• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

انځوریز راپور: کونړ کې د مرګونو زلزلو له امله لاهم ګڼ شمېر کسان ترخاورو لاندې بند پاتې دي

۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ وږی ۱۴۰۴ - ۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۱ GMT+۱

د افغانستان په ختیځ کې د کونړ، ننګرهار او لغمان ګڼې سیمې د یکشنبې ماښام ناوخته یوې زورورې زلزلې ولړزولې. د یادې زلزلې مرکز کونړ ښودل شوی او په دغه ولایت کې یې ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

طالبانو اعلان کړی، چې د وروستۍ زلزلې له امله په ختیزو ولایتونو او کونړ کې د قربانیانو شمېر ۱۴۵۷ تنو او د ټپیانو شمېر ۳۳۹۴ تنو ته رسیدلی.

100%

د زلزلې له امله د ختیزو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې ۶۷۸۲ کورونه ویجاړ شوي دي.

د راپورونو له مخې د کونړ نورګل، څوکۍ، چپه دره، پیچ دره، وټه‌پور او اسعد‌اباد کې د نورو سیمو په پرتله ډېر زیانونه اوښتي دي.

100%

د کونړو ځینو ولسوالیو ته د سړکونو د خرابوالي له امله د ژغورنې عملیات پڅ دوام لري.

100%

عیني شاهدان وايي، ګڼو سیمو کې لا هم د ژغورنې عملیات دوام لري او د زلزلې قربانیان له نړېدلو کورنو راباسي.

100%

طالبانو ویلي، چې د کونړ ګڼو سیمو ته یې د چورلکو په وسیله مرستندویه ډلې استولي او د زلزلې ګڼ ټپیان یې د ننګرهار مرکزي روغتون ته انتقال کړې دي.

100%

ځايي خلکو او مرستندویانو د کنړ په ګڼو سیمو کې د زلزلې قربانیان په ډله‌ییزو قبرونو کې خښ کړل.

100%

د کونړ د زلزله ځپلو لپاره د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼو هېوادونو مرستې اعلان کړي دي او د ځینو هېوادونو مرستې د کونړ تر مرکزه هم رسیدلې دي.

100%

د دووو ورځو په تېرېدو سره لا هم طالبانو د کونړ د زلزلې د زیانمن شویو کسانو لپاره د مرستو رسولو په اړه کومه ځانګړې تګلاره نه ده اعلان کړې او تر ډېره یې تکیه پر بهرنیو مرستو کړې ده.

ډېر لیدل شوي

ازادۍ او مقاومت جبهو پر ډیپلوماتیکو استازولیو د «احتمالي بریدونو» خبرداری ورکړی
۱

ازادۍ او مقاومت جبهو پر ډیپلوماتیکو استازولیو د «احتمالي بریدونو» خبرداری ورکړی

۲
ځانګړی

د کلیوالو ښځو نړیواله ورځ؛ د هغو ښځو ستړی ژوند چې له چرګ بانګ سره له خوبه پاڅیږي

۳

د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری: په ژمي کې به ۴۰ سلنه افغانان د خوړو له شدید کمښت سره مخ شي

۴

د سراج‌الدین حقاني خبرداری؛ د پولیسو له قانون څخه سرغړونکو ته به «لازمه» جزا ورکړل شي

۵

طالبانو پر یوناما تور ولګاوه چې په افغانستان کې «د نظام پر ضد پروپاګند» کوي