• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په خېبرپښتونخوا کې ۵ پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۷ نور ټپيان دي

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۵:۱۳ GMT+۱تازه شوی: ۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۸:۲۸ GMT+۱

پاکستانۍ رسنۍ وايي چې د خېبرپښتونخوا په بره دېر، کوهاټ او مومندو سیمو کې د بېلابېلو ترهګریزو پېښو په ترڅ کې د پاکستان د سرحدي ځواکونو درې سرتېري او دوه پولیس افسران وژل شوي دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له‌مخې، په بره دېر کې د افغانستان پولې ته نږدې د بارا رایفلز پوستې باندې برید شوی چې په پایله کې یې درې سرتېري وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د یادې ورځپاڼې په وینا، په کوهاټ کې د پولیسو پر یوه ګزمه برید کې هم یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي، خو په دې نښته کې درې مخالف وسله‌وال هم وژل شوي دي.

په مومندو کې پر یوې پوستې برید شوی، چې په پایله کې یې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

له بلې خوا بیا امنیتي ځواکونو په ډیره اسماعیل خان کې د نظامي عملیاتو په ترڅ کې درې وسله‌وال وژلي چې یو قوماندان هم پکې شامل دی. پولیس وايي، چې دوی ته د وسلو یوه زېرمه هم په لاس ورغلې ده.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

ټرمپ وايي په ټول‌ټاکنو کې باید رایه د پېژندپاڼې له لارې ورکړل شي

۹ وږی ۱۴۰۴ - ۳۱ اګست ۲۰۲۵، ۰۴:۴۹ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خولې لیکلي، نوموړی به داسې اجراییوي فرمان صادر کړي چې پر بنسټ به یې د هر رایه‌ورکوونکي لپاره پېژندپاڼه لازمي وګڼل شي.

ټرمپ زیاته کړې، یوازې ډېر ناروغان او بهرمېشتي سرتېرې اجازه لري چې د پوسټ له لارې رایه ورکړي.

دا دا لا روښانه نه ده چې ولسمشر د دې ډول بدلونونو قانوني واک لري که نه، ځکه ټول‌ټاکنې په ایالتونو کې کېږي.

د ۲۰۲۶ کال د نوامبر په میاشت کې د استازو د جرګې ټول‌ټاکنې به د ټرمپ د تګ‌لارو پر وړاندې لومړی ازمایښت وي.

ټرمپ تل د امریکا د ټول‌ټاکنو پر سېسټم شک کړی او د ۲۰۲۰ کال ټول‌ټاکنې یې له درغلیو ډکې بللي وې. نوموړي د پوسټ له لارې رایه ورکول او برېښنایي ماشینونه هم رد کړي وو.

په پاریس کې یو افغان کډوال خپل بل هېوادوال د چړو په ګوزار وژلی

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۴۵ GMT+۱

په پاریس کې د افغانانو د یووالي کلتوري ټولنه وايي، چې نن د شنبې په ورځ د پاریس په ۱۸مه ناحیه کې یوه افغان کډوال بل افغان کډوال د چړې په وار وژلی دی. نوموړی وايي، د پیښې انګیزه نه ده معلومه خو پولیسو د یادې پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

په پاریس کې د افغانانو د یووالي کلتوري ټولنې مشر شاه رسول اوریاخیل وايي، چې د شنبې په ورځ د پاریس د ۱۲مې ناحیي په لاشفیل سیمه کې یوه افغان کډوال خپل بل هېوادوال د چړي په ګوزار وژلی دی.

نوموړی وايي، د پیښې انګیزه نه ده معلومه خو پولیسو د یادې پیښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشنبې په ماښام د جرمني په ګوسترو ښار کې یوه افغان کډوال د خلکو په مخ کې دوه نور افغانان په چړو وهلي وو، چې له امله یې یو کس مړ او بل سخت ټپي شو.

د پاکستان مخابراتي شبکو د یو شمېر افغان کډوالو سیمکارټونه بند کړل

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۱۶:۳۱ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د پاکستان ځینو مخابراتي شرکتونو د یوشمېر افغان کډوالو د ګرځنده ټیلیفونونو هغه سیمکارتونه بند کړي، چې په پاکستان کې یې د استوګنې (پي او ار او اې سي سي) کارتونو له لارې ترلاسه کړي وو.

د سرچینو په وینا، د افغان کډوالو د ثبت کارتونو د وخت له پای ته رسېدو سره هممهاله تازه د پاکستان مخابراتي شرکتونو د یادو افغانانو ثبت شوي سیم کارتونه په بشپړ ډول غیر فعال کړي دي.

