• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د می دویمه

ملګرو ملتونو د افغانستان د زلزله‌ځپلو لپاره د ۵ میلیونه ډالرو بېړنۍ مرستې اعلان کړې

۱۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۳ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند استیفن دوجاریک ویلي، چې دغه سازمان د لومړنیو مرستو په توګه له خپل بېړني صندوقه ۵ میلیونه ډالره د افغانستان زلزله‌ځپلو ته ځانګړې کړې دي.

استیفن دوجاریک زیاته کړه، ملګري ملتونه د افغانستان د زلزله‌ځپلو د لاسنیوي لپاره د بېړنیو مرستو د غوښتنې په موخه له نورو همکارو بنسټونو سره پر خبرو بوخت دي.

د نوموړي په وینا، په زلزله‌ځپلو سیمو کې د بېړنیو اړتیاوو د ارزونې په موخه د ملګرو ملتونو او طالب چارواکو تر منځ خبرې روانې دي.

هغه په ډاګه کړه، چې ملګري ملتونه به له افغان ولس سره د مرستو په موخه هېڅ راز هڅې ونه سپموي.

ترویج لرونکی

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي
۱

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۲

طالبان له روسیې نه د کاماز موټرو په څېر د شوروي دورې په څېر وارداتو پیلول غواړي

۳

ملا حسن اخوند د طالبانو ځانګړو ځواکونو ته ۷۰۰۰ افغانۍ امتیازي معاش منظور کړی

۴

په ازبکستان کې د یوه افغان له موټره نږدې ۶۰۰ کیلوګرامه نشه يي توکي موندل شوي

۵

د هوا پوهنې اداره: سبا په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو راوتو اټکل شوی

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: یوازې د کونړ په «دیوه ګل» کلي کې له ۲۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي

۱۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۵ GMT+۱

د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام «یو اېن ډي پي» اعلان کړی، چې د کونړ ولایت یوازې په یوه کلي «دیوه‌ګل» کې تر ۲۰۰زیاتو کسانو د وروستۍ زلزلې له امله ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۵۰۰نور ټپیان شوي دي.

دغه سازمان وایي، لا هم ګڼ شمېر کسان د ویجاړو شویو کورونو تر خاورو لاندې بند پاتې دي او د ژغورنې هڅې دوام لري.

د ملګرو ملتونو په یوه اعلامیه کې چې پر اېکس خواله رسنۍ خپره شوې، ویل شوي: «کورونه او اساسي زېربناوې ویجاړې شوې دي. موږ هڅه کوو چې بېړنۍ اړتیاوې لکه سرپناه، اوبه، خوراکي توکي، درمل او د خلکو د بقا لپاره لومړني وسایل برابر کړو.»

په راپور کې ټینګار شوی، چې د کونړ په ولایت کې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله رامنځته شوې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، چې یوازې په دغه ولایت کې ۸۰۰کسان مړه شوي او شاوخوا ۲۵۰۰نور ټپیان دي. په دې شمېرو کې د قربانیانو ډېری برخه د همدې ولایت اوسېدونکي دي.

زلزلې د کونړ ترڅنګ د ننګرهار، لغمان، نورستان او په لږه کچه د پنجشېر ولایت هم زیانمن کړي دي.

ملګري ملتونه او نور مرستندویه بنسټونه وايي، د ژغورنې هڅو او بېړنیو مرستو ته لا هم پراخه اړتیا ده، څو د زرګونو زیانمنو شویو خلکو ژوند وژغورل شي او لومړنۍ اړتیاوې یې پوره شي.

د ډیپلوماتیکو استازولیو شورا: نړۍواله ټولنه باید د مرستې لپاره بېړنی اقدام وکړي

۱۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۴۲ GMT+۱

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ډیپلوماتیکو استازولیو د همغږۍ شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ختیځ افغانستان کې د زلزلې له امله د زیانمنو شویو سره خواخوږي ښودلې. دغه شورا له نړۍوالې ټولنې او مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې د مرستې لپاره بېړني اقدامات وکړي. 

په اعلامیه کې راغلي، چې دغه ناورین د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونه سخت ځپلي دي او د ژغورنې هڅې لا هم روانې دي. د چارواکو په وینا، د مړینې شمېر د زیاتېدو په حال کې دی.

یادې شورا زیاته کړې، چې دغه لوی بشري ناورین د افغانستان روان بشري کړکېچ لا پسې ژور کړی دی. د ښځو، ماشومانو او عمر خوړلو کسانو په ګډون د ګڼ شمېر کورنیو غړي بې‌ کوره شوي او له درملو، سرپناه، پاکو اوبو او لومړنیو اړتیاوو بې‌برخې پاتې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د لومړنیو ارزونو له مخې ویلي، چې لږ تر لږه ۸۰۰کسان مړه شوي او شاوخوا ۲۸۰۰نور ټپیان دي. همدارنګه تر ۱۲زرو زیات کسان بې‌کوره شوي او د ښوونځیو، کلینیکونو او د ټولنې د نورو اسانتیاوو د ویجاړېدو له امله له سختو ستونزو سره مخ دي.

