د اوچا د معلوماتو له مخې، د ملګرو ملتونو تر دې دمه شاوخوا ۲۰ د بېړني ارزونې ټیمونه د کونړ او ننګرهار درهء نور ته رسېدلي دي، څو د زیانونو او اړتیاوو په اړه دقیقه څېړنه وکړي. تر څنګ یې پنځه نور ټیمونه د کونړ، لغمان او ننګرهار نورو سیمو ته د تګ لپاره چمتودي.
سره له دې هڅو، د مرستو رسونه د جغرافیایي محدودیتونو او د غرنیو لارو د بندېدو له امله له سختو ستونزو سره مخ ده.
اوچا وایي، د ځمکې ښویېدنې او د ډبرو غورځېدو له امله ډېری سیمو ته د ځمکني ټرانسپورټ لارې بندې او د تګ راتګ وړ نه دي پاتې، له همدې کبله د مرستندویو ډلو هڅې روانې دي څو په ځینو سیمو کې د هوا له لارې د خلکو مرستې او بېړنۍ درملنه ترسره شي.
ملګرو ملتونو په خپل راپور کې لیکلي، چې د زلزلهځپلو سیمو اوسېدونکو لپاره نه یوازې فزیکي مرستې اړینې دي، بلکې د رواني ملاتړ اړتیا هم ډېره جدي ده، ځکه د ډېرو خلکو د کورنیو غړي له لاسه ورکړي او ماشومان د دې پېښې له امله له سختو رواني فشارونو سره مخ دي.
د راپور له مخې، که څه هم د ځايي خلکو او ځینو خیریه ډلو هڅې روانې دي، خو د اړتیاوو کچه ډېره لوړه ده او له همدې امله نړۍواله ټولنه باید د افغانستان د خلکو په مرسته کې چټک او همغږی ګام واخلي.