پاکستان: د ملا یعقوب څرګندونې د افغانستان په خاوره کې د وسله والو پټنځایونه نه شي پټولای

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب هغه څرګندونې چې د وسله والو پر وړاندې مبارزه کې یې د پاکستان امنیتي ځواکونه پاتې راغلي بللي وو، د افغانستان په خاوره کې د وسلهوالو ډلو د خوندي پټنځایونو حقیقت نه شي پټولای.





