• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د می دویمه

برېتانیا د افغانستان د زلزله‌ځپلو لپاره د یو میلیون پونډو بېړنۍ مرسته ځانګړې کړې ده

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۳۲ GMT+۱تازه شوی: ۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۰ GMT+۱

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان په ختیځ کې د وروستۍ ویجاړونکې زلزلې له امله د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې یو میلیونه پونډ ځانګړي کړي دي. دغه مرستې د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) له لارې لګول کېږي.

د دغه وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له دې پیسو به ګرځنده روغتیايي ټیمونه جوړ شي، د بېړنیو حالاتو لپاره طبي کېټونه برابرېږي، ښځو ته د ځانګړو حفظ‌الصحې کېټونه وېشل کېږي او هغو کورنیو ته چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي، د موقتي سرپناه زمینه برابرېږي.

دا مرستې په داسې حال کې اعلان شوې، چې د یکشنبې په شپه (د وږي ۹مه) د افغانستان په ختیځ کې زلزلې سختې ویجاړتیاوې رامنځته کړې دي.

د طالبانو د چارواکو په وینا، تر اوسه لږ تر لږه ۸۰۰کسان مړه شوي او شاوخوا ۲۸۰۰نور ټپیان دي. د ملګرو ملتونو د لومړنیو ارزونو له مخې، له ۱۲زرو څخه زیات کسان بې‌کوره شوي او د ښوونځیو، کلینیکونو او نورو بنسټیزو اسانتیاوو د ړنګېدو له امله له سختو ستونزو سره مخامخ دي.

برېتانیا ویلي، چې د ښځو او ماشومانو اړتیاوو ته به ځانګړې پاملرنه کېږي، ځکه چې هغوی د طبیعي ناورینونو پر مهال تر ټولو زیات زیان ویني.

د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې د ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو شریکانو سره به د همکارۍ له لارې د افغانستان د زلزله‌ځپلو د ژوند ژغورنې هڅې ملاتړ ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نړۍوالې ټولنې په ګډون د ایران، پاکستان، ترکیې، سعودي عربستان، قطر او د ملګرو ملتونو سرمنشي له افغانستان سره د مرستې او خواخوږۍ پیغامونه استولي دي.

سره له دې، نړۍوالو مرستندویو بنسټونو ویلي، چې د طالبانو د محدودوونکو پالیسو له امله د مرستو رسونه له ستونزو سره مخ ده او که بېړنی نړۍوال اقدام ونه شي، بشري ناورین به لا پسې پراخ شي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې سرپرست د مزار درې زلزله‌ځپلي «ودېرو» کلي ته تللی

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۲۵ GMT+۱

له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې سرپرست نورالدین ترابي د یوه تخنیکي او مجهز پلاوي په مشرۍ د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۰مه) د نورګل ولسوالۍ د مزار درې زلزله‌ځپلي «ودېرو» کلي ته لاړ.

د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې، نورالدین ترابي په زلزله‌ځپلې سیمه کې د زیانمنو کورنیو له غړو سره وکتل او زیانمنو ته د رسېدنې چارو لپاره یې بېلابېلې کمېټې وټاکلې.

نوموړي د کمېټې غړو ته لارښوونه وکړه، چې د هرې سیمې قربانیان او ټپیان باید په بېړني توګه له وېجاړو شویو کورونو را و اېستل شي او ټپیان دې ژر تر ژره د ننګرهار ولایت روغتونونو ته ولېږدول شي.

ویل کېږي، چې له پېښو سره د مبارزې د چمتووالي ادارې اړوند ټیمونه د کونړ په زلزله‌ځپلو سیمو کې لا هم د لټون او ژغورنې په عملیاتو بوخت دي او د یادې ادارې په وینا، د اړینو بشري مرستو کاروان زلزله‌ځپلو سیمو ته پر لاره دی.

د کرېکټ ملي لوبغاړي عظمت الله عمرزي د تېرماښام بریا د زلزله‌ځپلو په نوم کړه

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۲ GMT+۱

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي عظمت الله عمرزي په درې اړخیزو سیالیو کې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د افغان اتلانو بریا د زلزله‌ځپلو په نوم کړه.

عظمت الله عمرزي په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «د نن ورځې بریا د افغانستان د تېرې شپې د ویجاړونکې زلزلې د شهیدانو، ژوندي پاتې شویو او د هغوی د خپلوانو لپاره ده. زموږ زړونه له زیانمنو سره دي.»

د کرېکټ ملي لوبغاړو تېرماښام د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د درې اړخیزې لوبلړۍ د خپلې دویمې لوبې له پیل مخکې د کونړ د زلزله‌ځپلو کورنیو مړه شویو روح ته دعا وکړه او د ټپیانو د بشپړې او بېړنۍ روغتیا لپاره لاسونه لپه کړل.

د یادونې وړ ده، چې افغان اتلانو د درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې تېر ماښام، (دوشنبه د وږي ۱۰مه) په خپله دویمه سیالۍ کې کوربه متحده عربي اماراتو ته د ۳۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د سره صلیب نړۍواله کمېټه: د ځمکې ښویېدنې له امله لرې پرتو کلیو ته رسېدل ډېر ستونزمن دي

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۰ GMT+۱

د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې مرستیاله هُما نادر وایي، چې په ختیځ افغانستان کې د وروستۍ زلزلې بشپړه ارزونه اوس هم له جدي ننګونو سره مخ ده.

