• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

راشد خان په شل اوریزو نړۍوالو سیالیو کې نوی نړۍوال ریکارډ جوړ کړ

۱۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۳ GMT+۱تازه شوی: ۱۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۳ GMT+۱

د افغانستان د شل اوریزو ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان په شل اوریزو نړۍوالو سیالیو کې نوی ریکارډ جوړ کړ او د دغو سیالیو په تاریخ کې یې تر ټولو ډېرې ویکټې ترلاسه کړې.

د افغانستان د شل اوریزو ملي بولډلې لوبډلمشر راشد خان په شل اوریزو نړۍوالو سیالیو کې نوی ریکارډ جوړ کړ او د دغو سیالیو په تاریخ کې یې تر ټولو ډېرې ویکټې ترلاسه کړې.

راشد خان تر اوسه په شل اوریزو نړۍوالو سیالیو کې ۱۶۵ ویکټې ترلاسه کړي او پر بنسټ یې د نیوزیلنډ د تکړه توپ‌ اچوونکي «ټېم ساوتي» د ۱۶۴ ویکټو ریکارډ مات کړ او نوی تاریخ یې په خپل نوم ثبت کړ.

د یادونې وړ ده چې راشد خان په ټولو شل اوریزو سیالیو (هغه چې نړۍوالې نه شمېرل کېږي) کې هم د نړۍ په کچه تر ټولو ډېرې ۶۶۴ ویکټې ترلاسه کړې دي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

دوو افغان څېړونکو په امریکا کې علمي جایزې ترلاسه کړې

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه

۱۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۸ GMT+۱

د افغانستان د کرېکت لوبغاړو د درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې په خپله دویمه سیالۍ کې کوربه متحده عربي اماراتو ته د ۳۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دغه سیالۍ نن ماښام مهال په متحده عربي اماراتو کې د اماراتو په توپ وهنې سره پیل شوه او افغان اتلانو ته یې د ۱۸۹ منډو هدف ورکړ او افغان اتلانو بیا یاد هدف ترلاسه او ورسره یې لوبه د ۳۸ منډو په توپیر وګټله.

د افغانستان د کرېکټ بورډ په وینا، په دغې سیالۍ کې لوبډلمشر راشد خان او شرف الدین اشرف د سیالې لوبډلې ۳ – ۳ وېکټې ترلاسه کړې او ورسره شرف الدین اشرف د دغې سیالۍ د غوره لوبغاړي لقب هم خپل کړ.

افغانستان د دغې لوبلړۍ لومړۍ لوبه پاکستان ته بایللې وه او افغان اتلان به سبا ماښام په خپله درېیمه سیالۍ کې د پاکستان پر وړاندې بیا ځلي د لوبې ډګر ته ښکته شي.

د نورستان د نورګرام اوسېدونکي وايي ګوجر یې د طالبانو د والي په مرسته ځمکې غصبوي

۱۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۱۰ GMT+۱

د نورستان نور ګرام ولسوالۍ ځینو اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د ګوجر قبیلې اړوند ځینې کسان د طالبانو د نورستان والي په مرسته د ځايي اوسېدونکو ځمکې غصبوي. دوی زیاتوي، طالبانو نن پر ځايي اوسېدونکو ډزې وکړې، چې څلور تنه پکې ټپیان شوي دي.

د نورستان نورګرام ولسوالۍ ځینې اوسېدونکو نن دوشنبه د «وږي ۱۰مه» وویل چې دا جنجال هغه وخت پیل شو، چې طالبانو څو تنه قومي مشران ونیول.

ددې کار په غبرګون کې ځايي اوسېدونکو په لاریون لاس پورې کړ خو طالبانو پر لاریونوالو ډزې کړې او څلور تنه یې ټپیان کړي دي.

یو ځايي اوسېدونکی وايي:« د نورګرام ولسوالۍ د ګندلبوک سیمه کې ګوجرو غوښتل چې د طالبانو په مرسته ځمکې غصب کړي خو خلکو یې مخه نیولې ده.»

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو ویډیوګانو کې لیدل کیږي، چې یو شمېر ځايي اوسېدونکي د لاریون په ډول راوتلي دي. په ویډيوګانو کې د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.

په سیمه کې د طالبانو بیرغ ترڅنګ د پولیسو یو رینجر هم لیدل کېږي.

د نورګرام ولسوالۍ ځايي اوسېدونکي د طالبانو د نورستان والي قاري زین‌العابدین عابد تورنوي چې د ګوجر قوم ملاتړ کوي او د ځايي اوسېدونکو د ځمکو غصبولو کې یې ملتیا کوي.

تر اوسه پورې د طالبانو د نورستان ولایت مقام او ګوچر قوم ددغه لاریون او موضوع په اړه کوم غبرګون نه ښودلی، خو د نورګرام ولسوالۍ ځايي اوسېدونکي خبرداری ورکوي، چې هېچاته به اجازه ورنه کړي، چې ځمکې یې غصب کړي.

د روان کال د غويي پر ۲۹ مه افغانستان انټرنشنل راپور ترلاسه کړ، چې په نورستان ولایت کې د یوې نوې ولسوالۍ د مرکز د ټاکلو پر سر د طالبانو ولایتي مشران له داخلي اختلاف سره مخ دي او د وایګل ولسوالۍ یو شمېر خلکو په دې وروستیو کې د والي خلاف لاریون کړی.