په اعلامیه کې د نړۍوالې ټولنې او مرستندویو بنسټونو څخه د بېړنۍ مرستې غوښتنه شوې په ځانګړي ډول د سرپناه، خوراکي توکو، پاکو اوبو، درملو او بېړنیو روغتیايي خدمتونو د برابرولو ترڅنګ، د ژغورنې ټیمونه هم سخت اړین دي څو د نورو انسانانو ژوند وژغورل شي.

اعلامیه زیاتوي، چې د طالبانو محدودوونکي پالیسي د کړکېچ د لا ژورېدو لامل شوې ده. د ښځو پر کار بندیز، د مسلکي کسانو چوپړ محدودول او د بنسټونو له منځه وړل د دې لامل شوي، چې افغانستان د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د ځواب ویلو توان له لاسه ورکړي.

دغې شورا په خپله اعلامیه کې ټینګار کړی: «دا د نړۍوالې همدردۍ او یوالي شېبه ده. بېړنی اقدام اړین دی څو د ځپل شویو خلکو دردونه راکم شي او د هغوی ژوند وژغورل شي. موږ د ټولو هغو کسانو څخه ژوره مننه کوو، چې د مرستو په هڅو کې برخه لري او د ټپیانو د ژر رغېدو هیله څرګندوو.»

روغتیاپالان: د ښځینه ډاکټرانو کمښت د ټپي شویو ښځو درملنه له ستونزو سره مخ کړې ده

۱۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۴ GMT+۱

په ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له امله سلګونه تنه مړه او زرګونه نور ټپیان شوي، چې د سیمې روغتیایي مرکزونه تر فشار لاندې دي. ځینو روغتیاپالانو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، د بېړنیو روغتیایي خدمتونو د برابرولو پر مهال د ښځینه ډاکټرانو له کمښت او د ځای د نشتون ستونزو سره مخ دي.

د یوه روغتون د بېړنۍ څانګې مسوول افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل: «د ټپیانو شمېر دومره زیات دی چې زموږ د امکاناتو نه دی. تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې د ښځینه ډاکټرانو شمېر ډېر محدود دی. د ښځینه ټپیانو لپاره ځانګړې څارنه او درملنه اړینه ده، خو موږ کافي پرسونل نه لرو. که ژر مرسته ونه شي، نو زمونږ ډېری ټپیان به خپل ژوند له لاسه ورکړي.»

د دغه روغتیاپال په وینا، د ښځینه ډاکټرانو د کمښت تر څنګ، روغتونونه او کلینیکونه د بسترونو او ځای له کموالي سره هم مخ دي. د زلزلې له امله د ټپي شویو کسانو شمېر دومره لوړ دی، چې ځیني ناروغان په دهلیزونو او د روغتونونو په انګړونو کې تداوي کېږي.

100%

حبیبه چې د زلزلې له امله ټپي شوې ده او په یوه روغتون کې پر بستر پرته ده، افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وایي: «موږ ښځې ډېره ستونزه لرو، ځکه ډېرې ښځینه ډاکټرانې نشته. ځینې ښځې د نارینه ډاکټرانو تر درملنې لاندې ښه احساس نه لري. زه خپله له څو ساعتونو راهیسې دلته پرته یم، خو بیا هم د ښځینه ډاکټرې په تمه یم. هیله لرم چې مرسته راورسېږي او زموږ درملنه په ښه ډول وشي.»

روغتیاپالان زیاتوي، که د ښځینه ډاکټرانو او روغتیايي وسایلو بېړنۍ مرسته ونه رسېږي، د ټپیانو د مړینې کچه نوره هم لوړېدلی شي.

دوی پر نړۍوالو سازمانونو او د سیمې پر چارواکو غږ کړی، چې په ځانګړي ډول د ښځینه ډاکټرانو د لېږلو او د اضافي روغتیايي اسانتیاوو د برابرولو لپاره بېړنی اقدام وکړي.

بلخوا، زلزله ځپلې سیمې د ژغورنې، بېړنیو درملو او د ښځینه روغتیايي پرسونل په برخو کې د پراخو مرستو غوښتنه کوي.

متحده عربي امارات هغه لومړنی بهرنی هېواد دی چې د ژغورنې ټیم یې ختیځ افغانستان ته استولی

۱۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۱۹ GMT+۱

متحده عربي اماراتو اعلان کړی، چې د ابوظبي د ملکي دفاع ادارې، ملي ګارډ او د ګډو عملیاتو د قوماندانۍ اړوند د ژغورنې او لټون ځانګړی ټیم یې د افغانستان ختیځو زلزله ځپلو سیمو ته استولی دی.

د دغه هېواد د رسمي اعلامیې له مخې، یاد ټیم به له نورو مرستندویو ډلو سره یو ځای د زیانمنو خلکو د ژغورنې او بېړنیو مرستو په بهیر کې برخه واخلي.

متحده عربي اماراتو په خپلو مرستو کې د ژغورنې د ټیم تر څنګ لومړنۍ بېړنۍ بشري مرستې هم افغانستان ته لېږلې دي.

