• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د می دویمه

د کرېکټ ملي لوبغاړي عظمت الله عمرزي د تېرماښام بریا د زلزله‌ځپلو په نوم کړه

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۲ GMT+۱

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي عظمت الله عمرزي په درې اړخیزو سیالیو کې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د افغان اتلانو بریا د زلزله‌ځپلو په نوم کړه.

عظمت الله عمرزي په خپله اېکس پاڼه لیکلي: «د نن ورځې بریا د افغانستان د تېرې شپې د ویجاړونکې زلزلې د شهیدانو، ژوندي پاتې شویو او د هغوی د خپلوانو لپاره ده. زموږ زړونه له زیانمنو سره دي.»

د کرېکټ ملي لوبغاړو تېرماښام د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د درې اړخیزې لوبلړۍ د خپلې دویمې لوبې له پیل مخکې د کونړ د زلزله‌ځپلو کورنیو مړه شویو روح ته دعا وکړه او د ټپیانو د بشپړې او بېړنۍ روغتیا لپاره لاسونه لپه کړل.

د یادونې وړ ده، چې افغان اتلانو د درې اړخیزې لوبلړۍ په لړ کې تېر ماښام، (دوشنبه د وږي ۱۰مه) په خپله دویمه سیالۍ کې کوربه متحده عربي اماراتو ته د ۳۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

د هلمند د علماوو شورا د مخابراتو د وزیر له لوري پر غصب شوې ځمکه رغنیزې چارې ودرولې

۴

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۵

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

•
•
•

نور کیسې

د سره صلیب نړۍواله کمېټه: د ځمکې ښویېدنې له امله لرې پرتو کلیو ته رسېدل ډېر ستونزمن دي

۱۱ وږی ۱۴۰۴ - ۲ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۰ GMT+۱

د سره صلیب د نړۍوالې کمېټې مرستیاله هُما نادر وایي، چې په ختیځ افغانستان کې د وروستۍ زلزلې بشپړه ارزونه اوس هم له جدي ننګونو سره مخ ده.

هُما نادر الجزیرې شبکې ته ویلي: «ژغورونکې ډلې هغو لرې پرتو کلیو ته د رسېدو پر مهال له ستونزو سره مخ دي، چېرته چې کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي. د سړکونو د خرابېدو له امله لاسرسی ډېر ستونزمن شوی او ځمکې ښویېدنې دا وضعیت لا پسې خراب کړی دی.»

هغې زیاته کړې، چې د مړو شمېر به په راتلونکو ساعتونو او ورځو کې حتمي زیات شي او ژغورونکو ته د اغېزمنو هڅو لپاره لا ډېر وخت ته اړتیا ده.

په همدې حال کې د برېتانیا مېشت «اسلامیک ریلیف» خیریه بنسټ د بېړني روغتیايي ټیم د استولو خبر ورکړی دی.

د دې بنسټ د افغانستان د پروګرامونو مشر ابراهیم احمد الحمادي ویلي، چې دوی په لرو پرتو غرنیو سیمو کې فعالیت کوي او مهم روغتیايي خدمتونه لکه د مور او ماشوم پاملرنه، د ټپونو درملنه، د تغذیې ملاتړ او رواني مشورې وړاندې کوي.

ژغورونکو سرچینو ویلي، چې د ځمکې ښویېدنې له امله ګڼې لارې تړل شوي او په ځینو سیمو کې ژغورونکي اړ دي، چې د پلی تګ یا چورلکو په وسیله کلیو ته ورسېږي.

بلخوا، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویاند بابر بلوڅ وایي: «د زلزلې کچه او ناورین د محلي ادارو او ټولنو له وسه لوړ دی. افغانستان اوس له بېړنیو نړۍوالو مرستو او د ملاتړ له بېړنۍ اړتیا سره مخ دی.»

طالب چارواکو هم د موقتي روغتونونو جوړولو، د سرپناه، خوراکي توکو او پاکو اوبو برابرولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د ځایي خلکو په وینا، د کونړ او ننګرهار ګڼ کلي په بشپړ ډول ویجاړ شوي او اړیکې پرې شوي دي.