هُما نادر الجزیرې شبکې ته ویلي: «ژغورونکې ډلې هغو لرې پرتو کلیو ته د رسېدو پر مهال له ستونزو سره مخ دي، چېرته چې کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي. د سړکونو د خرابېدو له امله لاسرسی ډېر ستونزمن شوی او ځمکې ښویېدنې دا وضعیت لا پسې خراب کړی دی.»

هغې زیاته کړې، چې د مړو شمېر به په راتلونکو ساعتونو او ورځو کې حتمي زیات شي او ژغورونکو ته د اغېزمنو هڅو لپاره لا ډېر وخت ته اړتیا ده.

په همدې حال کې د برېتانیا مېشت «اسلامیک ریلیف» خیریه بنسټ د بېړني روغتیايي ټیم د استولو خبر ورکړی دی.

د دې بنسټ د افغانستان د پروګرامونو مشر ابراهیم احمد الحمادي ویلي، چې دوی په لرو پرتو غرنیو سیمو کې فعالیت کوي او مهم روغتیايي خدمتونه لکه د مور او ماشوم پاملرنه، د ټپونو درملنه، د تغذیې ملاتړ او رواني مشورې وړاندې کوي.

ژغورونکو سرچینو ویلي، چې د ځمکې ښویېدنې له امله ګڼې لارې تړل شوي او په ځینو سیمو کې ژغورونکي اړ دي، چې د پلی تګ یا چورلکو په وسیله کلیو ته ورسېږي.

بلخوا، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویاند بابر بلوڅ وایي: «د زلزلې کچه او ناورین د محلي ادارو او ټولنو له وسه لوړ دی. افغانستان اوس له بېړنیو نړۍوالو مرستو او د ملاتړ له بېړنۍ اړتیا سره مخ دی.»

طالب چارواکو هم د موقتي روغتونونو جوړولو، د سرپناه، خوراکي توکو او پاکو اوبو برابرولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د ځایي خلکو په وینا، د کونړ او ننګرهار ګڼ کلي په بشپړ ډول ویجاړ شوي او اړیکې پرې شوي دي.

بشري ژغورونکې ډلې زیاتوي، چې له پرله‌پسې پس‌لړزوسره سره لا هم د ژوندي پاتې کسانو د لټون او روغتونونو ته د ټپيانو د لېږد هڅې روانې دي.

په تاجکستان کې افغان سفارت له زلزله‌ځپلو سره د خواخوږۍ په موخه درې رنګه بیرغ نیم‌ځوړند کړ

۱۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۰ GMT+۱

په تاجکستان د افغانستان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ یې د سپټمبر له لومړۍ نېټې تر درېیمې نېټې پورې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو د درناوي په موخه نیم‌ ځوړند کړی دی.

په اعلامیه کې د قربانیانو له کورنیو سره د ژورې خواخوږۍ څرګندونه شوې او ټینګار شوی چې دغه سفارت به له نړۍوالو سازمانونو سره په ګډه د زیانمنو شویو خلکو د بېړنیو اړتیاوو په پوره کولو، مرستې رسولو او د زیانمنو سیمو د بیا رغونې په برخه کې همکاري او همغږي وکړي.

بلخوا، متحده عربي اماراتو اعلان کړی چې د ابوظبي د ملکي دفاع ادارې، ملي ګارډ او د ګډو عملیاتو د قوماندانۍ اړوند د ژغورنې او لټون یو ځانګړی ټیم یې د افغانستان ختیځ زلزله‌ځپلو سیمو ته لېږلی دی.

د دغه هېواد د رسمي اعلامیې له مخې، یاد ټیم به له نورو مرستندویو ډلو سره یوځای د زیانمنو شویو خلکو د ژغورنې او بېړنیو مرستو په بهیر کې برخه واخلي.

متحده عربي اماراتو په خپلو مرستو کې د ژغورنې د ټیم تر څنګ لومړنۍ بېړنۍ بشري مرستې هم افغانستان ته لېږلې دي.

طالبانو مخکې ویلي و، چې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۸۰۰کسان مړه شوي او ۲۵۰۰نور ټپیان دي. خو د کونړ د ځینو لرې پرتو سیمو اوسېدونکي وايي، ګڼ شمېر قربانیان لا هم د ورانو شویو کورونو لاندې بند پاتې دي او د مرستو رسېدل ورته نه دي پیل شوي.

تر دې وړاندې ایران، پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې او د ملګرو ملتونو سرمنشي هم له افغانستان او د دې ناورین د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ پیغامونه خپاره کړي دي.

ملګرو ملتونو د افغانستان د زلزله‌ځپلو لپاره د ۵ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې اعلان کړې

۱۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند استیفن دوجاریک ویلي، چې دغه سازمان د لومړنیو مرستو په توګه له خپل بېړني صندوقه ۵ میلیونه ډالره د افغانستان زلزله‌ځپلو ته ځانګړې کړې دي.

استیفن دوجاریک زیاته کړه، ملګري ملتونه د افغانستان د زلزله‌ځپلو د لاسنیوي لپاره د بېړنیو مرستو د غوښتنې په موخه له نورو همکارو بنسټونو سره پر خبرو بوخت دي.

د نوموړي په وینا، په زلزله‌ځپلو سیمو کې د بېړنیو اړتیاوو د ارزونې په موخه د ملګرو ملتونو او طالب چارواکو تر منځ خبرې روانې دي.

هغه په ډاګه کړه، چې ملګري ملتونه به له افغان ولس سره د مرستو په موخه هېڅ راز هڅې ونه سپموي.