په دغو مرستو کې خوراکي توکي، طبي وسایل او خیمې شاملې دي، څو د هغو کسانو لپاره بېړنۍ اړتیاوې برابرې شي، چې د زلزلې له امله یې کورونه ویجاړ شوي او بې کوره پاتې دي.

د افغانستان په ختیځ کې له مرګونې زلزلې شاوخوا ۲۴ ساعته وروسته، متحده عربي امارات لومړی هېواد دی چې د ژغورنې ځانګړی ټیم یې افغانستان ته ولېږه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د دوشنبې په ورځ رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې تر اوسه هېڅ کوم بل هېواد د لټون او ژغورنې ټیم د استولو لپاره امادګي نه ده ښودلې.

راپورونه وایي، چې طالبانو له روسیې څخه د مرستې غوښتنه کړې ده او مسکو اعلان کړی، چې دغه غوښتنه د څېړنې او ارزونې لاندې ده.

د یادونې وړ ده، چې په وروستۍ زلزله کې یوازې په کونړ، لغمان، ننګرهار او نورستان ولایتونو کې له ۸۰۰ څخه ډېر کسان مړه شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د مرستندویو ډلو هڅې د جغرافیایي ستونزو او د لارو د بندښت له امله له خنډونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو خبرداری: ښایي د مرګ ژوبلې شمېره نوره هم لوړه شي

۱۰ وږی ۱۴۰۴ - ۱ سپتمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په ختیځ افغانستان کې د وروستۍ زلزلې په تړاو په خپل لومړني راپور کې ویلي، چې لږ تر لږه ۸۰۰تنه مړه شوي او شاوخوا ۲زره تنه ټپیان دي. په راپور کې ټینګار شوی، چې د مرستندویو ډلو له رسېدو وروسته ښايي د مرګ ژوبلې شمېر نور هم لوړ شي.

اوچا ویلي، چې ډېری اغېزمن شوي خلک د غرنیو او لرې پرتو سیمو اوسېدونکي دي. د لارې بندېدو له امله نه یوازې مرستندویه ټیمونه له ستونزو سره مخ دي، بلکې ځايي خلک هم نشي کولی په اسانۍ د خپلو ټپیانو درملنې ته لاسرسی ولري.

د اوچا د معلوماتو له مخې، د زلزلې له امله تر اوسه شاوخوا ۱۲زره کسان اغېزمن شوي دي. د کونړ ولایت د څوکۍ او نورګل په ګډون درې نورې ولسوالۍ، د ننګرهار درهء نور او مرکز جلال اباد او همدارنګه په لغمان کې درې ولسوالۍ له سختو زیانونو سره مخ دي. ځینې کورونه په بشپړ ډول نړېدلي، ډېری نور نیمه ویجاړ شوي او د خلکو د استوګنې وړ نه دي پاتې.

په راپور کې ویل شوي، چې د زلزله‌ځپلو خلکو د بېړنیو اړتیاوو لپاره لومړنی نوملړ ترتیب شوی دی. په دې اړتیاوو کې بېړنۍ سرپناه لکه خیمې، غېرخوراکي توکي (کمپلې، د پخلنځي سامان)، د څښاک پاکې اوبه، بېړني خوراکي توکي او همدارنګه طبي وسایل شامل دي.

د اوچا د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو تر دې دمه شاوخوا ۲۰ د بېړني ارزونې ټیمونه د کونړ او ننګرهار درهء نور ته رسېدلي دي، څو د زیانونو او اړتیاوو په اړه دقیقه څېړنه وکړي. تر څنګ یې پنځه نور ټیمونه د کونړ، لغمان او ننګرهار نورو سیمو ته د تګ لپاره چمتودي.

سره له دې هڅو، د مرستو رسونه د جغرافیایي محدودیتونو او د غرنیو لارو د بندېدو له امله له سختو ستونزو سره مخ ده.

100%

اوچا وایي، د ځمکې ښویېدنې او د ډبرو غورځېدو له امله ډېری سیمو ته د ځمکني ټرانسپورټ لارې بندې او د تګ راتګ وړ نه دي پاتې، له همدې کبله د مرستندویو ډلو هڅې روانې دي څو په ځینو سیمو کې د هوا له لارې د خلکو مرستې او بېړنۍ درملنه ترسره شي.

ملګرو ملتونو په خپل راپور کې لیکلي، چې د زلزله‌ځپلو سیمو اوسېدونکو لپاره نه یوازې فزیکي مرستې اړینې دي، بلکې د رواني ملاتړ اړتیا هم ډېره جدي ده، ځکه د ډېرو خلکو د کورنیو غړي له لاسه ورکړي او ماشومان د دې پېښې له امله له سختو رواني فشارونو سره مخ دي.

د راپور له مخې، که څه هم د ځايي خلکو او ځینو خیریه ډلو هڅې روانې دي، خو د اړتیاوو کچه ډېره لوړه ده او له همدې امله نړۍواله ټولنه باید د افغانستان د خلکو په مرسته کې چټک او همغږی ګام واخلي.