بشري ژغورونکې ډلې زیاتوي، چې له پرله‌پسې پس‌لړزوسره سره لا هم د ژوندي پاتې کسانو د لټون او روغتونونو ته د ټپيانو د لېږد هڅې روانې دي.

په تاجکستان کې افغان سفارت له زلزله‌ځپلو سره د خواخوږۍ په موخه درې رنګه بیرغ نیم‌ځوړند کړ

۱۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۰ GMT+۱

په تاجکستان د افغانستان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ یې د سپټمبر له لومړۍ نېټې تر درېیمې نېټې پورې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو د درناوي په موخه نیم‌ ځوړند کړی دی.

په اعلامیه کې د قربانیانو له کورنیو سره د ژورې خواخوږۍ څرګندونه شوې او ټینګار شوی چې دغه سفارت به له نړۍوالو سازمانونو سره په ګډه د زیانمنو شویو خلکو د بېړنیو اړتیاوو په پوره کولو، مرستې رسولو او د زیانمنو سیمو د بیا رغونې په برخه کې همکاري او همغږي وکړي.

بلخوا، متحده عربي اماراتو اعلان کړی چې د ابوظبي د ملکي دفاع ادارې، ملي ګارډ او د ګډو عملیاتو د قوماندانۍ اړوند د ژغورنې او لټون یو ځانګړی ټیم یې د افغانستان ختیځ زلزله‌ځپلو سیمو ته لېږلی دی.

د دغه هېواد د رسمي اعلامیې له مخې، یاد ټیم به له نورو مرستندویو ډلو سره یوځای د زیانمنو شویو خلکو د ژغورنې او بېړنیو مرستو په بهیر کې برخه واخلي.

متحده عربي اماراتو په خپلو مرستو کې د ژغورنې د ټیم تر څنګ لومړنۍ بېړنۍ بشري مرستې هم افغانستان ته لېږلې دي.

طالبانو مخکې ویلي و، چې د زلزلې له امله لږ تر لږه ۸۰۰کسان مړه شوي او ۲۵۰۰نور ټپیان دي. خو د کونړ د ځینو لرې پرتو سیمو اوسېدونکي وايي، ګڼ شمېر قربانیان لا هم د ورانو شویو کورونو لاندې بند پاتې دي او د مرستو رسېدل ورته نه دي پیل شوي.

تر دې وړاندې ایران، پاکستان، سعودي عربستان، ترکیې او د ملګرو ملتونو سرمنشي هم له افغانستان او د دې ناورین د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ پیغامونه خپاره کړي دي.

ملګرو ملتونو د افغانستان د زلزله‌ځپلو لپاره د ۵ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې اعلان کړې

۱۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند استیفن دوجاریک ویلي، چې دغه سازمان د لومړنیو مرستو په توګه له خپل بېړني صندوقه ۵ میلیونه ډالره د افغانستان زلزله‌ځپلو ته ځانګړې کړې دي.

استیفن دوجاریک زیاته کړه، ملګري ملتونه د افغانستان د زلزله‌ځپلو د لاسنیوي لپاره د بېړنیو مرستو د غوښتنې په موخه له نورو همکارو بنسټونو سره پر خبرو بوخت دي.

د نوموړي په وینا، په زلزله‌ځپلو سیمو کې د بېړنیو اړتیاوو د ارزونې په موخه د ملګرو ملتونو او طالب چارواکو تر منځ خبرې روانې دي.

هغه په ډاګه کړه، چې ملګري ملتونه به له افغان ولس سره د مرستو په موخه هېڅ راز هڅې ونه سپموي.

ملګري ملتونه: یوازې د کونړ په «دیوه ګل» کلي کې له ۲۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي

۱۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام «یو اېن ډي پي» اعلان کړی، چې د کونړ ولایت یوازې په یوه کلي «دیوه‌ګل» کې تر ۲۰۰زیاتو کسانو د وروستۍ زلزلې له امله ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۵۰۰نور ټپیان شوي دي.

