• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په پاکستان کې د وروستیو سېلابونو له امله ۲ میلیونه کسان بې ځایه شوي

۱۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۱۴ GMT+۱

د پاکستان د اقلیم بدلون فدرالي وزیر د یکشنبې په ورځ (د وږي ۹مه) وویل، د وروستیو ویجاړونکو سېلابونو له امله په ټول پاکستان کې نږدې ۲ میلیونه کسان بې ځایه شوي او تر ټولو ډېر د دغه هېواد بې وزلي ځپل شوي دي.

نوموړي په اسلام اباد کې په همدې تړاو په یوې خبري غونډه کې وویل، په دغو کسانو کې شاوخوا ۸۰۰ زره کسان په عاجله توګه مرستو ته اړتیا لري.

د هغه په وینا، حکومت تر اوسه له بې وزلو سره بېړنۍ مرستې کړي او همداراز یې له نورو بډایه او شتمنو پاکستانیانو وغوښتل، چې په دې سختو شرایطو کې د سېلاب ځپلو لاسنیوی وکړي.

له دې سره سم، د دغه هېواد د سېند ایالت اعلی وزیر مراد علي شاه بیا خبرداری ورکړی چې دمګړی د سېلابونو له امله شاوخوا ۱ اعشاریه ۶ میلیونه کسان له خطر سره مخ دي او همداراز یې په پنډغالو کې د ناروغیو د خپرېدو له امله اندېښنه څرګنده کړه.

پاکستاني چارواکو د دغې ستونزې اصلي لامل اقلیمي بدلون په ګوته کړی او په اوسنیو شرایطو کې یې د سېلاب ځپلو لاسنیوی د ټول پاکستان ګډ مسوولیت بللی دی.

دوی همداراز تر راتلونکو ۲۴ ساعتونو په ازاد کشمیر کې د سختو بارانونو له امله د سېلابونو د راوتو په تړاو خبرداری ورکړی او په وینا یې ښايي په غرنیو سیمو کې د ځمکې ښوېیدنې لامل هم شي.

ترویج لرونکی

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی
۱

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۴

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۵

سرچینې: څو لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو د رسنیز فعال جنرال مبین د خوشې کولو هڅې پیل کړې

•
•
•

نور کیسې

درې اړخیزه لوبلړۍ؛ د پاکستان کرېکټ لوبډلې اماراتو ته د ۳۱ منډو په توپير ماتې ورکړه

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۲۱:۰۲ GMT+۱

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربه‌توبه د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ په دویمه لوبه پاکستان د ۳۱ منډو په توپير متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه. پاکستان لوبډلې په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته هم ماتې ورکړې وه.

د دې درې اړخیزې لوبلړۍ د دویمې سیالۍ پچه پاکستان لوبډلې وګټله او متحده عربي اماراتو لوبډلې ته یې لومړی د توپ اچونې بلنه ورکړه.

پاکستان لوبډلې بیا د ۲۰۸ منډو هدف وټاکه.

پاکستاني لوبغاړي سیم ایوب تر ټولو ډېرې او په ۳۸ توپونو کې ۶۹ منډې جوړې کړې.

متحده عربي اماراتو د ۸ لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۷۶ منډې جوړې کړې او د ۳۱ منډو په توپير یې ماتې وخوړه.

د دې لوبلړۍ په لومړۍ سیالۍ کې پاکستان د افغانستان لوبډلې ته د ۳۹ منډو په توپیر ماتې ورکړې وه.

د یادولو ده، چې د دوشنبې په ورځ به کوربه افغانستان لوبډله د متحده عربي اماراتو کرېکټ لوبډلې پر وړاندې ولوبېږي.

نړۍوالو بنسټونو له پاکستان غوښتي چې د ورکو‌شویو کسانو کورنیو ته د عدالت زمینه برابره کړي

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۷:۰۵ GMT+۱

د بښنې نړۍوال سازمان او ۷ نورو بنسټونو د ورکو شویو قربانیانو نړۍوالې ورځې په مناسبت، د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې په «جبر د تري‌تم کېدونکو کسانو» د لړۍ مخنیوي دې وکړي.

د بښنې نړۍوال سازمان د سوېلي اسیا سیمه‌ییز دفتر نن (شنبه، اګسټ ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پاکستان حکومت باید د ورکو شویو قربانیانو کورنیو ته له ځنډ پرته د عدالت زمینه برابره کړي.

نوموړي سازمان همداراز زیاته کړې چې پاکستاني چارواکي لاهم د خپلو غوښتونو د منلو لپاره د کسانو د تري‌تم کېدو له وسیلې د فشار په توګه کار اخلي او د همدې لړۍ په دوام زرګونه کسان ورک هم شوي دي.

د یاد سازمان د معلومات پربنسټ له ۲۰۱۰ کال راهیسې څه باندې لس زره کسان د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې ورک شوي دي.

نن د اګسټ ۳۰مه د ورکو شویو قربانیانو نړۍواله ورځ ده.