هند افغانستان ته د ۱۰۰۰ خیمو او ۱۵ ټنه بیړنیو خوراکي توکو د استولو خبر ور کړی

۱۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۴ GMT+۱

د هند د بهرنیو چارو وزیر جې شنکر د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره ټیلیفوني اړیکه کې د زلزلې له امله رامنځته شوي ناورین باندې خواشیني ښودلې او افغانستان ته یې د عاجلې مرستې په توګه د زر خیمو او ۱۵ ټنه خوراکي توکو د لېږلو خبر ور کړی.

‏شنکر پر خپل اېکس ولیکل، چې « نن د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره خبرې وشوې. د زلزلې له امله د خلکو د مړینې په اړه مو خپلې خواشینۍ څرګندې کړې.»

شنکر وايي، متقي ته یې وویل، چې نوي ډیلي نن په کابل کې ۱۰۰۰خیمې رسولې دي.

نوموړي زیاته کړې، « ۱۵ ټنه خوراکي توکي هم د هند د ماموریت له خوا له کابل څخه کونړ ته سمدستي انتقالېږي. نور مرستندویه توکي به له هندوستان څخه سبا پیل شي».

هغه د خیمو انځورونه هم خپاره کړي دي.

100%

نوموړي د ټپیانو د ژر رغېدو هیله کړې او وايي، « هند په دې سخت وخت کې د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی».

په ورته وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د وږي لسمه) د جې شنکر له قوله وویل، چې هېواد به يې د درملو او خوړو په برخه کې نورې اړینې مرستې هم وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې امیر خان متقي له جې شنکر څخه د افغانانو د لاسنیوي له امله مننه کړې ده او اړمنو خلکو ته یې د یادو مرستو د پر وخت رسولو ډاډ ورکړی دی.

هبت الله د مولوي خیرخواه پرځای سیراحمد حقاني د اطلاعاتو او فرهنګ نوی وزیر ټاکلی

۱۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۷ GMT+۱

د طالبانو مشر خپل ددې ډلې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر له دندې لرې کړی او د میدان ورګ ولایت د والي په توګه یې ټاکلي دي. د نوموړي پرځای د لغمان مخکینی والي شیخ سیراحمد حقاني د اطلاعاتو او فرهنګ د نوي وزیر په توګه ټاکل شوی.

دغه راز په نویو ګومارنو کې د میدان وردګ ولایت مخکینی والي قاري محمد بختیار معاذ د لغمان ولایت د والي په توګه، د۳۱۳ مرکزي قول اردو مخکینی مرستیال ملا محمد حافظ مجاهد د فراه والي په توګه، د فراه ولایت مخکینی والي مولوي غوث الدین رهبرد ۳۱۳ مرکزي قول اردو د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په نویو ګومارنو او تبدیلیو کې د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند دویمې پلې لوا مخکینی قوماندان قاري محمد نسیم عزت د جوزجان د مرستیال په توګه، د کابل ښار درېیمې امنیتي حوزې مخکینی امر شیر علي جند ﷲ د پکتیا ولایت د امنیه قوماندان په توګه، د ۲۰۹ الفتح قول اردو لومړۍ پلې لوا مخکینی قوماندان ملا عبدالشکور بریالی د ۲۰۵ البدر قول اردو د دویمې پلي لوا د قوماندان په توګه ګومارل شوي.

دغه راز د جوزجان ولایت مخکینی مرستیال مولوي نورالدین د ۲۰۹ الفتح قول اردو لومړۍ پلې لوا قوماندان په توګه او د پکتیا ولایت د طالبانو مخکینی امنیه قوماندان مولوي محمد عمر مخلص د کابل ښار درېیمې حوزې د امر په توګه ټاکل شوي دي.

د افغان کډوالو اېستل؛ د پېښور او تورخم ترمنځ لاره کې د کډوالو سلګونه لارۍ بندې پاتې دي

۱۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۹ GMT+۱

ځایي سرچینو افغانستان انټرنشنل پښتو ته خبر ورکړی، چې له نن سهار راهیسې له پېښور څخه تورخم ته غځېدلې لاره د خیبر درې او تورخم ترمنځ بنده ده. د سرچینو په حواله؛ په یاده سیمه کې هغه لارۍ بندې پاتې دي چې د افغانانو کډې په‌کې بار دي.

سرچینې وایي، چې دغه لارۍ افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو د سختې ګڼې ګوڼې له امله بندې پاتې دي. سرچینې زیاتوي، چې تر ډېره دغه کډوال د پاکستان په پنجاب ایالت کې مېشت وو.

د سرچینې په وینا:« په پاکستان کې مېشت کډوال دې ته په تمه وو، چې ښایي د پاکستاني چارواکو له‌خوا دوی ته له دغه هېواده د وتلو ورکړل شوی ضرب الاجل وځنډېږي؛ خو د دغه هېواد له‌خوا د ټاکلې مودې نه غځېدل او د پولیسو له‌خوا د کډوالو پر وړاندې د عملیاتو پیلېدل د دې لامل شوي، چې په یوه ورځ افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو شمېره پراخه شي.»

په دغه موټرونو کې زرګونه کورنۍ افغانستان ته د تګ په تمه دي، چې ښځې، ماشومان او سپین ږېري هم په‌کې شامل دي.

سرچینې زیاتوي، دغه لارۍ په داسې ځای کې بندې دي چې نه د خوړو او څښلو لپاره څه پيدا کېږي او نه هم د سرپناه ځای شته.

له بل پلوه په تورخم کې پاکستاني پولیس خبریالانو ته د افغان کډوالو د ستنېدو لړۍ د پوښښ اجازه نه ورکوي.

د یادونې وړ ده، چې هره ورځ له پاکستانه زرګونه افغان کډوال افغانستان ته په زور شړل کېږي او ځينې یې له ډاره په خپله خوښه کډه کېږي.