دغه سازمان وایي، لا هم ګڼ شمېر کسان د ویجاړو شویو کورونو تر خاورو لاندې بند پاتې دي او د ژغورنې هڅې دوام لري.

د ملګرو ملتونو په یوه اعلامیه کې چې پر اېکس خواله رسنۍ خپره شوې، ویل شوي: «کورونه او اساسي زېربناوې ویجاړې شوې دي. موږ هڅه کوو چې بېړنۍ اړتیاوې لکه سرپناه، اوبه، خوراکي توکي، درمل او د خلکو د بقا لپاره لومړني وسایل برابر کړو.»

په راپور کې ټینګار شوی، چې د کونړ په ولایت کې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله رامنځته شوې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، چې یوازې په دغه ولایت کې ۸۰۰کسان مړه شوي او شاوخوا ۲۵۰۰نور ټپیان دي. په دې شمېرو کې د قربانیانو ډېری برخه د همدې ولایت اوسېدونکي دي.

زلزلې د کونړ ترڅنګ د ننګرهار، لغمان، نورستان او په لږه کچه د پنجشېر ولایت هم زیانمن کړي دي.

ملګري ملتونه او نور مرستندویه بنسټونه وايي، د ژغورنې هڅو او بېړنیو مرستو ته لا هم پراخه اړتیا ده، څو د زرګونو زیانمنو شویو خلکو ژوند وژغورل شي او لومړنۍ اړتیاوې یې پوره شي.

د ډیپلوماتیکو استازولیو شورا: نړۍواله ټولنه باید د مرستې لپاره بېړنی اقدام وکړي

۱۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۲ GMT+۱

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ډیپلوماتیکو استازولیو د همغږۍ شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ختیځ افغانستان کې د زلزلې له امله د زیانمنو شویو سره خواخوږي ښودلې. دغه شورا له نړۍوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې د مرستې لپاره بېړني اقدامات وکړي. 

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه ناورین د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونه سخت ځپلي دي او د ژغورنې هڅې لا هم روانې دي. د چارواکو په وینا، د مړینې شمېر د زیاتېدو په حال کې دی.

یادې شورا زیاته کړې، چې دغه لوی بشري ناورین د افغانستان روان بشري کړکېچ لا پسې ژور کړی دی. د ښځو، ماشومانو او عمر خوړلو کسانو په ګډون د ګڼ شمېر کورنیو غړي بې‌ کوره شوي او له درملو، سرپناه، پاکو اوبو او لومړنیو اړتیاوو بې‌برخې پاتې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د لومړنیو ارزونو له مخې ویلي، چې لږ تر لږه ۸۰۰کسان مړه شوي او شاوخوا ۲۸۰۰نور ټپیان دي. همدارنګه تر ۱۲زرو زیات کسان بې‌کوره شوي او د ښوونځیو، کلینیکونو او د ټولنې د نورو اسانتیاوو د ویجاړېدو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

په اعلامیه کې د نړۍوالې ټولنې او مرستندویو بنسټونو څخه د بېړنۍ مرستې غوښتنه شوې په ځانګړي ډول د سرپناه، خوراکي توکو، پاکو اوبو، درملو او بېړنیو روغتیايي خدمتونو د برابرولو ترڅنګ، د ژغورنې ټیمونه هم سخت اړین دي څو د نورو انسانانو ژوند وژغورل شي.

اعلامیه زیاتوي، چې د طالبانو محدودوونکي پالیسي د کړکېچ د لا ژورېدو لامل شوې ده. د ښځو پر کار بندیز، د مسلکي کسانو چوپړ محدودول او د بنسټونو له منځه وړل د دې لامل شوي، چې افغانستان د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د ځواب ویلو توان له لاسه ورکړي.

دغې شورا په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی: «دا د نړۍوالې همدردۍ او یوالي شېبه ده. بېړنی اقدام اړین دی څو د ځپل شویو خلکو دردونه راکم شي او د هغوی ژوند وژغورل شي. موږ د ټولو هغو کسانو څخه ژوره مننه کوو، چې د مرستو په هڅو کې برخه لري او د ټپیانو د ژر رغېدو هیله څرګندوو.»