اسحاق ډار: چین له افغانستان سره د اقتصادي دهلېز د پراختیا لپاره هوکړه کړی ده

۸ وږی ۱۴۰۴ - ۳۰ اګست ۲۰۲۵، ۰۰:۵۸ GMT+۱

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي،بېجېنګ په اصولي ډول له افغانستان سره د چین- پاکستان د اقتصادي دهلېز له پراختیا سره هوکړه کړې ده. د نوموړي په وینا، دغه هوکړه د اسلام اباد، کابل او بېجېنګ تر منځ د درې اړخیزو خبرو یوه برخه وه چې اوس یې جزییات د وروستي کېدو په حال کې دي.

اسحاق ډار د جمعې په ورځ په یوې خبري غونډه کې زیاته کړې، «په دې هوکړې سره به افغانستان د پاکستان- افغانستان- ازبکستان د وسپنې پټلۍ د تازه پروژو تر څنګ د سیمې له ترانزیتي شبکو سره هم ونښلول شي».

هغه همداراز ټينګار وکړ، چې په دې طرحې سره به د افغانستان سوداګري او بنسټیزې پروژې پراختیا ومومي او ورسره به امنیتي همکارۍ لاپسې غښتلې شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همداراز په ډاګه کړه، چې د افغانانو د ستنولو او پر کرښه د تګ راتګ د مدیریت په تړاو بحثونه هم په لومړیتوبونو کې دي او په وینا یې اسلام اباد هیله مند دی چې د چین په ملاتړ د دواړو هېوادونو سوداګریزې او ترانزیتي اړیکې ښې شي.

د چین او پاکستان اقتصادي کوریدور یا «سي پېک» د چین د «یو کمربند - یوه لاره» د طرحې مهمه برخه ده چې چارې یې په ۲۰۱۵ کال کې پيل شوي او تر اوسه ډېرې کار یې په پاکستان کې شوی دی.

که چېرې دغه طرحه وروستۍ شي نو ورسره به کابل د چین د سیمه ییز اتصال تر ټولو لویې طرحې سره وصل شي.

ملګري ملتونه: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري ایستل ودروي

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۲۰:۴۶ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورونکي «ريچارډ بېنېټ» له پاکستان څخه غوښتي، چې د افغان کډوالو جبري ایستل دې ودروي. نوموړي له دغه هېواده په دوامداره توګه د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه ښودلې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورونکي ريچارډ بېنېټ د جمعه په ورځ (د وږي ۷مه) پر ایکس خواله رسنۍ، له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر دوامدره او جبري ایستلو اندېښنه ښودلې.

نوموړي لیکلي: «د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه د هغه افغانانو په ګډون چې د کډوالۍ د ثبت کارتونه لري له پاکستان څخه په دوامداره ایستلو اندېښمن یم»

د نوموړي په خبره، چې افغانستان د ډېرو لپاره خوندی نه دی.

بېنېټ، له پاکستان څخه غوښتنه کړې، چې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي او نړیوالو قانوني مکلفیتونو ته درناوی وکړي.

نوموړي ټينګار کړی، چې د افغانانو ملاتړي هیوادونه دي د بیا مېشتېدنې لپاره بېلابېلې لارې پرانیزي.

بېنېټ لیکلي: «هغه هېوادونه چې د افغانانو ملاتړ کوي باید د بیا مېشتېدنې لپاره دي نورې لارې پرانیزي او د پاکستان او نورو ګاونډيو هېوادونو لپاره چې د افغان کډوالو کوربه توب کوي ملاتړ زيات کړي.»

په وروستیو میاشتو کې د سیمې یو شمېر هېوادونو په ځانګړي ډول بیا «پاکستان او ایران» زرګونه افغان کډوال له خپلو کورونو او مېشت‌ځایونو اېستلي دي.

په پاکستان کې د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې د «بې‌اسنادو افغانانو» د شړلو پروسه پیل شوه، چې له امله یې شاوخوا یو نیم میلیون افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شول.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان«ای او اېم» او نورو مرستندویو ادارو څو ځله خبرداری ورکړی، چې دغه ډول شړل به په افغانستان کې د بشري ناورین کچه نوره هم لوړه کړي.

د افغانستان او پاکستان کرېکټ سیالۍ: پاکستان، افغان اتلانو ته د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه

۷ وږی ۱۴۰۴ - ۲۹ اګست ۲۰۲۵، ۱۸:۵۲ GMT+۱

په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربه‌توب د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې اړخیزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې پاکستان افغان اتلانو ته د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه.

د کرېکټ بورډ په وینا، دغه سیالۍ د جمعې په ماښام (د وږي ۷مه) په شارجه لوبغالي کې پيل شوه او پاکستان د پچې په ګټولو سره یې لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه او د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۲ منډې جوړې کړې او د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ته د ۱۸۳ منډو هدف وټاکه.

د افغان لوبډلې په ګټه فرید احمد ملک ۲، محمد نبي، مجیب الرحمن، عظمت الله عمرزي او لوبډلمشر راشد خان یوه-یوه وېکټه ترلاسه کړه.

افغان اتلانو تر اوسه په ۱۱ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره څه باندې ۹۰ منډې کړي او لوبه همداراز دوام لري.