ولوېد او د افغانستان جمهوري نظام رسماً پای ته ورسېد.

اوس چې د امریکا د دفاع وزیر پيت هگزت نوې څېړنه پیل کړې، لا روښانه نه ده چې د دغو تاریخي پرېکړو او د هغوی د پایلو په اړه به نور جزییات هم افشا شي که نه.