ایران وایي، د کونړ او ننګرهار زلزله ځپلو سره هر راز مرستو ته چمتو دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې دوی په افغانستان کې د زلزلې پر وروستیو زیانونو او مرګ ژوبلې سخت خواشیني دي او چمتو دي؛ څو له زیانمنو سره هر راز مرستې وکړي. هغه د قربانیانو کورنیو ته تسلیت ویلی او ټپیانو ته یې د بېړنۍ روغتیا هیله هم کړې ده.