په پېښور کې د افغان کالونۍ یو اوسیدونکی وايي، د کورنۍ ۱۲ سیمکارتونه یې نن په بشبړ ډول غیر فعاله شوي دي.

نوموړي ویلي، چې افغانان هڅه کوي خپل د کډوالۍ کارتونه تمدید کړي، خو د پاکستان د حکومت له خوا د افغان کډوالود اېستلو وروستۍ نېټه سبا پای ته رسیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د افغان کډوالو د شړلو لړۍ دوامداره ساتلې او له دغه هېواد څخه په بشپړ ډول د غیر قانوني افغان کډوالو د شړلو وروستۍ نېټه د اګسټ په ۳۱ نېټه پای ته رسیږي.

طالبانو په کابل ښار کې د افغانستان خلاف لاس اسناد نه‌لرونکو موټرو تګ راتګ منع کړ

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۹:۲۱ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چاروز وزارت وايي چې سر له نن څخه د افغانستان خلاف لاس «اسناد نه‌لرونکي موټرونه» په کابل ښار کې د ګرځېدو اجازه نه‌لري. په اعلامیه کې ویل شوي چې دغه موټرونه باید د روان کال د وږي له ۸مې نېټې وروسته له کابل ښار نه ووځي.

دغه وزارت په یوې اعلامیه کې زیاته کړې چې چې ښي لاس شترینګ لرونکو موټرونو خاوندان باید د ټرافیکو ریاست ته ورشي او خپل موقت جواز سیرونه او نمبر پلېټونه ترلاسه کړي.

د طالبانو د اعلامیې له‌مخې، دغه موټرونه باید د روان کال د وږي له ۸مې وروسته له کابل نه ووځي او په خپل ولایت کې دې ثبت شي. همداراز، هغه موټرونه چې قانوني اسناد نه‌لري، له نن وروسته کابل ته نه شي تلای.

د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه ښي لاسي شټرینګ لرونکي موټرونه چې په کوم ولایت کې ثبت شوي، یوازې په هماغه ولایت کې د ګرځېدو اجازه لري. په اعلامیه کې همداراز ویل شوي چې تر دې وروسته ښي شټرینګ لرونکي موټرونه په کابل ولایت کې نه راجسټر کېږي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي افغان کډوال د ایران له پرمختګ او ودې سره مرسته کوي

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۰۰ GMT+۱

د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني وایي، هغه افغان کډوال چې په قانوني ډول په دغه هېواد کې ژوند کوي د ایران له پرمختګ او ودې سره مرسته کوي. هغه ادعا کړې چې دا کډوال له ایرانيانو سره برابر حقونه لري.

سکندر مومني وايي، چې هغه یارانه (دولتې مرسته) چې ایرانیانو ته ورکول کېږي، هماغه مرسته افغان کډوالو ته هم ورکول کېږي.

نوموړي په ورته وخت کې ټینګار کړی چې له ایران نه اوس هم د هغو افغانانو ایستل دوام لري، چې قانوني اسناد نه‌لري.

تسنیم خبري اژانس په خپاره شوي راپور کې د ایران د کورنیو چارو وزیر له خولې لیکلي، اوس هم په ایران کې شاوخوا دوه مېلیونه هغه افغان کډوال ژوند کوي، چې قانوني اسناد نه‌لري.

دا په داسې حال کې ده چې د روان لمریز کال له پیل راهیسې نږدې یو مېلیون او ۲۰۰ زره افغان کډوال له ایران څخه شړل شوي دي.

د دې ایراني چارواکي په وینا، هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد نه لري، تر۷۰ سلنه ډېر یې په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي. ایراني چارواکی زیاتوي چې له ایران څخه د کډوالو شړلو بهیر د کډوالو ضد بهیر نه دی.

نوموړي چارواکي تر دې مخکې هم ویلي و چې د روان کال تر پایه به نږدې دوه مېلیونه نور افغان کډوال هم له ایران نه وشړل شي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر په داسې حال کې دا خبرې کوي چې د بشري حقونو راپورونو، د سرچینو معلومات او عیني شاهدانو د څرګندونو له مخې، ایران لس‌ګونه زره افغان کډوا لله قانوني بهیر پرته د ګواښ، وهلو ټکولو، شکنجو او زور له لارې کمپونو ته وړي او بیا یې له هغه ځایه افغانستان ته شړلي دي.

په هالنډ کې د «اوا» په نوم حقوقي او ټولنیزو خدماتو مشورتي مرکز د زمري په میاشت کې په یوه تحقیقي راپور کې موندلې وه چې سلګونه افغان کډوال د ایستل کېدو پر مهال د ایراني چارواکو له خوا له تاوتریخوالي او ناوړه چلند ښکار شوي او شتمنۍ یې هم ضبط شوي دي.